د تودوخې تېرېدنه
ځانګړنه، د توکي د تودوخې هدایت هم بولي. په فزیک کې د k او یا د λ په ټکیو څرګندېږي. د تودوخې تېرېدنه د توکونه هغه ځانګړنه ده چې په توکي کې د تودوخې تېرېدنه، د هغه توکي په 1 متر پنډوالي کې ښکاروي. هرڅومره چې دغه کچه وړه وي همدومره د توکي د تودوخې د ساتنې کېښت لوړ وي. دغه ځانګړنه د تودوخې د کچې، کثافت او په توکي کې په لندبل پورې تړښت لري او یوکی یې [W/m.k - ویلیم / متر x کلوین] دی. د کلوین او د سانتي ګرېد د درجې اړوند به داسې ولرو:
273,15K = 0C
د تودوخې تېرېدنه په فزیکي توګه شمیرل کېږي او د توکي جوړونکې فابریکه یې د توکي د ځانګړنې په رپوټ کې ورکوي.
د معیاري توکونو د تودوخې تېرېدنه
سمولهغه توکونه چې په ورځني حالت کې ډېر کاریږي داسې دي:
- سپین زر - ۴۱۷
- سره زر - ۲۳۰
- وسپنه - ۷۹
- المونیم - ۲۳۷
- کوټ - ۱۱۶
- نېکل - ۹۲
- فولاد ۵۰
- ښيښه - ۰،۸ - ۰،۹
- کانګرېت - ۰،۲ - ۲۰
- سپک کانګرېت - ۰،۰۹
- لرګی - ۰،۵ - ۰،۱
- پولییتن (PE) - ۰،۲۹ - ۰، ۲۳
- پولیسترین (PS) - ۰،۰۴
- ښیښه ییزه وړۍ - ۰،۰۴
- اوبه - ۰،۶۰
- شودې (شیدې) - ۰،۴۹
- اسیتون - ۰،۱۶
- هوا - ۰،۰۲۴
- اکسیجن - ۰،۰۲۵
- هایدروجن - ۰،۱۷۴
- ارګون - ۰،۰۱۶
- کریپتون - ۰،۰۰۹۵
نوټ: دغې کچې د تودوخې په ۲۹۳ کلوین کې شمېرل شوې دي.
سرچينې
سمول- ښيښه په ودانۍ کې کتاب
- د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ پاڼې