خواجه عبدالله انصاري

خواجه عبدالله انصاري (۱۰۰۶ ز. - ۱۰۸۸ ز) چې اصلي نوم خواجه ابو اسماعيل عبدالله د محمد انصاري هروي زوی چې لقب يې شيخ الاسلام او په پير انصار او پير هرات مشهور دی، د ابو ايوب انصاري له اولادې نه دی. خواجه عبدالله په ۳۹۶ س. کال کې پيدا شوی او په ۴۸۱ س. کال کې په هرات کې مړ شوی. زيارت يې د هرات د ښار په گازرگاه کې دی. خواجه عبدالله د ماشومتوب له وخته زيات ذکاوت درلود. ديني او عربي علوم يې په خپله سيمه هرات کې زده کړل، په دري او عربي ژبو يې زیات شعرونه ووييل. د ځوانۍ په وخت کې يې د حديث علم او فقه زده کړله او پر نورو ديني او عرفاني علومو يې لاس بری ومونده، همدا لامل دی چې د عارف، خطيب، ليکوال او شاعر په نامه مشهور شو. په تصوف او عرفان کې يې شيخ ابوالحسن خرقاني ته د ارادت لاس ورکړ او له هغه نه يې ډېر څه زده کړل. تر دې چې پخپله يې د شيخ ځای ونيوه. له نورو مشايخو، لکه ابو سعيد ابوالخير نه يې ډېره استفاده وکړه. په فقه کې يې د احمد بن حنبل لاره ونيوه. خواجه د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د وعظ، حلقو، غونډو او مجلسونو او د قران کريم په تفسير بوخت و. پير انصار زيات شمېر عرفاني او ادبي آثار ليکلي، اشعار يې ووييل او په دې برخه کې يې غزل او رباعي ته ډېره پاملرنه درلوده. هغه لومړنی شخص ړ چې شعر او نثر يې سره گډ کړل. په مسجع خواږه نثر يې ليکنې وکړې او بيا نورو هم د ده د لارې پيروي وکړه. د فني نثر بنسټ يې کېښوده چې وروسته بيا د شېخ سعدي له خوا ارتقا ورکړل شوه او خپل گلستان يې په همدې بنسټ وليکه. د خواجه عبدالله انصاري ليکنې د صوفيانه او موزون نثر مخکښ بللای شو. په رسالو کې يې مسجع نثر گورو چې موزون کلام ته نژدې دی. د خواجه سبک په حقيقت کې د وعظ کوونکو صوفيانو د مجلس په طريقه دی. ارواښاد ملک الشعراء بهار د ده د نثر په اړه وييلي دي چې:

هغه سجعې چې خواجه عبدالله راوړي دي، د شعر يو ډول دی، ځکه دغه عبارتونه زياتره مزدوجې، مرصعې او مسجعې قرينې دي.

ليکلي آثار

خواجه عبدالله انصاري که له يوې خوا مفسر، محدث، عالم، عارف، صوفي او د طريقت خاوند و، له بلې خوا نوميالی ليکوال او ښه شاعر هم و چې خپل آثار يې په عربي او دري ژبو ليکلي دي چې ځينې يې په دې توگه دي:

  1. د قرآن عظيم الشان تفسير
  2. طبقات الصوفية
  3. منازل الصابرين
  4. صد ميدان
  5. مناجات يا الهي نامه
  6. کتاب القواعد
  7. شرح التعرف لمذهب التصوف
  8. مناقب الامام احمد ابن حنبل
  9. ذم الکلام
  10. مذکرات

سرچينې

  • د افغانستان مشهور شخصيتونه - افغانستان پېژندنه - ليکوال اورنگزېب ارشاد