پښتانه

يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان او پاکستان په سيمو کې مېشت دي


پښتانه د افغانستان په سویل او د پاکستان په شمال لوېدیځ خاوره کې ځایي اوسیدونکي دي چې د نفوسو ډېری برخه په همدې سیمو کې اوسیږي. پښتنو پاچایانو په لوېديځ کې له مرکزي فارس نه نيولې په ختیځ کې تر بنګال پورې پر بېلابېلو سيمو واکمني کړې ده. د خورو ورو پښتنو د پام وړ او تاریخي ټولنې د پاکستان په سیند او پنجاب صوبو کې (په ځانګړې توګه د کراچۍ او لاهور په ښارونو کې) او د هند د اترپردیش ایالت په روهیل کنډ سیمه (په لویو ښارونو، لکه: ډیلي او ممبئی) کې شتون لري. په دې وروستیو کې پښتانه د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې (په ځانګړې توګه په عرب متحده اماراتو کې) د لوی سویلي آسیا د خورو ورو وګړو لویه برخه جوړوي. [۲۹]

پښتانه
Script error: The function "lang" does not exist.
Pax̌tānə
د افغانستان د سوېل پښتانه
ټول نفوس
شاوخوا ۶۰–۷۰ میلیون[۱]
ګڼ نفوسه سيمې
 پاکستان۴۲٬۵۹۰٬۳۲۰ (۲۰۲۰)[۲]
 افغانستان۱۵٬۳۹۰٬۰۰۰[۳]
 متحده عرب امارات۲۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[۴]
 د امريکا متحده ايالات۵۰٬۰۰۰ (۲۰۱۰)[۵]
 ايران۵۰٬۰۰۰ (۱۹۹۳)[۶]
 برېتانيا۴۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[۷]
 جرمني۲۰٬۰۰۰ (۲۰۱۸)[۸]
 کاناډا۱۵٬۰۰۰ (۲۰۱۵)[۹]
 هند۵٬۰۰۰ (۲۰۱۳)[۱۰]
 روسيه۲۰٬۰۰۰ (۲۰۲۰)[۲]
 آسټراليا۸٬۳۵۰ (۲۰۲۰)[۱۱]
ژبې
پښتو
دين
اکثریت:
اسلام
(سنی اکثریت، شیعه اقلیت)[۱۲][۱۳]
لږکي:پښتانه، پختانه، پټان يا افغان یوه ایراني قبیلوي ډله ده چې په منځنۍ او سویلي آسیا کې مېشت دي. د دې توکمیزې ډلې مورنۍ ژبه پښتو ده چې یوه ختیځه آریایي ژبه ده. په داسې حال کې چې د هند په نیمه وچه کې پښاته بیا هندي-اردو د دویمې ژبې په توګه کاروي، خو د پښتنو یو مهم اقلیت پارسي یا هندي-اردو د لومړۍ ژبې په توګه کاروي. د پښتنو ټول نفوس نږدې ۶۰-۷۰میلیونه وګړي اټکل شوې دي؛ خو دا شمېره د ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په افغانستان کې د رسمي سرشمېرنې د نه شتون له امله د اختلاف وړ ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۱][۲۸]
اړوند توکميزه ډله
نور اريايي ټبر وګړي

په افغانستان کې پښتانه تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د دې هېواد د ټول نفوس نږدې ۵۰٪ برخه جوړوله. دوی په افغانستان کې د دې ولس د را منځ ته کېدو راهیسې د توکمیزو ژبو واکمنه ډله ده. له دې سره، په پاکستان کې پښتانه دویمه لویه توکمیزه ډله ده چې د هېواد د ټول نفوس له ۱۵٪ نه تر ۱۸٪  پورې برخه جوړوي او د نوموړي ولس له پنځو لویو توکمیزو ډلو نه ګڼل کېږي. په نړۍ کې پښتانه ۲۶مه لویه توکمیزه ډله ده او د نسب د طبقاتو تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي. د اټکل پر بنست له ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پښتانه قومونه او قبیلې شتون لري.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

جغرافیایي وېش سمول

دودیز ټاټوبی سمول

د پښتنو ډېری نفوس په اصلي پښتون ټاټوبې کې چې د امو سیند په سویل کې په افغانستان کې او د سیند سیند په لوېدیځ کې په پاکستان کې موقعیت لري، مېشت دي. په دې کې خیبر پښتونخوا او شمالي بلوچستان هم ګډون لري. په دې سیمه کې لوی ښارونه جلال آباد، کوټه، کندهار، مردان، مینګوره او پېښور سیمې ګڼل کېږي.  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د هند نیمه وچه سمول

د هند د نیمې وچې پښتانه، چې له اصلي ټاټوبي نه بهر دي، خپل ځانته او د دې وچې د نورو قومونو له خوا د پټان په نوم یادېږي (چې په هندوستاني ژبه کې د پښتون مترادف کلیمه ده).  [۴۱]

له تاریخي اړخه، پښتانه د بریتانوي واکمنۍ په دوران او له هغه نه مخکې د سیند سیند په ختیځ کې په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل چې په کې کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، بمبۍ (اوس ممبۍ)، ډیلي، کلکته، روهیل کنډ، جیپور او بنګلورکې ګډون لري. دا اوسیدونکي، د اوسني افغانستان او پاکستان (د ۱۹۴۷ دمخه بریتانوي هند) د پښتنو نسل دی. د هند په ځینو سیمو کې دوی ته کله ناکله د کابلی والا په نوم هم غږ کېږي. [۴۲]

په هند کې د پام وړ خورې ورې پښتني ټولنې شته. د اترپردیش د روهیل کنډ سیمه د پښتنو د روهیلا د ټولنې په نوم نومول شوې ده. د ښکېلاک په دوره کې دواړه بمبۍ او کلکته، د افغانستان نه د پښتنو کډوالو لومړنۍ موخې وې. د راجستان په جیپور او د کرناټکا په بنګلور ښارونو کې هم د ۱۰۰۰۰ کسانو نه ډېر نفوس شتون لري. بمبۍ (اوسنۍ ممبۍ) او کلکته دواړه، د یو میلیون نه زیات پښتانه نفوس لري، په داسې حال کې چې جیپور او بنګلور شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ وګړي اټکل شوي دي. پښتانه په بنګلور کې د خان وروڼه فیروز، سنجې او اکبر خان دي، چې پلار یې له غزني نه بنګلور ته کډه شوی و. [۱۰][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له اصلي ټاټوبي نه بهر، کراچۍ د پښتنو د تر ټولو لویې ټولنې کور دی (چې شاوخوا ۷ میلیونه اټکل شوی دی). د قطر د جورج ټاون له پوهنتون نه اناتول لیوین په ۲۰۲۱ ز کال کې لیکلي وو چې د دې ښار د پښتنو د اوسېدو له امله، کراچي له (کابل، کندهار یا پېښور نه وروسته) ښايي د نړۍ تر ټولو لوی پښتون مېشته ښار وي.  [۴۹][۵۰][۵۱]

ایران سمول

د سویلي او مرکزي آسیا تر څنګ، پښاته  د ایران په ختیځو او شمالي برخو کې په کمه کچه موندل کېږي. د ۱۶۰۰ لسیزې له نیمایي نه سندونه ښیي چې، درانيو پښتنو د صفوي ایران په خراسان ولایت کې ژوند کاوه. په ایران کې د غلجي پښتنو له لنډې واکمنۍ وروسته، نادرشاه د کندهار وروستی خپلواک غلجی واکمن حسین هوتک له ماتې سره مخامخ کړ. نادر شاه د افغانستان په سویل کې د دراني واکمنۍ د ملاتړ لپاره، حسین هوتک او د غلجي پښتنو لوی شمېر د شمالي ایران مازندران ولایت ته جلا وطنه کړل. د دې جلاوطنه ټولنو پاتې شوني، که څه هم اوس په ایراني ټولنه کې جذب شوي دي، د پښتون نسب ادعا کوي. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې، د څو کلونو په اوږدو کې په ایراني خراسان ولایت کې د دراني پښتنو شمېر ډېر زیات شو. وروسته دا سیمه د دراني سترواکۍ یوه برخه شوه. د افغانستان دویم درانی پاچا تیمورشاه، په مشهد کې زیږیدلی دی. په ختیځ کې د دراني واکمنۍ په وخت کې، آزاد خان افغان، چې یو قومي غلجي پښتون و او د افشاري واکمنۍ پر مهال د اذربایجان دویم مشر و، د لنډې مودې لپاره د ایران او آذربایجان په لویدیځو سیمو کې واک ترلاسه کړ. په ۱۹۸۸ز کال کې د یوې نمونوې سروې له مخې: د ایران د خراسان ولایت په سویلي برخه کې د ټولو افغان کډوالو ۷۵٪ درانی پښتانه وو.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

