افغانستان

د مرکزي آسیا په جنوب کې هیواد
 

افغانستان، (د افغانستان اسلامي امارت) په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسیا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمه څرگنده شوې ده چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي آسیا پورې تړلې ده،‌ او دا په دې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ کرښه فرضي پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري.

افغانستان
افغانستان
افغانستان
د افغانستان بیرغ  د (P163) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
افغانستان
افغانستان
د افغانستان ملي نښان  د (P237) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د افغانستان نخشه
د افغانستان نخشه
د افغانستان نخشه

ملي ترانه: دا د باتورانو کور
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۳°شمال ۶۶°ختیځ / 33°شمال 66°ختيځ / 33; 66[۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
لوړترينه‌ څوکه نوشاخ غر (٧۴۹۲ متره)
کښتنۍ سيمه د آمو سيند (258 متر)[۳]  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کچه 652230 کیلومتره مربع[۴]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه کابل  د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې پښتو
دري

مهمې سيمه‌ييزي ژبې:

د وګړو نوم افغان(ان)
مشرتابه
د حکومت ډول مرکزي حکومت
تیوکراسي (۲۰۲۱–)
امارت (۱۵ اگسټ ۲۰۲۱–)  د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قانون جوړونه د رهبرۍ شورا
 ← اميرالمؤمنين مولوي ھیبت الله اخوندزاده
 ← لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
 ← د سترې‌محکمې مشر عبد الحكيم اسحاقزى
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ١٩ اګست ١٩١٩ دغازي امان الله خان په مشري
بنسټګر احمد شاه بابا
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 18 کلن
16 کلن  د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جي‌ډي‌پي (پ‌پ‌ش) ٢٠١٨ اټکل
 ← ټولټال ٧٢،٩١١ ملیارده ډالره (٩۶م)
 ← پر کس ٢٠٢۴ ډالره (١۶٩م)
د بې کارۍ کچه 9 سلنه (۲۰۱۴)[۵]
8.5 سلنه (۲۰۱۷)[۶]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې افغانۍ  د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مرکزي بانک د افغانستان بانک  د (P1304) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲[۷]  د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ AF  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +93  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل له پاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. دغه پولي چي تر انګریزي استعمار مخکي دافغانستان رسمي سرحدات وه وروسته دبریتانوي هند او روسیې له خوا په زور له افغانستان څخه جلا اوپخپلو مستعمرو پوري ونښلول سوې . افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلور لارې کې پروت او د بېلابېلو قومونو او کلتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداګريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول سوې. نوی افغانستان د لومړي ځل له پاره د درېيم افغان-انګليس جګړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توګه هغه وخت راڅرګند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده او غازي امان الله خان وتوانېدی چي دخپل ولس په مرسته دغه هیواد ته خپلواکي ورپه برخه کړي . په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

د دغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

کړکېښ سمول

 
د باميانو بودايي پژۍ, چې کړکېښ. ییز قدامت يې لومړنۍ پېړۍ پورې رسېده، او د نړۍ تر ټولو ستره پژۍ وه د طالبانو د واکمنۍ په وختونو کې په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې له مېنځه يووړل شوې

افغانستان يو بې جوړې منځنۍ-منځی سيمه ده چېرته چې اېروآسيايي تمدنونو د يو بل سره معاملې کړي او ډېر ځله يې د يو بل سره جګړونه کړي او د ډېر پخوا نه د کړکېښ يو اړین ځای پاتې شوی. د کړکېښ په بهير کې دغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوې چې پدغو کې آريايان، لرغوني ايرانيان، هندوآريايان، مېډز، پارسيوانان، يونانيان، ماوريان، کوشانيان، هېپتاليان، عربان، مغول، ترکانو، انګړېزانو، روسانو او پدې تازه وختونو کې امريکايان هم شامل دي. ډېر لږ ځل داسې پېښ شوي چې دا سيمه دې په بشپړه توګه د يوه توکم د واک لاندې راغلې وي. ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې د افغانستان وطني وګړو د خپل د هېواد څلورخوا پرتې سيمې د لاس لاندې کړي او خپله پاچايي يې جوړه کړې.
داسې وييل کېږي چې د عيسی (ع) نه ٢٠٠٠ او ١٢٠٠ کاله مخکې د هندوـ اروپايي ژبې د کورنۍ خلکو چې آريايان نومېدل، اوسيني افغانستان ته مخه کړه او په همدې سيمه کې مېشت شول، او د يوه ملت بنسټ يې کېښود چې د Aryānām Xšaθra يا Airyānem Vāejah په نوم يادېده، او ددې نوم مانا ""د آريايانو خاوره""، ده. داسې هم ويل شوي چې د زردشتي دين په افغانستان کې د عيسی (ع) د راتګ نه ١٨٠٠ نه تر ٨٠٠ کالونو پورې په همدې سيمه کې زېږېدلی وي. لرغونې ژبه اوېستايي هم په همدې وختونو کې ددې سيمه ژبه وه. په همدې توګه ويل کېږي چې د لرغوني هندو-آريايي ويدي تمدن هم ددغه هېواد له ختيځو سيمو سرچينه اخيستې خو پدې اړوند د لانورو څېړنو او پايلو اړتيا ليدل کېږي. د ۶مې مخ زېږيزې پېړۍ په منځ کې د فارس ټولواکمني د مېډز خلک د خپل واک ترلاندې کړل او د آريانا امپراتوري يې د خپلو پولو په ولکه کې جوړه کړه. په ۳۳۰ مخ زېږيز کالونو کې د مقدونيې سکندر دا سيمه ونيوله. د سکندر د لنډمهالې نیونې وروسته، د هېلېنيسټيک واکمن رياستونه د سلوکيانو او باختريانو له خوا د سيمې واک چلېده، په همدې توگه د هندوستان ماوريانو د سوېل-ختيځ له لورې دغه هېواد ته لاره وموندله، خو تر هغه وخته پورې چې باختري واک بېرته پرسيمه خپله واګۍ ټينګوله د هندوستان ماوريانو دې سيمې ته د بودهيزم دين ورپېژندلی وه.

سياست سمول

د طالبانو لخوا د قدرت ښودنې د مراسمو يو انځور دا مراسم په کال ١٩٩٧ کي په کابل کې تر سره کړل شوه.

د تاريخ له نظره په افغانستان کې سياست د واک ترلاسه کولو يوې لوبې په څېر، د خونړيو کودتاگانو او د بې ثباته اقتدار يوه ښه بېلگه پاتې شوې.

اداري وېشنې سمول

ولايتونه سمول

د اداري وېش له مخې افغانستان په ٣٤ ولايتونو وېشل شوی او بيا وروسته همدا ولايتونه په ولسواليو وېشل شوي.

 
د افغانستان ولايتونه

د افغانستان ٣٤ ولايتونه :

  1. کابل
  2. بادغيس
  3. بغلان
  4. بلخ
  5. باميان
  6. دايکندی
  7. فراه
  8. فارياب
  9. غزني
  10. غور
  11. هلمند
  12. هرات
  13. جوزجان
  14. بدخشان
  15. کندهار
  16. کاپيسا
  17. خوست
  18. کنړ
  19. کندز
  20. لغمان
  21. لوګر
  22. ننګرهار
  23. نيمروز
  24. نورستان
  25. روزګان
  26. پکتيا
  27. پکتيکا
  28. پنجشېر
  29. پروان
  30. سمنګان
  31. سرپل
  32. تخار
  33. وردک
  34. زابل

ځمکپوهنه سمول

افغانستان په غرونو کې کلابند يو غرنی هېواد دی چې 1/3 برخې څخه يې زياته د غرونو د لړيو پوسطه پوښل شوې ده. د غرونو دا لړۍ له يوې خوا د هماليا له غرونو سره او له بلخوا د لوديځې اسيا د غرونو له لړيو سره اړيكې لري. ددې هېواد سهېلي او سوېل ختيځې سيمې د نور هېواد په پرتله هوارې سيمې او ډاگونه لري. په دې هېواد کې د سمندر د سطحې نه تر ټولو هسکه ساحه د نوشاک څوکه ده، چې دا د سمندر د سطحې نه ٧٤٨٥ مېتره او يا په بله وينا ٢٤٥٥٧ فوټه جگه پرته سيمه ده. ددې هېواد ډېرۍ سيمې وچې دي او د تازه اوبو زېرمې پکې لږ دي. د اسيا د فزيكي نقشې د كتنو څخه دا پاېله ترلاسه كېږي چې: د منځنۍ اسيا لوړې برخې د لوړړتيا له نظره د نړۍ د ډېرو مهمو غرونو څخه شمېرل كېږي چې ختيځې برخې يې ډېررې لوړې، ولې لوديځې برخې يې دومره جگې نه دي او د ختيځ څخه د لوديځ په لور پرتې دي، د افغانستان د غرونو لړۍ هم د ختيځ څه د لوديځ لور ته پرتې دي، د ختيځ څخه د لوديځ په لور پخپل امتداد كې په څو څانگو وېشل كېږي او له بل خا د هغهې لوړاولې د ختيځ څخه د لوديځ په لور وروو كمېږي ترڅوچې په ټيټو او جبه زارو ځمكو كې پاې ته رسېږي. د افغانستان د غرونو سلسلې د مركزي اسيا د غرونو د لړيو سره د جوړښټ او پېداېښت په لحاظ تقريبا يوشانې دي.

د افغانستان د غرونو لړۍ په ځانگړي توگه د هغې مركزري برخې چې له ختيځ څخه لوديځ خواته امتداد لري او بالاخره د هريرود په حوزه كې پاى ته رسېږي د هندوكس او د بابا د غره د شمالي او جنوبي برخو په منځ كې د اوبو د وېش بريد ټاكي. لدې پرته مختلفې سيمې د افغانستان شمالي برخې په ځانگړي توگه د تركستان او بدخشان سيمې د افغانستان د سوېلي او سوېل ختيځو سيمو يانې كابل، ننگرهار، غزني او كندهار څخه بېلې كړي دي او د اړيكتياو په لحاظ يې ستونزې پيدا كړې دي، په داسې حال كې چې نن ورځ دغه مشكلات د نقليه وساېطو پرمخ د سالنگ د سورنگ په كيندلو سره تر يوې كچې د گټې په غرض له منځه تللي دي. افغانستان يو بري (وچ) اقليم لري، پدې هېواد کې د اوړي په وخت کې هوا ډېره توده او د ژمي په مهال ډېره سړه وي. په دغه هېواد کې کله ناکله رېږدلې (زلزلې) هم کېږي.

ددې هېواد په طبيعي شتمنيو کې مس، جست او وسپنه د يادولو وړ عنصرونه دي ددې تر څنگ ارزښمنې ډبرې او غميان لکه لاجورد، زمرد او لعل هم ددغه هېواد په سهېلي برخو کې موندل کېږي. د نورو طبيعي شتمنيو تر څنگ نفت، گاز او د تېلو موندل شوي زېرمې هم د يادولو وړ دي. که څه هم چې دغه زېرمې لا تر اوسه پورې نه دي راوتلي او په کار نه دي اچول شوي او ددې سبب په افغانستان کې د روسانو يرغل او تر هغې وروسته په کورنۍ جگړه کې د هېواد ښکېل کېدنه ده خو بيا هم ددې هېواد لپاره همدا اهمې شتمنۍ دي چې په راتلونکي کې د انرژۍ د لويو سرچينو په توگه راڅرگندېدلای شي.

د پامير او واخان لوړه سطحه سمول

د اسيا د وچې په منځۍ برخه كې لوړې او جگې څوكې موجودې دي چې د نړۍ د بام په نامه يادېږي. روسي زمكپېژندونكي ماركوو (Morkov) او همدا ډول نور زمكپېژندونكي پوهان دا منځۍ څوكې په دوو برخو وېشي. ختيځي برخې يې چې حقيقي څوكې دي ډېرې لوړې او د ۶۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ مترو پورې د سمندر له كچې لوړوالې لري. دا برخه د لوى پامير په نامه يادېږي او د افغاني خاورې څخه دباندې شتون لري. لوديځې برخې يې چې نسبتا لږ لوړوالې لري او د يخچالي مورنو په واسطه نيول شوي دي د كوشني پامير په نامه يادېږي او دا برخه ټوله په افغانستان پورې اړه لري. دا غرنۍ لوړې سيمې د قراقرم، هماليا، هندوكس او كونلين (Kun Lun) د غرونو د لړيو د يوځاى كېدو په ټكي كې پرتې دي چې د منځنۍ اسيا د لويو غرو د لړيو مهمه كړۍ جوړوي، په دا سيمه كې د اوړي د خو ميشاشتو څخه پرته د كال په نورو وختو كې تگ او راتگ نه كېږي دا ځكه چې د واورو گټونه دا برخې پټوي او د دوامدارو واورو او سختو بادونو په الوتلو سره يې ددې سيمې تگ راتگ ستونزمن كړې دى. د نړۍ چت يا بام په نوم د پامير د غرونو سلسله اوس هم نوې ده او خپل طبعي شکل د بدلېدو په حال کې ده.

د پاميرغرونه د افغانستان په شمال کې دي چې د تاجکستان سره يې شريکوي د دې غرونو درې لوړې څوکې په تاجکستان کې دي.

د پامير د غرونو څو سلسلې کرغزستان او د پاکستان په گلگت بلتستان کې هم شته. په جنوب کې دا د واخان په سيمه کې د هندو کش د غرونو لړۍ سره يو ځاې شي. په ختيځ کې دا د چين په خاوره هم غزېدلي دي.

د دې غرونو لوړې څوکې ټول کال په واورو پټ وي، پکې سخت ساړه وي او هلته چې واورې ويلي کېږي، د څاروو څر ځايونه لري.

د دې غرونو نه سکاره ويستل کېږي خو نورمنرالونه هم لري چې يوه يې د لاجوردو ډبره ده.

د شپږم ميلادي پېړۍ راهيسې د چين بوداي راهبان هند ته د تلو لپاره دپامير د يوې خوا نه بلې ته اوړېدل او د ورېښمو شمالي لاره د پامير په غرونو کې د کاشغر نه خوجند ته تللې وه.

د افغانستان دوه ولايتونه واخان او بدخشان د پامير په غرونو کې دي او د “سر کل” ډنډ د امو سيند يوه سرچينه ده. د دې غرونو په درو کې اوسېدونکي خلک ” پاميري ژبې” وايي چې وخي، مونجي، شغني، سنگلاچي، اشکاشمي او ونجي د يادولو وړ دي.

د هندوكش د غرونو لړۍ سمول

د واخان په سويل لوديځه خوا كې يو لړ لوړ لوړ غرونه پراته دي چې د هندوكش او يا د هندي قفقاز په نامه اوږدې پرتې دي. ددي غرونه تر ټولو لوړه څوکه (تراجمیر) ده چی تل په واورو پوښلی وی. او د غرونو د هغې سلسلې سره چې په لوديځ كې يې پراته دي د افغانستان د شمالي او جنوبي برخو ترمنځ يو لوى ديوال تشكيلوي د غرونو دا لړۍ د ختيځ لور ته د افغانستان له خاورې څخه وځې او د قراقرم د غرونو د لړۍ سره يوځاى كېږي او د قروفېل كنډو د ۳۸۰۴ مترو په لوړوالي سره ددغو دوو سلسلو په منځ كې يو فاصل حد جوړوي.د غرونو دا لړۍ د افغانستان منځ برخه جوړوي چې د پاکستان تر شمال غځيدلې ده.

دا غرونه په يوناني ژبې کې “پاراپاميساداي” او په سانسکرت کې “پري ياترا پرواتا” ( د ښاپيرو د ليدوغر) نوميدل. د هندوکش نوم په لومړي ځل ۱۳۳۳ م کې د مراکش سېلاني ” ابن بطوطه” پخپلو ليکنوکې وکاروو. دې واي چې په دې غرونو کې د گرمو سيمو هندو مرئيان چې افغان واکمنو له ځانه سره وړل په کنگل کې مړه شول نو ځکه يې هندوکش بولي.

لرغون پوهان واي چې په ۳۳۰ ق م کې د اسکندر مقدوني دا غرونه د قفقاز (کوه قاف) په مقابل کې ” هندې قفقاز” په نوم ياد کړل. په يوناني کې ” کوکسس اندوکس” وروستو يواځې “اندوکس” شو او باورلري چې له هم هغه وخته دا غرونو د اندوکس نه هندوکش” شول.

ځينې تاريخونه وايي چې د “هندوکش” تورې يواځې د دې سلسلې هغه يوې څوکې لپاره کارېدو چې ” کوشان دره” نومېږي او په لومړي ميلادي پيړۍ کې د کشان واکمنو مرکز و. کوشان دره د سالنگ په لوېديځ کې ده.

د هندو کش غرونه د کابل او د هلمند سيندونه له يو بل جلا کوي چې د امو سيند او د اباسين تر منځ ولاړ دي چې په ختيځ کې يې د پامير غرونه دي.

د هندو کش د اوبو نه د هلمند، هري رود او د کابل سيندونه جوړېږي او لږ اوبه يې د ” سيستان خلې ته هم ورغورځي.

د کابل سره نږدې دا غرونه ۶۰۰۰ ميتر لوړ دي خو د دې د عمومي ارتفاع ۴۵۰۰ زره ميټر وي. د دې غرونو سلسله په شمال جنوب کې ۹۶۶ کلوميټر اوږد غځيدلې ده چې يواځې ۶۰۰ کلوميټر برخه يې هندوکش نومېږي. پاتې يې په نورو نومونو يادېږي، لکه کوه بابا، سالنگ، د پغمان غرونه، سپين غر، سلېمان غر، تورغر، د خواجه محمد غر، او د ترکستان د بند سلسله ده.

د دې غرونو تر ټولو مهمه دره ” شيبر” نومېږي چې د شلمې پېړۍ تر نيمايي به ورباندې خلک بلخ ته ورتلل. په ۱۹۶۴ م کې د ” سالنگ” ټونل او د يو پوخ سړک په جوړېدو، اوس شمال او جنوب پخپلو کې نښلول شوي دي.

د هندو کش د غرونو بله مهمه او تاريخي دره د خېبر دره ده. نورې وړې درې، لکه “لته بند” د کابل په ختيځ کې، د “وخجير” دره چې واخان د چين سره نښلوي، د ” باروگل” او د “کاچين” درې چې چترال د کونړ او بدخشان سره نښلوي.

د شتر گردن دره لوگر او پکتيا نښلوي، د بازارک دره مزار شريف ته ووځي، خاوک د کابل نه پنجشېر ته ورځي، انجمن دره چې د پنج شير په سر کې ده او شمال ته لاره وباسي. د حاجيگک او اوونۍ ختيځ هزاره جاتو ته ووځي.

د افغانستان په لوېديځ کې د دې درې ۶۰۰ ميتر لوړې دي چې د سبزک دره د هرات او د بادغيس په منځ کې د افغانستان لوېديځ او ختيځ سره نښلوي. په دې سيمو کې د هندو کش غرونه دشتې دي چې خال خال ونې پکې شنې کېږي.

د هندوکش د کوکچې په غرونو کې د لاجوردو ډېر لرغوني کانونه و. د کابل په شمال او پنجشېر کې د زمردو کانونه راوتلي دي. په نولسمې ميلادي پېړۍ کې د اب پنج سره چې د هندو کش او د پامير د غرونه پکې يو ځاې کېږي د ياقوت (لعل) کانونه وموندل شول.

د هندو کش لوړ غرونه زيات په پاکستان کې او تر ټولو لوړه څوکه ” تريچ مير”د خېبر پښتونخوا په چترال کې ده چې ۷۷۰۸ ميټر لوړه ده. د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه ” نوشک” په بدخشان کې ده. د چترال د غرونو په واورينو اوبو د کونړ او د بشگل سيند ونه جوړېږي.

د هندوکش د لارې ارياي قامونه د اباسين تودو سيمو ته ورتلل او د دوي نښې اوس هم د چترال او د گلگت په لاره په لويو تيږو ليدل کېږي

د بابا د غرو لړۍ سمول

د غرونو داا لړۍ تقريبا د افغانستان په منځۍ بخه كې موقيعيعت لري او دا لړۍ غرونه هم د هندوكس، فېروزكوه او د تيربند تركستان د غرونو په څېر د ختيځ څخه لوديځ لور ته پراته دي. كومې څانگې چې ددغې لړۍ څخه جلا كېږي مختلفو خوا ورته ځې چې ځينې څآنگې يې د شمال او شمال لوديځ لور ته او ځينې نورې يې د سويل او د سويل څخه شمال ته تگ راتگ د مشكلاتو سره مخامخ كړې دى. د زيات لوړوليپه نسبت ددې غره پورتنۍ برخې د كال په اوږدو كې د شپږو ميشاتو څخه زيتت وخت په واوور پټې وي او د تگ راتگ پكې نه كېږي، ددې لړۍ غرونو منځنۍ لوالۍ ۴۰۹۰ متره دى، او ډېره لوړه څوكه يې شاه پولاد نومېږي چې د سمندر له كچې څخه ۵۱۴۰ متره جگه پرته ده. دبابا غره د ډېرو مهمو څوكو لوړتيا چې د ختيځ څخه د لويديځ په لور پرتې دي د ۳۹۸۹ مترو څخه تر ۵۱۴۰ مترو پور رسېږي چې د نوموړو څوكو منځنۍ لوړتيا يې ۴۷۵۰ مترو ته رسېږي. د بابا د غرونو د سلسلې تر ټولو لوړه قلعه «شاه فولادي» نومیږي چی څه د پاسه ۵۰۰۰ متره د سمندر له سطحې څخه لوړه ده. په ۱۳۹۴هجري شمسي کال کی د بابا غرونه، د ښکلو او ډیرو طبیعی منظرو، وحشي حیواناتو لکه پړانگ، لیوان، هوسیو، گیدړو او بیلابیلو مرغانو لکه، باز، او طبي بوټو په لرلو سره، د افغانستان د چاپیریال ساتني د ادارې له خوا د حفاظتی سیمي په توگه اعلان سوه د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول.

دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” په نوم يې يادوو. د دې درو تر منځ شاوخوا ۲۳۷ کلوميټره لاره د واورو له کبله زيات وخت بنده وي. يو روايت دا دی چې په دې لارې شوکې هم کيدې او چې څوک به ورباندې خوندي تېرشول نو وړوکی حاجي يا “حاجيګک” يې بللو.

بودایي راهبان په دې لاره د باميانو او د سمنګانو خانقاوته ورتلل چې يو ځای د کوه حاجي کشتن نه تخت رستم ته او شيبر درې ته لارې وتلې وې. د شېبرلاره د حاجيګک د سړک نه زياته خوندي ګڼل کېده، سره له دې چې د حاجيګک په لاره بې شمېره واړه واړه کلي دي.

د امان الله خان د حکومت پر وخت د جرمني له خوا لومړۍ سروې کې معلومه شوه چې حاجيګک د اوسپنې لویې زيرمې لري. د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴– ۱۹۱۸ م) پر وخت هغوی د اوسپنې د ويستلو هڅه وکړه خو انګرېزانو يې مخه ونيوله. په ۱۹۶۰ م کلونو کې روسانو هم پلان جوړ کړو خو موقع يې پيدا نکړه. په ۱۹۷۲ م کې يو فرانسوي الماني کمپنۍ پخپلې مطالعې کې وړانديز وکړو چې دلته به يوه بټۍ ولګوي چې اوسپنه پکې ويلې شي او دغسې د اوسپنې اود فولاد د جوړولو کار به يو ځای کوي. يو وخت داسې پلان هم جوړ شو چې له دې ځايه ويستل شوې خامه اوسپنه به د پاکستان کالاباغ ته وړل کېږي چې د هغه ځای په کارخانه کې تصفيه شي. دا پلان هم پلې نشو او دا کانونه همدغسې پاتې شول.

دلته د لوړو غرونو او د ناامنيو له کبله د اوسپنې راويستل ګران ښکاري خو اوس دومره وسايل شته چې دا کار يې شونی کړو. په۲۰۰۶ م کې د حاجيګک نه د ۲۳ ميليونو ټنو نه زياتې اوسپنې د موندلو اټکل وشو او دوه ډوله ده چې يوه يې اوکسيډايز ده او بله يې نيمه اوکسيډايزده.

د حاجيګک د اوسپنې کان ۳۲ کلوميټره کې غځيدلی دی او ۱۶ زون (ساحې) لري چې هر يو يې ۵ کلوميټرو نه تر نهه کلوميټرغځېدلي دی. دلته په تيږه کې د اوسپنې ۱۶ رګونه دي چې هر يو يې ۳ کلوميټره اوږد دی. دا په زمکه کې ۵۵۰ ميټر ښکته دی او ۷ کانونه داسې هم دي چې په تفصيل سره يې سروې شوې ده. د اوسپنې سره سره دلته نور منرالونه هم موندل کېږي چې يو پکې زرغون مرمردي. د حاجيګک نه علاوه، په دره نيل، خيش، زيرک، خرکيزه، سرخ پارسا کې هم د اوسپنې نښې شته.

د دې اوسپنې نه به انسانان هله ګټه واخلي چې جنګ بند شي

د تيربند تركستان د غره لړۍ سمول

دترکستان تیربند دافغانستان په شمال لویدیځ کي یو شمیرغرنی او لوړي څوکي جوړوي. دغه غرونه دحصار غره له شمال لویدیځ او د بلخ آب له لویدیځو برخو څخه پیل او له ختیځ څخه مخ په لویدیځ غځیدلي او تر بالا مرغاب پوري رسیږی چي ټول اوږدوالي یي ۳۰۰ کیلومتره کیږي. منځني لوړوالي يي دحصار غره شمال لویدیځ دجوزجان په شال کاشان کي چي ۲۳۰۰ متره لوړوالي لري لوړه څوکه يي (جنګک) ۳۸۹۵ متره لوړوالي لري. یو بله څوکه يي چي قرجنګل نومیږي ۲۹۸۵ متره سمندر له کچي ځخه لوړه ده. دغه غر دهیواد د دوو لویدیځو ولایتو یعنی فاریاب او بادغس ترمنځ غځیدلي،سویلي خوا څخه يي دمرغاب دسند دمرستیالانو سرچنیي دي، خو شمالي اړخ کی یی دقیصار او دهغه دمرستیالانو سرچیني دي، دغه غر دپستي ډیري وني لري، خو هغه نوری ونی چي دهیواد په ختیځ او سویل ختیځ غرونه کي شته لکه لمنڅه،صبر،نښتر،څیړی، ښون او نوری، دلته نشته په پسرلی او اوړي کي ددغه غره شمالي او سویلي لمني شني او غوره ځړ ځایونه جوړوي. دپسرلي په دریو میاشتو کي دغه لمني نرمه هوا لري او له ډول ډول ګلانو او شنوبوټو څخه ډکي وي او یوه عطر لرونکي فضا جوړوي. دغرونو دغه لړي دروسي ترکستان دبیدیاو دبادونو په مخه کي دیوه دیوال په توګه واقع دي،نو دشمال او شمال لویدیځ ځوړنو کي یي دنیمه صحرايي اقلیم نښي له ورايه ښکاري.

