امير کروړ

امير کروړ سوري ( هـ. س. - ۱۵۴ هـ. س.[۱]) (په انگرېزي: Amir Kror Soree) يو افغان باتور بهلوان او د پښتو ژبې شاعر و. هغه د ابو مسلم خراساني هممهالی و چې د جهان پهلوان په نوم هم مشهور و.

مخينهسمول

امير کروړ سوري د امير پولاد زوی مشهور په «جهان پهلوان» د ملک شنسپ له اولادې د غور د سوري کهاله يو نوميالی امير او د پښتو ژبې ډېر پخوانی شاعر و. [۲]

وايي چې امير کروړ به په دوبي «زمينداور» کې و او هلته به يې ماڼۍ درلوده چې کټ مټ د منديش په شان وه او په دغه ځای کې يې ښکار کاوه او عشرت. په تاريخ سوري کې راوړي چې دا اميران له پېړيو په غور او بالشتان او بست کې و، او د هغه «سور» نومی له اولاده دی چې د سهاک له پښته و. امير پولاد په هغه دعوت کې شريک و، چې ابوالعباس سفاح د بني اميه سره جگړه کړله، او ابومسلم يې هم مرستی و.

په تاريخ سوري کې محمد ابن علي البستي داسې کښلي دي چې: د عباس دعوت په جنگو کې چې امير کروړ، ډېرې سوبې وکړلې نو يې دا بيتونه وويل، چې «وياړنه» يې بولي - هغه دا دي چې شېخ کټه عليه الرحمة له تاريخ سوري رانقل کړي دي:

د امير کروړ جهان پهلوان وياړنه

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته له ما اتل نشته
غشی د من مې ځي برېښنا پر ميرڅمنو باندې په ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې
پر ماتېدلو باندې له ما اتل نشته
زما د بريو پر خول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ د آس له سوو مې مځکه رېږدي غرونه کاندم لټاړ
کړم ايوادونه اوجاړ له ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم غرج و باميان و تحار بولي نوم زما په اودوم
زه پېژندو يم په روم له ما اتل نشته
پر مرو زما غشی لونی ډاری دښن راڅخه د هر يوالرو د پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپي زړن راڅخه له ما اتل نشته
د زرنج سوبه مې د تورې په مخسور وکړه په بادارۍ مې لوړ اوی د کول د سور وکړه
ستر مې تربور وکړه له ما اتل نشته
خپلو وگړو لره لور پېرزوينه کوم دوی په ډاډينه ښه باسم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم له ما اتل نشته
پر لويو غرو مې وينا درومي نه په څنډو په ټال نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو، شپو، مياشتو و کال له ما اتل نشته

سرچينېسمول

  1. شېخ کټه عليه الرحمة له «تاريخ سوري» نقل کا چې: «امير کروړ عادل او ظابط او د ښې وينا خاوند و، ده به هر کله شعرونه ويل، په کال ۱۵۴ هجري د پوشنج په جنگو کې مړ شو، او تر ده وروسته يې زوی امير ناصر ايوادونه (هېوادونه) ضبط کړل، او د غور او سور او بست او زمينداور پر مځکو خاوند شو»
  2. د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک د ده په باب کې داسې ليکي:
    «نقل کا؛ زبدة الواصلين، شېخ کټه متی زی غورياخېل په خپل کتاب «لرغونې پښتانه» کې چې دی له «تاريخ سوري» څخه چې په بالشتان کې يې کتلی او موندلی و، شېخ کټه عليه الرحمة هسې وايي چې په تاريخ سوري کې راوړي: چې امير کرود د امير پولاد سوري زوی و، چې په کال ۱۳۹ هجري کې د غور په مندېش کې امير شو، او «جهان پهلوان» يې باله. وايي چې د غور کوټو نه، او د بالشتان او خيسار او تمران ماڼی او برکوشک يې ټول ونيول، او د رسالت له کهوله يې په خلافت کې ډېرې مرستې وکړې. نقل کا: چې امير کروړ ډېر غښتلی او پهلوان و، په يوه تن له سلو جنگاورو سره جنگېدی ځکه يې نو «کروړ» باله چې معنی يې ده کلک او سخت.

د امير کروړ په هکله دا پورتنۍ ليکه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نوميالي نه اخيستل شوې