په نورو سیمو کې سمول

هندي او پاکستاني پښتنو د دې هېوادونو د بریتانیې له مشترک المنافع اړیکو نه ګټه اخیستې ده او د ۱۹۶۰ ز لسیزې په اوږدو کې یې عصري ټولنې په عمده توګه په انګلستان، کاناډا، استرالیا، بلکې په نورو ټولګټو هېوادونو (او متحده ایالاتو) کې رامنځ ته کړې دي.  ځینې پښتانه په منځني ختیځ کې، لکه: په عربي ټاپووزمه کې هم مېشت شوي دي. د بېلګې په توګه، شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ پښتانه، د فارس خلیج هېوادونو ته د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۱ ز کلونو ترمنځ کډه شول، چې د پاکستاني کډوالو ۳۵٪ یې جوړوله.  [۵۹]

په افغانستان کې د ۱۹۷۰ ز لسیزې د څو جګړو له امله ،د کډوالو بېلابېلې څپې (نه یوازې افغان پښتانه، بلکې یو شمېر تاجیک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او افغان سیکان هم) د پناه غوښتونکو په توګه له دې هېواد نه کډه شول. [۶۰]

۱.۳ میلیونه افغان کډوال، په پاکستان کې او یو میلیون په ایران کې مېشت دي. نورو د پاکستان له لارې په بریتانیا، امریکا او د اروپايي ټولنې هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. [۶۱]

قبیلې سمول

د پښتنو د قومونو يوه مهمه ځانګړتیا د قبايلو پېچلی سیستم دی. پښتانه په لویه کچه قبایلي خلک دي، خو د ښاري کېدو لومړیتوب په پښتنو ټولنه کې هم بدلون راوستی دی، ځکه چې د کلیوالو پښتنو د راتګ له امله، د کندهار، پېښور، کوټې او کابل په څېر ښارونه، په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. سربېره پر دې، بیا هم ډېر خلک د بېلابېلو قومونو له پتې ځانونه معرفي کوي.  [۶۲]

قبيلوي سيستم د جوړښت څو کچې لري: هغه قبيله چې پښتانه په کې وېشل شوي دي، له څلورو لویو ډلو نه دي: سړبني، بيټني، غرغشتي او کرلاڼي، چې ورپسې تبار (قبيله) راځي بيا په خیلونو وېشل کېږي چې د خيل په نامه ياېيږي، په پایله کې په کوچنیو ډلو وېشل کېږي چې د پلارنۍ یا پلارګنۍ په نوم یادېږې، چې ور پسې هر یو له څو پراخوکورنیو نه جوړ شوی دی چې د کهول په نوم یادېږي.[۶۳]

د پښتنو اوسنی پېژند سمول

د تاريخپوهانو، وگړپوهانو او پخپله پښتنو ترمېنځ يو داسې بحث دی چې پښتانه د آر له مخې څوک دی. او ددوی په هکله تر ټولو منل شوی او عام اندونه دا دي:.[۶۴]

  • پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توگه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده.[۶۵]
  • د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توگه د لومړني پښتون په توگه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي.

دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توگه څرگندونه کوي.

توکميزه پېژندنه سمول

توکم هغه څه ته وییل کیږی کله چی خلګ مشترک کلتور ، ژبه ، تاریخ او په یو ځانګړی جغرافیه کی ژوند ولری توکم بلل کیږي . پښتانه هم د یوی ژبي فرهنګ ، عنانوي دودو ، ولسی ادبیات ګډ تاریخ په درلودلو سره د یوه بشپړ او ځانګړی توکم بڼه غوره کړي ده. او ددي په رامنځ ته کیدو کي زرګونه کاله لګیدلی دی.

کلتوري پېژندنه سمول

کلتور دیو ملت او توکم په پيژ ندلو کی پراخه ونډه لري . پښتانه د ځانګړی کلتور لری د مثال په توګه اتڼ چي د پخوانیو اریایانو څخه پاتي میراث دي او همدارنګه ملمه پالنه ، ځانګړي پښتني دودیزي جامي ، لنډی چي پخوانیو اریایی سرودونو ته ورته دي په پښتنی ټولنه کی ډیر مروج دي . پښتونولي يو ځانګړي قانون دي په پښتنو کښي چي د کمزوري ساتنه ، میلمه پالنه او وعده پوره کول ځانګړتیاوي لري.

