هرات
هرات د افغانستان دریم لوی ښار دي چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې پروت دي. دغه ښار تقریبًا ۳۹۷،۴۵۶ نفوس لري او د هرات د ولایت مرکز دي. د هرات په ښار کې د هري مشهور سیند بهیږي.
د هرات انځور
| |
هيواد | افغانستان (۱۹ اگسټ ۱۹۱۹–) د تیموریانو امپراتورۍ (۱۳۷۰–۱۵۲۶) [۱] |
---|---|
پلازمینه د | |
![]() |
|
کورډېناټونه: ۳۴°۲۲′۲۶″شمال ۶۲°۱۰′۴۵″ختیځ / 34.37385°شمال 62.179180555556°ختيځ | |
سيمه | هرات ولسوالۍ (20 پيړۍ–) |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 143 کیلومتره مربع |
لوړوالي | 920 متر |
نفوس | |
ټول نفوس | 436300 (۲۰۱۳)[۲] |
ټليفون کوډ | 40 |
جیو کوډ | 1140026[۳] |
![]() |
|
سمول ![]() |
|
اقتصاد
ولسوالۍ
پوهنه
رسنۍ
تاریخ
لرغونې زمانه
د هرات سیمه د ۵۵۰ کال عیسوي سنی مخکې تر ۳۳۰ کال پورې د هخامنسیانو د حکمرانانو په لاس کې وه. د هخامنشیانو حکمران کوروش ۲ هرات ته د هرایوا نوم ورکړ. د هرایوا ولایت د هري ( په لرغونې پارسي کې هریا ) د سیند په اساسی نومول شوی دی چې په لرغونې پارسي کې طلایی اوبو یا زرینو اوبو معني لري. په ۳۳۰ کال عیسوي سنی مخکې کې ستر سکندر د هخامنشیانو وروستی حکمران ته ماته ورکړه او د هرات په سیمې کې یی نوي ښار جوړ کړ چې د آرتاکوآنا (Artacoana- Ἀρτακόανα) په نوم یادېده. د اسکندر تر وفات وروسته د سېلوکوس نیکاتور نوي حکمران شو. په ۳۰۵ کال عیسوي سنی مخکې کې سېلوکوس نیکاتور پر پنجاب برید وکړ مگر پوځ یی ماته وخوړله او هرات د هندوستانی راجا (پاچا) چندر گپت لاس ته ورغۍ. په ۱۶۷ کال عیسوي سنی مخکې هرات اشکانیانو حکمرانانو لاس ته ورغۍ. د ۲۲۶ کال څخه تر ۶۵۲ هرات د ساسانیانو حکمرانان په لاس کې وو. د ساسانیانو حکمرانان هرات ته د هارېو نوم ودکړل. په ۷ پېړۍ کې عربي پوځ افغانستان ته ورسېده او اسلام یی پراخه کړه.
اسلام
د ۶۵۰ کال څخه تر ۱۲۲۱ کال پورې هرات د لوي خراسان د حکمرانانو په لاس کې وو. په ۱۲۲۱ کال کې د چنگز خان پوځ افغانستان ته ورسېده او هرات د چنگېز خان په امر خراب شو. په ۱۳۸۰ کال کې هرات د تیمور لنگ لاس ته ورغۍ او هرات د کرتیان کورنۍ مرکز شو. په ۱۵۰۷ کال کې هرات د ازبکانو لخوا ونیول شو. په دې وخت کې صفوي امپراطور شاه اسماعیل پر ازبکانو برید وکړ او په ۱۵۱۰ کال کې هرات د صفوی پوځ لخوا ونیول شو. د ۱۷۲۵ کال څخه تر ۱۷۳۶ کال پورې هرات د هوتکی کورنۍ په لاس کې وو. په ۱۷۴۷ کال کې احمد شاه بابا هرات لاس ته راوړ.
۲۰ پېړۍ
په ۶۰ کلونو کې په هرات کې د امریکایی انجنیرانو لخوا هوایی ډگر جوړ شو. دغه هوایی ډگر د ۱۹۷۹ کال ځخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د شوروي پوځ په لاس کې وو. تر جگړې وروسته اسماعیل خان د هرات والي شو. په ۱۹۹۵ کال کې طالبان هرات ته ورسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د هرات جگړه پېل شوه او هرات د امریکایی پوځ، د شمال د اتحادیی او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په گډ عملیات سره د طالبانو ځخه آزاد کړل شو.
نور ولولئ
سرچينې
- ↑ "د هرات اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسينېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|تاريخ الوصول=
(مساعدة) - ↑ http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf
- ↑ پیوستون : 1140026 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported