بسم الله الرحمن الرحيم سـريـزه داچې دښوونې او روزنې دپوهنځي دکيميا دڅانګې هر فارغ التحصيل بايد دخپل ليسانس ددورې په اخر کې يومونوګراف وليکې نو ماته هم دسيمنارد ليکلولپاره اړونده څانګې له خوا(داکسيجن کشف اودهغه پیژندنه ) ترعنوان لاندې موضوع دمحترم استاد پوهنيارمعصوم خان (قیومی) ترلارښوونې لاندې راکړل شوې ترڅوچې په دې موضوع کې داکسيجن اودهغه د مرکباتوپه هکله اوهم دهغه دکشف په هکله عمومي معلومات اوداکسيجن اتومي جوړښت د هغه پيدايښت اواهميت لاسته راوړنه، فزيکې اوکيمياوي خواص اوداکسيجن داکسايدونوپه هکله معلومات اوداکسيجن استعمال اواورلګيدنې، اوزون او دفوتوسنتيزعمليه تشريح اوتوضيح کړم. داچې اکسيجن دهر ساه کښ لپاره دژوندلومړنى اواساسي عنصرشميرل کيږي او پرته له اکسيجن څخه ژوند کول ناشوني دي اوهم اکسيجن د اساسي عناصروله جملې څخه شميرل کيږي خومادلته په لنډ ډول يوڅه معلومات راټول کړي اوپه دې رساله کې مې ليکلي دي دموضوع په جوړولو کې له ماسره محترم استادپوهنيار معصوم خان (قیوم) مرسته کړي دده دهمکارۍ اومرستې له امله دزړه له کومې کور ودانى وايم اودلوي څښتن (ج) څخه ورته په دنيا اواخرت کې کاميابي غواړم. په درنښت روح الله (رویان) د کيميا څانګې محصل

Oxygen,  8O
A transparent beaker containing a light blue fluid with gas bubbles
A transparent beaker containing a light blue fluid with gas bubbles
Liquid oxygen boiling
Spectral lines of oxygen
عمومي خواص
Pronunciation /ˈɒksɪən/
OK-SIJ-ən
Appearancegas: colorless
liquid: pale blue
Oxygen په دوراني جدول کې
Hydrogen (diatomic nonmetal)
Helium (noble gas)
Lithium (alkali metal)
Beryllium (alkaline earth metal)
Boron (metalloid)
Carbon (polyatomic nonmetal)
Nitrogen (diatomic nonmetal)
Oxygen (diatomic nonmetal)
Fluorine (diatomic nonmetal)
Neon (noble gas)
Sodium (alkali metal)
Magnesium (alkaline earth metal)
Aluminium (post-transition metal)
Silicon (metalloid)
Phosphorus (polyatomic nonmetal)
Sulfur (polyatomic nonmetal)
Chlorine (diatomic nonmetal)
Argon (noble gas)
Potassium (alkali metal)
Calcium (alkaline earth metal)
Scandium (transition metal)
Titanium (transition metal)
Vanadium (transition metal)
Chromium (transition metal)
Manganese (transition metal)
Iron (transition metal)
Cobalt (transition metal)
Nickel (transition metal)
Copper (transition metal)
Zinc (transition metal)
Gallium (post-transition metal)
Germanium (metalloid)
Arsenic (metalloid)
Selenium (polyatomic nonmetal)
Bromine (diatomic nonmetal)
Krypton (noble gas)
Rubidium (alkali metal)
Strontium (alkaline earth metal)
Yttrium (transition metal)
Zirconium (transition metal)
Niobium (transition metal)
Molybdenum (transition metal)
Technetium (transition metal)
Ruthenium (transition metal)
Rhodium (transition metal)
Palladium (transition metal)
Silver (transition metal)
Cadmium (transition metal)
Indium (post-transition metal)
Tin (post-transition metal)
Antimony (metalloid)
Tellurium (metalloid)
Iodine (diatomic nonmetal)
Xenon (noble gas)
Caesium (alkali metal)
Barium (alkaline earth metal)
Lanthanum (lanthanide)
Cerium (lanthanide)
Praseodymium (lanthanide)
Neodymium (lanthanide)
Promethium (lanthanide)
Samarium (lanthanide)
Europium (lanthanide)
Gadolinium (lanthanide)
Terbium (lanthanide)
Dysprosium (lanthanide)
Holmium (lanthanide)
Erbium (lanthanide)
Thulium (lanthanide)
Ytterbium (lanthanide)
Lutetium (lanthanide)
Hafnium (transition metal)
Tantalum (transition metal)
Tungsten (transition metal)
Rhenium (transition metal)
Osmium (transition metal)
Iridium (transition metal)
Platinum (transition metal)
Gold (transition metal)
Mercury (transition metal)
Thallium (post-transition metal)
Lead (post-transition metal)
Bismuth (post-transition metal)
Polonium (post-transition metal)
Astatine (metalloid)
Radon (noble gas)
Francium (alkali metal)
Radium (alkaline earth metal)
Actinium (actinide)
Thorium (actinide)
Protactinium (actinide)
Uranium (actinide)
Neptunium (actinide)
Plutonium (actinide)
Americium (actinide)
Curium (actinide)
Berkelium (actinide)
Californium (actinide)
Einsteinium (actinide)
Fermium (actinide)
Mendelevium (actinide)
Nobelium (actinide)
Lawrencium (actinide)
Rutherfordium (transition metal)
Dubnium (transition metal)
Seaborgium (transition metal)
Bohrium (transition metal)
Hassium (transition metal)
Meitnerium (unknown chemical properties)
Darmstadtium (unknown chemical properties)
Roentgenium (unknown chemical properties)
Copernicium (transition metal)
Nihonium (unknown chemical properties)
Flerovium (unknown chemical properties)
Moscovium (unknown chemical properties)
Livermorium (unknown chemical properties)
Tennessine (unknown chemical properties)
Oganesson (unknown chemical properties)


O

S
nitrogenoxygenfluorine
اټومي شمیره (Z)8
گروپ, پیریودgroup 16 (chalcogens), period 2
بلاکp-block
Element category  diatomic nonmetal
معياري اټومي وزن (Ar)
Electron configuration[He] 2s2 2p4
Electrons per shell
2, 6
فزیکي خواص
حالت (at STP)گاز
دويلې کيدو ټکى54.36 K ​(−218.79 °C, ​−361.82 °F)
يشنا ټکی90.188 K ​(−182.962 °C, ​−297.332 °F)
کثافت (at STP)1.429 g/L
when liquid, at b.p.1.141 g/cm3
Triple point54.361 K, ​0.1463 kPa
Critical point154.581 K, 5.043 MPa
Heat of fusion(O2) 0.444 kJ/mol
Heat of vaporization(O2) 6.82 kJ/mol
Molar heat capacity(O2) 29.378 J/(mol·K)
Vapor pressure
P (Pa) 1 10 100 1 k 10 k 100 k
at T (K)       61 73 90
اټومي خواص
Oxidation states2, 1, −1, −2
ElectronegativityPauling scale: 3.44
Ionization energies
  • 1st: 1313.9 kJ/mol
  • 2nd: 3388.3 kJ/mol
  • 3rd: 5300.5 kJ/mol
  • (more)
Covalent radius66±2 pm
Van der Waals radius152 pm
Miscellanea
Crystal structurecubic
Cubic crystal structure for oxygen
Cubic crystal structure for oxygen
Speed of sound330 m/s (gas, at 27 °C)
د تودوخې تېرېدنه26.58×10−3  W/(m·K)
Magnetic orderingparamagnetic
Magnetic susceptibility (χmol)+3449.0·10−6 cm3/mol (293 K)[۲]
CAS Number7782-44-7
History
DiscoveryCarl Wilhelm Scheele (1771)
Named byAntoine Lavoisier (1777)
Main isotopes of oxygen
آيسو­ټوپ Abun­dance نیم ژوند (t1/2) Decay mode Pro­duct
16O 99.76% stable
17O 0.04% stable
18O 0.20% stable
| references | in Wikidata

