غور د افغانستان د ۳۴ و ولاياتو څخه يو ولایت دی . غور د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه دى، چې د بيارغونې له پلوه وروسته پاتې ولايت ګڼل کېږي. د کابل په ٤٨٠ کيلومترۍ او د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل، اروزګان، هلمند، فراه او باميانو په ګاونډ کې واقع دى، خو له غوري دورې پاتې منار جام يې لرغونتوب زيات کړى دى.

غور ولايت
اړوند
په نوم د
ژبې
پښتو او دري ايماغي
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۷۶۴٬۴۷۲[۱] — ۶۸۰٬۲۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۳٬۶۵۷ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۱۱″شمال ۶۵°۱۵′۱۸″ختیځ / 34.5197°شمال 65.255°ختيځ / 34.5197; 65.255 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

غور ولايت يو غرنى ولايت دى، چې د جغرافيوي موقعيت له اړخه د شمالي عرض البلد په ٣١ درجو او ٣٤ دقيقو کې او د ختيځ طول البلد په ٢٥ درجو او ٦٥ دقيقو کې موقعيت او د سمندر له کچې ٢٢٥٠ متره لوړوالى لري.

نوم

په پخوانۍ سنسکرېټ ژبې کې ٫٫گېري٬٬ ، په پخوانۍ پښتو کې ٫٫ غور٬٬ چې د سوېلي پښتنو د گړدود سره سمون لري يو غږيزه لیکنه ده او اوسینۍ پښتو کې ورته غر وايي . په همدې مانا يادېږي . د غور ولایت د افغانستان د لرغونو ولاياتو په کتار کې شمېرل کېږي . په دغه ولایت کې يو شمېر ډېر پياوړي افغان باچاهان تېر شوي دي . په پخوانيو تاريخي او جغرافيايې اثارو کي د غور او غوريانو په اړه زيات داسې زرين سرليکونه او وياړني کښل شوي او ثبت دي چي نه يوازې د افغانستان د لرغوني او پخواني تاريخ ارزښتمن سرليکونه دي ، بلکې د سيمې لپاره هم ستر ارزښت لري . د غور او غوريانو د تاريخ له پيژندنې پرته د افغانستان او سيمي بشپړ تاريخ نشي پيژندل کيدای . لرغوني غوريان د کلتور او تهذيب ، سياست او واکمنۍ ، پوهي او هوښيارۍ په ډگرونو کي داسې لاس ته راوړني لري چې د بيلابيلو تاريخي پيرونو برم او دبدبه پکښي نغښتې ده . غور په اوسنۍ بڼه د افغانستان د څلور ديرش ولايتونو څخه يو دى ، چي د هېواد د اتو نورو ولايتونو سره د بريد کرښي لري . شمال لور ته يې د فارياب ، بادغيس لويديځ ته يې د هرات او فراه سهيل ته يې د هلمند او دايکنډي او ختيځ ته يې د باميان او سرپل ولايتونه پراته دي . د غور ولايت ارتوالۍ اته ويشت زره شپږ سوه نه شپيته ( ٢٨٧٧ ) کيلو متر ه مربع ته رسيږي ، او اداري پلازمېنه يې چغچران دۍ . د غور په گاونډيو ولايتو نو کي د لرغونپوهانو له خوا د څيړنو په ترځ کي د پخوانيو زمانو زيات شمير اثار او لاسوندونه تر لاسه شوي دي ، چي د يو شمير هغو لرغونتيا په زرگونو کاله پخوانيو زمانو ته رسيږي ، د بيلگي په توگه په فارياب کي د دشلې لرغونې سيمه ده ، چي لرغونتيا يې لږ تر لږه د څلورو زرو کالو څخه تر دريو زرو کالو پخوانيو زمانو ته رسيږي ؛ د باميانو لرغوني سيمه چي د بودايې پير زښت زيات لرغوني اثارلري ، او په روزگان ولايت کي د کوشاني او يفتلې پيرونو اړوند زيات شمير اثار يادولای شو . خو له بده مرغه په غورولايت کې د لرغونو زمانو په تړاو ځانگړي څيړنې او سپړنې نه دي تر سره شوې ، چې له امله يې تر اوسه د لرغوني غور په لمن کي د پخوانيو مېشتو وگړو په اړه بشپړې څرگندونې نشي کيدلای . خو د هغو څيړنو څخه چي د ويدي او اوستاېې مدنيتونو په اړه تر سره شوې ، د غور سيمې ، غرونه ، او د اوسيدونکو په تړاو يو شمير څرگندوني شته چي د افغانستان په اساطيري تاريخ کېې ځانگړۍ دريځ لري . هيرودوت پر خپل مهال د نورو تاريخي پيښو تر څنگ دا يادونه هم کړې ، چي د هخامنشيانو په وړاندي د هغوۍ ځتيځ گاونډيانو هم پر له پسې پاڅونو نه کړي دي ، خو چي د خشيار شاه ( ٤٠٤ _ ٣٥٩ تر ميلاد وړاندي کالونه ) په دربار کې د يوناني طبيب کتي سيس ( Ktesies ) يادښتونه لولو . په هغو کې د هخامنشيانو پر ضد په وار وار د سوريانو پاڅونونه ياديږي .