فیروز غرونه لړی فېروزکوه یا چغچران د افغانستان په لوېدیځ کې یو ښار او د غور ولایت مرکز دی. دا د غوریانو په وخت کې د افغانستان اوسنۍ پلازمینه وه [۲] فیروزکوه چې نفوس یې تر ۱۵۰۰۰ زیات دی [۲۲] د بحر له سطحې څخه ۲۲۵۰ متره لوړوالی لري. دا ښار د هریرود جنوبي څنډې ته پروت دی او له هرات ښار څخه ۳۸۰ کیلومتره واټن لري. د فیروزکوه هوايي ډګر د ښار په شمال ختیځ کې موقعیت لري.

سپين غر سمول

د سپين غر لړۍ د افغانستان په ختيځه خوا كې پرتې دي د ۱۵۰ كيلو مترو په اندازه اوږدوالې لري او پېښور د لوديځ د ۴۸ كيلو مترۍ څخه پيل كېږي او د لوديځ لور ته درومي. د سپين غر لړۍ څو څآنگې لري چې ځينې څانگې يې د كابل تر سيول ختيځو پورې رسېږي او د هغې ځاۍ څخه يې يوه بله څانگه د سويل خواته ځي. د غرونو دا لړۍ لومړې د جلالكوټ حوه دګرمې او غرنۍ بخه كې د لوګر سيند د كرمې له سيند څخه جلا كوي. او همدا ډول د كابل د سيند په واسطه د هندوکش د جنوبي لړيو غرو څخه جلا كېږي. ډېره لوړه څوكه يې د سېكارام په نوم يادېږي چې د سمندر له كچې څخه ۴۷۵۵ متره لوړه پرته ده. چې تل په واورو پټه وي. ددې غره شمالي او سويلي لمنې د لمنځو، نښترو، كاجو، جلغوزو او څېړيو زيات ځنگلونه لري او ډېر مشهور كنډو يې چې د پكتيا او لوگر ترمنځ پروت دى شترګردن نومېږي چې د سمندر له كچې ۳۷۲۰ متره لوړ پورت دى. د پیښور نه ۴۸ كيلومیټر لویدیځ کې سپینغر ۵ زره میټر لوړ لکه د یو دېوال ښکاري.

سپین غر یوه څنډه د خیبر درې په ختیځ کې لګي چې اوږدوالى يې شا و خوا ۱۸۰ كيلومیټر دی. یو ځای دا غر جنوب لوري ته ورتاو شي چې د کابل سیند کاسه او کرمه پخپلو کې سره بېلوي. بل خوا مخ په لوېديځ تر لوګر رسېږي او جنوبي څنډې يې لوګر او تېراه له ننګرهار بېلوي. دا ټول غر د زالغوزي او نختر په ګڼو ځنګلونو پټ و خو د تیرو ۵۰ کالو په جنګ کې دلته دومره لرګی ووهل شو چې اوس ټیټې برخې يې تورې دشتو په شکل ښکاري. د سپین غر په شمالي څوکو ونې نشته. خو د دې په درو کې چې زمکه نرمه وي کر کرونده کېږي او د انار، توت او د نورو میوو ونې پکې راشنه شي.

دا غر د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې طبعي پلې په توګه پروت دی. د دې تر ټولو لوړه څوکه “سیکرم” یا سیکارام له زمکې ۵ زره میټر لوړه ده. پېواړ د کرمې او آریوب درې تر منځ یوه تنګي ده او د پکتیا له کرمې جلا کوي. په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ په وخت، برطانوي ځواک پېواړ دره ونیوله چې د سیکرم جنوب کې ده. دا کوتل پاړه چنار د پکتیا آریوب درې سره نښلوي او بل سر يې د هندو کش د یوې بلې سلسلې “شاندور” ته لاره کړې ده. یو برطانوي سروی کوونکی جورج بېټلي سکاټ هغه وخت سیکرم ته وروختلو چې ټول کال د حرارت درجه پکې د صفر نه ښکته وي.

د پیواړ په ښکته برخه کې څو واړه کلي دي چې پېواړ، علیزي، تری منګل او سپینه شګه نومېږي. د سپينغر ځينې درې هلته اوسیدونکو قامونو په نوم لکه مامند (مومند) دره او عبدالخېلو تنګى مشهور دي. کوټ دره اوهسکه مېنه د پخوانیو کلاګانو، څڅوبى، تبۍ او کڅونه، د چینو او ځړوبۍ شتون ښایی. پېښې تنګي، جو دره، غوښت دره، پچير او اګام، توره بوړه او ګوړوکو هم پخواني نومونه دي

ختيځ تورغر سمول

د ملک سیاه غر د زاهدان په شمال کې د لر پاین، قرقروک او حرمک کلیو په منځ کې پروت دی چې ۱۶۰۵ متره لوړوالی لري او د زاهدان یو له لیدو کتو څخه دی.  دا غر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د حرمک کلي، د افغانستان د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ او د پاکستان د بلوچستان ایالت د چاغي د سیمې تر منځ پر پوله پروت دی.  د ملک سیاه غره ته د رسیدو لپاره، تاسو باید په 95 سړک شاوخوا 35 کیلومتره مزل وکړئ.

