مصر
مصر چې رسمي نوم يې د مصر عربي جمهوريت دی، په څو لويو وچو کې پروت هېواد دی چې د افريقا شمال ختیځ کونج او د اسيا سويل لوېديځ کونج ته د سينا ټاپووزمې نه جوړ شوي يوه ځمکني پول په مټ غځېدلی دی. مصر د مديترانې په حوزه کې پروت دی، شمال ختيځ ته د غزې له تړانګې (فلسطين) او اسرائيلو سره ګډه پوله لري، ختيځ ته يې د عقبة خليج او سور سمندر، سويل ته يې سوډان او لوېديځ ته يې ليبيا پراته دي. د عقبة خليج بلې غاړې ته اردن، د سور سمندر بلې غاړې ته سعودي عربستان او د مديترانې بلې غاړې ته يې يونان، ترکيه او قبرص پراته دي، خو دا يو هم له مصر سره ځمکنۍ پوله نه لري.
مصر | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۲۷°شمال ۲۹°ختیځ / 27°شمال 29°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 1010407.87 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | قاهره |
رسمي ژبې | عربي ژبه [۲] |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۸ فبروري ۱۹۲۲ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 21 کلن |
نور مالومات | |
پیسې | د مصر پونډ |
تګلوری | ښي لورۍ [۳] |
هېواد کوډ | EG |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +20 |
د بل هر هېواد په پرتله مصر تر ټولو اوږد تاريخ لري، د نيل د ډلټا په اوږدو کې د دې هېواد ميراث له زېږد مخکې شپږمې او څلورمې زرېزې ته رسېږي. لرغونی مصر چې د لرغوني تمدن زانګو بلل کېږي، د ليکلو، کرنې، ښارمېشتېدنې، منظم دين او مرکزي حکومتولۍ د ودې د لومړيو پرمختګونو شاهد و. د الجيزة د مقبرې، ابو الهول، د ممفيس ويرانۍ، طيبه، کرنک او د پاچايانو درې په څېر مشهور يادګارونه د دې ميراث څرګندونه کوي، په ورته وخت کې د علمي او ولسي مهمې توجه مرکز ګرځېدلی. د مصر اوږد او شتمن کلتوري ميراث د دې هېواد د ملي هويت نه جلا کېدونکې برخه ده، کوم چې په دوو لويو وچو کې د دې هېواد د موقعيت څرګندونه کوي، چې هغه په يو وخت کې مديترانه، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د دې هېواد شتون دی. مصر د مسيحيت لومړی او مهم مرکز و، خو په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه اسلامي کړای شو، سره له دې چې د پام وړ مسيحي لږه کي هم لري، بيا هم تر ډېره بريده مسلمان پاتې شوی دی. [۴][۵]
د معاصر مصر لرغونتيا ۱۹۲۲ز کال ته رسېږي، دا هغه مهال دی، کله چې مصر له بریتانوي سترواکۍ نه د يو پاچايي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د ۱۹۵۲ز کال له اوښتون وروسته، مصر جمهوريت اعلان کړ او دا جمهوريت په ۱۹۶۱ز کال کې ړنګ شو. د شلمې پېړۍ د دويمې نيمايي په اوږدو کې، مصر له ټولنيزو او مذهبي شخړو او سياسي ټيکاو نه شتون نه تېر شو، په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ز کلونو کې يې له اسرائیلو سره څو وسله والې نښتې وکړې، دې دواړو هېوادونو تر ۱۹۶۷ز کال پورې په نوبتي ډول د غزې تړانګه نيولې وه. په ۱۹۷۸ز کال کې مصر د کامپ ډيويډ تړون لاسليک کړ، په رسمي ډول د غزې له تړانګې په شا شو او اسرائيل يې په رسميت وپېژندل. دا هېواد اوس هم د ۲۰۱۱ز کال د اوښتون او د هغې د اغېزو په ګډون د سياسي ناکرارۍ، تروريزم او اقتصادي ودې نه شتون له امله، له ستونزو سره مخامخ دی. د مصر د اوسني نيمه صدراتي جمهوريتي حکومت مشري عبدالفتاح السيسي کوي، ډېری څارونکي دې حکومت ته يو مستبد يا د يو استبدادي حکومت د مشرتابه په سترګه ګوري، کوم حکومت چې په هېواد کې د بشري حقوقو په وړاندې پخوانيو ستونزو پيدا کولو د دوام مسئول دی.
