جورج ډېنټن

جورج ډنټون (په انگریزي:Georges Danton ) په کال ۱۷۵۹ کې په فرانس کې زېږېدلې او په کال ۱۷۹۴ کې د فرانسې په پاریس ښار کې ترې سر پرې کړل شو. د فرانسې انقلابي رهبر ووچې د ده په خوله د سلطنتي سیستم نسکورولو کې ېې خپل رول لوبولی. د سلطنتي سیستم له ورانېدو وروسته د فرانسې دعمومي امنیت کمېټې ریس وو. خو د هغه زیات ملایمت او ممکن مخالفت د ترور او وحشت له حکومت سره د خپل مرگ په لور رهبري کړ چې ځنې وکیلانو په ده تورونه ولگول او د اعدام په حکم ېې محکوم کړ. ډنټون د جک زوی وو چې په ۱۷۸۴ کې ېې د قانون زدکړې پای ته ورسولې او د پاریس ښار ته ولاړ او هلته ېې د پادشاه په شورا کې د وکیل په حیث دنده پېل کړه. او له شارپانتیي سره ېې واد وکړ. وروسته ېې مکر را سیاسي ویناوې پېل کړې چې په وینا کولو کې ېې ښه مهارت لاره. په دې وخت کې د فرانسې سلطنتي حکومت ساتونکو ځنې وکیلان قتل عام کړل او ډنټون له وېرې د انگلستان په لندن ښار کې پناه واخیسته. په ۱۷۹۱ کې د فرانسې د ملي شورا انتخابات ووچې ډنټون په انتخاباتو کې د گډون لپاره له انگلستان بېرته راگرځېده . په دې وخت کې د پاریس خلک د سلطنتي حکومت په ضد راپارېدلي وو چې د هغه وخت پادشاه ېې له قدرته لرې کړ او ډنټون د دې دعوا وکړه چې دا کار خپله ډنټون کړی دې. چې په دې وخت کې د رېن اف ټېرور (د ترور او وحشت له حکومت) په نامه په فرانسه کې د یو گروپ پالیسي له ډنټون سره مخالفت کوي له ده سره ېې بل ملگري نیسي چې دواړو نه سر وهي او دعمومي امنیت کمېټې ته بل مشر ټاکي

سرچینې سمول