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د انګریزانو لپاره مهمه سیمه وه. د اباسین پرغاړه، ۵۰۰ مربع کلومیټر پراخ تورغر په هندکو کی “کالا ډکه” او انګریزي کې ” بلېک ماونټین” په نوم یادېږي ځکه یو وخت په ګڼو ځنګلونو ډک و. دلته د جلغوزې، څېړۍ، پلوسې او د ګیلاس (چیري) ونې ډېرې وي. د تورغر په ختیځ کی اګرور او جنوب کی تناول، په لویدیځ کی بونیر او په شمال لویدیځ کی یې بټګرام دی. د سیند او د غر په لوړو یوسفزي پراته دي او نوره زمکه د سواتیانو ده. دلته ګډو قامونو خلک د غر دواړو غاړو ته اوسېږي. خو واړه قامونه د جنګ نه وو. په ۱۶ پېړۍ کې د یوسفزو په ورتلو دلته شخړې پېل شوې. د سواتیانو او یوسفزو به مودام پخپلو کې جنګونه وو. د اګرور عطا محمد خان سواتي او د الایی ارسلا خان کله جنګ او کله په روغې وسیدل. په ۱۸۶۸ م کې انګریزانو په “اوګي” کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه چې د اباسین نه ۱۰ میله مخ په بره په ختیځ کې وه. یوسفزي، د تاڼې په جوړولو غصه و او د اګرور خان په لمسون خلکو په دغې پوسټ حمله وکړه خو ماتې يې وخوړه. بیا د تناول خان چې انګریز ته پتمن و، په هغه هم حمله وشوه. نور ټول قامونه هم یو شول او د انګریز خلاف يې نورې حملې پېل کړې. دوی د انګریز پلویانو قامونو ۲۱ کلي وسیزل. جنرل وایلډ یو لوی پوځ یوړو نو قبایلو جنګ نه لاس واخیستو. د امب نواب انګریزانو په ملاتړ، د وسلو یوه کارخانه ولګوله چې پکې ټوپکې او توپې جوړیدی. په ۱۸۵۱ م کې انګریز خپل دوه افسران تورغر ته د سروې لپاره واستول خو د امب په سیمه کې حسن زو ووژل. د دې شک د امب په نواب جانداد خان کیدو خو هغه پخپلې سیمې کې میشت ټول حسن زي لاس تړلي انګریز ته وروسپارل. نورو یوسفزو د نواب دوه کلاګانې، “چنبری او شګلۍ ترې ونیول. د جهانداد د ملاتړ لپاره، د پیښور کمشنرکرنل میکېسن په مشرۍ یو پوځ ورپسې لاړو او هغه کلا ګانې يې ړنګې کړې. په ۱۸۸۸ م کې حسن زو، اکازو او مداخیلو د حملو له کبله انګریزانو دغه سیمې ته په تګ راتګ بندیز ولګوو. بیا ګوجرانو د ګورکهه پوځ دوه انګریز افسران او پوځیان ووژل نو د حسن زو مشر په هاشم علی شک کېدو. انګریز په قبایلو جرمانه عاید کړه، د هاشم علی د شړلو امرهم وکړو او په ځای د ده تربور ابراهیم خان د قام مشر وټاکلو. په ۱۸ جون ۱۸۸۸ م ۶۰ پوځیان او او د دوی دوه انګریز افسران د اوګي کلا نه ګشت لپاره ووتل. کله چې د غره نه ورباندې ډزې وشوې نوبیرته کلا ته يې وځغستل خو په دې کې دوه انګریز افسران نه یواځې ووژل شول بلکه قبایلو د هغوی نه جامې هم وویستلې. د انګریز لپاره دا یوه لویه ننګه وه او تر اکتوبر ۱۸۸۸ م ۱۰ زره پوځ، د غرونو توپخانه يې ورواستول. د انګریز د “هزاره فیلډ فورس” مشر بریګېډیر جنرل جې ډبلیو مېکوین و. د پښتنو د ګډ ځواک شمیره هم ۱۰ زرو ته رسېده. د اکازو څلورو قامونو ۱۵۰۰ ځوانان، پریاری سېدان، ټیکاري او نندهاري، مله وو. د سید احمد بریلوي هندوستاني مجاهدین چې ۱۸۲۶ م راهیسې دلته میشت وو، انګریزانو به “جنوني” (فیناټک) په نوم یادول. د پښتنو جنګیالو مشران ملکان، ملایان یا خانان وو او لویه وسله ورسره جزېل ټوپکې، سپر او لوی چاقوان وو. دوی د جنګ لپاره څه پلان نه لرلو خو د سیمې هرې درې نه خبر وو. د انګریز ۱۰ زره پوځ په ۴ برخو ووېشل شو چې درې يې په اوګي کلا کې او څلورمه د اباسین په دربند کې پاتې شوه. اخوا د کشمیر مهاراجه هم انګریز ته د مرستې په توګه، دوه بټالین پوځ د دوو توپو سره واستول. ورسره ۶۰۰ د خیبر رایفلز(ملېشیا) پښتانه مله وو. انګریز ټولو قبایلي مشرانو ته يې وړاندې نه خبر دارې ورکړې و چې تر ۲ اکتوبر دې ورته سر ټیټ کړي. هغوی ورته هیڅ جواب ورنکړو او د اوګي نه انګریزانو د پوځ درې واړه ډلو بلې غاړې ته ډزې پېل کړې. څلورمې ډلې د دربند نه او ۱۳ میله لیرې کوټکي کلي ته مارچ وکړو. د سیند نه یوه لاره د “بیلا” کلي ته ورغلې وه او په ۲ اکتوبر ورباندې توپې، اکمالات، اسونه او یابوګان وروختل. په “شینګری کلي” کې پښتنو ورته مورچې نیولې وې او د دوی په ډزو انګریز ته معمولي ځاني تاوان وشو. په ۴ اکتوبر سهار ۱۰ بجې د کوټکي نه یو میل بره په “تواړه” کې پښتنو د تیږو شا ته سنګر نیولې و او په انګریز پوځ يې حملې کولې. انګریزان لیکي چې مونږ په دوربین کې د دوی زاړه او وراسته ټوپکې لیدی شوې. برید جنرال ګالبرېت، خپلو عسکرو ته د جنګ اشارې ورکولې او هغه پښتانه چې ډزې يې کولې، لومړې په نښه کیدل. شا و خوا نیم ساعت په بمبارۍ دوی هغه غونډۍ ونیوله او د پښتنو بیرغ يې ترې لیرې کړو. کوزماسپښین غازیانو کوټکی پریښودو او انګریز پوځ قبضه کړو چې ۵ پوځیان يې مړه او ۱۰ ټپیان وو. د قبایلو ځاني تاوان ۲۰۰ شا و خوا و. په ۱۳ اکتوبر، بریګیډیر جنرل ګالبرېت، د ۱۴۵۰ وسله وال پوځ، ۳ توپونو سره د سیند لوېدیځ غاړې نه پورې ووتل. د هندوستاني مجاهدینو مرکز “میدان” ښار او د سیند دواړو غاړو ته د پښتنو ټول کلیو ته يې اور ورته کړو. اخوا لومړۍ دستې په ۴ اکتوبر ماځیګر د اوګي کلا سره نزدې “دلبري” نه روان وو چې غازیانو ورباندې حمله وکړه، څو کسان يې ټپي کړل او ۱۷ یابو ګان يې ترې یوړل. په بله ورځ د انګریز دستې د “چیتابت” څوکه ونیوله او ورسره يې لاره هم سموله چې خپل سامان او توپې ورباندې بره یوسي. په ۶ اکتوبر یو سخت جنګ کې دواړو غاړو ته ځاني تاوان وشو. انګریزانو د څو کلیو نه تیار فصلونه راټول کړل او بیا يې اور ورته کړو. دویمه دسته د بریګېډیر جنرل “چېنر” په مشرۍ، په ۴ اکتوبر د “کولاکه” نه روانه شوه خو په لاره هیڅ مقاومت ورته ونشو. دوی په بله ورځ د غره په سر “نیمل” ته ورسیدل او تر ۱۱ اکتوبر هلته پاتې وو. دریمه دسته چې پخپله د میکوین سره وه، په ۴ اکتوبر نیمل ته روانه شوه. دغه دستې سره د خپلو سیمو نه علاوه د پلې پوړې غاړه نقشه هم وه چې د زباني معلوماتو په بنسټ تیاره شوې وه. وروسته څرګنده شوه چې نقشه ټوله غلطه وه. پښتنو خپل کلي پخپله سیزل او انګریزانو په دوربین کې لوګي لیدی شول. په ۱۹ اکتوبر پښتنو د انګریز شرایط وومنل او د دوی حملې بندې شوې. د انګریز ۵ دسته د کرنل مرې په مشرۍ د پریاري سېدانو او ټیکریوالو (سواتو) سره جنګ لپاره روانه شوه. دوی دوه توپې او دوه ” ګېټلنګ ګن” نوې ډول توپ لرلو. په دې کې به سپکې ګولې په یو مخه کیښودل شوې او بیا بیا به د ډکولو اړتیا نه وه. دوی د سیند پرغاړه “تهاکوټ” کې ایسار شول نو هغه ماښام د چارمنګ کلي خان ورته سلامي شو او د خپلې برخې جرمانه يې انګریز ته ورکړه. په ۲۲ اکتوبر د پریاری سیدانو له خوا یوه جرګه ورغله خو د پښتنو استاځې ورسره نه و، نو ځکه انګریز ورسره و نه منل. په ۲۳ اکتوبر “میکوین” ته د تهاکوټ خلکو لیک راغلو چۍ په ۲۰ ورځو کې به خپله جرګه راوغواړي. هغه پوهه شو چې په څو ورځو کې واوره کېږي چې د دوی د وړاندې تګ مخه ونیسي. په شمال ختیځ کې د “الایی” مشر ” ارسلا خان” تر ۳۰ اکتوبر هم انګریز ته ټیټ نشو نو په ۳۱ نیټه دوو ډلو د ده خلاف حرکت وکړو. د ارسلا غازیانو په چېله غر ورته مورچې نیولې وې. تر غرمې سخت جنګ وشو او انګریزانو د غر یوه څنډه ونیوله نو غازیان ورک شول. په ۲ نومبر ارسلا خان انګریز کیمپ ته یو لیک ورواستاو چې انتظار دې وکړي. انګریزانو خپل ټول اکمالات د چېله نه بره ورخېجولي وو. “چېنر” ټوله ورځ د ارسلا خان کلي “پوکل” ته دستې وراستولې خو هغه د اباسین نه پورې غاړه ووتلو او شا ته يې خپل زوی، “غازی خان” پریښې دی. اوس واورې هم وریدې او انګریز لپاره ضرور شوه چې دا کیمپېن پوره کړي. په ۳ نومبر یو لوی ځواک د جومات نه علاوه د پوکل پوره کلی وسیزلو او له هغه ځایه ووتل. د دې پوځ په وروستیو لیکو ۳۰۰ غازیانو حمله پېل کړه چې مقابله يې خیبررایفلز کوله. ماښام د انګریزانو کیمپ ته د الایی یوه جرګه ورغله. که څه هم د ارسلا خان استاځې ورسره نه و خو انګریز مشر په دې تسله شو چې د ډېرو قامونو مشران پکې وو نو روغه وشوه او په بله ورځ دوی د الایی نه ووتل. په ۵ نومبر پوځ میدان، چارمنګ کې ایسار شو او د پیریاري سیدانو یوه جرګه ورواستوله. انګریزانو له دوی ۱۵۰۰ روپۍ جرمانه او ۵ مشران یرغمل په توګه ونیول. ددوی ۲ افسران، ۲۳ سپایان مړه او ۵۴ زخمي شو، د قبایلو ۴۰۰ کسانو د وژنې او ټپي کیدو اټکل و. حسن زو او اکا زو جرمانې او یرغمل نه علاوه دا لوظ هم وکړو چې دوی به په برطانوي پوځ او د سړک په جوړولو اعتراض نه کوي. د پوځ د وتلو نه سمدلاسه وروسته هندوستاني مجاهدو او مداخیلو، هاشم علی حسن زي ته بیرته د راتلو اجازه ورکړه او انګریز سره شوې لوظ نامه يې ماته کړه. میجر جنرل میکوین د ژمي په وتلو تهاکوټ او الایی ته او د دربند نه کنار پورې د سیند پر غاړه اوښ د تیرېدو جوګه لارې جوړې کړې. دوی د خپل سرحد نه وراخوا ۱۷۷ مربع میله خاوره سروی کړه چې د یو راتلونکي جنګ لپاره تیاري وه. درې کاله وروسته انګریزانو د اګرور خان لیرې کړو چې د قبایلو قهر يې بیا راپاره کړو. په ۱۸۹۰ م کې حسن زو د تورغر په څوکه د پوځ د مارچ خلاف بیا پاڅون وکړو او د ۱۸۹۱ م په سپرلي کې انګریزانو تورغر ته یوه نوې دسته ورواستوله. په ۱۸۹۲ م کې انګریزانو یو بل لښکر ورواستاو چې ټول تورغر يې ونیولو

