ملا عبدالغني برادر

لومړی مرستیال وزیر

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په کال ١٩۶۸م کال کې د افغانستان د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کي نړۍ ته سترګې پرانېستې، نوموړی د جهاد په وخت کې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د تر ټولو نږدي ملګرو څخه وو. هغه په ٢٠١٨م کال کې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د دفتر مشر وټاکل سو؛ تر دوو لسیزو جهادي مقاومتونو وروسته دده په سیاسي هلو ځلو د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو اشغالګرو پر افغانستان و خپل اشغال ته د پای ټکی کښېښود. چي دا د افغانستان په تاریخ کي یو ستره تاریخي پۍښه وه. هغه ناټو چي ټوله اسلامي او غیر اسلامي نړۍ یې په اشاره خپل تګلاري او سیاستونه ټاکي د ملا برادر او د هغه د ملګرو لخوا په نظامي او سیاسي ډګر کي ماته سول. د افغانستان خلکو د طالبانو اسلامي تحریک په مشرۍ په يوه پیړۍ کي د دریم وار ازادۍ او خپلواکي تر لاسه کولو ویاړ خپل کړ. ښ[۱]اغلي برادر د اسلامي امارت د رامنځته کېدو څخه تر مخه په اسلامي امارت کې تر لومړني امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد راوروسته تر ټولو لوړ او بانفوذه شخصیت وو.

ملا عبدالغني برادر
ملا
ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر و غونډي ته د وینا په حال کي.
ملا عبدالغني برادر و غونډي ته د وینا په حال کي.
ملا عبدالغني برادر و غونډي ته د وینا په حال کي.

 د افغانستان د لومړي وزیر لومړی مرستیال
د واکمنۍ دوران
۱۷ اګست ۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
(بنسټ)
 
 په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر
د واکمنۍ دوران
۲۴ اکتوبر ۲۰۱۸
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
حافظ سيد محمد طيب اغا
سهېل شاهین
د شخص مالومات
اصلي نوم عبدالغني
پيدايښت اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "{". لومړی پاراميتر ناسم دی! ۱۹۶۸(۱۹۶۸-اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "{".-{{{3}}}) ‏(عمر: اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "{". کاله)
دهراود ولسوالۍ، اروزګان ولایت
تابعیت د افغانستان شاهي واکمني

د افغانستان جمهوريت د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت د افغانستان اسلامي دولت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوند  طالبان
اولاد موسی کلیم (ﺯوی)
خپلوان
عملي ژوند
کار/مسلک
  • سياسي مشر
  • جهادي مشر
کاروونکې ژبه پښتو
پوځي خدمت
وفاداري د طالبان غوﺭځنګ
جګړه/جګړې
  • په افغانستان کې شوروی جګړه
  • په افغانستان کې جګړه
جايزې
ټایم مجله؛ د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو څخه يو.
لاسليک
د ملا عبدالغني برادر لاسليک د دوحې تړون پر اسنادو باندې
د ملا عبدالغني برادر لاسليک د دوحې تړون پر اسنادو باندې
د ملا عبدالغني برادر لاسليک د دوحې تړون پر اسنادو باندې

ويبپاڼه
ويبپاڼه د لومړي مرستیال وزیر اړوند ټويټرپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
یادښتونه د طالبانو له لورې افغانستان ته د سولې راوستلو تړون ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ

ملا عبدالغني برادر د پښتنو د ستر ملیت د دراني قوم له پوپلزايي قبیلې سره تړاو لري. څرنګه چي د پوپلزیو قبیله د افغانستان په جنوب کي میشته قبیله ده د هیواد په تاریخ کي بی شمیره نومیالي او توریالي مشران لري او د دغه قبیلې لومړی مشر اعلیحضرت احمد شاه ابدالي دی چي د اوسني افغانستان بنسټګر یاديږي او د ۱۸ مي میلادي پیړۍ په جریان کي د خپل وخت ستر مسلمان ټولواک او د نړۍ په کچه بانفوذه نظامي او سیاسي شخصیت تیر سوی دی.

زده کړي

سمول

ملا عبدالغني برادر یوازي په دیني علومو کي زده کړي لري ولي د هیواد سختو شرایطو او خپلو هلو ځلو، د ژوند کړاوونو او سختیو بیا داسي روزلی چي د خپل هر شکست څخه یې لوی درس اخیستی دی. د تقوا، مهربانۍ، ایثار، قربانۍ او اطاعت دغه ستر منار په زړه کي یوازي یو ارمان او هدف ساتي چي د اسلامي امت خصوصاً ځوریدلي او غمجن افغان ملت ښیرازي او ترقي ده.

د خپلو سپیڅلو اهدافو په جرم د طاغوتي لښکرونو لخوا چي په راس کې يې امریکايي استخباراتي او نظامي ځواکونه کار کوي؛ ډېر کله بندي سوی، شکنجه سوی او ځوریدلی دی. افغانستان ته د دوه واره شغال راتللو له امله یې هجرت کړی. د هیواد د ازادۍ او د هیوادوالو د سوکالۍ په موخه یې درې محاذونو کي لويي جګړې رهبري کړي چي اول وار د شوروي اشغالګرو پر وړاندي د جهاد مرحله وه. دوهم ځل یې د کورنیو جګړو، پاټک سالاریو او ملک الطوایفي په وړاندي جګړه وه چي د ده او ملګرو په قربانۍ سره د هیواد د بدبختۍ ټغر ټول کړل سو. دریم ځل د امریکايي اشغال سره مبارزه وه چي دا وار نو ملا صاحب د خپل ټوله پارچه سوي تحریک مسؤلیت په غاړه درلود. تر ډېرو سختو قربانیو، شهادتونو، زندانونو او هجرتونو وروسته یې الله تعالی په خپل غیبي قوت نصرت وکړ او امریکايي اشغال او وحشت یې د دوی له سره لیرې کړ.

مسؤلیتونه

سمول

هیواد کي د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره نوموړي ته د ریاست الوزاء د اقتصادي معاونیت ستر مسؤلیت ور د غاړي شو تر څو د اشغال له مودې راپاته فقر، بیوزلۍ او اقتصادي ستونزو ته پخپل مدبرانه ذهن، با نفوذه او برکتي شخصیت سره د پای ټکي کښیږدي. چي په راتګ سره یې د هیواد په کچه د بیا رغوني ستري پروژې پیل سوي دي چي د مثال په ډول د قوشتیپې ستر کانال د کیندني پروژه، د شاهي کانال د کیندني پروژه، له ۲۵ کلن ځنډ وروسته د ټاپي ستره پروژه، د ریل پټلۍ پروژې، د یو شمیر سترو بندونو د جوړوني او پرانستني پروژې، د هیواد په ۴۰۰ ولسوالیو کي د چک ډیمونو پروژه، د مس عینک پروژه تر ۱۸ کلن ځنډ وروسته او داسي نور...

نور ولولئ

سمول

په ۲۰۲۱م کال کې د ټایم مجلې د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو څخه يو هم ښاغلی ملا عبدالغني برادر وباله او هغه ته يې د "نظامي رهبر" خطاب ورکړ.

سرچینې

سمول
  1. {{cite news}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)