اسلام د مصر رسمي دين او عربي يې رسمي ژبه ده. له سل ميليونه نه د زياتو وګړو په لرلو سره مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او عربي نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، په افريقايي هېوادونو کې درېيم زيات نفوس لري (له نايجيريا او ايتوپيا وروسته) او په نړۍ کې څوارلسم هغه هېواد دی چې زیات نفوس لري. ډېری اوسېدونکي يې د نيل سيند پر څنډو ژوند کوي، دا سيمه ۴۰۰۰۰ کيلو متره (۱۵۰۰۰ ميل مربع) مساحت لري او دا هغه سيمه ده چې د کرنې لپاره ځمکه په کې موندل کېږي. د سهارا دښتې پراخه سيمو کې ډېر کم خلک ژوند کوي، کومه چې د مصر ډېره ځمکه پوښي. د مصر نژدې نيمايي اوسېدونکي په ښاري سيمو کې ژوند کوي، له دوی نه ډېری يې د قاهرې، سکندريې او د نيل ډيلټا په نورو ګڼ مېشتو ښارونو کې خپاره شوي دي.[۶]
مصر په شمالي افريقا، منځني ختيځ او اسلامي نړۍ کې يو سيمه یيز ځواک بلل کېږي، خو په ټوله نړۍ کې د منځني ځواک په سترګه ورته کتل کېږي. مصر د متنوع اقتصاد لرونکی دی، له اقصادي اړخه په افريقا کې دويم ستر ځواک، په نړيواله کچه د کورني ناخالص توليد له پلوه دري دېرشم او د PPP له نظره د نړۍ شلم ستر اقتصاد لري. مصر د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، افريقايي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او ځوانانو د نړيوالې ټولنې له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی.[۷]
نومونه
انګليسي نوم « Egypt» له لرغوني يوناني نوم « Aígyptos» نه اخستل شوی، له يوناني نه د منځنۍ فرانسوي ژبې د « Egypte» او لاتيني ژبې د « Aegyptus» ټکي په مټ يې انګليسي ته لار موندلې ده. د لومړيو يوناني B لیکونو په ډبرليکونو کې يې د « a-ku-pi-ti-yo» په توګه يادونه شوې ده. د صفت په توګه چې « aigýpti-"/"aigýptios» په ډول تلفظ کېدو قبطي ژبې د « gyptios» په توګه پور کړ او له دې ځايه بيا د « qubṭī/قبطي» په شکل عربۍ ژبې ته ورسېد، وروسته په «قبط» ("qubṭ") بدل شو، چې همدا په انګليسي کې د « Copt» په شکل يادېږي. يوناني بڼې يې له وروستيو مصري (تل العمارنة) هيکوپتاح يا «ممفيس» نه پور شوې وې، هغه د زوړ مصري نوم « ḥwt-kȝ-ptḥ» بدله کړای شوې بڼه ده چې معنا يې ده «د پتاح د کا (روح) کور»، کوم چې په ممفيس کې د بتاح رب النوع د معبد نوم و.
«د مصر» ټکی (په عربۍ کې د ميم په زیرسره لوستل کېږي) لرغونی عربي قرأني او د مصر نوی نوم دی، په داسې حال کې چې مصر (په مصري عربي لهجه کې د ميم په زور لوستل کېږي) په سيمه یيزه عربي ژبه تلفظ کېږي. دا په اصل کې سامي نوم دی، په سامي ژبه کې له نورو وییونو سره نېغ په نېغه يو شان دی، لکه: په عبري ژبه کې د ("Miṣráyim/Mitzráyim/Mizráim") لغت. د مصر لپاره د دې نوم د کارولو تر ټولو لرغونی دليل د اکادي دی چې په "mi-iṣ-ru" ("miṣru") دې بڼه ويل کېده او د miṣru/miṣirru/miṣaru اړوند دی، چې معنا يې ده «پوله» يا «سرحد».[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د دې هېواد لرغونی نوم Km.t و، چې معنا يې ده توره ځمکه، شونې ده چې اشاره يې د نيل د سيلاب ميدانونو حاصلخېزه تورې ځمکې ته وي، دا د سرې سارا له deshret « dšṛt» يا «سرې ځمکې» نه جلا ده. په عام ډول د دې نوم اواز د Kemet په توګه کېده، خو شونې ده چې په لرغوني مصري ژبه کې د [kuːmat] په توګه تلفظ کېده. د قبطي پړاو پر مهال په مصري ژبه کې دا نوم د «kēme» او «kēmə» په توګه پېژندل کېده او په لومړۍ يوناني ژبه کې د Χημία (Khēmía) په توګه راڅرګند شوی دی. «د سيند څنډې ځمکه» په معنا يو بل نوم هم ورته کارېده. د پورته او ښکته مصر نومونه په پرله پسې ډول Ta-Sheme'aw «د لوخو ځمکه» او Ta-Mehew «شمالي ځمکه» هم وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