د اکسيجن پــيـژنـدنـه اکسيجن هغه عنصردى چې ددنيا دپيدايښت سره سم الله (جل جلا الله) په خپلو کائناتو باندې لورولى دى اوهغه يې دخپل مخلوق لپاره هديه کړى دى. په دې لويه او پراخه نړۍ کې يوازې عناصردي چې ټول ژوندي موجودات ورته اړتيا لري که چيرې داکسيجن عنصرنه واى نو ژونديو ژويو يعنې ژونديو موجوداتو ژوند نشو کولاى . يواځينى عنصردى چې ژونديو موجوداتو ته يې ژوند وربښلى دى . که مونږ وګوروپه نړۍ کې څومره طبعي اوعصري شيان دي اوڅومره ژوندي موجودات دي په ټولوکې داکسيجن شتوالى شته اوټول ژوندي موجودات ور څخه تنفس کوي اکسيجن دحيواناتو،انسانانو، نباتاتو يعنې ټول کثير الحجروي( زياتوحجراتولرونکي ) وحيد الحجروي (يوې حجرې )څخه چې جوړ شوي دي اويا هغه ژوندي حيوانات چې په اوبوکې ژوندکوي اوهغه حيوانات چې په وچه کې ژوند کوي ټول اکسيجن ته ضرورت اواړتيا لري. که چيرې مونږ دانسان بدن ته په غورځيرشو نومونږ دانسان په بدن کې ددې عنصرډيرزيات ضرورت وينواکسيجن دتنفس لپاره پوره ضروري عنصردى دتنفس شوي اکسيجن په وسيله دبدن په مختلفو حجروکې غذايې مواد سوځول کيږي نوپه دې ترتيب دبدن دتودخې درجه ثابته يعنې ساتل کيږي. ۱- داوبوژوي (ژوندي موجودات)داوبودمنحل اکسيجن څخه دخپل تنفس لپاره کاراخلي داحتراق ( دسوځيدلو ) عمليه بې له اکسيجن څخه پرته صورت نه نيسي په همدې ډول دژوند په ټولو ورځنيو چارو کې په زياته اندازه په مصرف رسيږي لکه دصنعتي موادوپه جوړولوکې ،دکورونوپه ګرمولوکې ،دغذايې موادوپه جوړولوکې اوهم دغذايې موادوپه پخولوکې په مصرف رسيږي . برسيره پردې داکسي اسيتلين څراغونواوپه مايع حالت دالکولو ديوځاى کيدو سره په راکټونواوتوغنديوکې دضرورت وړانرژي برابروي اوهم دنباتاتو په ژوندکې اکسيجن ډيرمهم عنصردي که اکسيجن نه وي دنباتاتو ژوند هم ناممکن دى . داکسيجن اتومي جوړښت اکسيجن ددوراني جدول په شپږ م ګروپ او دويم پيريود کې قرار لري چې پدي ګروپ کې Po, Te, Se, S, O عناصر شتون لری . اکسيجن اتومي وزن (16) دي او اتومي نمبر 8 دي اوولانس (2) او پراکسايدونوکې اکسيديشن نمبر(1-) دي مګردفلورين په مقابل کې +2 داکسيديشن نمبر لری . دويلي کيدو ټکى يې او دايشيدو ټکى يې اتومي جوړښت اتومي نمبر اتومي وزن الکتروني ويش

داکسيجن پيدايښت او د هغه اهميت اکسيجن دپيدايښت اوډيروالي په اساس دځمکې پرمخ ترټولو عناصرو ډير پيداکيږي مـثلاً دځمکې دقـشر په جـوړښت کـې د وزن له مخې (%49) موجود دې چې دغه اندازه دځمکې د قشر د نورو جوړونکوعناصرو دمجموعى سره تقريباً مساوي ده. په همدي ډول اکسيجن داوبو په ترکيب کې (%‌88.8) په شګو کې (%53) په شيدوکې(%82) اوپه هواکې په ازادحالت (%22.2) وجود لري. د اکسيجن ډيره برخه په اوبو،سليکاتونو،او نورو منرالونواو ژوو کې په ترکيبي توګه پيداکيږي.څومره چې اکسيجن په طبيعت کې ډير پيداکيږي هغومره زيات اهميت لري مثلاً په ډيرو عضوي مرکباتو کې اکسيجن برخه لري اود ټولو ژونديو موجوداتو لپاره اکسيجن ډير اهميت لري ځکه تنفس ورڅخه کوي .که چيري يوانسان تر (5) دقيقو پوري اکسيجن تنفس نه کړي دمرګ لامل يي کيږي نوله همدي امله هغه کسان چې دبحر په لاندنيو برخوکې (اوبتلونو ) کې کار کوي بايدداکسيجن څخه ډک شوي بوتلونه دځان سره ولري. همدارنګه داکسيجن په نه موجوديت کې داحتراق يا سوځيدو عمليه هم صورت نه نيسي . نو له همدي امله ويلاي شو چې اکسيجن دټولو ژونديو موجوداتو لپاره يو مهم اوضروري عنصردي.


د اکسيجن کشف اکسيجن زمونږ دبدن او ټولوژونديو موجوداتو لپاره يومهم جز ګڼل کيږي اوهيڅ ساکښ پرته له اکسيجن څخه ژوند نه شى کولاي خو سره ددي هم پوهان دډيری مودي لپاره ددي عنصر په شتوالي نه پوهيدل د(17)پيړي په اواخيرو کې اکسيجن نږدي په يو وخت کې ددووکسانو لخوا کشف شو چې يويي دسويډن شيليpcheele)) اوبل يي دانګلستان (جوزف پرستليJ-priestly) نوميدل چی اکسيجن يی د (1733) څخه تر (1804)پورې کشف کړ. داسی مشهوره ده چې اکسيجن شيلي دپرستلي څخه مخکې کشف کړی وو، خو کله چې پرستلي خپل کشفيات دشيلي څخه دمخه چاپ کړي ونو ځکه داکسيجن دکشف کولو وياړ دنوموړي په نصيب شو،اوپرستلي په (1774) داګست دمياشتي په لومړي نيټه خپله مشهوره تجربه په سيمابو اکسايدوباند ي اجراء کړه چې دغه يو سوررنګه ماده ده تودوخه يي ورکړه چې په يو نل کې يې د سيمابو سره بخن پوډر واچول دا پوډر بيا وروسته د لاوزيه لخوا د سيمابو د اکسايد په نوم ياد کړل نوموړي نل يې د سيمابو په بل لوښى کې نسکور سرچپه کړ د سيمابو اکسايدو د خپل سپکوالي له امله په نسکور شوي نل کې د سيمابو د پاسه ودريدل پرستلى د يوې عدسې په وسيله دنل په پاسنۍ برخه چې سره بخن پوډر راجمع شوي وه .دلمر وړانګې سره متراکمې کړي ترڅو چې دلمر دحرارت په نتيجه کې نوموړي سره بخن پوډر ټول په سيمابو او يو غاز تجزيه شول پرستلي په نتيجه کې معلومه کړه چې نوموړي غاز بې رنګه او له سيمابو څخه خورا سپک دى پرستلي د نوموړي غاز څخه ډک نل ته يوه بله شوي شمع وردننه کړه اووئې ليدل چې ددغه امتحاني نل دننه دغه شمع ډيره ښه سوځي.

(اول شکل ) پرستلي دغي دستګاپه واسطه اکسيجن کشف کړ . داکسيجن استحصال الف : له هواڅخه داکسيجن حاصلول داکسيجن دلاسته راوړلو غور ه طريقه دهوا څخه په لاس راوړل دي يعني اکسيجن په تخنيکې ډول دهوا څخه دسيتيليشن په مرسته لاس ته راوړي. چې دي طريقي ته دليندي طريقه هم وايي چې په اول کې هوا په مايع ډول اوبيا يي دتدريجي تقطير پواسطه اکسيجن تر ينه په لاس راوړي دهوا دمايع کولو لپاره د تودوخي دډيري درجي په ورکولو سره اکسيجن لاس ته راوړي چې ددي کارلپاره دژول تامسن افکټ (Joul-Thmson-Effect )څخه ګټه اخستل کيږي چې په دي ډول غاز چې فوق العاده د ټيټ فشار لاندي صورت نيسي په ټيټ فشار کې انبساط کوي چې په دي ډول غاز سړيږي ځکه چې دغاز دحجم دزياتيدو په اثرخلاف دمقابلو ماليکولونو دکشش قوه اجرا کيږي اوهغه لازمه اندازه چـې پدي کارکې اجـــرا اوپه مصرف رسيږي دهغه غازدتودوخي څخه اخستل کيږي چې په نتيجه کې دغاز دتودوخي درجه ټيټه راځي. داکسيجن غاز په فولادي بوتلونو کې چې150 atm فشارولري ځاي پرځاي اوبازارونوته عرضه کيږي که چيري BaOته د500cپه هواکې تودوخه ورکړل شي نو اکسيجن اخلي اوپه باريم پر اکسايد BaO2 بدليږي لکه په لاندي معادله کې

ب : له اوبو څخه داکسيجن په لاس راوړل اکسيجن له اوبو څخه دهغه د برقي تجزيي په پايله کې په لاس راځي داوبو برقي تجزيه ددستګاه يا هافمن (Haffman) دالې پواسطه چې په منځني نل کې چې پاسني سريي دقيف په واسطه بندوي يوه اندازه اوبه وراچوواويو څوڅاڅکې رقيق (نري) سلفوريک اسيد هم پري ورعلاوه کوو ددوهم شکل سره سم پلاتيني الکترودونه (Platinum electrodes) په داسي يوي بطري پوري وصل کوچې (24-12) ولټ پوري پوټانشيل ولري نو پدي وخت کې داوبو تجزيه شروع کيږي .دتعامل دشروع سره سم هايدروجن چې مثبت چارج لري هغه الکترود ته ځي کوم چې دبرق دمنبعې په منفى قطب پوري تړل شوي وي اودکتود په نوم ياديږي .او اکسيجن چې منفي چارج لري په هغه الکترود کې ازاديږي چې دبرق دمنبع په مثبت قطب پوري تړل شوي چې دانود په نوم ياديږي. نوڅرنګه چې داوبو په يوماليکول کې دوه اتومه هايدروجن اويو اتوم اکسيجن شته دي نودتجزيي په وخت کې ليدل کيږي چې ديو ټاکلي اندازي اوبو دتجزيي څخه دوه حجمه هايدروجن اويو حجم اکسيجن په لاس راځي .يا په بل عبارت داوبو دبرقي تجزيي په نتيجه کې څومره اکسيجن چې دحجم په لحاظ داوبو څخه په لاس راځي .نو دهغه په نسبت به دوه همغه اندازه هايدروجن دحجم په لحاظ په لاس راشي .دا وبو دبرقي تجزيي معادله په لاندي ډول دي.

نو داچې اوبه يوه ارزانه ماده ده نو له دي طريقي څخه دتجارتي اکسيجن دحاصلولولپاره هم ترې کار اخيستل کيږي. ج- داکسيجن په لاس راوړل له جامدواکسيجن لرونکو مرکباتو څخه اکسيجن دنجيبه فلزاتو داکسايدونو څخه دلږى تودوخې په اثرلاس ته راځي لکه په لاندي معادلو کې يي ښه مثالونه دي. 4Au + 3O2 2Au2O3 2PtO2 2 Pt +2O2 2Hg + O2 2HgO

