اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ( ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال) د افغانستان وروستی پاچا وو. نوموړی د اعليحضرت په لقب په افغانستان کي د پاچهي رسمي نوملړ باندې نومول شوی وو، او تر خپل پلار اعليحضرت محمد نادر شاه تر پاچهۍ وروسته په سلطنت کښېنول شو. ظاهر شاه د محمد نادر شاه زوی وو، او د خپل پلار تر مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو.

محمد ظاهر شاه
محمد ظاهرشاه (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۵ اکتوبر ۱۹۱۴[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۳ جولای ۲۰۰۷[۴][۱][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
مهمې پېښې
جوړښت
جایزې

لمړنئ ژوند

محمد ظاهر د نادرشاه دویم زوی وو، او د 1293 هجري ل کال د میزان پر 22 نېټه په کابل کي وزېږېد. نوموړي په شپږ کلنۍ کي ښوونځۍ پیل او درې لومړي کلونه یې په حبیبیه ښوونځي کي زده کړي وکړې، ورپسې یې د استقلال ښوونځي د بنسټ ایښودلو سره سم تر 1303 کال پوري هلته خپلي زده کړي سرته ورسولې. کله چي یې پلار محمد نادر په پاریس کي د افغانستان استازي وټاکل سو، نو دی هم په 1303 کي هلته ورسره ولاړی.

ظاهرشاه په فرانسه کي په څو ښوونځیو کي زده کړي وکړې، چي په دې کي یې دوه کاله په "اینه ژانسون ده سالی" ښوونځۍ کي هم تېر کړه. وروسته له دې چي محمد نادر خان د افغانستان د سفارت څخه استعفا ورکړه او سویلي فرانسې ته لاړ، ظاهرشاه له هعه سره یو کال او شپږ میاشتي نور هم پاته سو، او تر هغه وروسته یې د پاریس په "باستور" ښوونځي او څه موده یې په "کولیژ دو مون پی نی" کي زده کړې وکړې.

هغه مهال چې محمد نادر خان او د هغه وروڼه لا هم په جنوبي فرانسه کي وه، محمد ظاهر له یوې فرانسوي کورنۍ سره چي "دانیه لو" نومیده ژوند کاوه.

د ظاهرشاه د ښوونځیو د زده کړو او پوهي په اړه دوه ډول راپورونه راغلي دي، چي په دې کي د کابل د (1312 هجري لمریز د کالنامې) پر بنسټ د همایوني ذات په لنډو سوانحو کي داسي لیکل سوي دي: "په پاریس کې د خپل ټول ژوند پر مهال همایوني ذات په پرله پسې توګه د لسم یا اعلی جماعت څخه زده کړه لاسته راوړې ده"

محمد ظاهر څو کاله وروسته له هغه چي نادر خان واک ترلاسه کړ، په 16 کلنۍ کي د 1309 کال د میزان پر 20 نېټه افغانستان ته راستون او په یوه نوې جوړه سوې پوځي ښوونځي کي یې یو کال پوځي روزنه ترلاسه کړه. د ښوونځۍ څخه له فارغیدو وروسته نوموړي ته په 17 کلنۍ کي د حربیه وزارت سرپرستي او د افغانستان د معارف وزارت وکالت ورکړل سو.

پاچهي

ظاهر شاه د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنگه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .

تر دویمي نړيوالي جګړې وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو باندي پيل وکړ . د هلمند او ارغنداب د بندونو جوړول په دې لړ کي د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي.

په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو. د ده په وخت کي د اقتصادي پرمختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره لاسلیک سو. دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جگړې ملگري وه، دا ځکه چي افغانستان د انگرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جگړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په گټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتی.

په ١٩٤٧م کال کي هند د انگرېزانو څخه خپلواکي واخيستله. د دغي خپلواکۍ په پایله کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه. يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انگرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه گرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د لیک په ترڅ کي يې له لاسه ورکړي وې. دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول. دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جگړې او ستونزي منځ ته راوستې.

ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست. د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په پایله کي يې يو زيات شمېر سياسي گوندونه منځ ته راغلل. خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه. تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت.

په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ. ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوی رژیم په رسمیت وپېژندی.

جلا وطني

ظاهر شاه د ۲۹ کاله لپاره په ایتالیا کي ژوند وکړ او د افغانستان د کمونیسټ حکومت په دوره کي یې هیواد ته د راتللو اجازه نه درلوده. نوموړي د افغانانو د جهاد په وخت کي چېي د شوروي اتحاد د شتون پر ضد وو، د ځینو جهادي ګروپونو لکه د سید احمد ګیلاني په مشري د محاذ ملي او د صبغت الله مجددي په مشري د جبهه ملي نجات ملاتړ کاوه.

ظاهر شاه د ۲۰۰۲ کال د اګست په میاشت کي لس میاشتي وروسته له هغه چي طالبان د امریکایي ځواکونو له خوا وپرځول سوه، افغانستان ته راستون او د اضطراري لویي جرګې پرانیستنه یې وکړه، ترڅو د انتقالي حکومت د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.

په انتقالي جرګه او د افغانستان په نوي اساسي قانون کي چي د نوي جمهوري حکومت په سیوري کې تصویب سو، محمد ظاهر ته د "بابای ملت" لقب ورکړل سو او دا امتیاز هم ورکړل سو چي دئ به د ولسمشرۍ ماڼۍ د حرمسرای څخه چي یو وخت دده استوګنځی وو، د عمر تر پایه ګټه اخلي.

ظاهر شاه افغانستان ته تر راستنېدو وروسته په دولتي مراسمو کي لکه د لویي جرګې پرانیستنه، د حامد کرزي د ولسمشرۍ د لوړي مراسم، د حکومتي پارلمان پیل او همدارنګه په ملي او مذهبي جشنونو کي پخپله او یا هم د استازي له لاري ګډون کاوه.

مړینه

محمد ظاهر شاه په پای کي د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ ۲۳ نېټه چي د ۱۳۸۶ کال د سلواغې ۱ نېټې سره سمون لري، په ۵:۴۵ بجې په کابل کي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو. تر مرګ وروسته د سې شنبې په ورځ (یو ورځ وروسته له وفات) په کابل ښار کي د تپه مرنجان په یوه سیمه کي د هغه هدیرې په منځ کي چي دده پلار او د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي هم دفن سوي وه، خاورو ته وسپارل سو.

د کورنۍ انځورونه

انځورتون

لمسیان

 
چپ نه ښوی لورته، شهزادګۍ نوال د محمد ظاهر شاه لمسۍ د نوال د ورور ښځه فرح ظاهر، د نوال یواځینی ورور دران ظاهر، مور یې فاطمه عارف بېګم او د شاهي کورنۍ نور غړي

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Mohammad-Zahir-Shah. Subject named as: Mohammad Zahir Shah. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 20590318. Subject named as: Mohammad Zahir Shah. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. سرچينې تړی: http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/6911260.stm.