طالبان

یو وسلواله ډله ده چې په افغانستان واکمن دي

طالبان (عربی: الطلاب) الطلاب، معنا د مدرسې زده کوونکي)، د يوه سني اسلامي اسلام فاشیزم سياسي غورځنگ نوم دی چې له ۱۹۹۶ ز. کال نه تر ۲۰۰۱ ز. کال پورې په افغانستان کې واکمن وو. دغه غورځنګ له ۲۰۰۴ ز. کال څخه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او گروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د برحاله حکومت، امريکا او د آيساف د ځواکونو پر وړاندې جنګېږي او تر ډېره حده پورې د افغانستان او پاکستان په پښتون مېشتو ولايتونو او سيمو کې واکمن دي.[۲۰] که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان وه، خو اوسمهال دا غورځنګ په یو نړیوال اسلامي غورځنګ باندې اووښتې دی؛ او مختلف توکمونه پکښې را ګډ سوي دي.[۲۱] چې په دو کې د ازبکان، تاجکان، چېچېنيان، عربان او پنجابيان د يادولو وړ توکمونه دي.[۲۲][۲۳][۲۴] دم مهال طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا په پاکستان کې په خپلو سياسي او جگړه ايزو فعاليتونو بوخت دي. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر دي چې د طالبانو مرکز يه په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع دی او د پاکستان او ايران هېوادونه يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ کوي،[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸], خو د پاکستان او ايران هېوادونه د امريکايانو دا ادعا ردوي.[۲۹][۳۰]

طالبان
(Taliban)
د افغانستان جګړه او
د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې شريک
Flag of the Taliban
د طالبانو بیرغ
فعال۱۹۹۴–۱۹۹۶ (جنګیالیان)
۱۹۹۶–۲۰۰۱ (حکومت)
٢٠٠٢–٢٠٢١ (غوﺭځنګ)
٢٠٢١–تر اوسه (حکومت)
نظریات
گروپپښتانه[۹][۱۰]
مشران
دفتر
د کاروايانو ځاينه

     هغه حصه چی د افغانستان حکومت، تر ولکی لاندی ده      د طالبانو تر ولکی لاندیالقاعده، او ملګري

     د کنټرول له مخې اسلامي دولت (داعش) او ملګري
د پيل کيدو سببد زده کوونکو د جمعيت علماء-یی-اسلام له وجهی
اتحادی
مخالفینFlag of افغانستان د افغانستان اسلامي جمهوریت [۱۹]
جگړې او جنگونهد افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۲-۹۶)
د افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۶-۲۰۰۱)
په افغانستان کې جګړه (۲۰۰۱-۱۴)
په افغانستان کې جګړه له (۲۰۱۵-تر اوسه)
ويب سايټد افغان طالبانو ويبپاڼه

ملا محمد عمر اخوند، چې په يوه نامالومه ځای کې پټ دی، د طالبانو مشر لارښود دی.[۳۱] د ملا عمر په بولندويان کې "د پخواني پوځي قومندانانو او د مدرسې د ښوونکو له ډلې نه وه,"[۳۲] خو د دغه غورځنگ جنگيالي بيا اکثرا هغه افغان مهاجر وه چې د پاکستان په اسلامي مدرسو کې يې ديني درسونه بشپړ کړي وه. طالبانو د پاکستان د حکومت په ځانگړي توگه د پاکستان د څارگرې ادارې آی اېس آی له خوا نه د جنگي او پوځي زده کړو تر څنگ د وسلو او پوځي مهماتو مرسته هم ترلاسه کوله.[۳۳] د دغه اسلامي غورځنگ اکثره غړو د پاکستان په اسلامي مدرسو کې زده کړې کړي، چې تر ټولو ډېرو يې د پاکستان د جميعت علمای اسلام له خوا روزل شوي دي.[۳۴]

