سردار محمد داود خان

د افغانستان لومړنی ولسمشر

سردار محمد داود خان (۱۸ جولای ۱۹۰۹ – ۲۸ اپریل ۱۹۷۸) د افغانستان لومړی ولسمشر وو.[۶] نوموړي د افغانستان په كابل ښار كي نړۍ ته سترګې پرانیستې.

سردار محمد داود خان
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸ جولای ۱۹۰۹[۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۸ اپريل ۱۹۷۸[۵][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

داوود خان د خپل يو کم اويا کلو ژوندانه خورا ډېره برخه په حکومت کي په کار کولو تېره کړې ده: له عادي افسر نه نيولې تر دفاع وزارت ، له ولايت نه نيولې تر نايب الحکومه گۍ او له صدارت نه نيولې تر هېوادمشرۍ پوري محمد داود پخپله ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هرځای به د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه په عامه انظارو کې وو. نوموړي يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو نه د ١٩٧٠ مو کلونو تر لومړيو پورې، تر هغو چي د جمهوريت د منځته راتګ لپاره یې په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى وو.

داوود خان يو وطنپال او د عياشۍ او رشوت خوړلو څخه خلاص او صادق تقوا لرونکی مسلمان وو. نوموړی د رهبري شوي اقتصاد پلوی ښکارېده او په عين حال کې ېې بزګري (کروندگرۍ) او خصوصي پانگونه هم تقويه کوله.

داوود خان د هغو کسانو سره چې امتيازات ېې دځان له پاره غوښتل جوړ نه وو، تر داسي اندازې چي د خپلې کورنۍ له امتيازاتو سره یې هم مخالفت کاوه. ده د خپل له نوم څخه په رسمي توګه د والا حضرت لقب لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو پرمختللی، له سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي. ده د یو جمهوري افغانستان او هر چا لپاره د یو ټولمنلي حکومت هیله درلوده.

لمړئ ژوند او زدکړي

شهید سردار محمد داود خان خپلي منځنۍ زده کړي د کابل په استقلال ليسه کې سر ته رسولي دي، ورپسې یې په فرانسه کي د کور جوړونې (انجنیري) په څانګه کې لوړ تحصیلات ترسره کړل او د کابل په حربي پوهنتون کي ېې نظامي زده کړي لاسته راوړې. نوموړي د هیواد د ورورستي پاچا محمد ظاهر شاه د اکا زوی او اخښۍ وو.

داوود خان په 1934 کال کي د ظاهرشاه له خور شاهزادګۍ زرمینې بېګم سره وروسته له هغه واده وکړ کله چي یې پلار محمد عزیز خان یوکال مخکي په 1933 کي د جرمني په پلازمینه برلین کي د یو ترور له امله ووژل سو. د داوود خان او زرمینې بېګم له واده څخه اته اولادونه (چي څلور زامن او څلور لوڼي وې) وزېږېدل. ددوی د زامنو نومان خالد، ویس، زرلښت او محمد عمر وه، او لوڼي یې تورپېکۍ، زرلښته، شینکۍ او درخانۍ نومېدلې.

حکومتي دندي

سردار محمد داوود خان په ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي ولايت د نايب الحکومه او په ۱۹۳۵ کال کې د کندهار ولايت د نايب الحکومه په حيث وټاکل سو. نوموړی د ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤو بولندوی، او ورپسې په ۱۹۴۸ کي د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير وټاکل شو. محمد داوود خان د څه مودې لپاره په پاريس کې د افغانستان استازی هم وو، او له ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير پاته سو.

د لومړي وزیر په توګه

داوود خان د ۱۹۵۳ په سپټمبر کي د لومړي وزیر په توګه وټاکل سو. دده لس کلنه دوره د شوروي اتحاد سره د نږدېوالي، د هلمند درې اړوند پروژې بشپړولو او د ښځو د آزادۍ لپاره لومړني ګامونه چې ښځو ته یې اسانتیاوي رامنځ ته کړې، زیاته مشهوره ده.

د ۱۹۴۷ کال له اګست راهیسي د پاکستان د جوړېدو سره داوود خان د ډیورنډ کرښې په اړه سخت غبرګون وښود، او د پاکستاني پښتنو د افغانستان سره د ملي یووالي ملاتړ یې هم وکړ. یادي ستونزي د نوموړي لپاره وزارت ته تر رسېدو وروسته هم په لمړیتوبونو کي قرار درلود.

په ۱۹۶۰ کي داوود خان د ډیورنډ کرښې په هاخوا باجوړ ایجنسۍ ته ځواکونه ولیږل ترڅو په دې سیمه کي پېښې اداره او د پښتونستان مسئله مخکې یوسي، خو افغان ځواکونه د یو شمېر پښتنو جاسوسانو لخوا تر برید لاندي راغله، او هڅي یې له خنډ سره مخ سوې. د اړو دوړ په دې دوران کي د افغانستان له خوا د راډیو له لارې هم پراخه تبلیغاتي جګړه روانه وه، او په راتلونکي ۱۹۶۱ کي داوود خان یو ځل بیا د باجوړ په لور د یرغل هڅه وکړه، خو دا ځل پاکستان د تېر خلاف په ځوابي برید کي د امریکا د F-86 سیبر جیټ الوتکي وکارولې چي له امله یې د افغان پوځ کنډک او د کونړ ولایت قبایلو ته درانه زیانونه واوښتل، او په پایله کي یې څو افغان سرتیري هم ونیول سول چي دې پیښي د داود خان حیثیت ته سخت زیان واړاوه.

په ۱۹۶۱ کي د داوود د سیاستونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو ساحو کې د قبایلو د ملاتړ له امله پاکستان خپلي پولي له افغانستان سره وتړلې او شوروی اتحاد سمدستي د افغانستان اصلي سوداګریز شریک سو. شوروي اتحاد په راتلونکو میاشتو کي افغانستان ته د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ارزانه الوتکې، ټانکونه او درنې او سپکې توپخانې ورکړلې.

د داود خان د مطلقه واکمني، د شوروي اتحاد سره نږدې اړیکو او د پاکستان لخوا د بندیزونو له امله د اقتصادي بحران پر دې حساس وخت له داود خان څخه غوښتل شول چي نور استعفا وکړي، خو نوموړي د استعفا پر ځای له پاچا ظاهر شاه څخه د نوي "یو-ګوندې اساسي قانون" د منظورۍ غوښتنه وکړه چي په ترڅ کې به یې د داود خان واک نور هم زیاتېده. څرنګه چي ظاهرشاه دا غوښتنه هم رد کړه داود خان په قهر استعفا وکړه، او پاکستان له افغانستان سره خپلي پولي بیرته پرانیستې.

په ۱۹۶۴ کي پاچا ظاهر شاه یو نوی اساسي قانون معرفي کړ، چي له مخي یې په لومړي ځل د سلطنتي کورنۍ ټولو غړو ته د وزیرانو شورا څخه د وتلو امر وسو. د یادوني وړ ده چي داوود خان مخکي له دې چي استعفا ورکړي، د لمړي وزیر په توګه د کار کولو سربېره تر ۱۹۶۳ پوري د دفاع او د پلان جوړونې وزیر هم وو.

د 1973 کودتا او نوی اساسي قانون

محمد داود خان د ۱۳۵۲ لمريز کال د چنگاښ د پر ۲۶ د سې شنبې پر سهار د راډيويي وينا په اورولو سره په هېواد كې جمهوري نظام اعلان او هغه ته يې د قانونيت او ځای پر ځای کولو لپاره د ۱۳۵۲ د زمري پر ۴ د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ييزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل. دغه فرمانونه چې سرته رسول يې د ۱۳۵۵ فصلونو او ۱۳۶ توکونو (مادو) كې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د ۱۳۵۵ کال د سلواغې د مياشتې د لويې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې اعتبار درلود. لومړۍ گڼه فرمان يې په ۹ توکو (مادو) ، دوه يمه گڼه په ۴ توکو او درېيمه گڼه يې په ۱۸ توکو كې تنظيم شوى وو. وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د ۱۳۴۳ كال د اساسي قانون له مخې په ۱۳ جرگې له خوا تصويب شو چې د هغه د ۱۲۴ مادې پر موجب يې د ملي جرگې جوړېدل د ۱۳۵۸ كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي و. د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كې له ۲۶ قوانينو، ۱۲ تقنيني فرمانونو، ۳۰ اساسنامو، ۱۲ مقررو څخه عبارت و چې په ټوله كې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په ۵۲۳ مادو كې او مدني كود په ۲۴۱۶ مادو كې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د ځمكو (اراضۍ)، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانگې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداگرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستگاه له قانون څخه يادونه وكړو.

نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د محمد داود خان په وخت كې د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغې شمېر څخه د مصر، الجزاير او عراق د هېواد د متخصصينو په همكارۍ تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكيو په تنظيم كې اغيزمن سند گڼل كېږي.

لمړئ جمهور رئيس

داوود خان د ظاهر شاه د اساسي پارلماني سیستم او په افغانستان کي د پرمختګ د چټک نشتون څخه ناخوښه وو، او له لمړي وزارت څخه تر استعفاء وروسته یې ګوښه اوسېدل غوره کړه، خو د 1973 کال د جولای پر 17 یې هغه وخت چي شاه په روم کي وو، ناڅاپه یوه بې ویني کودتا ترسره او د افغانستان شاهي نظام یې په جمهوري بدل کړ. د داوود سره په دې کودتا کي د فوځ لوی شمېر کمونسټان ملګري وه چي وروسته همدغه کسان ورته د لستوڼي ماران وختل

د جمهوریت په نوې کابینه کي د داوود زیاتره وزیران نوي سیاسي څیرې وې، او یوازې ډاکټر عبدالمجید له 1973 څخه تر 1977 پوري د عدلیې وزیر وټاکل سو.

د 1973 په اکتوبر کي محمد هاشم میوندوال چي پخوانی لومړی وزیر او یو لوړ شخصیت لرونکی ډیپلوماټ وو، د کودتا د توطئې په نوم د کمونسټانو له لوري بندي او بیا په زندان کي ووژل سو. دا هغه وخت وو چي پرچمیانو د کورنیو چارو وزارت اداره کاوه، او په پراخه کچه دا باور موجود وو چي میوندوال د همدغه کسانو په مرسته وژل سوی دي. داوود خان پلان درلود چي میوندوال د لومړي وزیر په توګه وټاکي، خو کمونسټ د کورنیو چارو وزیر فیض محمد او ملګرو یې میوندوال په کودتا کي ښکېل او وروسته یې په مرموز ډول وواژه.

د افغان پوځ یو جنرال چي د توطئې په شک د میوندوال سره یوځای نیول سوی وو، محمد آصف صافي وو، چي وروسته بیرته داوود خان شخصاً ترې د نیونې لپاره بخښنه وغوښته.

په 1974 کي داوود د افغان پوځ وړتیا لوړولو لپاره نوی پلان پکار واچاوه، ځکه داسي اندېښنې موجودي وې چي افغانستان د ایران او پاکستان د پوځونو په پرتله عصري پوځ نه لري. ورپسې يې په 1975 کي ټول بانکونه په افغانستان کي ملي کړل، چي یو پکښي د افغانستان مرکزي بانک وو.

داوود غوښتل د هیواد نښلون له شوروي اتحاد څخه لیري وساتي او په دې ترڅ کي یې په 1975 کي د منځني ختیځ ځینو هیوادونو لکه مصر، ترکیې، سعودي عربستان، او ایران ته سفرونه وکړل چي ټول د شوروي ضد هیوادونه وه. نوموړي هند ته هم سفر وکړ، او د هاوانا په غونډه کي یې وویل چي کیوبا "یوازې ځان غیر متعهد ښکاره کوي. جالبه دا وه چي داوود دا ځل د تېر خلاف د پښتونستان احتجاج بیا پیل نه کړ؛ او د پاکستان، امریکا او ایران سره یې ښې اړیکي ورغولې.

نوی اساسي قانون

په 1977 کال کي داوود خپل سیاسي ګوند (د ملي انقلابي ګوند) پرانیسته وکړه چي د ټول سیاسي فعالیت مرکز وګرځېدی. په جنورۍ 1977 کي لویي جرګې یاد اساسي قانون تایید کړ، چي له مخي یې د ولسمشرۍ د یو ګوندي سیستم حکومت جوړ سو. داوود له دې وروسته خپل سوسیالیسټ سیاستونه هم لږ نرم کړل، او په دې توګه یې د خلک دیموکراتیک ګوند سره بې اتفاقي رامنځته سوه. نوموړي تر دې وروسته هڅه وکړه چي په کودتا کي ښکېل کمونسټي عناصر له ځانه لیري کړي. داوود د شوروي اتحاد پر زیات انحصار باندي تکیه هم راکمه کړه او دا اقدامات د مسکو لخوا تر سختي نیوکي لاندي راغلل، ځکه شورويانو وېره درلوده چې افغانستان به ډېر ژر د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو سره نږدې او په کابل کي پر شته حکومت باندي اغیزه ټینګه کړي.

د خپل واک د وروستیو کلونو په جریان کي داوود خپل حکومت له کمونسټانو تصفیه او د هغوی سره یې اړیکي خرابي کړې. نوموړي ددې ترڅنګ له شوروي اتحاد څخه هم ځان لیري کړ او په خپل وروستي سفر کي یې کرملین ماڼۍ د هغوی د ښکېلاکي سیاست له امله زیاته وڅنډل، چي دومره زړورتیا تر دا مهاله هیڅ واکمن د مسکو په وړاندي نه وه کړې.

کودتا او وژنه

په 1978 کي د میر اکبر خیبر تر مرموزي وژني وروسته د هغه پر جنازه په 19 اپریل کي افغان کمونسټان راټول او د داوود حکومت یې وغندی. اټکل کیږي چي په دې غونډه کي له ۱۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ پورې خلک د PDPA د مشرانو لکه نور محمد ترکي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل د ویناګانو اوریدو لپاره راغونډ سوي وه.

داوود چي د کمونسټانو غونډي په قهر کړی وو، د PDPA مشرانو د نیولو امر یې وکړ، چي ددې سره سم کارمل شوروي اتحاد ته وتښتېد، او یوازي امین ونیول سو. داوود وضعیت غلط ارزولی وو او باور یې درلود چي د کارمل پرچمي ډله د کمونسټانو له لوري اصلي ګواښ دی، خو په حقیقت کي د PDPA د اسنادو په اساس د امین د خلق ډلې په پوځ کې پراخ نفوذ درلود او هغوی د پرچم برخي په پرتله دوه یا درې ځله زیات وه. امین په داسي حال کي چي د حکومت تر څار هم لاندي وو، د کودتا لپاره یې بشپړ امرونه له خپل کور څخه لېږل.

په 27 اپریل 1978 کي کودتا پیل او د کابل د نړیوال هوایي ډګر په پوځي اډه کي د ځواکونو د حرکتونو له پيلېدو سره په راتلونکو څلورو ویشتو ساعتونو کې پاڅون کوونکو د داوود خان له وفادارو ځواکونو سره سخته جګړه او ورو ورو پرمختګ وکړ.

داوود او د هغه زیاتره کورنۍ د کودتا پر مهال د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند (PDPA) غړو لخوا ووژل سول، او کودتا په ارګ کي چي سلطنتي ماڼۍ وه، د اپریل پر 28 د سهار په لومړیو ساعتونو کي ترسره سول. سردار محمد داوود خان د 444م کمانډو اړوند غړي امام الدین لخوا ووژل سو او په دې توګه افغانستان یوه اوږدې خونړي جګړې ته ننوت، چي تر دا مهاله هیواد ترې کړیږي.

کورنۍ

سردار محمد داوود خان د سردار محمد عزيز خان زوى، د محمد یوسف خان لمسئ، د یحیی خان کړوسئ، د سلطان محمد خان طلایي کودئ، او د محمدزیو د کورنۍ اړوند پاینده محمد خان او جمال خان د ټبر څخه وو.

داوود خان د ۱۹۳۴ کال په سپتمبر کي د خپل اکا د لور شهزادګۍ زمینه بیګم (۱۱ جنوري ۱۹۱۷ – ۲۸ اپریل ۱۹۷۸) چي د ظاهر شاه خور وه، سره واده وکړ. له دې واده څخه نوموړي څلور زامن او درې لوڼي درلودې:

۱. زرلښته داوود خان (زوکړه ۱۹۵۳ – مړینه ۱۹۷۸)

۲. خالد داوود خان (زوکړه ۱۹۴۷ – مړینه ۱۹۷۸)

۳. ویس داوود خان (۱۹۴۷ – مړینه ۱۹۷۸). نوموړي څلور اولادونه درلودل لکه: تورن داود خان (۱۹۷۲–) اریس داود خان (۱۹۷۳ – مړینه ۱۹۷۸) وایګل داود خان (۱۹۷۶ – مړینه ۱۹۷۸) زهرا خانم (۱۹۷۰–)

۴. محمد عمر داود خان (۱۹۳۴ – مړینه ۱۹۷۸). ده دوه لوڼي درلودې لکه: هیلا خانم (۱۹۶۱ – مړینه ۱۹۷۸) غزاله خانم (۱۹۶۴ – مړینه ۱۹۷۸)

۵. دورخانۍ بیګم

۶. شنکۍ بیګم (۱۹۴۰ – مړینه ۱۹۷۸). دې دوې لوڼي درلودې: آریانه هیلا خانم غازي (۱۹۶۱–) او حوا خانم غازي (۱۹۶۳–)

۷. تورپیکۍ بیګم. دې درې اولادونه درلودل: شاه محمود خان غازي، داود خان غازي او زهرا خانم غازي

د محمد داود خان د مړي موندل

د اسلامي جمهوریت تر منځ ته راتګ پوري ډېرو دا هيله درلوده، ترڅو ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې خښېدنې سره يې تړاو درلود، خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار و چې له يوه کوټلي حکومتي پلان پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل. د ۱۳۸۷ لمريز كال په پسرلي کې دغه هيله د ولسمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده. حکومتي کميسيون د ولسمشر په لارښوونه د پلټنو کار داسي مهال پيل کړ، چي په همدې ورځو کي د داوود خان د حکومت یو مشهوره نظامي چارواکی عبدالولي باز هم په کابل کي وو، او له پلټنو سره یې خپله مرسته او همږغي پیل کړه. عبدالولي باز په دې اړه داسي وایي:

زه هم تصادفا" همدغه مهال په کابل کې وم . د داود خان د ورور له لمسي محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې مو هم سره پېژندل، د مړو د موندلو په چاره کې پر يوه کاري پلان سلا وکړه. ډېر ځله به موږ دواړه د سردار محمد داود له لمسي محمود غازي سره په ګډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او گروېږنې به مو کولې. د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته په بيديا کې په کار پيل کړى وو. هلته د سهار له اتو نه د مازيگر تر دريو بجو پورې پنځوس- شپيته تنه کارکوونکي د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کې په کيندنو بوخت وه. لويې کېږدۍ درول شوې وې، او د څښاک او خوراک غم هم خوړل شوى و. هر کارگر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې، خو په کومه ورځ چې د سردار محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د ډالۍ په توګه ورزياتې شوې. ښايي هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوي وي چې مړي څنگه وموندل شول؟

کميسيون خپل کار په رسنيو کې له دې اعلان نه پيل کړى و ، چې هر چاته د لومړي هېوادمشر د خښېدو ځاى معلوم وي، له ډاره پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي. د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونست رژيم له يو شمېر جگپوړو غړو سره تماسونه ونيول، خو گټه يې نه درلوده، ځکه هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دي. ځينو خلکو په دې ترڅ کي له دننه او بهر نه ټېلېفونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل. هره نښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو، هلته به کار پېلېده. نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا نه د پخوانۍ څلورمې لوا يو افسر ټېلېفون کړى او ادعا کوي چې د خښېدو اصلي ځاى ورمعلوم دى. یاد شخص پادشاه میر وو.

پادشاه مير يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد، نو ويې ويل چې تېروتي يو. تقريبا" درې کيلومتره وړاندې يې د ساپي غر تر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي.

د څلورمې لوا مخکنى افسر پادشاه مير لومړنى کس و چې د صافي غره په لمنو کې يې د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د غړو احتمالي قبر راوښود. کله چې ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى، خو تر لږې شېبې وروسته هيجان په نهيلۍ واوښت، ځکه داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني. هرې خواته يې وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: "وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د ځمکې مخ اوښتى نو ځکه سم نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي". همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي نه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل. یاد کسان چي حميدالله او مولا گل نومېدل، دواړه د کلي ملکان وه او له دواړو سره خورا حساس معلومات وو.

مولا گل له رارسېدو سره وويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى. د ده سبز اوسېدونکي مولا گل ته د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ دغړو د خښېدو سم ځاى معلوم و .مولا گل تقريبا" شپېته متره شاته راغى، پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل: يو قبر دادى. وذپسې نژدې سل متره ها خوا ولاړ او په گوته يې اشاره وکړه: دويم يې دادى. مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کې په جلا ډول خښ شوي دي. پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې.

تر څه کار وروسته د مړو نښې ورو ورو رابرسېره کېدې: په يوه قبر کې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول: ښځې ، کوچنيان او نارينه. له دوو ډله ييزو قبرونو ټول ٢٩ مړي وموندل شول چې ښځې ، کوچنيان او نارينه په کې وو. په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په خپلې مور پورې کلک نښتى وو. یاده پېښه بیخي زړه بوږنوونکي برېښېدل. وروسته روښانه شوه چې دا د هېوادمشر لمسى حارث و چې د ويشتل کېدو پر مهال د مور په غېږ کې و. د غاړې جامې ، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول.

له مړو سره څنگ ته د هغوى بوټونه ، جامې او نور څيزونه هم پراته وو، او تر معلومېدلو وروسته ټول مړي يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو.

د پادشاه مير او مولا گل د مالوماتو سرچينې کومې وې؟

پادشاه مير په کودتا کې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي محمد اسلم وطنجار ټولگيوال و. که څه هم د خلک ديموکراتيک گوند غړى نه و ، خو غړو يې د پېژندگلوۍ له مخې پرې باور کاوه . ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه ، چې د خپلې قطعې په سيمه کې څو قبرونه چمتو کړي . کله چې مړي د خښېدو لپاره وروړل شول ، نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ غړي دي . هغه ويل ، کله چې کودتايي افسران په هغه تياره شپه کې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنگ کېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه . پادشاه مير وايي چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي . دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترگو ليدلې چې د واکمن گوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله . د مولاگل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزگر او د يوه زلموټي کيسه وه . مولاگل ويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه . يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان و ، په دغه سيمه کې يې د عسکرو او موټرو بېسارې گڼه گوڼه ليدلې وه . د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي و چې دلته داود خان او د هغه د کورنۍ غړي خښ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى . څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې حلوا ورته راوړه او په لارويو يې وويشله . ... دادى دېرش کاله وروسته له مولاگل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لومړي هېوادمشر محمد داود او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د خښېدو ټيک ځاى يې کميسيون ته وښوده . ...مولاگل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى .

انځورتون

په کابل کي د سردار محمد داوود خان مزار (2022)

اخځونه

  1. سرچينې تړی: http://en.academic.ru/dic.nsf/enwiki/32887.
  2. سرچينې تړی: http://www.nytimes.com/2009/03/18/world/asia/18afghan.html.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 11403080. Subject named as: Mohammed Daoud Khan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Mohammad-Daud-Khan. Subject named as: Mohammad Daud Khan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Carlotta Gall (۳۱ جنوري ۲۰۰۹). "An Afghan Secret Revealed Brings End of an Era". The popular account of the massacre, which Mr. Naeem retold, was that the family was slain between 4 a.m. and 5 a.m. on April 28, 1978.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "د سردار محمد داود خان وېبپاڼه". بياځلي په 2007-06-30.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/03/090215_m_daudkhanabdulwalibaaz.shtml
واک اخيستنه له
شاه محمود
څخه
د افغانستان لومړی وزير
September 1953– March 1963
واک سپارنه و
محمد يوسف
تـــه
واک اخيستنه له
None - Position created
څخه
د افغانستان هېوادمشر
July 1973 – April 1978
واک سپارنه و
نور محمد ترکی
تـــه