د سلېمان د غرو لړۍ سمول

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. په پښتنو کې مشهور د “کسي غر” دی. د دې ۶۰۰۰ ميټر تر ټولو لوړه څوکه “تخت سليمان” نومېږي چې په شمال کې يې د پامير وچ غرونه دي. د سلیمان د لړۍ يوه بل غر ۳۴۷۲ ميټر لوړه څوکه، “لوی سر” نومېږي. دا د کوټې ضلع دويمه او د بلوچستان درېمه لوړه څوکه ده. په کوټه کې يوه څوکه يې د تکتو (کوه تکاتو) په نوم مشهوره ده. یو بل غر د کوټې ښار سره نږدې، “زرغون غر” ۳۵۷۸ ميټر لوړ دی. په زيارت کې “خلافت غونډۍ” هم د سلیمان سره نښتې ده چې ۳۴۷۵ ميتر لوړ او د “اوبښتې” (جونیپر) د ونو لپاره شهرت لري. په شمال لوېديځ کې د سلیمان غرونه د کوه بابا سره يو ځای شي. په ختيځ کې دا غر ډيره اسمعيل خان او بيا ډيره غازي خان ته غځيدلې دی چې په مټهن کوټ کې دا غر ډېر ژور د اباسین په اوبو کې غورځي. بل خوا په لوېديځ کې د سلیمان غرونه تر کندهار، هلمند او د سيستان دښتو پورې ورغځيدلې دی. د کسي غر نه د ګومل سيند ختيځ خوا ته بهېږي چې اباسين سره يو ځای شي. بل سيند “ډورۍ” نومېږي او درېم د “ارغنداو” سيند وړې څانګې دي چې جنوب لوېديځ کې هلمند سره يو ځای کېږي. د سلیمان غر جنوبي څنډې سپیرې دي، خو په مرکزي لوړو يې زيتون کېږي. کوم ځاې چې اوبه وي هلته هر ډول بوټې لکه پسته، بادام، سوما، مڼې او د ګيلاس (چېري) وده کوي. د سليمان غرونو لرۍ لکه د ديوال د افغانستان د مرکزي سيمو مخه د هغو هندې مرطوب هوا (مونسون) په مخ نيولې ده چې بارانونه وروي. د یادونې وړه ده چې د “تخت سلیمان” په نوم یو غر په ایران کې او بل په کشمیر کې هم شته. د پښتنو د ولسي کيسو تر مخه د دې غر د پاسه د حضرت سليمان (ع) تخت جوړ و يا د هغه تخت دلته و. يو بل داستان کې وايي چې د حضرت نوح(ع) کشتۍ د دې غر په څوکه ايساره شوې وه. د پښتنو د مشر قيس عبد الرشيد په اړه روایت دی چې د دې غر په یوه څوکه يې قبر جوړ دی

شین غر لړی

د کسې غر د سلسلې یوه غونډۍ “شین غر” د تخت سلیمان په جنوب کې د ژوب ښار نه ۵۰ کلومیټر لیرې ده.

دا غر په شمال کې د کورچ پینه نه تر جنوب کې سولېزۍ درې غځیدلې دی. د شنه غره تر ټولو لوړه څوکه ۹۲۷۳ فټه ده. یو وخت دا ټول غر په نایابه ونو پټه وه او رنګا رنګ مارغاو به پکې زالې جوړولې. د زالغوزي ونې پکې ډېرې وي نو کله نا کله په دغو ځنګلونو اور ولګيدو. دلته یو زیارت هم شته چې پکې د هري پال بابکر نیکه خښ دی. د خلکو دا عقیده ده چې بابا پسې به ونې روانې وې او د شنه غره ونې هم هغه له ځانه سره راوړې.

د پاکستان د معدنیاتو ادارې د سروی له مخې په شنه غره کې د سکارو لويې زیرمې شته. د شنه غره لویدیځې لوړې چینې په ژوب سیند کې غورځي او د ختیځ هغه په “خیساره” کې. د دغو دواړو سیندونو یوې خوا شیراني قام او بل خوا هري پال پراته دي. په لهړ دره کې “چاپوبۍ” ویاله بهېږي. د لهړ سیند د کسې غره او شنه غره په واورو ډک شي. په دغو چینو او ویالو د سیمې ډېرې زمکې خړوبېږي چې ” کورۍ وسته – احمدي درګه- نیازي کوټ او کڅۍ دي. دغه اوبه شمال کې د “ایګد(لګډ) او کسي سره ختیځ ته تاو شي او تر ډېره اسمعیل خان ورځي او هلته بیا د ګومل سیند سره یو ځای شي.

په ۱۸۹۷ م په ژمي کې په شیراني سیمه کې یوې سختې زلزلې سره په غورلمه، کڅۍ او برخوردار کې کورونه پریوتل.

شینغر تل شین وي نو ځکه په هر موسم کې خلک ورته د سیل لپاره ورځي. د پښتنو د ځینو قامونو مشران لکه “سنځر نیکه” مندو(مندوخیل) سومر او غونډک نیکه نه علاوه روایت دی چې د دې په یوه دره کې د “زرغونې انا قبر هم شته.

د انګریزانو په وخت د دې غر په لوړو د ټپي او ناروغه پوځیانو لپاره یو روغتون جوړ شو. وروسته دغه روغتون کې به يې د ټي بي (سل) مریضان ساتل او دا ” سینی ټوریم” شو. ورسره د ډاکټرانو بنګلې هم وې. اوس د پاکستان پوځ نیولې دی

په افغانستان كې اورشيندونکي غرونه سمول

په افغانستان كې د زمكپېژندنې په دويم او درېيم پير كې د اورشيندنې فعاليتونه زيات ول، هغه هم د سلېمان او هندوكس د غرو په لړيو كې كېداى شي چې ددغو اورغوځونكو غرو فعاليتونه په اروپا كې د الپ د غرو، د هندوستان په شمال كې د هماليا د غرو، په شمالي امريكا كې د كورديلر د غرو لړيو او په جنوبي امريكا كې د انديز د غرونو سره پرتله شي. د غرونو دا لړۍ د الپي غرونو يانې د الپ د معاصرو غرونو سره څخه گڼل كېږي. له همدې كبله د اورغورځونې ډبرو لكه (لاوا) د افغانستان د غرونو زياتې برخې پټې كړي دي. زمكپېژندونكو پوهانو وكولاى شول چې د زمكپېژندنې د دويم او درېيم پير د اورغورځونې پاتې شونې يو له بله جلا او وڅېړي. دممهال په افغانستان كې د اورشيندنې كوم كارنده منځۍ نشته خو د افغانستان په ځينو برخو كې د اورشيندنې ځينې نښې نښآنې او پاتې شونې ليدل كېئ، همدا ډول د اورشيندنې ځينې نښې نښانې لكه د ننگرهار په سلطان پور، د پاروپامېزاد (هرات) ولايت د اوبي په شمال كې، د هامون هلمند په شمال او سويل يانې د غزني ولايت په نار دښته كې د تودو اوبو چينې د اورغورځونې له اثارو څخه شمېرل كېږي.

د زلزلو شاليد سمول

ددې سره سر هچې په افغانستان كې داسې فعالې اورغورځونې نشته چې د زلزلې باعث شي خو كله كل هد افغانستان مختلفې سيمې د سختو او سپكو جړكونو سره مخامخ كېږي او دا له دې كبله ده چې د افغانستان د غرونو لړۍ د الپ د غرونو په څېر د ترثري (Tertiary) په دوره كې تشكيل شوي او تراوسه پورې هم د غرونو دا لړۍ نوي او د پرمختگ په حال كې دي. له دې كبله د غرونو ددې لړۍ چجارچاپېره زمكې او په ځانگړري ډول د افغانستان شمالي ختيځې برخې په لړزه كې وي. او همددا ډول ځينې زلزلې چې مختلفغې منشاوې لري په يوه سيمنه كې ډېرې محسوسېږي په عمومي توگه زيتې سختې زلزلې د افغاسنتا په شمالي ختيځو برخو كې پېدا كېږي. تخريبي زلزلې چې د تاريخ په مختلفو دورو كې منځته راغلي او په تاريخ كې ثبت شوي په لاندې ډول ښودل كېږي: هغه وحشتناكه او سخته زلزله چې دافغانستان ټولې سيمې يې وجړكولې په ۱۵۰۵ز كال ۹۸۳هجري لمريز كال وشوه، وروسته لدې په ۱۸۳۲ز كال يوه بله وېجاړوونكې زلزله د بدخشان په سيمه كې وشوه او زيات تلفات يې منځته راوړل.