ځوځاتي پېژندنه سمول

د پښتنو ځوځاتي پېژندنه د دوی د لرغوني دود پښتونولۍ پر بنسټ کېږي. د دې لپاره چې څوک پښتون وشمېرل شي نو بايد پلار يې پښتون وي. د همدغه دود له مخې د دوی د ټبرونو او قبيلو ځوځاتي دود تر اوسه پورې ژوندی دی.

هڅوب سمول

د پښتنو هڅوب (فرهڼ) د ډېرو پېړيو د اوښتنو او پړاوونو د تېرېدلو وروسته جوړ شوی. د پښتنو د اسلام نه دمخه دودونه ډېر لرغوني دودونه گڼل کېږي چې آن د يوناني پاچا سکندر اعظم تر وختونو پورې او په ۳۳۰ مخ زېږيز پېر کې د هغه د امپراطوريو تر وختونو پورې چې د ملي نڅا په توگه ژوندي پاتې دي، رسېږي د سکندر مقدوني لومړی قرارګاه په اراکوزيا (د کندهار اوسني معروف او ارغسان سيمه) بلل سويده . خو د ادبياتو او موسيقۍ بڼه يې په لويه کچه د پارسي دود نه اغېزمنه شوې او هغه سيمه ايز موسيقي الات چې پښتنو خپل کړي او يا يې هم په بله بڼه ژباړلي د سيمې له مېشتو هڅوبونو (فرهڼونو) نه اغېزه اخيستې. د پښتنو هڅوب بې جوړې دی، د دوی فرهڼ د خپل آرني رواجونو سره سره په لويه کچه د منځنۍ، سوېلي او لوېديځې آسيا د دودونو نه اغېزمن شوی.

ژبه سمول

پښتانه په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو ژبه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده او په هندواروپايي کورنۍ کې د هندواريايي ژبو د ډلې څخه بیا په ختیځو اریاني ژبو کښي شامله ده . اريايي ژبي په دوو ډلو ویشل سوي دي چي ختیځي او لو یدیځي بلل کیږي .

په ختیځه ډله کښي پښتو , پامیري او اوسیتي ژبي دي او په لویدیځه برخه کښي پاړسي , بلوڅي,کردي او لري ژبي راځي .

پښتو ژبه د خپلو لرغونو خویندو ژبو لکه باختري , اویستا ته ډيره نژدي ژبه ده چي وس يوازي پښتو ژبه پکښي ژوندي ده .

پښتو ژبه د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده او په پوهه او دفتري چارو کي استعماليږي خو له بده مرغه که څه هم پښتانه په پاکستان کي دوهم لوي توکم دي خو دد غه هیواد پښتانه په خپله مورني ژبه د زدکړو محرومه دي .

دين سمول

پښتانه په لويه کچه سُني مسلمانان دي او د حنفي مذهب لارويان دي. د پښتنو يوه وړه برخه شعيه مسلمانان هم جوړوي چې هم په افغانستان او هم پاکستان کې داسې وړې مذهبي ډلگۍ شته.[۶۶] [۶۷] . ډېر پښتانه نامتو ديني عالمان هم دي لکه مولانا اعظم، مولانا محمد عبيد الله نهركارېزي Maulana Aazam Archived 2016-09-27 at the Wayback Machine. چي د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر ليکوال ګڼل کيږي او تر پنځه سوه زيات آثار يې تر ؤسه چاپ سوي دي، مولا اعظم د نقيب التفاسير، تفسير الاعظمين، تفسير نقيبي او نور التفاسير تر سر ليکونو لاندي په لسګونو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسيرونه هم ليکلي دي؛ همدا راز ډاکټر محمد مُحسن خان چې قرآن شريف يې انگريزي ته ژباړلی دی په همدې توگه صحيح البخاري او ډېری نور ديني کتابونه هم انگريزي ته ژباړل شوي.[۶۸] .

