هرات (۱۷۹۳-۱۸۶۳ ز کال)
د شهزاده تر واکمنۍ لاندې هرات (پارسي: شهزاده نشین هرات)، د هرات امارت (پارسي: امارت هرات)، د هرات خانات (پارسي: خانات هرات) او په ساده ژبه هرات له ۱۷۹۳ ز کال نه تر ۱۸۶۳ ز کال پورې په افغانستان کې دننه یو دولت او په ۱۹ مه پېړۍ کې د افغانستان یو له درېیو اصلي خاناتو نه و (نور خانات کابل او کندهار و).[۱][۲][۳][۴]
هرات (۱۷۹۳-۱۸۶۳ ز کال) | |
---|---|
د شخص مالومات | |
عملي ژوند | |
سمول |
په ۱۷۹۳ ز کال کې تیمورشاه دراني مړ شو، محمود میرزا د هرات کنټرول ترلاسه او ځان یې خپلواک کړ. په ۱۸۰۱ ز کال د فیروز الدین میرزا له خوا دغه شهزاده نشین بیا احیا شو. د هغه د واکمنۍ پر مهال هرات د ایران د ګڼ شمېر بریدونو په خوا کې خپل رونق درلود. په ۱۸۱۸ ز کال کې محمود او وروسته کامران میرزا د چارو واګې په لاس کې واخیستې او هڅه یې وکړه چې، د بارکزایانو او قاجاریانو ترمنځ د حائل په توګه د دغې سیمې ټیکاو خوندي وساتي، خو له دې سره دغه سیمه د پر له پسې شخړو او د ایرانیانو د بریدونو له امله ونړېده.[۵]
په ۱۸۳۷ ز کال کې د ایران برید دغه سیمه ونړوله او په پایله کې یې یارمحمد خان الکوزي ته لار برابره کړه، څو په ۱۸۴۲ ز کال کې وروستی واکمن کامران شاه درانی له واکه راوغورځوي او ددغې سیمې پولې تر چهار ولایت، د ایماقو تر قلمرو او لاش جوین پورې پراخې کړي. په ۱۸۵۱ ز کال کې د هغه په مړینې سره د دغه سلطنت شیندل کېدل د بې کفایته واکمنانو، کورنۍ جګړې او په ۱۸۵۶ ز کال کې د ایرانیانو د برید له امله پیل شول.
د دغه سلطنت کمزورتیا، بارکزایانو ته د دې لار برابره کړه، څو هرات کلابند کړي. په پایله کې دوی وکولای شول، دغه ښار د ۱۸۶۳ ز کال د مۍ په ۲۷ مه نېټه ونیسي او د یوه مستقل دولت په توګه د هرات شتون ته د پای ټکی کېږدي.[۶]
تاریخچه
سمولد تیمورشاه مړینه
سمولکله چې د ۱۷۹۳ ز کال د مۍ په ۱۸ مه یا ۲۱ مه نېټه تیمورشاه مړ شو، په افغانستان کې کورنۍ شخړه ونښته. تیمورشاه ۲۵ زامن لرل. له دغو نه پنځو یې په راتلونکو کلونو کې د واک دعوا کوله. خبره دا وه چې شاه زمان به د مۍ په ۲۳ مه د تیمورشاه د تاج او تخت ځای ناستی شي، خو د شاه زمان دوو خپلوانو واک ته د هغه له رسېدو سره مخالفت وکړ. همایون میرزا (د کندهار والي) د واک اړوند د شاه زمان له ادعا سره مخالفت وکړ او د تیمور د مړینې د خبر له ترلاسه کولو وروسته یې بغاوت وکړ. په دې سربېره، محمود میرزا په هرات کې قیام وکړ او د مړ شوي تیمور شاه په نامه یې سیکه ووهله. د جون په ۱۹ مه شاه زمان له کابل نه د کندهار پر لوري حرکت وکړ. هغه ډېر ژر کندهار ونیو او همایون میرزا یې بلوچستان ته تېښتې ته اړ کړ.[۷][۸][۹][۱۰]
د کندهار د لاسته راوړو لومړۍ هڅه (۱۷۹۵ ز کال)
سمولشاه زمان چې محمود یې د ځان پر وړاندې په راتلونکي کې ګواښ باله، هغه هم که چېرې فارسیان بیاځلي پر هرات برید وکړي، نو پرېکړه یې وکړه چې هرات ترې واخلي او د محمود ټول اداري لقبونه سلب کړي. شاه زمان له شاه محمود سره ګرشک ته څېرمه په جګړه کې سره مخامخ شول. شاه زمان محمود ته ماته ورکړه او دا د دې لامل وګرځېد، چې شاه زمان هرات کلابند کړي، خو دغه ښار مقاومت وکړ. په پایله کې د شاه محمود مور د دواړو وروڼو ترمنځ هوکړه ماته کړه. د دغې هوکړې شرط هم د هرات د واکمنۍ په بدل کې د دراني سترواکۍ د پاچا په توګه د شاه زمان په رسمیت پېژندل و. په ورته مهال داسې ښکارېده چې، هېچا د محمود زوی کامران میرزا ته خبر نه و ورکړی. د کامران چې هلمند ته د شاه زمان بېرته تلو ته پام شو، هغه خپل ځواکونه د هغه په تعقیب ولېږل او کله چې هغه ولاړ، د کامران پر ځای د هرات والي قلیج خان چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو بوخت و ،بغاوت یې وکړ او د شاه زمان پر وړاندې یې دروازې پرانیستې. وروسته محمود او کامران تهران ته وتښتېدل.[۱۱]
