پښتونوالی هغه قاعده ده چی په پخوانی وخت کی د پښتنو لخوا جوړه شوې ده او يا په بل عبارت يې چې ووايو پښتونوالي هغه دود او دستورونه دي چې پښتنو د خپل ټولنيز ژوند لپاره يې ځانگړي کړي دي. د دې مانا دا راووځي چی پښتون هغه وخت پښتون دی کله چی په خپلې پښتونوالې ولاړ وي او د پښتونوالې دستورونه او دود په ټولنيز ژوند کې مراعت کړي. د پښتونولي پېښليک اووه زره کاله مخزېږدي پېړيو ته رسېږي . د ځينو څېړونکو په آند پښتونولي د پخوانيو افغانانو يو دوديزه تگلاره وه چې د هغوی د ژوند د گروهو په څېر گڼل شوې .

اساسي دودونه

پښتانه یو شمیر دودونه او اصول لري چې د پښتونوالي په نامه یادېږي. کوم دودونه او اصول چې په حقیقت کې د پښتونوالي ستنې جوړوي، هغه مېلمه پانه، بدل او ننواتې دي.

مېلمه پانه

مېلمه په پښتنو کې دومره قدر لري چې وایی: مېلمه د خدای دوست دي. که مېلمه دښمن څه چې نامسلمان هم وي پښتون یی اقدر کوي. ځینی پښتانه مشران د نامسلمان مېلمه د خوشخاله ساتلو لپاره په کور کې د ځینو خاصو شیانو د ساتلو سپارښتنه هم کوي. پښتانه بنگو، تریاکو او مفرح ته په بده سترگه گوري. مگر د پښتنو یو لوي مشر او د پښتو ژبې ستر شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک په دستارنامه کې لیکي چې سړۍ دغه شایان په کور کې باید ولري. ځکه دی وایی ښایی کوم کافر مېلمه په سړۍ ورپېښ شی او و یی غواړي. پښتون مېلمه ته ډېر زیات مصرف هم کوي او معمولا داسی ښه ډوډۍ ورته پخوي چې خپله یی د جوړولو توان نه لري. ددي متل معنی دا ده چې سړۍ باید په مېلمه سختي ونگړي او په ورین تندی یی په خپل کور کې وساتي.

بدل

د بدل کلمه دوه معناوي لري. کله چې یو سړۍ خپله لور د چا زوي ته ورکوي، دې ته بدل وایی. د بدو په مقابله کې بد کول هم بدل بلل کېږي. مثال په توگه که یو څوک بل څوک مړکړي او د مړي د کورنۍ کوم بل غړي قاتل ووژني، نو ویل کېږي چې دغه شخص د خپلې کورنۍ د غړي بدل واخیست.

عزت

پښتنو ته خپل عزت ډېر اهمیت لري هیچا ته دا حق نه ورکوي چې تېری پرې وکړي.

  • د مثال پر طور د روس د راتګ خلاف هم شاوخوا ټوله پښتانه وه.