تاريخ

د څېړونکي( بوخاردبرينتس : ٥٣ پاڼه )له خواچې وايي په سيستان کې د ساکانو د دولت تر جوړيدو وروسته ټولي هغه سيمي چي د يوناني او پارتي دولتونو په ولکه کي نه وې راغلي او د هغوۍ ترمنځ پرتې وې ، ورو ورو خپل کړې چي يونانيانو اندو ساتيا ( Indo_Seythia) ياد ساکانو د سيند هيواد نوم ور کړ او چيني سرچينو هغه د کيپين ( Kipin ) په نوم ياد کړېدۍ . موگا لومړنۍ واکمن وو چي د ساکانو واکمني يې په ٧٢ تر ميلاد وړاندي کال کي پيل کړه او تر هغه وروسته ازيس په ٥٨ تر ميلاد وړاندي کال او ورپسې ازيليس په ٤٠ _ ٤٥ تر ميلاد وړاندي پر ټوله اندو سايتيا واکمن پاته شويدۍ ( پښتو او پښتانه : ٤٢ پاڼه ) او لرغونۍ غور هم د همدې واکمنۍ په لمن کي ارزښتمن دريځ درلود . د کوشاني سترواکۍ پر مهال د غور او هري سيمي د سيستان له واکه ووتلې . کوشانيان ، چي د ساکانو له سټې څخه وه ، نوموړي سيمې تر خپل واکمنۍ لاندې کړې ، او په ايران کي د ساسانې واکمنۍ سره گاونډ شوه . د زابلستان د غوړيدو پر مهال د يفتليانو لپاره غور او اړوندي سيمي د اعرابو په وړاندي يوه ستره او ډاډمنه اډه ( پايگاه ) وه . د پيتروشفسکي او زيات شمير نورو مورخينو په باور د ساسانيانو واکمني په ٦٥١ ميلادي کال د اعرابو په وسيله پای ته ورسيده خو د ساساني امپراتورۍ ختيځ لور ته يو شمير خپلواکو سيمو د اعرابو په وړاندي پاڅونونه کول چي د هغو څخه کابل ، غور او ديلم د اعرابو تابع نه شوه . طبري په خپل تاريخ کي ثبت کړيدي چي : علي ابن محمد وايې چي اسد د غور غزا ( غزی ) ته ولاړۍ خو د هغه سيمو اوسيدونکو خپل هر څه پټ کړي او يایي لوړو ځايونو ته وړي وه چي هلته رسيدل د چا په توان کي نه وه . د تاريخي متونو پر بنسټ د سوريانو واکمني د اوسني غور د اوسيدونکو له خوا تر ټولو پخوانۍ څرگنده واکمني منل شوېده ، چي نوم يې په بيلا بيلو تاريخي پاڼو کي ثبت دۍ .

د منهاج سراج جوزجاني له اړخه چې وايي: منهاج سراج جوزجاني د هغو زياتو نورو مورخينو له شميره دۍ چي د سورې کورنۍ په اړه يې د بيلا بيلو نامتو کسانو نومونه را ياد کړيدي ، د هغه په وينا سور او سام د ضحاک دوه ورونه دي او د سوري کورنۍ څخه زيات شمير کسانو د غور پر سيمه واکمني درلوده ، چي د ماهوی سوري ( ٣٨ هجري ) او ملک شنسب ابن خرنک څخه پيليږي او د امير پولاد تر زمانې ( ١٦٠هجري ) واکمن پاته شوي دي . ( افغانستان بعد از اسلام : ١٢٧_ ١٣٢ پاڼه ) په زيات شمير تاريخي متونو کي د سوري کورنۍ نامتو کسان لکه ماهوی سوري ( ٣١ _ ٣٦ هجري ) شنسب ابن خرنک ( ٣٦ هجري ) امير پولاد ( ١٣٠ هجري ) امير کروړ ( جهان پهلوان ) ( ١٣٩ _١٥٤ هجري ) امير ناصر ابن امير کروړ ( ١٦٠ هجري ) امير منجی بن نهاران ( ١٧٠ هجري ) امير سوری ( ٢٥٣ هجري ) او د اسي نور ياد شويدي .( تاريخ مختصر افغانستان ؛ ١٦٥ پاڼه )