که څه هم چې دغه سياسي غورځنگ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توگه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توگه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل دي. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنگ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او گڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل. پدې وروستيو وختونو کې طالبانو خپل يو مهمه لارښود بېت الله محسود د سي آی اې د بې پيلوته آلوتکې په وسلې په نښه کړ چې د دې په نتيجه کې بېت الله محسود ومړ.[۳۵] پاکستان هم د خپلو پښتون مېشتو سيمو په ځپلو سره د طالبانو په وړاندې پوځي عمليات پيل کړي.[۳۶]

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر سيمو "د نړۍ تر ټولو سخت دريزه اسلامي شرعي قانون پلي کاوه چې د گڼو مسلمانو هېوادونو لخوا پرې نيوکې وې"، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصطلاحات راوستل.[۳۷] د ۲۰۰۹ ز. کال په مېنځ کې طالبانو د د کندهار په سهېل کې د ombudsman دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوه مستقيم چلېنج يا ننگونې" په توگه څرگند کړ.[۳۸]

د طالبانو تاريخ او افغانستان کې ېې اړتيا

 

په افغانستان کښې د شوروی پوځ تر وتلو وروسته داخلی خگړه پېل سوه. افغانانو ونکړای سول چې نوی حکومت جوړ کړی. مگر په دې وخت کښې په کندهارکښې نوی غورځنگ جوړ سو چې نوم یی طالبان وو. د طالبان غړی افغانی مهاجرین او د مذهب طالبان ول.طالبانو َغوښتل داخلی جگړه پای ته ورسوی او په افغانستان کښې اسلامی امارت تاسیس کړی. د دی په سبب د نړید بیلو بیلو سیمو مسلمانو پیسې او وسلې طالبان ته ورکړل. په۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو پوځي قواوې چې د سيمي د خلکو لخوا وسله والي سوي وې د جنګ ميدان ته د کورنيو جگړو د له منځه وړلو د اړتيا په موخه ورغلې . دغه اړتيا ځکه پېښه سوه چې د ۱۹۹۲زــ ۱۹۹۵زکال پورې اتو ، نهو په نوم مجاهدينو ډلو ټپلو د افغانستان د حکومتي واک پر سر په هغه هېواد کې د چور ، تاړاکونو، خلک وژنو او په ښځينه او ماشومانو باندې تريو باندې لاس پورې کړی و . عامه وگړو لپاره گرانه وه چې د افغانستان دننه ېې نظم راوستلای وی او بهرنيو هېوادونو هم د ناکامه تېرمهال کړنو له کبله ځان بې خبره ښوده ځکه د شر او پساد ډلو هرڅه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کول . د افغانستان لږه کيو د وحدت ډلې ، نظار شورا ، جمعيت اسلامي ، جنبش تر نومونو لاندې د گاونډيو تاجکستان، اوزبکستان ، تورکيې ، پاکستان ، ایران ، روسيې او هند گټې ساتلې ځانونه ېې په ژبه بېل کړي و . طالبانو د سیمو قوماندانان چې پر افغانانو یی ډیر ظلمونه کول، د هلکانو څخه قوماندانانو ناوړه گټه پورته کول، هغوی به ې گډول دغو ناوړو کړنو ته د پای ټکی کېښود . طالبانو په کندهار کې خپل مقر تاسیس کړ. طالبانو تر ۱۹۹۵ کال وروسته په سلو کې دېرش د افغانستان خاوره لاس ته راوړل. په ۲۶ د سپتامبر ۱۹۹۶ کال کښې طالبان د کابل پایتخت ته ورسېدل. په دې وخت کې ملا محمد عمر چې د طالبانو مشر و په افغانستان کې د افغانستان اسلامی امارت رامنځته کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان سو. خو د افغانستان اسلامی امارت تر تاسیسولو وروسته یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او د عربي متحده امارات لخوا په افغانستان کښې سفارت خانې پرانستل سوی.

د طالبانو واکمني

 
طالبان

د طالبانو مشرانو په مطابق هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وگډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه اغوستلای وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرنی نارینه سره رابطه ولری او کار وکړی. خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه. د دی په سبب غیر مسلمانو باید پر خپلې جامې ژیړه نښه درلودلای .

طالبان او ښوونه

پېغلو ته اجازه نه وه ښوونځی ته ولاړې شي. هلکان د سبق د ویلو لپاره مسجد ته تلل. په مسجد کښې ملا د هغه هلکانو ته درس ورکا‌وه. ملا شاگردانو ته اول د عربی او وروسته بیا د قرآن مجید لوست ور زده کاوه. ډېر مهم کتاب قرآن کریم وو، له دي سره سره په هیواد کي پوهنتونونه او مکتبونه هم خلاص وو ، طالبانو يي په وړاندي خنډ نه ایجاداوو .

طالبان او ترياک

د نشه یي توکو کر له طالبانو مخکې په افغانستان کې دود شوې وو، آن دا توکي د ډاکټر نجیب په ولسمشرۍ کې هم بازار درلود. د مجاهدینو د وخت په نامه د اسلامی دولت پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک لدې کاره نه منع نکړل، مگر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول نو ، نو د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول، او تر هغي وروسته چا بیا ددې سوال هم نشو کولای چې نشه یي توکي وکري. په کال کې دننه ۹۹٪سلنه نشه یي توکي راکم شول. په هغو سیمو کې چې د شمالي ټلوالې په واکمنۍ کې راتلې لکه د تخار خواجه بهاو الدین، د بدخشان ولایت او داسې نورې یوه نیمه ولسوالۍ کې د تېر په څېر تریاک کرل کېده. په ۱۹۹۹ کال کښې د متحدو ملتونو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادی بندیزونه اعلان کړ. د دی په سبب طالبانو په ۲۰۰۱ کال کښې د بامیان په ولایت کښې بودایی مجسمه د منځه یوړه کومه چي د افغانستان د۷۰۰۰ کلن تاریخ یو انځور وو .

 
طالبان د اسلام خلاف ګناه کوي

رهبري کړۍ

د طالبانو د رهبرۍ کړۍ هغه کسانو تشکیلوله چې هېڅکله په عام محضر کې نه دي لیدل شوي، له رسنیو سره یې اړیکې نه دي نیولی او نه یې هم کوم انځور خپور شوی. د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې کولای شو د دوي واکمني په درې برخو ووېشو:

  • ۱ - طالبان = ددې ډلې اصلي لارښود او رهبري د (ملا عمر تر زعامت لاندې) وه.
  • ۲ - هغوي چې د قضایاوو په اړه یې یو څه پرانېستی لید درلود، لکه (ملا احسان الله په څېر) طالبان.
  • ۳ - منځلاري، چې ددې ډول طالبانو شمېر ډېر لږ و، او د هېواد په سترو سیاسي قضایاوو کې یې هېڅ ډول رغنده رول نه درلود.

په ټولیزه توگه د طالبانو د ډلې رهبري د لاندې څېرو په لاس کې وه:

داخلي شوری غړي

د مرکزي شوری غړي

طالبانو په تدریج سره لاندې افراد په دې ډول وټاکلي ول:

القاعده او طالبان

القاعده یو افراطی تنظیم دی چې د اسامه بن لادن لخوا تاسیس شو او په افغانستان کښې یی ډیرې اډې لرلي. په هغو اډو کښې اسامه بن لادن افراطی افغان او عرب مسلمانانو ته د جگري تمرینونه ور کول اسامه بن لادن غوښتل چې امریکایی پوځ د منځنی ختیځ څخه امریکا ته ولاړ شي.د دی په سبب په ۱۹۹۹ کال کښې القایدې په افریکا کښې د امریکا پر سفارت خانو باندي بریدونه وکړل. په ۱۹۹۹ کال کښې امریکایی پوځ د راکتونو په واسطه پر افغانستان برید وکړ او د القاعدی اډې یي خرابي کړی. په ۲۰۰۱ کال کښې القاعدی بیا د نیو یارک پر ښار برید وکړ. په برید کښې تقریبا دری زره تنه ووژل شول. امریکا غوښتل چې اسامه ابن لادین او د القاعدی مشران ونیسی، خو د طالبانو مشرانو وویل چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه په تیښته ک‍ې دی او بيا بیا ټینگار يې د افغانستان څخه په خپله خوښه وتلو باندې کاوه ، همدارنگه طالبانو د يولسم سپټمبر پېښې څخه خبر نه درلود او نه یې هم د القاعدې په تړاؤ ددې پېښې رامنځته کېدل منل، ځکه چې طالبانو د جهاد له پیره اسامه بن لادن سره په افغانستان باندې د جگړې له کبله همکاري اړخ ته کتل او بل اړخ څخه یې بشپړه خبر نه درلود . نړېوالو بيا د طالبانو او القاعدې تر منځ توپیر په جلا ډول دوه بېلې بېلې ډلې گڼلې او بن لادن يې د لوېديځې نړۍ سياست سره وسلوال مخالف گاڼه خو په عین حال کې د شمال ټلوالې بهرنيو جاسوسي شبکو غړو طالبان د القاعدې مهم غړي ښودل ځکه چې د افغانستان سیاست ته يې خپل په گټه لار صفا کوله چې په دغه دوه مخو سياستونو کې د زلمي خلیلزاد په مرسته شمال ټلواله بريالۍ شوه او د امريکې جورج ډبليو بوش دغې مفکورې ته په کتلو بن لادن سره په تضاد د افغانستان په خاوره او د طالبانو په راپرزولو د بريد امر ورکړ.کوم چي د امریکا د قانون پر اساس غیر قانوني دي چې په ترڅ کې يې د امریکې پوځ پر افغانستان ۷م د اکټوبر ۲۰۰۱م زېږيز کې برید وکړ او په ۱۳م د نومبر ۲۰۰۱م زېږيزامریکایی پوځ کابل ته ورسېده. د طالبانو حکومت وپرزېده او ډېری مشران يې د امريکې د پرمخ تللو وسلو د کارولو او دننه په افغانستان کې بله جنگي ډله د شمال ټلوالې ته پوځي واک ورکونې په مرسته مجبور شول چې پاکستان ته ولاړ شي.

د طالبانو دوهم نسل

امریکا د طالبانو دوهم نسل ډير خطرناک بللی ، او ویلي يي دي چي طالبان اوس له پرمختللي ټیکنالوجي څخه کار اخلي، خو د افغانستان د ځینو مشرانو په خوله چی د امریکا د افغانستان څخه د وتلو پر وخت خپلي ځیني وسلي او د ټیکنالوجي ځیني برخه طالبانو ته ورپریښودي. ددي وسایلو په وسیله د امریکا د وتلو پر وخت طالبانو ددي وسلو استعمال پر افغانو ځواکونو باندي په وار وار وکړ، او ځکه امریکا هغو طالبانو ته د طالبانو د دوهم نسل نوم ورکړ، طالبانو یو ځل بیا د افغانستان ځواکونه دي ته اړ کړل چي یو ځل بیا د امریکایي ځواک څخه مرسته وغواړي، او باید د یاده ونه وځي چي طالبانو د همدي وسلو په مرسته د هلمند د مرکز لښکرګاه سره سره د کندوز ولایت هم ونیوي او کرار کرار يی هغو طالبانو ته دداعش نوم هم ورکړ. طالبانو د کندهار په دومره امن کي بیا هم د کندهار د والي پر ځاي د بم چاودنه وکړه.

د پاکستاني طالبانو خوځښت

  بشپړې ليکنې لپاره ولولئ: تحريک طالبان پاکستان
د پاکستاني طالبانو خوځښت یا حرکت طالبان پاکستان یو افراطی تنظیم دی چې د پاکستان په پښتونخوا کښې د پاک د پوځ په خلاف جگړه کوی. د پاکستان طالبان غواړی چې په هغه هېواد کښې اسلامی امارت تاسیس کړی. په ۲۰۰۹ کال کښې طالبانو د سوات پر دره برید وکړ او د سوات پایتخت یی ونیول. نژدې دوه میلیونه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شول. حرکت طالبان پاکستان په ۲۰۱۰ کال کښې په نیویارک کښې د موټر بم په مرسته برید وکړ. دیرش کلن بریدکوونکی فیصل شهزاد امریکایی محققینو ته وویل چې د بم جوړونی چل یی په دی وروستیو کښې په وزیرستان کښې زده کړی دی.