تاريخچه
له تاريخ مخکې او لرغونی مصر
د نيل د چوترو په اوږدو او د سارا په څنډو کې پر ډبرو د کېندلو شواهد شته. له زېږد مخکې په لسمه زريزه کې د راټولو شوو ښکاريانو او کب نیونکو کلتور د دانو د ميچن کوونکو پر کلتور اوښتی و. له زېږد مخکې ۸۰۰۰ کې د اقليم بدلون يا د څارويو د زیاتو څرولو له امله د مصر لوړې سيمې په وچېدو شوې او په دې توګه سارا رامنځ ته شوه. لومړيو قبيلوي خلکو د نيل سيند ته کوچ وکړ، چېرې چې دوی يو پرمختللی کرنيز اقتصاد او زياته متمرکزه ټولنه جوړه کړه. [۱۹]
له زېږد مخکې د ۶۰۰۰ په شا او خوا کې، نوي ډبرين کلتور د نيل په دره کې رېښې وکړې. د نوي ډبرين پير پر مهال په ښکته او پورته مصر کې له حکومتونو مخکې په جلا جلا ډول ګڼو کلتورونو وده وکړه. بدارية کلتور او بيا د هغې ځای ناستی نقادة لړۍ په عمومي توګه د مصري حکومتونو پیلامه بلل کېږي. په ښکته مصر کې تر ټولو لرغونی پېژندل شوی ځای مريمدا دی چې تاريخ يې له بدارية نه شا اوخوا اووه سوه کاله پخوا ته ورګرځي. د ښکته مصر اوسنۍ ټولنې د خپلو سويلي سيالانو تر څنګ له دوه زره کلونو نه د زيات وخت لپاره يو ځای ژوند کړی، که څه هم له کلتوري اړخه سره جلا وې، خو بيا بيا سوداګرۍ له لارې يې خپلې اړيکې ساتلې وې. د مصري هيروغليف ليک د لومړيو پېژندل شوو ډبرلیکونو شواهد له حکومت جوړېدو مخکې پړاو په اوږدو کې د درېيم نقده په خاورينو لوښو راڅرګند شول، چې تاریخ يې له زېږد مخکې شا او خوا ۳۲۰۰ کال ته رسېږي. [۲۰][۲۱]
له زېږد مخکې ۳۱۵۰ کې منس پاچا د يوې متحدې پاچايۍ بنسټ کېښود، همدې سلسلې د راتلونکو درې زره کلونو لپاره پر مصر د بېلا بېلو سلسلو حکومت ته لاره اواره کړه. په دې اوږد پړاو کې د مصر کلتور وغوړېد او په دين، هنر، ژبه، ادب او خپلو دودونو کې ځانګړي مصريان پاتې شول. د متحد مصر لومړيو دوو واکمنو سلسلو له زېږد مخکې ۲۷۰۰-۲۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د زړې پاچايۍ د پړاو لپاره زمينه برابره کړه، کومو چې ډېر اهرامونه جوړ کړل، مهم يې د درېیمې کورنۍ د زوسر اهرام او د څلورمې کورنۍ جيزه اهرامونه دي.
تاریخ
مصر د عربي ټکی يا ويی دی. د مصر پخوانی او آر نوم کوُمَت [ku:mat] دی.[۲۲]
ایداري وېش
جغرافیه
دې هېواد د زمکې۱،۰۰۱،۴۵۰ کیلومتر مربع سیمه نیولې، د غزې په پټۍ کې له فلسطين سره په سویل کې، سوډان، ليبيا او شمال او ختیځ لورو ته د مدیترانې او سور بحر سره بریدونه لري. د مصر هېواد د نړۍ له پینځلسو نامتو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.د ۷۷ ملیونو ډېرې برخه یې نیل سیند پر غاړه، چېرې چې کرنیزه او حاصل خیز زږمکې شتون لري، ژوند کوي. د ځمکې ډېرې برخه یې د سحرا دښتو نیولي دی، چې دا دښته بېخی د اوسېدو وړ نه ده.
مهم ښارونه
د ګڼ مېشتو ښارونو څخه یې د قاهره او اسکندریه ښارونه یادولې شو.
احرامونه
د مصر هېواد د هغو اهرامونو له وجې په نړیواله کچه پېژندل کېږي، کوم چې د فرعوني واکمنو لخوا د خپلو مړو د ښخولو لپاره جوړکړل شوي دي. دا اهرامونه د نړۍ په حیرانوونکو ودانیو او څلو کې شمېرل کېږي. د غزې اهرام، د کرنک عبادتځای، او د بادشاهانو دره، او د هغو کیندنو او انځوریځو دیوالونو په واسطه په نړیواله کچه پېژندل کېږي.
سیاست
نن سباد مصر هېواد د سیاسي او کولتوري اړخ څخه د هرچا د پام وړ دی، او د منځني ختیځ هېوادونو په سیاسي او پوځي ادلون بدلون کې ښه کارنده ونډه لري.
سرچینې
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ موضوع: 2
- ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ Midant-Reynes, Béatrix. The Prehistory of Egypt: From the First Egyptians to the First Kings. Oxford: Blackwell Publishers.