واک ته رسېدل او لومړۍ ننګونې (۱۸۰۱- ۱۸۰۴ ز کال)
سمولد ۱۸۰۱ ز کال د جولای په ۲۵ مه نېټه واک ته د محمود میرزا په بېرته رسېدو سره، حاجي فیروزالدین میرزا د هرات د والي په توګه وټاکل شو. په ورته مهال په افغانستان کې د کورنۍ شخړو له امله، هغه په اغېزمن ډول خپلواک شو.[۱۲]
قاجارایانو یو څه په وروستیو کې خراسان له نادر میرزا افشار او نور خپلواکو خراساني سردارانو نه نیولی و. د ۱۸۰۳ ز کال د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه مشهد د قاجار ځواکونو ته په لاس ورغی او پنځلس کلن محمد ولي میرزا یې د والي په توګه وټاکل شو. د هغه حکومتولي کمزورې وه، خو هغه د تربت حیدریه پیاوړي قرائی سردار، اسحاق خان ته اړوند و چې له امله یې خپله واکمني ساتلې وه. اسحاق په ډېرې اسانۍ سره وکولای شول، د هغه له کمزورتیا ګټنه وکړي، څو د هغه تر ګاونډیو پورې خپله واکمني وغځوي. په ۱۸۰۴، ۱۸۰۷ او ۱۸۱۱ ز کلونو کې د هراتیانو او ایرانیانو ترمنځ جګړې د غوریانو د ستراتیژیکې پولې پر سر وې، ځکه قرائي سردارانو د مشهد او هرات ترمنځ له سیالۍ نه په خپله ګټه ګټنه کوله.[۱۳]
د غوریانو پر سر شخړه (۱۸۰۴ – ۱۸۱۳ ز کال)
سمولد ۱۸۰۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې، اسحاق خان قرائی غوریان له فیروزالدین میرزا نه ونیو. هغه خپل وراره یوسف علي خان قرائی د والي په توګه وټاکه. هغه کولای شول، خپل نفوذ د جام او باخارز په سیمو او هغو مهمو موقعیتونو کې وساتي، چې کولای شي د هرات په چارو کې ترې لاسوهنه وکړي.[۱۴][۱۵][۱۶]
په ۱۸۰۷ ز کال کې یوسف علي خان، حاجي فیروز الدین میرزا ته پناه وروړه او قرائی سردار یې پرېښود. هغه له یو مهال راهیسې فیروزالدین میرزا هڅاوه، څو خراسان ونیسي. له همدې امله د خراسان والي محمد ولي میرزا د خراسان د بېرته نیولو په موخه د ۱۸۰۷ ز کال په پسرلي کې له خپل پوځ سره حرکت وکړ. ایراني منابع واعظ صوفي اسلام او نور، افغان ملایان ملامتوي چې فیروزالدین یې له ایرانیانو سره جګړې ته وهڅاوه، په داسې حال کې چې د فیروزالدین مشاورین له ایران سره د جګړې پر خلاف و. کله چې فیروزالدین د ایراني ځواکونو له نږدې کېدو خبر شوو، له جګړې نه د هغه ملاتړ کم شو او د هغه جنرال بدال خان افغان غوره وګڼله، چې ایراني حکومت ته تسلیم شي.[۱۴][۱۵][۱۶]
په پایله کې فیروز د صوفي اسلام د جګړې له ډلې (له افغان او ایماق سردارانو نه جوړه وه) سره یوځای شو. فیروز وتوانېد، هغه فتوا ترلاسه کړي چې له ایران سره جګړه جهاد اعلان کړي. صوفي اسلام د ایران د مخکې راتګ پر وړاندې ۵۰۰۰۰ پلي او سواره ځواکونه راوغوښتل. په زرګونو ایماق، ازبیک او ترکمن وګړي د هغه له ځواکونو سره یوځای شول، چې له ایران سره په دغه سپېڅلې جګړه کې جګړه وکړي. د ځواکونو مشري صوفي اسلام ته وسپارل شوه. د راپورونو له مخې، صوفي اسلام د سروزرو په کجاوه کې کښېناست او ۳۶۶ ساتونکي (د کال د ورځو په شمېر) یې په خوا کې روان شول. ایراني پوځ ۱۴۰۰۰ پلي او سواره سرتېري او ۱۲ توپونه لرل.[۱۴][۱۵][۱۶]