د- داکسيجن حاصلول له پوتاشيم کلورايد څخه پوتاشيم کلوريت داکسيجن دحاصلولو لپاره په لابراتوار کې يوه مناسبه ماده بلل کيږي ځکه چې په زياته اندازه سره اکسيجن لري چې دوزن له مخي تقريباً (39.9) فيصده حساب شوي دي.ددريم شکل سره سم يوه اندازه پوتاشيم کلوريت راخلواود(10gr) منګانيزداى اکسايدسره يي مخلوطوو په يوه ازمايښتى نل کې يي اچوواوحرارت ورکوونوپه نتيجه کې به دلاندي معادلي سره سم پوتاشيم کلوريت په پوتاشيم کلورايد او اکسيجن تجزيه شي اود(150c) تودوخه به موجوده وي. 2KClO3 150 C0 که په پورته معادله کې (MnO2)دکتلست په ډول استعمال نه شو نوپه هغه صورت کې دتعامل داجرالپاره د400C0 څخه تر500C0پوري تودوخه پکاردي لکه 2KClO3 2KCl + 3O2 په لابراتوار کې اکسيجن له KMnO4 , KNO2,H2O2 څخه هم په لاس راځي. د اکسيجن فزيکي خواص اکسيجن يوبي رنګه ، بې بويه،اوبې خونده غازدي دويلــي کيدوټکې يي C0 -218 اودجوش ټکې يي -183C0 دي اوپه (-255) درجو کې په جامدبدليږي اوکه چيري فشار يي د50اتموسفير ته ورسيږي نو په (-118) کې هم په مايع بدليږي .چې ددي حرارت درجې څخه پورته درجه دحرارت کې اکسيجن په مايع بدليږي چې ددي حرارت درجي څخه پورته درجه دحرارت کې اکسيجن په ما يع باندي نشي بدليدلاي چې دپورته ټاکلي فشار کې اکسيجن په گازي حالت ليدل کيږي مگر دهواڅخه لږدرونددي چې په اوبو کې ددي غاز دحليدوقابليت لږدي . مګر په عادي تودوخه کې دحجم په لحاظ په اوبوکې حليږي . څرنگه چې اکسيجن په اوبوکې زيات حليږي نوپه اوبوکې دحل شوي هواد اکسيجن فيصدي نسبت عادي هوا ته زياته ده نوله همدي کبله بحري حيوانات او کبان دتنفس لپاره دحل شوي اکسيجن څخه کار اخلي . داکسيجن غاز د نوري هوا څخه لږ څه دروند دي چې کثافت يي( 1.42 ) دي يعني په معياري فشار اوتودخي تر شرايطو لاندي يو ليتر اکسيجن (1.42) ګرامه وزن لري ،چې مايع اکسيجن اوګازي اکسيجن دواړه يي يو خاصيت لري نو ددي خاصيت له کبله اکسيجن ته په لاندي ډول الکتروني جوړښت ورکړل شوى دي . (Octet) قانون له مخي دهر اتوم په خارجي مدار کې (8) الکترونونه لري البته د(6A)ګروپ په عناصر وکې دغه شيما بيا معکوس دي نوضروري دي چې بايد هراتوم يي جوړ يي الکترونونه ولري .اکسيجن ددوراني جدول (VI A) ګروپ دعناصرو څخه يوازني عنصر دي چې په ازاد ډول دغاز په شکل اوپه ماليکولي ډول په طبعيت کې پيداکيږي . په پورته شکل کې داکسيجن دماليکول په جوړيدو کې دالکترونو يو ځاي کيدل . داکسيجن کيمياوي خواص داکسيجن غاز سره ډير عناصر په چټکې سره يو ځاي کيږي په هغه وخت کې چې دتودوخي درجه يي زياته وي نو تعامل ډير ژر اوپه ښه ډول سرته رسيږي . په لابراتوارو کې داکسيجن دمعلومولو لپاره يوه لرګي ته داور پواسطه چې په روښانه ډول سوځي پورته طريقه استعماليږي اکسيجن په معمولي اوعادي تودوخه کې دفلزاتو اوغير فلزاتوسره په سستي تعامل کوي دمثال په ډول ، کله چې اوسپنه (Fe) زنګ ونيسي نومونږته ښايي اوسپنه (Fe) چې داکسيجن سره په ازاده هوا کې يوځاي شويده اوتعامل يي اجراکړي دي اوسور رنګه پوډر جوړ کړي چې داوسپني دزنګ (Ironrust) په نوم ياديږي .چې کيمياوي معادله يي په لاندي ډول دي 4Fe + O2 2Fe2O3 نوموړي تعامل په خالص اکسيجن کې دعادي هوا په نسبت ډير ښه ترسره کيږي .دهوا1/5برخي داکسيجن څخه تشکيل شوي دي نوددي تناسب په اساس په هوا کې داوسپني سطحي 1/5 برخي داکسيجن دماليکولونو په واسطه پوښل شويده او باقي 4/5 برخي دنايتروجن ماليکولونه دي نايتروجن يوغير فعاله غاز دي چې په عادي ډول په تعاملونو کې برخه نه اخلي.نو يوه عضوي ماده په عادي هواکې داکسيجن په موجوديت کې دلاندي دلايلو له مخي ښه سوځي. ١-ځکه چې په عادي هواکې اکسيجن ډير دي . ٢-اکسيجن يوفعال غازدي يعني دنايتروجن څخه يي فعاليت ډير دي .ځکه چې نايتروجن داکسيجن څخه په وزن کې سپک دي اوپه لاندني سطحه کې دومره زيات نه ليدل کيږي نوځکه يي تعاملات سست وي غيرفلزات لکه سلفر ، فاسفورس ، اوکاربن په هواکې دخالص اکسيجن سره په ډيرسرعت سره تعامل کوي اودهغه مربوطه اکسايد جوړوي چې معادلي يي په لاندي ډول دي. S +O2 SO2 C +O2 CO2 P4 +5O2 P4O10 سلفرداى اکسايد اوکاربن ډاى اکسايد غازونه په عادي تودوخه کې غازونه دي اوفاسفورس اکسايد يو سپينه کلکه ماده ده .دابتدايي عناصرو ډير مرکبات داکسيجن سره تعامل کوي اومربوطه اکسايدجوړوي لکه دخاوروتيل ، دهايدروکاربنو مخلوط اوداسي نورچې داحتراق اوسوځيدو لپاره اکسيجن ضرورت لري اودهغه په موجوديت کې اکسيديشن کيږي .همدارنګه په ماشينونو او موټرونو کې دکاربيټر اله چې په هغه کې پطرول دهواسره يو ځاي کيږي اوبيا سوځي چې ماشين اوموټر په حر کت راولي .هغه عناصر چې داکسيجن سره يوځاي کيږي اويو مرکب جوړوي دغه عمليه داکسديشن په نوم ياديږي .چې داډول تعاملات به ياډير ژر اويا په ځنډ سره پاي ته رسيږي .چې بيړني تعاملات يي داکسيجن سره داور دلمبې په وخت کې صورت نيسي اوداکسيديشن څخه يي دنوروعناصرو دمرکباتو څخه اکسايدونه په لاس راځي لکه په لاندي معادله کې . 2H2S+ 3O2 2H2O+2SO2 اوځنډني تعاملات داوسپني زنګ کول اوهمدارنګه دخوړل شوي غذا هضم کول په بدن کې اوداسي نوروڅخه عبارت دي . داکسديشن هغه عمليه چې تودوخه اوروښنايي ورڅخه پيداکيږي دسوځيدني يااحتراق (Combustion) په نوم ياديږي .کله چې يوه ماده اوکسيدايز کيږي نو تودوخه ورڅخه پيداکيږي .مثلاً کله چې دډبروسکاره سوځي نو دتعامل په نتيجه کې تودوخه ورڅخه پيداکيږي که تعامل ګړندي وي او که سست وي په حرارت کې يي توپيرنه راځي اويوشان وي مګر په ګړندي تعامل کې دحرارت درجه ډير ژر لوړيږي ددي علت دادي چې تودوخه په کم وخت کې توليديږي .دتودوخي هغه اندازه چې ديوي معيني مادي دسوځيدو څخه خارج اوپه لاس راځي داحتراقي تودوخې (Heat of Combustion) په نوم ياديږي.دمثال په ډول کله چې يوګرام سلفر په ازاده هواکې سوځي سلفر ډاى اکسايد جوړوي او220 کالوري تودوخه توليدوي چې معادله يي په لاندي ډول دي. S +O2 SO2+E بغيرداکسيجن څخه سوځول هم شته دمثال په توګه دهايدروجن سوځيدل دکلورين په غاز کې اويا دبرومين بخار کې چې وروسته تر سوځيدوڅخه يي مالګي تيزاب په لاس راځي لکه HBrيا HCl اوداسي نور داور لګيدولاملونه په ځينو موادو کې د تحمض عمليه چی په بطي توګه سرته ورسيږي . نو يوه اندازه تودوخه په کې توليديږي چې ددي عملي په دوام سره تودوخه په کي جمع کيږي ترڅو چې دنوموړي جسم داشتعال يا سوځيدني دنقطي سره برابره شي او نوموړي جسم په خپل سراور واخلي.لکه ډيرزاړه چينار ونه يادوښو (ګياوو) امبارونه په کوټه کې ديو څه موده پاتي کيدو څخه وروسته اور اخلي چې دي ته په خپل سر اور وايي زيات اورلګيدل دبې احتياطي له امله هم منځ ته راځي مثلاً دلږيدلي سګريټ سره ويده کيدل ، دتيلو ټانکونوته نږدي اورلګيت لګول اوداسي نور دتودوخې هغه درجه چې په کې يوجسم سوځي دهغه جسم دسوځيدني يا اشتعال په نوم ياديږي .لکه څرنګه چې په پورته ډول ذکر شول هغه واښه ياګياوي چې نيمه وچې اونيمه لمدي وي کوټي يا بوس خاني ته واچوو نودغه نيمه لمدوالي دبطي يا سست اوکسيديشن رامنځ ته کوي چې ددي په نتيجه کې دتودوخي درجه يي په تدريج سره لوړيږي .ترڅو چې دګياودحرارت ددرجي سره برابر شي نو په دي وخت کې په خپل سر سره واښه اور اخلي چي دزياتيدو په صورت کې بيا زيات په زيان تماميږي يعني کيداى شي چې يوي کورني دسوځيدو سبب هم شي .داورونو لګيدلو پيښي مثالونه دکيميا په لابراتوارونو کې هم عملي کيداى شي پدي ډول چې يوه يا دوه قاشوقي پوتاشيم پرمنګنيټو باندي چې په پيشقاب کې وي (4 يا5cc) ګلسرين وڅڅول شي لمړي پوتاشيم پرمنګنيټ په ډاى پوتاشيم پرمنګنيټ (K2MnO2 ) او [O] تجزيه کيږي . نو ي زيږيدلي اکسيجن [O] چې په اتومي حالت وي دتعامل لپاره ډير مساعدوي نو دګلسرين سره دتعامل په نتيجه کې دسوځيدو دپيښي سبب ګرځي. يعني داکسديشن عمل شروع کيږي اوحرارت يي ورو ورو زياتيږي تر څوچې ګلسرين داوراخيستني درجې ته ورسيږي او په نتيجه کي ګلسرين په شنه لمبه سوځي . پورته تعامل په لاندې معادلو کي ښودل کيږي . 1- 2KMnO4 K2MnO4+MnO2+O2 2- C3H5 (OH) +7O2 6CO2+ 8H2O دتعامل عمومي معادله په لاندي ډول ده. 14KMnO4+2C3H5(OH)3 7K2MnO2+ 7MnO2+6CO2+8H2O اکـــــسايـــدونـــه هغه مرکبات دي چې دنوروعناصروسره داکسيجن دترکيب کيدو په نتيجه کې جوړيږي ددي لپاره چې پوه شو چې اکسيجن دکومو عناصرو سره په کوم ډول اکسايدونه جوړوي نو لازمه ده چې داکسايدونو مختلف ډولونه وپيژنو.