- ↑ "Egyptian Identity". www.ucl.ac.uk. نه اخيستل شوی 2021-03-04.
- ↑ "Constitution of The Arab Republic of Egypt 2014" (PDF). sis.gov.eg. Archived (PDF) from the original on 18 July 2015. نه اخيستل شوی 13 April 2017.
- ↑ "Lessons from/for BRICSAM about south–north Relations at the Start of the 21st Century: Economic Size Trumps All Else?". International Studies Review. 9.
- ↑ Hoffmeier, James K (1 اکتوبر 2007). "Rameses of the Exodus narratives is the 13th B.C. Royal Ramesside Residence". Trinity Journal: 1. Archived from the original on 24 November 2010. نه اخيستل شوی 30 سپټمبر 2012.
- ↑ Z., T. (1928). "Il-Belt (Valletta)" (PDF). Il-Malti (په مالټايي) (2 ed.). Il-Ghaqda tal-Kittieba tal-Malti. 2 (1): 35. Archived from the original (PDF) on 17 April 2016.
- ↑ The ending of the Hebrew form is either a dual or an ending identical to the dual in form (perhaps a locative), and this has sometimes been taken as referring to the two kingdoms of Upper and Lower Egypt. However, the application of the (possibly) "dual" ending to some toponyms and other words, a development peculiar to Hebrew, does not in fact imply any "two-ness" about the place. The ending is found, for example, in the Hebrew words for such single entities as "water" ("מַיִם"), "noon" ("צָהֳרַיִם"), "sky/heaven" ("שָׁמַיִם"), and in the qere – but not the original "ketiv" – of "Jerusalem" ("ירושל[י]ם"). It should also be noted that the dual ending – which may or may not be what the -áyim in "Mitzráyim" actually represents – was available to other Semitic languages, such as Arabic, but was not applied to Egypt. See inter alia Aaron Demsky ("Hebrew Names in the Dual Form and the Toponym Yerushalayim" in Demsky (ed.) These Are the Names: Studies in Jewish Onomastics, Vol. 3 (Ramat Gan, 2002), pp. 11–20), Avi Hurvitz (A Concise Lexicon of Late Biblical Hebrew: Linguistic Innovations in the Writings of the Second Temple Period (Brill, 2014), p. 128) and Nadav Na'aman ("Shaaraim – The Gateway to the Kingdom of Judah" in The Journal of Hebrew Scriptures, Vol. 8 (2008), article no. 24 Archived 17 October 2014 at the Wayback Machine., pp. 2–3).
- ↑ Izre', Shlomo. "On the So-Called Ventive Morpheme in the Akkadian Texts of Amurru". www.academia.edu: 84. Archived from the original on 18 January 2016. نه اخيستل شوی 18 November 2015.
- ↑ Black, Jeremy A.; George, Andrew; Postgate, J.N. (2000). A Concise Dictionary of Akkadian. Otto Harrassowitz Verlag. ISBN 978-3-447-04264-2.
- ↑ As in inscriptions such as the Rassam cylinder of Ashurbanipal. For transcription, the word being written Mu-s,ur [۱]
- ↑ Rosalie, David (1997). Pyramid Builders of Ancient Egypt: A Modern Investigation of Pharaoh's Workforce. Routledge. p. 18.
- ↑ Muḥammad Jamāl al-Dīn Mukhtār (1990). Ancient Civilizations of Africa. p. 43. ISBN 978-0-85255-092-2. Archived from the original on 31 January 2017. نه اخيستل شوی 28 May 2016.
- ↑ Antonio Loprieno, "Egyptian and Coptic Phonology", in Phonologies of Asia and Africa (including the Caucasus). Vol 1 of 2. Ed: Alan S Kaye. Winona Lake, Indiana: Eisenbrauns, 1997: p. 449
- ↑ "A Brief History of Alchemy". University of Bristol School of Chemistry. Archived from the original on 5 October 2008. نه اخيستل شوی 21 August 2008.
- ↑ Breasted, James Henry; Peter A. Piccione (2001). Ancient Records of Egypt. University of Illinois Press. pp. 76, 40. ISBN 978-0-252-06975-8.
- ↑ Midant-Reynes, Béatrix. The Prehistory of Egypt: From the First Egyptians to the First Kings. Oxford: Blackwell Publishers.
- ↑ "The Nile Valley 6000–4000 BCE Neolithic". The British Museum. 2005. Archived from the original on 14 February 2009. نه اخيستل شوی 21 August 2008.
- ↑ Shaw, Ian, ed. (2003). The Oxford History of Ancient Egypt. Oxford: Oxford University Press. p. 69. ISBN 0-19-280458-8.
- ↑ Phonologies of Asia & Africa. p. 449.