د غوري پاچاهانو په نوم د همدې سوريانو له پښته بله هغه کورنۍ ده چي د تاريخي افغانستان زياتي سيمي يې تر خپل واک لاندي راوستي دي ، او د افغانستان په تاريخ کي د برم او وياړ با ب گڼل کيږي . د غوري پاچاهانو په دې لړۍ کي تر ټولو زيات نامتو پاچاهان لکه قطب الدين محمد غر شاه ( ملک الجبال ) ( وفات ٥٤١ هجري= ١١٤٦ ميلادي ) بهاالدين سام ( د واکمنۍ نېټه ٥٤١ هجري = ١١٤٦ ميلادي ) سلطان غياث الدين غوري ( ٥٥٨ _ ٥٩٩ ) سلطان بهاوالدين غوري ( ٦٠٧ هجري ) سلطان علاوالدين غوري ( جهان سوز) ( ٦٠٧ _ ٦١١ هجري ) او نور يادولای شو . د غوري کورنۍ د واکمنۍ پر مهال او په ځانگړي توگه د سلطان غياث الدين غوري در بار د پوهانو ، هنر مندانو او اد ب پوهانو پلازمينه بلل شوېده . په دې ليکنه کي د همدې کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د هغو يوشمير ودانيو يادونه کوو چي د هيواد په تاريخي او هنري سرليکونو کي يې ارزښت ځانگړۍ دۍ .


ولسوالۍ

  1. فیروزکوه (غور)
  2. پسابند ولسوالۍ
  3. دمرغاب ولسوالۍ
  4. تولک ولسوالۍ
  5. تیوره ولسوالۍ
  6. ساغر ولسوالۍ
  7. دولت یار ولسوالۍ
  8. چارسده ولسوالۍ (غور)
  9. شهرک ولسوالۍ
  10. لال او سرجنگل ولسوالۍ

جغرافيه

د غور ولايت پراخوالى ٣٨٦٠٠ زره کيلومتره مربع ته رسېږي، چې د وګړو اټکلي شمېر يې څه کم اته سوه زره تنه دى او له ١٩٠٠ کليو څخه زيات پکې پراته دي.

د دې ولايت ډېرى سيمې د زياتو غرنيو سيمو په درلودلو سره يو ډول موسم نه لري، ځينې يې ډېرې يخې او ځينې نورې يې بيا نسبتاً معتدلې او ګرمې دي.

خپله د ولايت مرکز چغچران بيا د اوبو او هوا له اړخه دوه اقليمه دى، چې په سوېل، ختيځ او لوېديځ کې يې هوا سړه او واورينه، خو په ژمي کې يې نښلوونکې لارې د پنځو مياشتو لپاره د ترافيکو پر مخ تړل کېږي.

په عمومي ډول د دې ولايت لوړې سيمې واورينې او يخې؛ خو ښکتنۍ او هوارې سيمې يې نسبتاً ګرمې دي.

ژبې او وګړې

د غور ولايت زياتره اوسېدونکي ایماغان او بيا ورپسې پښتانه، هزاره ګان او تاجکان دي. ایماغان د دري ژبې په يوې ځانګړي لهجې خبرې کوي او ځان يو بېل قوم معرفي کوي خو په دې تړاو ډېر پېچلي سياسي موضوعات شتون لري. ادعاوې کېږي چې تاجک قوم د ايماغ قوم په ځان پورې تړي ترڅو شمېر يې زيات شي.

د غور ولايت اصلي پخواني وګړي د پښتون قوم ته ورګرځي چې پر دې ولايت يې پراخ سياسي واک هم درلود. خو اوسمهال د ځينو کډواليو او په دې ولايت کې د ژوندانه کمو اسانتیاوو له کبله له دې ولايته نورو سيمو ته تللي خو بياهم دا مهال په دې ولايت کې د پښتون شمېر د پام وړ دی او نږدې نيمايي ته رسېږي.

تاريخي ابدات

کله چې د افغانستان د تاريخي اثارو په اړه خبره کېږي، نو د منار جام تر هر څه وړاندې د سړي ذهن ته ورځي. دا جام د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ د شمال- ختيځ په ٦٠ کيلومترۍ کې د جام په کلي کې موقعيت لري، چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي سازمان يونسکو لخوا د نړۍ په تاريخي اثارو کې شمېرل شوى دى.