پښتو ادبيات سمول

پښتو ادبیات په دوو برخو ویشیل شوی دی . اول ولسی ادبیات دی چی پکښي لنډي، ملي نظمونه،ټپي ، کاکړي غاړي او متلونه دي. لنډي د شکل او جوړښت څخه پخواني اریایي سرودونو ته ورته دي او ځانګړي شاعر یي معلوم نه دي . دمثال په توګه:

   دخالو لښکری راغلي 
   زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه

دوهم برخه هغه شعرونه دي چي په ځانګړي سبک وییل شوي دي . مشهور سبکونه لکه د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او د حمید مومند شعرونه یادولاي شو . رحمان بابا یو صوفي شاعروو خو خوشحال خټک حماسي شعرونه ډیر وییلي دي . د لوي احمدشاه بابا په شعرونو کي د هیوادني مینه ډیره لیدل سوي ده.

 لکه: 
   چی تمامه دنیا یو خواته بلخوا سی زمایادیږی ستا خالی تش ډګرونه 
 د ډلی تخت هیرومه چی را یاد سی
 زمادښکلي پښتونخوادغرو سرونه

په شاعرانو کي د پښتني میرمونو ونډه هم پراخه ده لکه نازو انا او داسی نور.

پښتونولي سمول

ورځښت سمول

هنرونه سمول

بنسټونه سمول

ښځې سمول

ښځي په پښتني ټولنه کي ځانګړي مقام لري. په لوستو ښځو کښی ډاکټراني , نر ساني او ښوونکي لیدلاي شو.

خو پښتانو کي وس هم ښځي اکثره د کور کورني کارونه او دکو چنیانو روزنه ور په غاړه ده او په سیاست , سپورت کي شتوالي ډیر لږ در سترګو کیږي خو بیا یو شمیر پښتنی میرمني سته چي په سیاست کي فعاله ونډه لري .

دنوبل جایزي ګټونکي ملاله یوسفزي هم په خټه پښتنه ده .پښتني میرمنو د ښکلایګرو په مقابل کي حتی په جګړو کی برخه اخیستي ده چي ښه مثال یی د میوند ملاله ده . د ستر امپراطور احمدشاه بابا مور زرغونه انا یو هو ښياره ښځه وه .

پښتونو کي ځیني دودونه شته چي د پښتني ښځو اساسي حوق یي در پښو لاندي کړي دي د مثال په توګه په بدو کي دښځو ور کول . چي یو بیګناه مریمن د ورور یاهم د پلار د بدو په جرم ورکول کيږی .

