سردار محمد عزيز خان
سردار محمد عزيز خان (۱۸۷۷ ز. - ۶ د جون، ۱۹۳۳ ز.) يو افغان ديپلومات و. هغه د افغانستان د پاچا امير حبيب الله خان سکرتر او له ۱۹۱۷ ز. تر ۱۹۱۹ ز. پورې د افغانستان د باندنيو چارو وزير او د المان او روسيې لپاره د افغانستان سفير و.
مخينه
سردار محمد عزيز خان د سردار محمد يوسف خان او مستوره بېگم مشر زوی و. هغه د هند په دېره دهن کې پيدا شوی و. نوموړی لومړني ولسمشر سردار محمد داود خان پلار و. همداراز هغه د افغانستان د پاچا سردار محمد نادر شاه مشر ورور او د محمد ظاهر شاه تره هم و. هغه د خپل د تره (سردار محمد آصف خان) لور خورشيد بېگم سره واده کړی و او څلور ځامن او څلور لوڼې يې درلودې.
ځامن
- سردار محمد داود خان
- سردار محمد شفيع خان (په ماشومتوب کې مړ شوی)
- سردار محمد رحيم خان (په ماشومتوب کې مړ شوی)
- سردار محمد نعيم خان
لوڼې
- زوبيده بېگم د سردار غلام فاروق خان مېرمن
- معصومه خانم (په ځوانۍ کې مړه شوې)
- امنه خانم (په ځوانۍ کې مړه شوې)
- عايشه جان
زده کړې
سردار محمد عزيز خان په هند کې زده کړې ترلاسه کړي وې.
مړينه
سردار محمد عزيز خان چې کله په برلېن کې د افغاني محصلينو د لومړنۍ ډلې مربي په توگه مسافر و نو د يو افغان محصل چې نوم يې سيد کمال و، لخوا ووژل شو. د هغه مړی يې افغانستان ته راوړ او د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.