منار جام د غوريانو په دوره کې د سلطان غياث الدين غوري د سلطنت پر مهال رغول شوى، چې د لرغونې معمارۍ او لوړوالي له اړخه د هندوستان په ډهلي کې له قطب منار څخه وروسته د نړۍ دويم کم پيدا شهکار او منار ګڼل کېږي.

د دې ولايت د دولتيار ولسوالۍ له کشک کهنه سيمې څخه هم د بودايي دورې ( له ٢- ٥ ميلادي پېړۍ) اثار تر لاسه شوي، چې لرغونوالى يې له اسلام څخه زر کاله وړاندې ښودل شوى دى.

د غوري دورې تاريخي ابده (قلعه ملک عنتر) هم په تولک ولسوالۍ کې ده، چې يو وخت د غوريانو ستر مرکز و، چې چنګيز يې هم په نيولو نه و توانېدلى.

د دې ولسوالۍ له ګاوګش تاريخي سيمې څخه هم په بېلابېلو ځانګړو ليکنو او تصويرونو ښکلې شوې د سرو زرو سکې تر لاسه شوې دي، چې د غوريانو د تاريخي دورې نښې دي.

چغچران ته څېرمه د قلعه ضحاک په نامه هم يوه تاريخي سيمه شته، چې له تر لاسه شوو تاريخي اثارو څخه يې لرغونتوب اوو زرو کلونو ته رسېږي .

د غور ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست د څېړنو له مخې، په دغه ولايت کې د سلو په شاوخوا کې تاريخي سيمې ثبت شوې، خو لا هم زيات کار ته اړتيا ده، څو ټولې تاريخي سيمې ثبت شي.

موزيم

په غور کې هم د ځينو نورو ولايتونو غوندې موزيم نشته او تر لاسه شوي تاريخي اثار يې کابل ته لېږدول کېږي. اوسمهال څو تاريخي اثار د دې ولايت په اطلاعات او فرهنګ ریاست کې ساتل کېږي او ټاکل شوې چې د رياست په اډانه کې يو موزيم هم جوړ شي.

په تېره يوه لسيزه کې د مجسمو او سفالي لوښو په ګډون، په سلګونو نور قلمي اثار په تاريخي ساحو کې د کيندنو له امله په لاس راغلي او وروسته بيا پاکستان او ايران ته قاچاق شوي دي.

د افغانستان د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې، معدنونه او نور تر ځمکه لاندې تاريخي اثار د دولت شتمني ده، له دولتي شتمنيو څخه د ساتنې او د دې ترڅنګ له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه سمه ساتنه د قانون له لارې تنظيمېږي.

د اوبو بندونه

په غور کې د اوبو بندونه نشته، خو د هريرود، فراه رود او مرغاب سيندونه په کې بهېږي. ټاکل شوې چې د چغچران په ګرماب سيمه کې د هريرود سيند له پاسه د اوبو يو ستر بند جوړ شي، چې نه يوازې د برېښنا د نشتوالي ستونزه به حل کړي، بلکې زرګونه هکټاره ځمکه به هم خړوبه کړي.

رسنۍ

غور يو له هغو ولايتونو دى، چې په تېره يوه لسيزه کې يې په فرهنګي برخه کې ښه پرمختګ کړى. همدا اوس په دې فرهنګپال ولايت کې د ٢١ په نامه مياشتنۍ، فيروز کوه، شنسب، سام، صداى غور مجله، پيام شهروند، فکر نو، انديشۀ جوان، اراده مردم او نورې خپرونې فعالې دي.

د دې تر څنګ، يو دولتي راډيو- ټلوېزيون، يوه خصوصي راډيو او پنځلس بېلابېلې چاپي خپرونې فعالې دي، خو د ټلوېزيوني خپرونو په برخه کې يوازې د ملي ټلوېزيون خپرونې فعالې دي، چې په ١٣٨٥ لمريز کال فعالې شوې او د شپې له اړخه د مرکزي ملي ټلوېزيون خپلې ريلي کوي.

سره له دې چې د صداى عدالت په نامه يوه خصوصي راډيو هم په کې فعاله ده، خو د رسنيو په برخه کې يوه ورځپاڼه هم نه لري، همداسې ښځو ته ځانګړې شوې کومه چاپي او غږيزه خپرونه هم نشته.

پوهنه

په غور کې له ٨٠٠ ډېر ښوونځي شته چې له دې ډلې ١٨٠ يې د ښځو، ١٥ يې ګډ او پاتې نور يې د هلکانو ښوونځي دي. د دې ښوونځيو د زده کوونکو شمېر ٢٠٠ زرو ته رسېږي، چې ٧٠ زره يې نجونې او د تدريس چارې يې د ٤٤٠٠ ښوونکو لخوا مخ ته وړل کېږي.