د قاجار ځواکونه د محمد خان قرائی تر مشرۍ لاندې په شهیدیه (شکېبان) کلي کې مېشت شول. د ۱۸۰۷ ز کال د مۍ په ۱۹ مه، د مۍ په ۳۰ مه، جون یا د جون په ۲۹ مه هراتي پوځ د رباط چرخه د جګړې ډګر ته ورسېد او په قاجاریانو باندې په برید سره یې د شهیدیه جګړه پیل کړه. هراتي پوځ له منځه ولاړ (له ۳۸۰۰ نه تر ۶۰۰۰ پورې افغان سرتېري ووژل شول) او د صوفي اسلام سر، د توپ په مرمۍ غوڅ شو. وروسته ایرانیانو هرات د ۴۰ ورځو لپاره کلابند کړ، تر هغه چې فیروزالدین تسلیم شو او ایراني حکومت ته یې د درېیو کلونو مالیات ولېږل. [۱۴][۱۵][۱۶]
سرچینې
سمول- ↑ "Iran Chamber Society: History of Iran: The Siege of Herat 1837-1838". www.iranchamber.com. بياځلي په 2021-09-10.
- ↑ Mojtahed-Zadeh, Pirouz (2007). Boundary Politics and International Boundaries of Iran: A Study of the Origin, Evolution, and Implications of the Boundaries of Modern Iran with Its 1 (in انګليسي). Universal-Publishers. ISBN 978-1-58112-933-5.
- ↑ Samāddāra, Raṇabīra (2002). Space, Territory, and the State: New Readings in International Politics (in انګليسي). Orient Blackswan. ISBN 978-81-250-2209-1.
- ↑ "THE AFGHAN - IRANIAN CONFLICT OVER HERAT PROVINCE AND EUROPEAN INTERVENTION 1796 - 1863: A REINTERPRETATION - ProQuest". www.proquest.com (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-15.
- ↑ Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.
- ↑ Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (in انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
- ↑ McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (2012-12-19). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (in انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-23498-7.
- ↑ Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.
- ↑ Passman Tate, George (1911). The Kingdom of Afghanistan: A Historical Sketch. Bennett, Coleman.
{{cite book}}
: Check|first=
value (help) - ↑ Lee, Jonathan L. (1996-01-01). The "Ancient Supremacy": Bukhara, Afghanistan and the Battle for Balkh, 1731-1901 (in انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-10399-3.
- ↑ Lee, Jonathan L. (2019-01-15). Afghanistan: A History from 1260 to the Present (in انګليسي). Reaktion Books. ISBN 978-1-78914-010-1.
- ↑ Nelson, John (1976-05-01). "The Siege of Herat: 1837-1838". Culminating Projects in History.
- ↑ Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ Yusuf, Mohamed (1988). A History of Afghanistan, from 1793 A.D. to 1865 A.D. ISBN 1466222417.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ Noelle-Karimi, Christine (2014). The Pearl in Its Midst: Herat and the Mapping of Khurasan (15th-19th Centuries) (in انګليسي). Austrian Academy of Sciences Press. ISBN 978-3-7001-7202-4.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ McChesney, Robert; Khorrami, Mohammad Mehdi (2012-12-19). The History of Afghanistan (6 vol. set): Fayż Muḥammad Kātib Hazārah's Sirāj al-tawārīkh (in انګليسي). BRILL. ISBN 978-90-04-23498-7.