فلمونه چي پر طالبانو جوړ سوي وه

دا هم ولولۍ

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.digitaljournal.com/article/347009 "To rule Afghanistan and impose the groups interpretation of Islamic law which includes influences of Deobandi fundamentalism and Pashtunwali culture"
  2. Deobandi Islam: The Religion of the Taliban U. S. Navy Chaplain Corps, 15 October 2001
  3. Maley, William (2001). Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban. C Hurst & Co. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85065-360-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. http://www.oxfordislamicstudies.com/print/opr/t236/e0895"The Taliban's primary religious and ideological influence is a form of Deobandī Islam."
  5. Rashid, Taliban (2000)
  6. "Why are Customary Pashtun Laws and Ethics Causes for Concern? | Center for Strategic and International Studies". Csis.org. 2010-10-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Understanding taliban through the prism of Pashtunwali code". CF2R. 2013-11-30. د اصلي آرشيف څخه پر August 10, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghan Taliban". National Counterterrorism Center. د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Giustozzi, Antonio (2009). Decoding the new Taliban: insights from the Afghan field. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-70112-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Clements, Frank A. (2003). Conflict in Afghanistan: An Encyclopedia (Roots of Modern Conflict). ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 219. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-402-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Quetta - The Headquarters of the Afghan Taliban". United States: Combating Terrorism Center at Westpoint. May 15, 2009. د لاسرسي‌نېټه February 6, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pakistan: Headquarters of the Taliban – Spiegel Online
  13. Quetta appears to be Taliban headquarters: Holbrooke – Thaindian News
  14. The Peshawar women fighting the Taliban: 'We cannot trust anyone' | Cities | The Guardian
  15. (په 2013-09-08 باندې). Pakistan militants preparing for Afghanistan civil war. Fox News
  16. "Afghan militant fighters 'may join Islamic State'". BBC. 2 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Afghanistan: Ghani, Hekmatyar sign peace deal". Al Jazeera. 29 September 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Pakistan: A dangerous alliance? - Al Jazeera English
  19. "Rare look at Afghan National Army's Taliban fight". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ISAF has participating forces from 39 countries, including all 26 NATO members. See ISAF Troop Contribution Placement, 2007-12-05.
  21. "Pakistan and the Taliban: It's Complicated". ShaveMagazine.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |publisher= (مساعدة)
  22. Wiping out Uzbek, Tajik & Foreign terrorists in FATA
  23. Terrorist camp may hold clues to Taliban operations
  24. Suicide car bomb kills 24 in northwest Pakistan
  25. U.S. says Pakistan Iran helping Taliban
  26. Iran helping the Taliban, US ambassador claims
  27. Iran accused of assisting Afghan Taliban
  28. Iran helping the Taliban, US ambassador claims
  29. (په 2009-02-09 باندې). Taliban Haven in Pakistani City Raises Fears. New York Times
  30. (په 2009-09-24 باندې). Taliban Widen Afghan Attacks From Base in Pakistan. New York Times
  31. From the article on the Taliban in Oxford Islamic Studies Online
  32. Goodson 2001, p. 114.
  33. Rashid 2000, pp. 17–30.
  34. Rashid 2000, p. 26, 29.
  35. (په 2009-08-06 باندې). C.I.A. Missile Strike May Have Killed Pakistan's Taliban Leader, Officials Say.
  36. (په 2009-10-17 باندې). Pakistan offensive: troops meet heavy Taliban resistance. The Daily Telegraph.
  37. Rashid 2000, p. 29.
  38. Kilcullen, David (2009). The Accidental Guerrilla: Fighting Small Wars in the Midst of a Big One. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195368345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)