د دې تر څنګ، دوه تخنيکي انسټېټيوټونه، شپږ دارالمعلمينونه، دوې د کرنې لیسې، ١٧ مدرسې او دارالمعلمینونه، ١٠٥ کورني ښوونځي، ٩٠ د نړيوال مشارکت ښوونځي او يو دارالحفاظ هم فعال دی.

يوه د لوړو زده کړو موسسه په ١٣٩١ لمريز کال پکې جوړه شوه، چې د ٤٥ نجونو په ګډون ٢٦٠ محصلين لري او په رياضي، فزيک، کمپيوټر، انګليسي، کيميا، بيولوژي او کرنې برخو کې زده کړې ورکوي.

صنعت

په غور ولايت کې ډېرى لاسي صنايع په ښځو پورې اړوند دي، دوى غالۍ، ټغر، لمڅي او نور پشمونه چې د وزو او پسونو له وړيو جوړېږي، جوړوي.

د غور ښځې د دې تر څنګ د ځايي جامو لکه پيرهن، چپنو، چادرۍ، ښځينه او نارينه خوليو او نورو پر ګنډلو بوختې دي.

د تولک ولسوالۍ قالينچې يا وړوکې غالۍ ښه نوم لري، په دغو قالينچو کې د غور د پخوانيو پاچاهانو او منار جام تصويرونه نقش شوي وي.

د غور نارينه د بېل او کلنګ په څېر د کار وسايل جوړوي، چې په کرکيله کې ترې کار اخلي.

د دغه ولايت خرقې هم تاریخي اهمیت لري، چې د غور په مرکزي سيمه الله يار کې ډېرې جوړېږي، لوړ کيفيت لري او تر ډېره يوازې شتمن کسان يې کاروي، ځکه چې بيه يې تر زرو افغانيو پورې رسېږي.

کرنه

غور يو کرنيز ولايت دى، چې د خلکو ډېرې اقتصادي اړتياوې يې له کرکيلې پوره کېږي. د دې ولايت ډېر عمده کرنيز محصولات له غنمو، جوارو، کچالو، پيازو او د غوزاڼو په څېر وچو مېوو او د باقلي، لوبيا او ميو په څېر ځينو حبوباتو څخه عبارت دي.

مالداري هم په دې ولايت کې دود ده، چې اوسېدونکي يې پرې خپلې اقتصادي ستونزې حل کوي، کورت، وړۍ او پوستکي يې له مهمو حيواني محصولاتو دي.

د غور ډېرې سيمې غرنۍ دي، نو له همدې امله يې هوا هم په شمال کې يو ډول، خو په سوېل کې بيا بل ډول ده، د مرغاب ډېرې سيمې يې د مرغاب سيند له برکته شنې او سمسورې دي، ښکلې هوا لري او حتى د مرغاب ډېرى ښوونځي هم د دې ولايت د نورو سيمو خلاف په ژمي کې فعال وي.

سپورټ

ورزش په وروستۍ لسيزه کې په غور ولايت کې ښه وده کړې او اوسمهال په کې د نارينه وو لپاره د فوټبال، واليبال، تکواندو، باسکټبال، وشوو، کانګفو، تکواندو، کاراته، کيک بُکس، کورش(چپنکي غېږباسنه)، د بدن ښکلا، سپک اتلتيک (له مرمۍ سره منډه)، هندبال، شطرنج، سنوکر، کبډي او وزلوبې ٢٠ ورزشي فدارسيونونه فعال دي، چې تر ډېره په کې ځوانان لوبېږي.

په چغچران کې څو سالونونه او يو لوبغالى هم شته، چې په وروستيو څو کلونو کې جوړ شوي او ټاکل شوې په دې ولايت کې يو زرغون ميدان هم په روان لمريز کال کې جوړ شي. د دې تر څنګ د ښځو لپاره په يوه جمنازيوم هم کار روان دى.

د دې ولايت ښځې د فوټبال، واليبال، تکواندو او باسکټبال په برخو کې فعاليت لري، چې شمېر يې تر ٢٠٠ کسانو پورې رسېږي.

خو د وزلوبې دوديزه لوبه په کې له ډېر پخوا نه دود ده، چې د خوښۍ په محفلونو او ملي ورځو کې تر سره کېږي.

سرچينې

https://www.spogmairadio.com/17564/

  • تاريخ مختصر افغانستان ۱۶۵ مخ ليکوال : منهاج سراج جوزجاني
  • څېړونکی : بوهار دبرينتس
  1. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.