دا هم وگورۍ سمول

يادښتونه او سرچينې سمول

  • Note: population statistics for Pashtuns (including those without a notation) in foreign countries were derived from various census counts, the UN, the CIA World Factbook, Ethnologue, and the Joshua Project.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Lewis, Paul M. (2009). "Pashto, Northern". SIL International. Dallas, TX: Ethnologue: Languages of the World, Sixteenth edition. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۰. Ethnic population: 49,529,000 possibly total Pashto in all countries. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ . د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= بحاجة لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۹ ژوئیه ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archive-date= (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)
  3. . د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= بحاجة لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱۳ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archive-date= (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود); ورک يا خالي|url= (لارښود)
  4. "United Arab Emirates: Demography" (PDF). Encyclopædia Britannica World Data. Encyclopædia Britannica Online. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. 42% of 200,000 Afghan-Americans = 84,000 and 15% of 363,699 Pakistani-Americans = 54,554. Total Afghan and Pakistani Pashtuns in USA = 138,554.
  6. "Ethnologue report for Southern Pashto: Iran (1993)". SIL International. Ethnologue: Languages of the World. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په 10 June 2009 باندې). Support for Taliban dives among British Pashtuns. Reuters
  8. Relations between Afghanistan and Germany Archived 16 January 2017[Date mismatch] at the Wayback Machine.: Germany is now home to almost 90,000 people of Afghan origin. 42% of 90,000 = 37,800
  9. "Ethnic origins, 2006 counts, for Canada". 2.statcan.ca. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۱ نوامبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archive-date= (لارښود)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Abstract of speakers' strength of languages and mother tongues – 2001". Census of India. 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "20680-Ancestry (full classification list) by Sex – Australia". 2006 Census. Australian Bureau of Statistics. د اصلي (Microsoft Excel download) آرشيف څخه پر ۱۰ مارس ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archive-date= (لارښود) Total responses: 25,451,383 for total count of persons: 19,855,288.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Eusufzye, Khan Shehram (2018). "Two identities, twice the pride: The Pashtun Sikhs of Nankana Saheb". Pakistan Today. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۰. One can sense a diminutive yet charming cultural amalgamation in certain localities within the town with the settling of around 250 Pashtun Sikh families in the city. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
    Ruchi Kumar, The decline of Afghanistan's Hindu and Sikh communities, Al Jazeera, 2017-01-01, "the culture among Afghan Hindus is predominantly Pashtun"
    Beena Sarwar, Finding lost heritage, Himal, 2016-08-03, "Singh also came across many non turban-wearing followers of Guru Nanak in Pakistan, all of Pashtun origin and from the Khyber area."
    Sonia Dhami, Sikh Religious Heritage – My visit to Lehenda Punjab Archived ۲۸ ژانویه ۲۰۲۱, at the Wayback Machine., Indica News, 2020-01-05, "Nankana Sahib is also home to the largest Sikh Pashtun community, many of whom have migrated from the North West Frontier Provinces, renamed Khyber-Pakhtunwa."
    Neha, Pak misusing Durand Line to facilitate terrorists, says Pashtun, Siasat Daily, 2019-09-20, "The members of the Pashtun and Afghan Sikh community living in Europe and UK have gathered in Geneva"
    Sabrina Toppa, Despite border tensions, Indian Sikhs celebrate festival in Pakistan, TRT World, 2019-04-16, "Hasanabdal is home to around 200 Sikh families that have primarily moved from Pakistan’s Khyber Pakhtunkhwa province, including Pakistan’s former tribal areas. The majority are Pashtun Sikhs who abandoned their homes and took refuge near Sikhism’s historical sites."
  15. David, Anne Boyle (2014-01-01). Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects. De Gruyter Mouton. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61451-231-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په 11 November 2011 باندې). Pakhtuns.
  17. Center, Missions Advanced Research and Communication (1980). South Asia. Missions Advanced Research and Communication Center. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-912552-33-0. The majority of Afghanistan ' s people are Pashtuns or Tajiks, both of Persian origin منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Tyagi, Vidya Prakash (2009). Martial races of undivided India. Gyan Publishing House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7835-775-1. The ancestry of the Pashtuns are eastern Iranian منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Indian Defence Review. Lancer International. 2006. the Pashtuns and Balochis [...] the two Iranian tribal groups dominate the ... منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Inc, IBP (4 April 2013). Afghanistan Labor Policy, Laws and Regulations Handbook: Strategic Information and Regulations. Lulu.com. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4387-8020-7. The majority of Afghanistan's population consist of the Iranian peoples, notably the Pashtuns and Tajiks. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610690188 – عبر Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Bodetti, Austin (11 July 2019). "What will happen to Afghanistan's national languages?". alaraby. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Chiovenda, Andrea (2019-11-12). Crafting Masculine Selves: Culture, War, and Psychodynamics in Afghanistan. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-007355-8. Niamatullah knew Persian very well, as all the educated Pashtuns generally do in Afghanistan منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Hindu Society and English Rule". The Westminster Review. The Leonard Scott Publishing Company. 108 (213–214): 154. 1877. Hindustani had arisen as a lingua franca from the intercourse of the Persian-speaking Pathans with the Hindi-speaking Hindus. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Hakala, Walter N. (2012). "Languages as a Key to Understanding Afghanistan's Cultures" (PDF). National Geographic. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۸. In the 1980s and '90s, at least three million Afghans--mostly Pashtun--fled to Pakistan, where a substantial number spent several years being exposed to Hindi- and Urdu-language media, especially Bollywood films and songs, and being educated in Urdu-language schools, both of which contributed to the decline of Dari, even among urban Pashtuns. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په 8 January 2010 باندې). When men were men.