١-فلزي اکسايدونه هغه مرکبات دي چې دفلزاتو او اکسيجن دتعامل څخه حاصليږي. مثلاً Ca + O CaO Fe+O FeO 4Na+O2 2Na2O فلزي اکسايدونه معمولاً داوبوسره دتعامل په نتيجه کې القلي جوړوي له همدي کبله فلزي اکسايدونه دالقلي اکسايدونو په نامه يا القلي انهايدرايدو په نوم هم ياديږي .لکه په لاندي مثال کې. Ca + H2O Ca (OH) 2 + E ځني فلزي اکسايدونه هم داوبوسره تيزاب جوړوي دمثال په ډول : CrO3 + H2O H2CrO4 دداسي فلزونو چارچي ارزښت بايد (٥) او(٧) وي اوکه چيري چارچي ارزښت ديوه (١) او(٤) ترمنځ وي نو په دي وخت کې بيا القلي فلزي اکسايد مرکب جوړوي لکه په پورته معادله کي چې وښودل شو. ٢- غيرفلزي اکسايدونه هغه اکسايدونه دي چي دغير فلزي عناصرو او اکسيجن دترکيب په نتيجه کي منځ ته راځي مثلاً اکسيجن دسلفر سره تعامل کوي اوسلفرداى اکسايد جوړوي چې دتعامل معادله يي په لاندي ډول ده. S +O2 SO2 ياکاربن داکسيجن سره تعامل په نتيجه کي کاربن ډاى اکسايد جوړوي. C + O2 CO2 څرنګه چې اکثره غيرفلزي اکسايدونه داوبوسره تعامل کوي اوتيزاب جوړوي . له همدي کبله غيرفلزي اکسايدونه دتيزابي اکسايدو يا تيزابو دانهايدرايدو په نوم ياديږي .چې دتعامل معادله يي په لاندي ډول ده. H2CO3 CO2 + H2O ٣- پراکسايدونه هغه مرکبونه دي چې داکسيجن داکسديشن نمبري په کې (-1) او ولانس يي (2) وي مثلاً دسوديم پراکسايد(Na2O2) باريم پراکسايد (BaO2) هايدروجن پراکسايد (H2O2) او داسي نور . دهايدروجن پراکسايد (H-O-O-H) مشرح فرمول په شان ټول مرکبات يي په همدي شکل فارمولونه غوره کوي. (H2O) په(1848) کال کې په فرانسه کې ديو کيميا پوه ليوسيس تيناردلخوا کشف شو چې دايوه بى ثباته ماده ده.دتودوخي ،رڼا، يا کتلست په موجوديت کې ډير ژر تجزيه کيږي لکه په لاندي معادله کې H2O2 H2O + [O] نوموړي [O] نوي زيږيدلي داکسيجن اتوم دنورو موادوسره تعامل لپار ښه اماده دي.نو لدي امله (H2O2 ) دتحمض ښه عامل دي او دځينو موادو لکه کتان ،وړيو،اووريښمو ټوکرانو دلرګيو سامان ،دسرويښتانو اودچرګانو بڼکو دبېرنګه کولو لپاره په کاروړل کيږي .داتومي اکسيجن دازادولو له کبله H2O دري فيصده محلول دضد عفوني مادي په حيث په کاروړل کيږي .اوهم دځينو بکترياو دوژلو لپاره پکاروړل کيږي . هايدروجن پراکسايد په لابراتوار کې دسوديم پراکسايد او اوبودتعامل په نتيجه کې په لاس راځي لکه په لاندي معادله کې NaO2 + 2H2O H2O2 + 2NaOH اوپه نتيجه کې هايدروجن پراکسايد دباريم پراکسايد او دګوګړو نريو تيزابو دتعامل په نتيجه کې په لاس راځي لکه په لاندي معادله کې. BaO2 + H2SO4 H2O2+BaSO4 ۴- سوپر اکسايدونه ځيني فلزونه داسي اکسايدونه جوړوي چې په هغوي کې داکسيجن ماليکول (O2) دتخمض نمبرمنفي يو وي لکه (NaO2)سوديم سو پراکسايد (KO2) پوتاشيم سوپراکسايد اوداسي نور . K + O2 KO2 Na + O2 NaO2 ۵- هايدرواکسايدونه هايدروکسايدونه داکسيجن هغه مرکبات دي چې د(OH) ګروپ ولري ، داچې ايا دغه دهايدروکسيل ګروپ دفلز يا غير فلز سره تعامل کوي نو کېداي شي چې القلي يا تيزاب منځ ته راشي اوهمدارنګه ځني فلزي اکسايدونه اوهايدرو اکسايدونه شته چې دتيزابو په مقابل کې القلي خواص اودقوي القلي په مقابل کې تيزابي خواص له ځانه څرګندوي چې داډول اکسايدونه اوهايدرو اکسايدونه د(Amphotric) امفوتريک هايدرواکسايدونو په نوم ياديږي لکه په لاندي معادلو کي. ZnO + 2HCl ZnCl2 + H2O ZnO + 2NaOH Na2ZnO2 + H2O Al (OH)3 + 3HCl AlCl3+3H2O Al(OH)3+3Na OH Na3AlO3+3H2O دفلزونو ډيرهايدروکسايدونه دتعامل څخه وروسته دلوښي تل ته لويږي.نو که کچيري ديوه فلز مالګه ديوه محلول ته چې په هغه کې القلي وي ورواچول شي نو دلوښي په تل کې مالګه راټوليږي لکه دبيلګي په توګه يي يوه معادله په لاندي ډول راوړو. CuSO4 + 2NaOH Cu(OH)2 + NaSO4 په عمومي ډول هايدروکسايدنه ځني رنګه اوځني نوريي بيا بي رنګه وي دځينو هايدروکسايدونو مرکبونه په اوبو کې په سختي سره حليږي لکه سپين هايدروکسايدونه چې مثالونه يي په لاندي ډول دي. اونور سپين ته Sn(OH)2,Pb(OH)2, Cd(OH)2, Zn(OH)2 ورته روښانه زرغونه هايدرو کسايدونه چې هواکې پاتي شي نورنګ يي بيا نسواري کيږي داځکه چې دهايدروکسيل ګروپ ديوه په اندازه ډيريږي لکه دFe(OH)2 څخه Fe(OH)3 جوړيږي لکه په زياتورنګوپيداکيږي چې عبارت دي له Mn(OH)2 څخه چې روښانه نسواري څخه بياترسپين پوري رنګ لري اورنګ يې په هواکې تغيرکوي دا ځکه چې دازادي هواسره تعامل کوي اوMn(OH)4تري جوړيږي اوNi(OH)2 دمڼي په شان سوررنګ لري چې رنګ يي صاف دي اوهمدا3 Cr(OH) فولادي رنګه زرغون رنګ لري اوپه داسي نورو زياتو رنګونو پيداکيږي . ۶- خنثى اکسايدونه هغه غيرفلزي اکسايدونه چې داوبو سره تعامل نه کوي .تيزاب نه جوړوي مالګي هم نشي جوړولي يعني دتيزابو اوقلوياتو سره تعامل نشي کولاي دخنثى اکسايدونوپه نوم ياديږي. لکه ( CO) کاربن مونواکسايد ،نايتريک اکسايد(NO) نايترس اکسايد(N2O) او داسي نور. د اکسيجن استعمال اکسيجن دتنفس لپاره خورا ضروري عنصردي. په هغه وخت کې چې کله هوا تنفس کوو نو اکسيجن تنفس کوو نواکسيجن سږوته ننوځي اوددي څخه وروسته دويني جريان ته لاره پيداکوي کله چې وينې ته داخل شي دوينې دجريان په وسيله دبدن ټولو حجرو ته رسيږي .په حجر وکې هضم شوي اوجذب شوي مواد دبدن په ټولو حجرو کې داکسيجن پواسطه سوځول کيږي دموادو دسوځيدوسره سم په حجروکې تودوخه پيداکيږي .پيداشوي تودوخه دبدن په تودوخه کې پوره کومک کوي اودبدن دتودوخي ثابته درجه (37c) درجو په شاه خواکې ساتي اودبدن په نورو فعاليتونو کې لکه په لاره تګ کول ،کارکول ،او داسي نورو کې په مصرف رسيږي .همدرانګه داوبو ژوي او سمندري حيواناتو په اوبوکې دمنحل اکسيجن څخه خپل تنفس لپاره کار اخلي .داحتراق عمليه هم بې له اکسيجن څخه صورت نه نيسي له همدي کبله دکورونو دګرمولو اود غذا، ډوډي پخولو په خاطر په زياته اندازه په مصرف رسيږي .برسيره پر دي په اکسي استلين څراغونو کې اوهمدارنګه په مايع حالت الکولو سره يوځاي د توغنديو لپاره دضرورت وړانرژي تياروي. اوهمدرنګه اکسيجن په مختلفو ورکشافونو کې دفلزاتو دپري کولو او ولډنګ لپاره پکاريږي. داکسي اسيتلين په څراغونو کې يوه اندازه اکسيجن داسيتلين دغازسره يوځاي کيږي اوسوځي اودهغوي څخه يوه زوروره لمبه فلزات پري کوي اوولډنګ کولاي شي. اواکسيجن په تجارتي راکړه ورکړه کې (150atm) فشار لاندي په فلزي ( اوسپني ) بوتلونو کې چې ابې رنګه نښانه ولري پلورل کيږي دداسي بوتلونو ټولي برخي بايد دغوړيو څخه پاکې وي ځکه چې ددي سره تعامل په نتيجه کې چاودنه رامينځ ته کوي .په روغتونونو کې دسابندي ناروغانو لپاره ډير کارول کيږي ځکه چې ناروغ اکسيجن په عادي حالت کې نشي پوره کولاي همدرانګه اکسيجن په اوبتلونو کې اوپه لوړه ارتفاع کې دژوندي پاتي کيدولپاره يي په مخصوصو دستګاو کې اچوي او له هغي څخه په تنفس کې کار اخلي اوداستعمال څخه يي بغير ژوندي ژوي نشي پاتي کيدلاي او په همدي ډول په فارميسي کې دادوياتو په جوړولوکې اودکانونو په رايستلو کې دلوړي تودوخي دتوليد لپاره داستلين سره يوځاي سوځي اوزياته تودوخه توليدوي. داکسيجن مهم اومختلفو استعمال دحيواناتو په ناروغۍ کې (Pneumania Tuberculosis) کې استعماليږي اوپه همدي ډول دبيهوشي په دواګانو کې لکه (Nitroucid ethylene) اوداسي نورو کي استعماليږي اودنباتاتو په ناروغيو کې زيات داستعمال وړدي دپورته معلوماتو په اساس داسي ويلاي شو چې په رښتيا هم اکسيجن دژوند لپاره يو مهم ګاز دي . اوزون اوزون داکسيجن د الوتروپي يوبل شکل دي چې مختلف خواص لري .داکسيجن ماليکولونو ددوه اتومو څخه اود اوزون ماليکولونه ددريو اتومونو څخه جوړشوي دي. داکسيجن او اوزون غوندي که هر عنصر مختلف حالات چې مخالف خواص ولري دهغه عنصر دالوتروپي په نوم ياديږي . يا په بل عبارت . که يوعنصر په څو مختلفو ساده شکلونو پيداشي په کيميا کې دغه پيښه دالوتروپي په نوم ياديږي مثلاً O2او O3 يا بي شکله سکاره ، ګرافيت، اوالماس چې دکاربن (٣) درى الوتروپي لري داوزون مشرح فرمول عبارت دي له . o o

