ملا محمد يعقوب
ملا يعقوب اخوند د ملا محمد عمر اخوند مشر زوی دی چي په ١٩٩٠ کال کې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالی کي زيږيدلی دی. هغه دطالبانو دجنګ قومندان او نظامي مسؤل دی. ويل کيږي نوموړی شاوخوا ۳۱ کاله عمر لري، هغه اوسمهال د افغانستان د دفاع وﺯير دی.
ملا محمد يعقوب اخوند | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
اخوند | |||||||
ملا محمد يعقوب اخوند
| |||||||
د افغانستان د دفاع وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۷ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
امیرالمؤمنین | ملا هيبت الله اخوند | ||||||
لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
مرستيال | ملا فاضل اخوند | ||||||
د طالبانو نظامي مسؤل | |||||||
د واکمنۍ دوران ۷ مې ۲۰۲۰ – ۱۵ اګست ۲۰۲۱ | |||||||
امیرالمؤمنین | ملا هيبت الله اخوند | ||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | ۱۹۹۰ (شاوخوا) کندهار، افغانستان | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
پلرنی ټاټوبی | کندهار | ||||||
غړی | طالبان | ||||||
پلار | ملا محمد عمر | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک |
| ||||||
پوځي خدمت | |||||||
وفاداري | طالبان | ||||||
جګړه/جګړې | د طالبانو د ۲۰۲۱ کال بریدونه | ||||||
لاسليک | |||||||
د ملا يعقوب لاسليک د افغانستان د قول اردوګانو د نومبدلون پر اسنادو
| |||||||
سمول |
مولوي محمد یعقوب مجاهد د هوايي ځواک د چورلکو د پوځي نندارې په مراسمو کې وویل:
هېڅ هېواد نه سي کولى چې له پياوړي هوايي ځواک پرته پر ځان تکيه وکړي، نو موږ ژمن يو چې په هېواد کې يو پياوړى هوايي ځواک ورغوو [۱]
په رسنيو کې راڅرګندېدنه
سمول٢٧ اکتوبر ٢٠٢١؛
ښاغلی يعقوب د ٢٠٢١م کال د اکتوبر پر ٢٧مې نېټې د چهارشنبې په ورځ د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون کې د لومړي ځل لپاره په رسنيو کې راڅرګند سو؛ هغه د ټولو بهرنیو او کورنیو رسنيو په حضور کې يوې غونډې ته وينا وکړه، او غوښتنه يې هم بهر ته د تللو افغانانو د بېرته راتګ وه.[۲]
۱۱ جنوري ٢٠٢۲؛
د جنوري پر ۱۱مه ٢٠٢۲م باندې ملا محمد يعقوب مجاهد يو ځل بيا پر رسنيو کې راڅرګند سو، دا ځلې نوموړي له هغو هېوادونو چې د افغاستان الوتکې پکښې دي وغوښتل چې دا الوتکې دي بېرته افغانستان ته وسپاري. تر څنګ يې د افغان هوايي ځواک له هغو پیلوټانو او انجنیرانو څخه چې د هېواد څخه وتلي دي وغوښتل چې بېرته خپل وطن ته را ستانه سي او خپلو دندو ته دوام ورکړي.[۳]
سفرونه
سمولښاغلي يعقوب د جولای د مېاشتې پر ۶مه نېټه باندې د دوو ورځو لپاره قطر هيواد ته رسمي سفر درلود، چي دفاع اړوند بحثونه يې موخه وه؛ په دې غونډه کې هغه د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني او د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ليدنې درلودې.
دا هم وګورئ
سمولسرچينې
سمول- ↑ د ملي دفاع وزارت (۱۱ جنوري ٢٠٢۲). "د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو د چورلکو په شانداره پریډ کې ګډون وکړ".
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ دويچه ويله پښتو (۲۷ اکتوبر ۲٠٢١). "ملا يعقوب په لومړي ځل په رسنيو کې راڅرګند شو".
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ بي بي سي پښتو (۱۱ جنوري ٢٠٢۲). "د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري".
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link)