د افغانستان غرونه

افغانستان یو غرنی هیواد دی.  د افغانستان ځینې غرونه په ځنګلونو پوښلي دي.  زموږ د هېواد په ډېرو غرونو کې دايمي واوره وي.  او د واورو او بارانونو د اوبو له امله او د دې غرنۍ لړۍ لویې معدني زیرمې د افغانستان طبیعي شتمني ګڼل کیږي.

د هر ځای په اقلیم کې د غرونو د سلسلې موقعیت او ځای پر ځای کول خورا لوی تاثیر لري.  د بېلګې په توګه په ننګرهار ولایت کې د سپین غر سلسله له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې غځېدلې ده.  په دې سیمه کې د مونسون بادونو د ننوتلو مخه نیسي.  همدارنګه، د ترانسپورت او ارتباطي لارو په برخه کې، غرونه، د میدانونو برعکس، په ټولو خواوو کې د غاړو سړکونو یا د ریل پټلیو څانګو شبکه نشي منل کیدی.

په عین حال کې، د غرنیو ځمکو یوه مهمه ګټه د هغې نظامي ګټه ده چې د اشغالګرو په وړاندې دفاع ده.  په ټولیز ډول، غرونه زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري.  که د نیل سیند د مصر لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده، د افغانستان لوړ او بې شمیره غرونه هم د دې هیواد لپاره د خدای غوره نعمت او ډالۍ ده.

د هیواد ترټولو مهم لوړوالی په لاندې ډول دي:

هندوکش (۶۲۹۸ متر)

کوچنی پامیر، (۶۲۸۱ متره درخان)

بدخشان (۵۳۵۵ متره)

بابا (۵۴۱۳ متره، بامیان)

تورګان (۳۹۸۲ متره)

سپین غر (4755 متر، سیکارم)

شاه مقصود (2773 متره)

قبر (۳۷۸۷ متره)

زره (4101 متره، تمرین)

د غره سر (3872 متره)

سینګ (2110 متره)

یهبند (2560 متره)

د سلیمان غر (3372، د سلیمان تخت)

د ترکستان د تربند غر (۲۸۹۵، جنګک)

همدا راز چاغي، سفيد خرس، نورستان، بندبيان، چلابدلان، سياه کوه، ګلکوه، سليمان، تربند ترکستان، پغمان، قربت، چکي او .. غرونه.

لوی ښارونه سمول

وټه سمول

 

افغانستان يو ډېر غريب هېواد دی، دا په نړۍ کې د غريبو او لږپرمختلونکو هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږي. د افغانستان د وگړو د ۳ برخو څخه ۲ برخې يې تر ۲ امريکايي ډالرو لږو پيسو باندې په يوه ورځ کې خپل ژوند تېروي. د افغانستان وټه او اقتصاد د روسانو د يرغل، د کورنيو جگړو د پيل په اوسمهال کې د سياسي ربړو په پايله کې خورا زيانمن شوی. ددغو ناورينونو سره سره په افغانستان کې له ۱۹۹۸ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې د وچکالۍ او طبيعي بدمرغيو په سبب هم دا افغانستان خلک خوار کړي.

صنعت سمول

د تاريخي سابقې په نظر كې نيولو سره دا څرگنديېږي چي افغاستان د ډرې رغونې زمانې څخه راپدېخوا د غاليو، گېلمونو، مېمڅيو، ټغرونو، پوستينچو، پښگري، زرگري، مسگرۍ، كاشي كارۍ، كلالۍ او د نساجې د صنعت لكه د سپڼسيو، وړنيو او ورېښمينو ټوكرو (كرك، برك، قناوېز، نرمه خامتا) مهم صنعتي منځۍ ؤ، او د افغانستان په بېلو بېلو سميموكې په زياته او لږۀ اندازه جوړېدل او جوړېږي. لدې ډول صنايعو څخه غالۍ د افغانستند بډېرو مهمو لاسي صنايعو څخه شمېرل كېږي، د كورني اړتياوو د ليرې كولو سره سره بهر ته هم لېږدول كېږي او په امريكا، استراليا او اروپايي هېوادو كې ډېر ښه بازار لري او له دې لارې افغانستان په كال كې ډېر ښه عاېدات لاس ته راوړي.

د غاليو صنعت سمول

غالۍ د افغانستان د ډېرو مهمو پيداوارو څخه گڼل كېږي ،چې صنعت د افغانستان په شمالي سيمو لكه دولت اباد، فارياب، بلخ، مېمنه، اندخوى، قزل اياق او قرقين كې متمركز شوي د، په افغانستان كې جوړې شوې غالۍ د څرنگوالي، ډيزاين او دوام په لحاظ د اروپا او امريكا په بازارونو كې يو ځانگړې نوم لري. د غاليو صنعت د ډېرو لرغونو زمانو څخه په دې هېواد كې رواج لري او د ځينو نښو نښآنو څخه څرگندېږي چې د غاليو صنعت د مسېح عليه السلام د زوكړې څخه دمخه پدې هېواد كې دود ؤ، خود ۱۳ز پېړۍ څخه راپدېخوا يې زياته پراختيا كړې ده.

ماشيني صنايع سمول

د عصري ماشينو، كارخانو او صنايعو بنسټ د لومړي ځل لپاره د امير شېرعلي خان او بيا وروسته د امير عبدالرحمن خان په وخت كې يو لږ څه په پرمختللي ډول كېښودل شو. د خپلواكۍ څخه دمخه هم افغانستان نوي ماشيني صنايع دلودل،خو دومره واړه او لږ ؤ، چې په عملي توگه يې د هېواد په اقتصاد باندې كومه اغيزه نه درلوده. امير شېر علي خان د هېواد د عصري كولو لپاره لومړني گامونه پورته كړل، خو وروسته بيا دغه لړۍ ناڅاپه د انگرېزانو د يرغلونو په واسطه ( د افغان او انگليس دويمې جگړې) په واسطه وشلېده. امير عبدالرحمن خان د ۱۹ پېړۍ په وروستيو كلو كې د ماشين خانې په نوم د يوې عصري كارخانې بنسټ د افغانستان په كابل كې كېښود، ددې كارخانې اصلي كار د ساړو او گرمو وسلو د مختلفو ډولونو لكه، توپ او ټوپك او د جنگي وسلو جوړول او تيارول ؤ، ددې سره سره يې په څنگ كې يوه ضرابخانه او د سپكو صنايعو ځينې څانگې هم موجودې وى. خو بايد وويل شي چې حكومت دغه دواړه فابريكې د حكومتي اړتياؤ د ليرې كولو لپاره جوړې كړې وى.

د برېښنا لاسته راوړنه سمول

د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي څخه راپدېخوا برېښنا د انرژۍ د ډېرو مهم شكل په توگه د بشر په صنعتي او د ژوند په ټولو فعالتونو كې ورننوتې او استحصال او استهالاك يې په ډېرو چټكتيا زيات شو. خو په افغانستان كې د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د برېښنا څخه د څراغونو د روښانولو لپاره گټه پورته شوه، ا و د لومړي ځل لپاره يوه كوشنۍ ډاېنمو چې د ۴۰ څراغونو برېښنان څخه يې زيات ظرفيت نه درلود په كابل كي په كار پېل وكړ. لدې څخه وروسته په كابل، جلالكوټ، او پغمان كې د حرارتي برېښنا څو كوشنيو ماشينونو په توليد پيل وكړ، چې هېڅ يوه د شلو كيلو واټو څخه زيات ظرفيت نه دلرلود.

توکمونه سمول

په توکمیزه توگه افغانان په پښتنو، تاجکو، ھزارہ، ایماق، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، گوجر، پامیري، نورستاني، پشه يي، براھوی او داسې نور شامل دي.

د افغانستان توکمي ډلې
توکمونه انځور د نړۍ حقایق / کانگریس کتابتون، ملکي مطالعه، اټکل (2004–تر دې دمه)[۸][۹] د نړۍ حقایق / کانگریس کتابتون، ملکي مطالعه، اټکل (مخکې-2004)[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
پښتون   42% 42%
تاجک
  37% 37%
هزارہ   18% 18%
اوزبک   8% 6–8%
ایماق 4% 500000 تر 800000
ترکمن 3% 2.5%
بلوڅ   2% 100,000
نور (پشه یي, نورستاني, عرب, براہوی, پامیری, گرجر, او نور)   1% 6.9%

ژبې سمول

د افغانستان ژبې
دفتري ژبه فارسی دري پښتو
ډېره ويلي کېدونکې ژبهفارسى دري55% پښتو 45%
لږه ويلي کېدونکې ژبهاوزبکي،

بلوڅي، پشه يي، هزاره ګي،

تورکمني، پامیري
ملي ژبهفارسی دريپښتو

افغانستان تر ۴۲ ډېرې ژوندۍ ژبې لري، چې ويونکې يې په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي. خو د اکثريت له اړخه يې د رسمي ژبو پرته نورې ټولې ژبې لږکۍ او سيمه ييزې ژبې دي. پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي. د هېواد اکثريت وګړي په دري ژبې خبرې کوي او نور اقوام هم په دې ژبې ښه پوهېږي. خو پښتو ژبه هم د دري ترڅنګ اهمیت لري، چې د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه وګړي پرې خبرې کوي.

په افغانستان کې د پښتو او دري ترمنځ سيالي يو ترټولو مهمو موضوګانو څخه ده، په تېرو څو لسيزو کې د پښتو ژبې ويونکیو تل د هېواد سترې رسمي او ملي ژبې د تخريب هڅه کړې ده. چې تر ډېره د بهرنيانو لاسوهنې هم د پام وړ دي.

پښتو د افغانستان په شرق، او جنوب کې د یو قوم یعنی پشتون ژبه ده، چې پکې د هېواد ښارونه؛ کندهار، ننګرهار، لوګر، لغمان، کونړ، پکتيا، پکتيکا، هلمند، غزني، ارزګان، زابل، زابل نور ولايتونه شامل دي.

فارسي‌دري ژبه بیا په کابل ، پروان ، کاپیسا، بغلان ، تخار، کندز بدخشان، سرپل، بلخ، فاریاب، جوزجان، بادغیس، غور، هرات، فراه، نیمروز، بامیان، دایکندی، لوگر او پنجشير ولايتونو کې اکثريت وګړي جوړوي.

هڅوب سمول

دین سمول

دین په افغانستان کې
دين سلنه
اسلام
  
99%
نور ادیان
  
1%
په افغانستان کې بېلابېل ادیان

له دیني اړخه افغانستان ۹۹% سلنه وگړي مسلمانان دي، چې له دې ډلې څخه له ۷۵% تر ۸۹% پورې سني او ۱۲% تر ۲۵% شيعه جوړوي. د ۱۹۸۰ز كال تر اخره نږدې ۳۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ پورې هندوانو او سكانو هم د افغانستان په لويو او كوشنيو ښارونو لكه، كابل، جلالكوټ، كندوز، كندهار، خوست او داسې نورو كې استوگنه لرله. له دې پرته د هرات، بلخ او كابل ولايتونو كې په سلهاؤ يهود هم اوسېدل چې له كورنۍ جگړې څخه بهرنيو هېوادو ته گډه شول، لدې ډلې څخه يواځې يو يهودي چې (زېبلون سيمينتو) نومېږي د خپل عبادتځاى ساتنې لپاره په كابل كې پاتې دى.

په افغانستان کې دين او مذهب د سلنې له پلوه سمول

د افغانستان وگړي په سلو (۱۰۰) کې نهه نوي (۹۹) مسلمانان دي. د سلنې (۱۰۰٪) له مخې په سلو کې څلور اتيا (۸۴) سُني ، پينځلس (۲۰) شعيه او ، يو (۱) سلنه هندوان او سکان او برهمن ياد شوي.

زده کړې سمول

د ۲۰۰۳ زېږيز کال په پسرلي کې دا څرگنده شوه چې د افغانستان د ۷۰۰۰ ښوونځيو څخه نژدې ۳۰٪ ښوونځي په بشپړ توگه د کورنيو جگړو په پايله کې ړنگ شوي. ۱،۵٪ ښوونځي په پاکو اوبو سمبال دي او له ۴۰٪ نه لږ شمېر داسې ښوونځي دي چې څه نا څه د ناروغيو د نه خپرېدو لپاره وړ ځايونه گڼل کېږي. د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هلکانو زده کړو د هغوی په سياسي کړنلاره کې لومړيتوب نه درلودی او د انجونو پر زده کړو خو بنديز لگېدلی وه.

هوايي كرښې او ډگرونه سمول

د افغانستان نامتو برېښناكوټونه سمول

لويې لارې او واټونه سمول

  • كابل او شېرخان
  • كابل او كندهار
  • كابل او تورخم
  • كندهار او هرات
  • كندهار او سپين بولدك
  • هرات او تورغونډۍ

د افغانستان سیندونه او د اوبو زېرمې سمول

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې خورا ډېرې د اوبو زېرمې او سیندونه لري. د افغانستان تر ټولو مهم سیندونه د کابل سیند، د هلمند سیند، د لوگر سیند، د کونړ سیند، هریرود سیند، د کوکچی سیند، د مرغاب سیند او د آمو سیند دی.

د افغانستان د اوبو زیرمی سیند او ولاړی اوبه یا جهیل دی. د افغانستان جهیلونه اکثرا په مرکزی او یا غرنیو سیمو او په غربی دښتو کی موقیعیت لری. دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي دهندوکش لړي او دهغه لوړې څوکې تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واورې چې دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندې کلونه کلونه يو پر بل پرتې وي .

په پسرلي او دوبي کې ويلي کېږي او په بېلا بېلو حوزو بهېدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کې دومره زيانې او طوفاني کېږي چې د کافي نباتاتو د نه موجوديت له وجې دځمکې د ويجاړۍ او ښويېدنې سبب گرځي چې کرنيزي ځمکې هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول د افغانستان سيندونو داوبو بهېدنه تونده ده چې د اصلي سيندونو مرستيالان د لوړو څوکو څخه سر چينه اخلي او په کږو وږو لارو مخ په ځوړو رابهېږي او له بله پلوه د سيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنگي بڼه لري چې له همدې امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توگه : د امو سيند پامير او خم ياب سيمي ترمېنځ د لوړتيا د توپير له مخې چې( ٢٧٠٠ ) متر څخه زيات دى چې په کال کې د (٢٥٠) میليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان د روانو اوبو له جملې څخه %١١ د پاکستان خاورې ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاورې ته %٧٩ د هېواد پولو په دننه کې ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي .

د افغانستان سیندونه د اوبو لرونکو حوزو له مخې په څلورو حوزو وېشل کېږي .

لمړۍ حوزه سمول

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه سمول

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينگار ،پنجشير او لوگر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

درېيمه حوزه سمول

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه سمول

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،گودزيره ،دچيگائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

د افغانستان منظرې سمول

دا هم وگورئ سمول

يادښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GeoNames ID: https://www.geonames.org/1149361
  2.     "د افغانستان اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/af.html
  4. The World Factbook — دوتنه: Central Intelligence Agency — خپرونکی: Central Intelligence Agency او United States Government Publishing Office
  5. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  6. https://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  7. http://photos.state.gov/libraries/afghanistan/19452/public/MRA_Oct2013.pdf
  8. "Ethnic groups". The World Factbook. CIA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Afghanistan". The World Factbook/Central Intelligence Agency. University of Missouri. 15 October 1991. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Ethnic divisions". The World Factbook/CIA. University of Missouri. 22 January 1993. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Ethnic Groups". Library of Congress Country Studies. 1997. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Ethnic groups:". The World Factbook/CIA. University of Missouri. 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې سمول

پېژنڅېرې او ټولگړي مالومات سمول

خبري وېبپاڼې سمول

ټولنې سمول

دا هم وگورئ سمول

نوم پېژندنه سمول

  بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: د افغانستان تاریخي نومونه
د افغانستان کلمه له دوو برخو "افغان" او " ستان " څخه جوړه شوې ده. افغان یو نوم دی چې معمولا د پښتنو لپاره کارول کیږي. دا کلمه په دریمه پیړۍ کې د ایران د ساساني امپراتورۍ لخوا د ابګان په بڼه او په شپږمه زیږدیزه پیړۍ کې د هندي ستورپوه وراهمیرا لخوا کارول شوې ده. د لسمې پیړۍ زېږديزې پېړۍ را وروسته په لیکنو کې د افغان کلمه په جغرافیایي اثارو کې په مکرر او پرلپسې ډول ذکر شوې ده.

هغه ټاټوبی چې افغانستان ورته ويل کيږي مخکې خراسان بلل کېده او تر هغې وړاندې آریانا بلل کېده.

د دغه هېواد د نوم په توګه د افغانستان کلمه ډېره پخوانۍ نه ده او په ۱۳۰۲ هـ .ش (۱۹۲۳) او د شاه امان الله په اساسي قانون کې تصویب شو. د افغان کلمه په 1964 ( ۱۳۴۳ ) کې د محمد ظاهر شاه په اساسي قانون کې په يو نوي تعريف سره تصويب شوه او د دغه هېواد د هر وګړي لپاره په کار يوړل شوه.