o o o o او اوزون داکسيجن يو الوتروپيک دي ځکه چې اوزون داکسيجن اتومونو څخه جوړشوي دي مګر خواص يي داکسيجن څخه جدا اوفرق لري اوزون داکسيجن اويا هوا دبرقي شعاعو په نتيجه کې لاس ته راځي يعني کله چې په هواکې دبريښنا يوپړق (جرقه) پيداشي نوداکسيجن يوه اندازه په اوزون (O3) بدليږي نو په هغه وخت کې چي تالنده يا تندر ولويږي نودتندر دراپريوتو څخه وروسته دهغه ځاي څخه چې تندر پري لويدلي دي يو تيزاوتخريش کوونکې بوي راپورته کيږئ چې په يوناني ژبه کې ورته (OZO) بوي وايي حس کووچې همداداوزون دبوي څخه عبارت دي چې معادله يي په لاندي ډول دي .

3O2 2O3 همدارنګه هغه نوي اوتخريش کوونکو بوي چې اکسريز(X- Rays) دماشين څخه يادبريښنا دنورو قوي سرچينو په خواوشاوکې چې دزمونږ سپږمو ته رارسيږي داوزون څخه عبارت دي . اوزون داکسيجن څخه ډير فعال دي .مګر زيات پايښت نلري يا په بل عبارت اوزون په اساني سره تجزيه کيږئ حال داچې اکسيجن په ډيرو مشکلاتو سره تجزيه کيږي اواوزون دجوړيدو څخه وروسته ترډير وخته پوري په هواکې په ازاد حالت نه پاتي کيږي بلکه دتودوخي په عادي درجو دسانتي ګرادکې تجزيه اوجلاکيږئ اوپه اکسيجن باندي بدليږي اوزون داکسيجن په نسبت داوکسيديشن په عمليه کې داکسايدونو په جوړولو کې ډير قوي عامل دي. اوزون دربړ په ارتجاعيت باندي تاثيرکوي اوهمدارنګه درنګونو په جوړولو اويا پاکولو کې هم رول لري اودبدبوي ضد خاصيت لري اودغاښونو په پاکولو اووينځلو کې ډير زيات کارول کيږي اوزون سپين زر اوسيماب مکدر کوي اوهمدارنګه دڅښلو اوبه چې په هغه کې ميکروبونه وي لکه دځينو ښارونو دڅښاک اوبه دميکروبونوڅخه پاک کوي يعني داچې په ميکروب وژنه کې مهم رول لوبوي اوهمدارنګه دغټو کيمياوي مؤسساتو اوبه پاکوي .اوزون داغوستلو جامو اورخت ته ښکلاورکوي يعني دوينځلو شووجامو ته خاص ځلادځانه څخه ښايي اوزون په عمومي ډول ديوي رنګ وړونکې مادي په ډول او دبوي په ليري کولو اوهمدارنګه دپاکولو دمادي په حيث استعماليږي . اوزون دځمکې دمخ په پاسني برخه کې تقريباً په (50km) کيلومتري فاصله کې اتموسفير دپاسه د(15km څخه تر 24km)پوري يوه پنډه طبقه جوړوي چې دلمر دنورڅخه دبنفش ته هغه خوا( ماوراء بنفش ) وړانګه چې دژوند لپاره ډيره مضره ده ځمکې ته نه پريږدي اودغه وړانګي فلترکوي چې ددي وړانګو فلتر کول دځمکې پرمخ دژوند کولو لپاره امکانات برابروي. داچې اکسيجن دټولو حيواناتو لپاره دژوند ددوام وسيله ګڼل کيږي نو ټولو انسانانو ته پکاردي چې دداسي لوي نعمت څخه چې دوي پري ژوندي پاتې کيداي شي داستعمال څخه يي ناوړه استفاده ونکړي يعني داچي خپل چاپيريال دککړي هوا اوالودګي څخه وساتي زيات اوبې ضرورته مواد هغه چې داکسيجن غاز اواوزون طبقي ته تاوان رسوي استعمال نشي.دمثال په ډول دزياتو عضوي موادو سوځولو په نتيجه کې د(CO2) غاز په زياته اندازه فضا ته ځي اوهوا او داکسيجن غازته تاوان رسوي همدارنګه د(S) سلفر غاز چې يوزهري غاز دي په يخچالونو اودبرق په نورو پروسوکې په کاروړل کيږي داوزون طبقي لپاره په هغه صورت کې چې فضا ته سرايت وکړي ډيرضرر رسوي يعني داچې دهغه دزيات استعمال په نتيجه کې سوري کيږي کله چې سوري شي د( ماوراء بنفش ) وړانګې بيلګه ده چې داوزون په طبقه کې فلتر شي راساً دځمکې په مخ ټولو ژوندي سړولپاره رنګا رنګه ناروغيو دتوليد باعث کيږي اوهمدارنګه اکسيجن دنباتاتو دژوند ددوام لپاره ډير ضروري عنصر ګڼل کيږي اوپه نباتاتو کې دتنفس اوغذا جوړلو لپاره پکاريږي.يعني داچې اکسيجن هغه لمړني ماده ده چې دهغي څخه پرته په نباتاتو کې غذا نه جوړيږي اوهغه عمليه چې نباتات په کې غذا جوړوي اودتنفس عمليه يي هم ده هغه دفوتوسنتيز دعملي په نوم ياديږي. دفوتو سنتيز په عمليه کې دغازاتو تبادله رامنځ ته کيږي اودهغه په نتيجه کې دنوموړي نبات لپاره غذا جوړيږئ اونبات خپل ورځني اړتياوي بيا دهمدي غذاڅخه پوره کوي چې ځني يوه برخه دانرژي په ډول په همدي عمليه کې په مصرف رسيږي اويوه برخه ذخيره کيږي .چې دنبات دودې اونمو باعث ګرځي نوداچې دفوتوسنتيز عمليه دنباتاتو لپاره ډيره ضروري ده نو په لاندې ډول به وڅيړل شي.

دفوتوسنتيز عمليه (Photosynthesis) څرنګه چې نباتي ژوندي حجري يو مخصوص ميکانيزم لري اونوموړي ميکانيزم په نبات کې نوري انرژي په کيمياوي انرژي تبديلوي چې دغه پروسه دفوتوسنتيز په نوم ياديږي چې کيمياوي معادله يي په لاندي ډول ده. C6H12O6 + 6O2 6H2O+ 6CO2 +E دکيمياوي تعامل له مخي دفوتوسنتيز عمليه چې دکاربن داى اکسايداو اوبو ديوځاي کيدو څخه دلمروړانګو اوکلورفيل په موجوديت کې ګلوکوز لاس ته راځي اوپه نتيجه کې اکسيجن ازادوي لکه په لاندي معادله کې . 6CO2 + 12H2O C6H12O6 + 6O2 نوموړي تعامل په بشپړه توګه په لاندي ډول دي 6CO2+12H2O C6H12O6+6O2+6H2O دغه عمليو په ذريعه نوري انرژي په کيمياوي انرژي بدله اوګلوکوز دشنو نباتاتو داستعمال له امله په نورو کيمياوي مرکباتو بدليږي لکه په اوله معادله کي. دپورتنيو معادلو څخه څرګنديږي چي ددغه پروسي په نتيجه کې دکاربن داى اکسايد په څير مواد چي لږه انرژي لري په کاربوهايدريتونو کي يعني په پيچلو موادو بدليږي اوددغه مرکب داکسيديشن په اثر په نباتي حجره کې (700000)کالوري انرژي ازاديږي،همدارنګه دفوتوسنتيز په نتيجه کې ماليکولي اکسيجن هم ازاديږي نو په دي لحاظ دفوتوسنتيز عمليه دارنګه تعريفولي شو فوتوسنتيز(Photosynthesis) هغه پروسه ده چې دانساني ژوند ټولې پديدې په هغې پورې اړه لري .ځکه چې دهمدي عملي پواسطه دحيوان اونبات ترمينځ ارتباط صورت نيسي .نوموړي عمليه دعضوي ترکېب بنسټ اومنبع اوهم دځمکي پرمخ دازاد اکسيجن يواځني سرچينه ده.اوهمدارنګه دانرژي لاس ته راوړنه په حقيقت کې دتغذي پواسطه کيږي اودانرژي اولومړني منبع دټولو ژونديو اجسامو لپاره دلمر شتوالي دي اوهمدغه نوري انرژي ده چې لومړي په کيمياوي انرژي بدله اوبيا دټولو حيواناتوداستفادي وړګرځي نو همدا دفوتوسنتيز عمليه ده چې نوري انرژي په کيمياوي انرژي بدلوي






