مېخي ليکدود یو ډول ليکدود وو چې په پخوانی زمانی کې د رسمی یادښتتونو لپاره ورڅخه کار اخيستل کیده. د ميخي ليکدود څخه په ځانگړی ډول پهسومېر، بابل او ایران ( پارسا ) کې کار اخيستل کیده. په دی وخت کې مېخي ليکدود او هیروغلیف ( پخوانی مصر ) تر ټولو مهم توری ول.

د شومېر لیکدود
د هېتیانو لیکدود

تاریخ

په پخوانی زمانی کې ( ۳۰۰۰ زېږيز کال مخکی ) په منځنی ختیځ کې د پاچا کارمندانو دغه توری د تجارتی او رسمی یادښتونو لپاره کارول. په دی وخت کې لیکونکی عصری قلمونه او کاغذ نه لرل او د دی لپاره د نی په مرسته په خټین تختی کې لیکل کېدل. په تر ټولو پخوانو متنونو کې کاتبانو انځورونه نقاشی کول. مگر نقاشی کول د هر کاتب لپاره اسانه نه وو او د دی لپاره کاتبانو د لیک څخه کار اخيستل پیل کړل. هغه توری په اوس وخت کې د ميخي ليکدود په نوم یادېږی. تر ټولو پخوانی متن د ميخي ليکدود په مرسته چې په سومېر کې د ۳۰۰۰ زېږيز کال مخکی ولیکل شو.

لیکونکی

په پخوانی زمانی کې پهسومېر کې لیکونکی ډېر محترم انسانان ول. هر لیکونکی مخبور ؤ مدرسی ته ولاړ سی چې پکې مېخی لېکنه او د خټین تختی جوړول زده کړی. تر ټولو بریالی لیکونکی کولای شول د پاچا کاکونکی واوسی. دسومېر ژبه، د عکدی ژبه، د ایلام ژبه، دبابل ژبه، د ختوش ژبه او پارسی تر ټولو مشهوری ژبې دی چې د میخی تورو څخه یی کار اخيستل.

د هېتی ژبه

د هېتیانو پاچایی د ۱۷ پېړۍ څخه تر ۱۳ زېږيز مخکی پېړۍ پوری یوه پاچایی وه چې په ترکیه کې پرته وه. په ۱۹۰۶ کال کې په ترکیه کې د خاتوشا پایتخت کشف شو. د پاچا په ماڼی کې یو ارشیف وو چې پکې لس زره خټی تختی ولی. د هېتی لیکونکو په خپل متنونو کې د بابل او سومېر کلمو څخه کار واخيستل او د دی په سبب د هېتی ژبه د ژبپوهانو لخوا ترجمه کېدلای شوه. د ختوش لیکونکو د میجی لیک او هېروگلیف څخه په متنونو کې کار اخيستل.

لرغونې پاړسي

 
بیستون

پاړسی یو ژبه وه چې د هخامنشیانو په پاچایی کې په هغه خبری کېدلی . د هخامنشی لیکونکو د ميخي ليکدود څخه په متنونو کې کار اخيستل. د هخامنشی لیک څخه داریوش ۱ د دوره څخه تر اردشیر ۳ تر دورې پورې کار واخيستل شو. د هخامنشی لیکونکو د هخامنشی د لیک څخه پر ماڼیو او د یادگادونو د سینگار د پاره کار اخیسته. په اوس وخت کې د هخامنشیانو ډېر یادگارونه چې په بیستون، تخت جمشید او گنج نامه کې پراته دی لرو. هغه یادگارونه د داریوش ۱ لخوا جوړ شول. مامورانو په پخوانۍ ایران کې هم د رسمی یادښتونو لپاره د ایلام او بابل د ژبو څخه کار اخيستل. د هخامنشی لیک ۳۶ توری لری چې پکې ۳ غږېز توری دی. هغه لیک پنځه خاص علامی چې خدای، اهورامازدا ( د خدای نوم )، پاچا، خاوره، وطن معنی ورکوی.