  27. Misdaq, Nabi (2005). Afghanistan: Political Frailty and Foreign Interference. Routledge. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Hybrid Census to Generate Spatially-disaggregated Population Estimat". United Nations world data form. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Northern Pashtun in United Arab Emirates". Joshua project. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Afganistan in 2018. A Survey of the Afghan People (PDF). The Asia Foundation. 2018. د کتاب پاڼې 283. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Afghanistan - The World Factbook". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "Pakistan - The World Factbook". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Kiani, Khaleeq (28 May 2018). "CCI defers approval of census results until elections". Dawn. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. On the national level, Pushto stood second with 18.24pc population reporting it as mother tongue... منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "What Languages Are Spoken In Pakistan?". World atlas. 30 July 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Romano, Amy (2003). A Historical Atlas of Afghanistan. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8239-3863-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Syed Saleem Shahzad (20 October 2006). "Profiles of Pakistan's Seven Tribal Agencies". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "The Changed World of South Asia: Afghanistan, Pakistan, and India after September 11" (PDF). Usfca.edu. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Nath, Samir (2002). Dictionary of Vedanta. Sarup & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7890-056-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Caldwell, Dan (2011-02-17). Vortex of Conflict: U.S. Policy Toward Afghanistan, Pakistan, and Iraq. Stanford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-7666-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. . Peshawar, pakols and namkeen karahi. Aurora Dawn.
  41. Glassé, Cyril; Smith, Huston (2003). The New Encyclopædia of Islam. Rowman Altamira. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780759101906. The Pashto-speaking tribesman who live in Afghanistan, where they are one of the main ethnic groups, and in Pakistan, where they are generally called by the variant term Pathan (Hindi and Urdu). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. (په 23 May 2015 باندې). The 'Kabuliwala' Afghans of Kolkata. BBC News.
  43. "Study of the Pathan Communities in Four States of India". Khyber.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. (په 15 February 2018 باندې). Khan Abdul Gaffar Khan's great granddaughter seeks citizenship for 'Phastoons' in India.
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  46. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  47. "Pashtun in India". Joshua Project. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  49. "Pashtun, Pathan in India". Joshua Project. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. (په 27 April 2009 باندې). Bollywood actor Firoz Khan dies at 70. Dawn.
  51. Finnigan, Christopher (29 October 2018). ""The Kabuliwala represents a dilemma between the state and migratory history of the world" – Shah Mahmoud Hanifi". London School of Economics. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. Windfuhr, Gernot (2013-05-13). Iranian Languages. Routledge. د کتاب پاڼي 703–731. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-79704-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  53. "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  54. "ḠILZĪ – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. Nāder Shah also defeated the last independent Ḡalzay ruler of Qandahār, Shah Ḥosayn Hotak, Shah Maḥmūd’s brother in 1150/1738. Shah Ḥosayn and large numbers of the Ḡalzī were deported to Mazandarān (Marvī, pp. 543-52; Lockhart, 1938, pp. 115-20). The remnants of this once sizable exiled community, although assimilated, continue to claim Ḡalzī Pashtun descent. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  55. "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. raided in Khorasan, and “in the course of a very few years greatly increased in numbers” منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  56. Dalrymple, William; Anand, Anita (2017). Koh-i-Noor: The History of the World's Most Infamous Diamond. Bloomsbury Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4088-8885-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  57. "ĀZĀD KHAN AFḠĀN". iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  58. "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۱. According to a sample survey in 1988, nearly 75 percent of all Afghan refugees in the southern part of Persian Khorasan were Dorrānī, that is, about 280,000 people (Papoli-Yazdi, p. 62). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  59. Jaffrelot, Christophe (2002). Pakistan: nationalism without a nation?. Zed Books. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84277-117-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  60. "Afghanistan's refugees: forty years of dispossession". Amnesty. 20 June 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  61. "Young Afghan refugees and asylum seekers in the UK". UN university. 18 June 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  62. "Minority Rights Group Pashtuns". Minority Rights Group. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  63. Wardak, Ali (2003). "Jirga – A Traditional Mechanism of Conflict Resolution in Afghanistan" (PDF). United Nations. د کتاب پاڼې 7. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  64. Pashtun Britannica On-Line (retrieved 18 January 2007).
  65. Understanding Pashto د پېنسلوينيا د پوهنتون گازيت (retrieved 18 January 2007).
  66. پښتون د امريکا د کانگرېس کتابتون (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
  67. مانا او عمل Archived 2006-12-08 at the Wayback Machine., Afghanistan Country Study: مذهب, د الينيوس تخنيکي انستيتيوت (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
  68. The Noble Quran (په ۹ ټوکونو کې), Arabic-English Archived 2006-06-28 at the Wayback Machine., ( ed. Dr. Muhammad Muhsin Khan) (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).

نورې لوستنې او باندنۍ تړنې سمول

== نور نظريات ==لوی افغانستان داوطن ودان وطن داده لوی افغان وطن