پــايـلـه اکسيجن دټولو ژونديو موجوداتو لپاره خورا مهمه ماده شميرل کيږي.اوهريو ورته په هر وخت کي د تنفس لپاره اړتيا لري چې پرته داکسيجن څخه ژوندي پاتې کيدل ناشونې ده يعني بغير داکسيجن څخه دهر ژوي ژوند ناشونې ده. نو مونږ د لته د همدې مادې يعني اکسيجن اتومي او ماليکولي جوړښت ، د نوموړې کيمياوي اوفزيکي خواص ،دهغه تعاملات د فلزاتو اوغير فلزاتو سره او همدارنګه دهغه الوتروپي ،او تيوري له مخي داکسيجن الکتروني جوړښت اودهغه اوربيټالونو په هکله معلومات راټول اوپدي موضوع کې موځاي کړي. چي کيداي شي زمونږ دا راټولونه دکيميا دعلم مينه والو ته په ځانګړي ډول هغه څوک چي دطبيعت په رازونو باندې د پوهيدو سره علاقه ولري يوښه مرستندوې وي او په راتلونکې کي تري خلک ګټه پورته کړي او زمونږ لپاره د علمي ليکنې يو بيلګه وي .

ومن الله توفيق



وړانديزونه 1. دا چې داکسيجن اودهغه مرکبات يوه حياتي موضوع ده بايد محصلينو ته د محصلۍ په دوره کې تدريس شي . 2. د اکسيجن د تعاملاتو په اړه بايد محصلينو ته معلومات ورکړل شي او په ورځنيو چاروکې يې بايد د استعمال موارد وروښودل شي. 3. د دې لپاره چې ا کسيجن وپيژندل شي ، نو هيله مې ده چې د اکسيجن پيژندل په لابراتوار کې د محصلينو په وړاندې وښودل شي. 4. دا چې د اکسيجن اودهغه مرکبات د کيميا دغوره موضوعاتو څخه ګڼل کيږي او ليکنې په دې اړه نظرداکسيجن اهميت ته ډيرې کمې دي نو بايد چې په دې اړه د علم او ادب خاوندان ليکني وکړي . 5. دا چې ا کسيجن په کيميا کې يوه حياتي موضوع ده نو د لوړو زدکړو وزارت او ننګرهار پوهنتون څخه هيله کوم چې په دې اړه استاذان بيرون ته د ماسټرۍ او تخصص لپاره وليږي.



اخستنې ۱- تڼيوال ، محمدعارف (۱۳۹۰) ، عمومي کيميا. مستقبل خپروندويه ټولنه کابل . مخونه ۱۱۷-۱۱۸ ۲- تڼيوال ، محمدعارف (۱۳۸۲)،غيرعضوی کيميا . انتشارات سمت ۳- حکيمي، محمد غوث ( ژباړونکى ) (١٣٥١) ، عمومي کيميا . مطبعه پولي تخنيک ، کابل . ۴- حکيمي ، محمد (۱۳۸۸) ، شيمي معدني . انتشارات دانشګاه پيام نور صفحه ــ ۱۰۳. ۵- مندوزی ، عارف الله ، (۱۳۷۹) ، عمومي کيميا( دوهمه برخه ) . خپروندويه موسسه صافی د پښتو څيړنې مرکز پيښور . مخونه ۴۷۰ - ۴۶۵





داکسجن کشف کونکى ( پريستلي ) کال ١٧٧٤م


لــړلـيـک عنوانونه مخ سـريـزه 1 د اکسيجن پــيـژنـدنـه 2 داکسيجن اتومي جوړښت 3 داکسيجن پيدايښت او د هغه اهميت 4 د اکسيجن کشف 5 داکسيجن استحصال 6 الف : له هواڅخه داکسيجن حاصلول 6 ب : له اوبو څخه داکسيجن په لاس راوړل 7 ج- داکسيجن په لاس راوړل له جامدواکسيجن لرونکو مرکباتو څخه 8 د- داکسيجن حاصلول له پوتاشيم کلورايد څخه 9 د اکسيجن فزيکي خواص 9 داکسيجن کيمياوي خواص 11 داور لګيدولاملونه 13 اکـــــسايـــدونـــه 15 ١-فلزي اکسايدونه 15 ٢- غيرفلزي اکسايدونه 16 ٣- پراکسايدونه 16 ۴- سوپر اکسايدونه 18 ۵- هايدرواکسايدونه 18 ۶- خنثى اکسايدونه 19 د اکسيجن استعمال 20 اوزون 22 دفوتوسنتيز عمليه (Photosynthesis) 25 پــايـلـه 27 وړانديزونه 28 اخستنې 29




د عناصرو جدول کيماوي عناصر
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷ ۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴ ۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸
H (přehled) He
Li Be B C N O F Ne
Na Mg Al Si P S Cl Ar
K Ca Sc Ti V Cr Mn Fe Co Ni Cu Zn Ga Ge As Se Br Kr
Rb Sr Y Zr Nb Mo Tc Ru Rh Pd Ag Cd In Sn Sb Te I Xe
Cs Ba * Hf Ta W Re Os Ir Pt Au Hg Tl Pb Bi Po At Rn
Fr Ra ** Rf Db Sg Bh Hs Mt Ds Rg Cn Nh Fl Ms Lv Tn Og
 
*لانټانیدونه  La Ce Pr Nd Pm Sm Eu Gd Tb Dy Ho Er Tm Yb Lu
**اکټینیډونه  Ac Th >Pa U Np Pu Am Cm Bk Cf Es Fm Md No Lr
 
د عناصرو جدول: فلزغیر فلزونهشبه فلزات | بلوک اسبلوک پېبلوک بيبلوک اېف
 
  1. Meija, J.; Coplen, T. B. (2016). "Atomic weights of the elements 2013 (IUPAC Technical Report)". Pure Appl. Chem. 88 (3): 265–91. doi:10.1515/pac-2015-0305. {{cite journal}}: Unknown parameter |displayauthors= ignored (|display-authors= suggested) (help)
  2. Weast, Robert (1984). CRC, Handbook of Chemistry and Physics. Boca Raton, Florida: Chemical Rubber Company Publishing. pp. E110. ISBN 0-8493-0464-4.