هرات ولايت
د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.
ژبې | |
---|---|
پلازمېنه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر |
۱٬۷۶۲٬۱۵۷[۱] |
پکي شاملې اداري سیمې | |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ځای کچه |
---|
کورډينېشن |
---|
هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.
ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.
تاريخي نومونه
- هَرَیوه Haraiva
- په اوستا كې: هَرَیووه Haraiova
- په یونانی ژبه: آرِیا Areia
- به لاتینی ژبه: آریا Aria
- د سکندر مقدونی په پير كې : «سکندر د آریا ښار» Alexandria Aria
- به ساسانی پير كې: هَری
تاریخ
د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دا سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.
قومونه او ژبې
د هرات ولایت قومي ډلې: که څه هم پښتانه د دې ولايت اکثريت جوړوي خو د دې ولايت لومړنۍ اداري او تعليمي ژبه دري ده. وېشنيزه؛
پښتانه: 51%
ایماغان: 29%
تاجیکان: 15%
هزارګان او لږکیان: 5%
رسمي ژبې: دري او پښتو
اداري وېش
د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی.
د نامتو بزرگانو زيارتونه
هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:
زمكنې جوړښت
فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت
د اوبو سرچينې
اړيكتيايي سېسټم
اهمې لاسته راوړنې
مېوې
د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.
- انگور: دې ولايت كې د انگورو څه باندې ۶۰ ډوله انگور پېژندل شوي، چې د نامتو انگورو ډولونه يې پدې ډول دي:
فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _
ځنگلونه
د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.
جگړې وراړولي زيانونه
د هرات ولايت د افغانستان د نورو ولاياتو په څېر د چنگېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول. هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ د افغانستان څه چې د نړۍ په تاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، او د كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي
سرچينې
- پارسي ويكيپېډيا
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنگزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د گرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
- ↑ سرچينې تړی: http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf.