آرنۍ غورنۍ پرانيستل
لرغونې پارسی
پارسی
زبان پارسی باستان
Cuneiform inscriptions from Persepolis by Nickmard Khoey.jpg
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
  • د هیندو- اروپايي ژبې
    • آريانۍ ژبه
      • د لویدیځ آريانۍ ژبې ډله
رسمي ژبه په د هخامنشیانو واکمني
توری مېخي ليکدود
د ژبې د پرمختگ اداره نشته

لرغونې پارسي (په پارسی:زبان پارسی باستان) د ایران د لویدیځو ژبو څخه یوه پخوانی ژبه ده چی په پخوانی ایران کی ویل کېده. په څلورمه پېړی کی د هخامنشیانو د واکمني رسمی ژبه په توکه ومښال شوه. پخوانی پارسی د هخامنشیانو د حکمرانو په وخت کی د نژدې ختیځ په بیلو بیلو سیمو کی پراخه شوه.

توری

د هخامنشیانو په واکمنې کی پخوانی پارسی، آرامی ژبه (Aramaic language) او اکدی ژبه (Akkadian language) رسمی ژبې ولې. د پاچا کارمندانو په ځانگړی ډول د رسمی یادښتونو لپاره د آرمی ژپې څخه کار اخیست. دغه آرمی ژبه د مېخي ليکدود په واسطه لیکل کېده. په شپږمه ز. پیړۍ کې د داریوش ۱ په سپارښتنې نوي لیک دود جوړ شو، چې په ډ برینو څلو کې د حک کولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده. د پارسی مېخی لیک ۳۲ توری لری چی په حقیقت کی سیلابونه (څپې) دی. د دغو تورو برسیره علامه (کوږ مېخ)( ) وجود لری چی کلمی سره بیلوی او پنځه خاصی علامې (میخونه) شته چی پاچا، خدای، اهورامزدا (د خدای نوم)، هېواد، خاوره معنی لری.

  • پاجا ( chšájathija)
  • خدای ( baga)
  • اهورامزدا ( )
  • هېواد ( búmiš)
  • خاوره ( dahajauša)

د خاصو میخونو کارول ضرور نه دی پدی معنی چی د مثال په توگه د پاچا کلمه کېدای سی په یو خاص میخ   او یا اتو سیلابو (څپو)               لرونکو تورو باندی ولیکل سی.