عربي ژبه
اللغة العربية

د ویلونکی شمیر ۲۵۰ میلیونه
د ژبې کورنۍ افریقایی-آسیایی ژبې
  • سامي ژبې
    • عربي ژبه
د ليکلو بڼه عربي توری
وييل کېږي په الجزایر
بحرين
چاډ
جېبوتي
مصر
اېرېتريا
عراق
یمن
عمان
قطر
کوېټ
کامروس
لېبنان
لېبيا
مالي
ماروکو
مورېتانيا

فلسطين
سعودي عربستان
سوماليا
متحده عرب امارات
سوډان
سوريه
تونس
ملګري ملتونه

عربي (اَلْعَرَبِيَّةُ) يوه سامي ژبه ده چې په لومړي ځل له لومړۍ څخه تر څلورمې زېږديزې پېړۍ پورې راڅرګنده شوه. دا ژبه اوس د عربي نړۍ ژبه ده. نوم يې له عربو څخه اخیستی، دا اصطلاح په لومړيو کې د هغو خلکو د پېژندګلوۍ لپاره کارېده چې په عربي ټاپووزمه کې اوسېدل. د لرغونو يوناني جغرافيه پوهانو د پوهې له مخې د دې ټاپووزمې لویديځ ته ختيځ مصر، ختيځ ته يې بين النهرين شمال ته يې شمالي سوريه او د لبنان غرونو مقابل لوری موقعيت درلود. د نړيوالې معيار جوړونې سازمان د عربي ژبې لپاره دوه دېرش ډوله شفرونه ځانګړي کړي دي، چې معياري بڼه، عصري معياري عربي، چې ادبي عربي هم ورته ويل کېږي هغه فصيحه نوې عربي ژبه ده. دا توپير په لومړي سر کې د لویديځو ژبپوهانو په منځ کې هم لېدل کېږي؛ په عموم کې په عربي ژبه خبرې کوونکي د نوې معياري عربي او کلاسيکي عربي تر منخ توپير نه کوي، بلکې دواړو ته «العربية الفصحی» يعنې فصيحه عربي، يا په ډېر ساده ډول (الفصحی) ورته وايي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په نړۍ کې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د عربي ژبې تدريس کېږي او په کاري چاپيريال، دولتونو او رسنيو کې په بېلا بېلو کچو کار ځينې اخیستل کېږي. عربي ژبه په نوي عربي معياري بڼې سره د شيږويشتو هېوادونو او يوې لانجمنې سيمې رسمي ژبه ده، له فرانسوي او انګليسي څخه وروسته څلورمه ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي، له دې امله چې قرآن شریف او مبارک حديثونه په فصيحه عربي ژبه لیکل شوي، دا ژبه د اسلام دين ديني ژبه هم ده.[۶][۷][۸]

د منځنيو پېړيو پر مهال، عربي د مديترانې په سيمه کې د کلتور اصلي لېږدوونکې ژبه وه، په ځانګړي ډول په علم، رياضياتو او فلسفه کې. له همدې کبله ډېرو اروپايي ژبو له عربي څخه ځينې ټکي پور کړي دي. تر ډېره بريده د عربي ژبې اغېر د اروپايي ژبو په لغاتو کې لېدل شوی دی – تر ډېره بريده په هسپانوي ژبه او تر کم بريده په پرتګالي، کاتالاني او سيسلي ژبو کې – لامل دا و چې عربي شوي اروپايي مسيحي او مسلمان تمدنونه سره نږدې و او هلته مسلمانانو او عربي ژبې د اوږدې مودې لپاره شتون درلود، په ځانګړې توګه په سویلي ابیریا کې د اندلس د پير پر مهال. مالټي يوه سامي ژبه ده چې له عربي لهجې څخه يې وده کړې او په لاتيني الفبا لیکل کېږي. د بالکان ژبې چې په هغې کې يوناني او بلغاريايي شاملې دي، هم له عربي اصليت څخه د ترکي عثماني سره د اړيکو له امله ډېری عربي ټکي تر لاسه کړي دي. [۹]

د خپل تاريخ په اوږدو کې عربي ژبې په نړيواله کچه په نورو ژبو خورا ستر اغېز پرېیښی دی، په ځانګړي ډول د اسلامي کلتورونو او هېوادونو پر ژبو کوم چې مسلمانانو فتح کړې وو. يو شمېر هغه ژبې چې تر ډېره بريده له عربۍ اغېزمنې شوې هغه پارسي، ترکي، هندوستاني (هندي او اردو)، کشميري، کردي، بوسنيايي، قزاقي، بنګالي، مالايي (د اندونيزيا اوماليزيا)، مالديفي، پښتو، پنجابي، البانيايي، ارمينيايي، اذربايجاني، سيسلي، اسپانيايي، يوناني، بلغاريايي، تاګالوګ، سندي، اودي، عبري او هاوسا ژبې دي او د افريقا په ځينو سيمو کې ځينې نورې ژبې. له بله اړخه، عربي هم له ځينو ژبو يو شمېر ټکي اخیستي چې ارامي، عبري، لاتيني، يوناني، پارسي پکې شاملې دي، همدا راز تر کمې اندازې يې له ترکي (د عثماني سترواکۍ له امله)، انګليسي او فرانسوي (د شام د نېواک پر بنسټ) او همدا راز ځينې نورې سامي ژبې لکه حبشي ژبه.[۱۰][۱۱]

عربي د يو اعشاريه نهه ميليارده مسلمانانو ديني ژبه ده، همدا راز عربي د ملګرو ملتونو د شپږو رسمي ژبو څخه يوه ده. په ټوليز ډول د عربي ژبې په ټولو بڼو په عربي نړۍ کې شا اوخوا څلور سوه او دوه ويشت ميليونه خلک خبرې کوي (چې اصلي او  نااصلي ويونکي پکې شامل دي)، په دې ډول دا ژبه په ټوله نړۍ کې پنځمه هغه ژبه ده چې زيات ويونکي لري، د انټرنيټ د کاروونکو په نظر کې نیولو سره څلورمه هغه ژبه ده چې په انټرنيټ کې زياته کاريږي. عربي په عربي الفبا لیکل کېږي چې ابجدي خط دی او له ښي اړخ څخه چپ لور ته لیکل کېږي، که څه هم کله نا کله لیلل شوې ژبه په ASCII لاتيني بڼه له چپ څخه ښي لور ته لیکل کېږي چې دا يې معياري املاء نه ده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ډلبندي

که څه هم په نړيواله کچه نه ده، خو بيا هم عربي د مرکزي سامي ژبې په توګه ډلبندي شوې. دا ژبه د سامي ژبو په ډلو کې د نورو فرعي ډلبنديو له ژبو سره تړلې ده (شمالي لویدیځ سامي، سويلي سامي، ختیځ سامي، لویديځ سامي)، لکه ارامي، سرياني، عبري، اوګاريټي، فينقي، کنعاني، اموري، عموني، ابلايټ، لرغونې شمالي کتابي عربي، لرغونې سويلي کتابي عربي، حبشي، نوې سويلي عربي او ډېرې نورې له منځه تللې او نوې ژبې. ژبپېژندونکي لا هم د سامي فرعي ډلبنديو د غوره ډلبندۍ په اړه سره اختلاف لري. سامي ژبو په پراخه کچه د لومړۍ سامي او مرکزي سامي ژبو د پيدا کېدو تر منځ بدلون موندلی، په ځانګړي ډول د ګرامر «لارښود» له پلوه. د مرکزي سامي ژبو نوښتونو کې –چې ټول په عربي کې ساتل شوي- لاندې شامل دي:[۲۱]

  1. له مضارع څخه مخکې د جوړه حالت زمانې د صيغې (yajlis-يجلس) بدلول په مضارع زمانه.
  2. د جوړه حالت/اړخ د بڼو له منځه وړل (لکه: مضارع صيغه چې له منځنيو مضاعفو «دوه برابره کولو» رېښو څخه جوړيږي، په بشپړ ډول د لومړۍ رېښې د ساکن ويي سره د يو /t/ په زياتولو سره جوړېږي، يا شونې ده چې امريه صيغه د فشار يا شد له لارې منځ ته راځي) او دا ځکه له منځه يوړل شوې چې نوي حالتونه رامنځ ته شول، کوم چې د پای ويو له لارې جوړېږي چې يو وروستاړی ورپسې نښول کېږي (لکه: U د اشارې لپاره، -a د شرط لپاره، بې پايه د امر لپاره، an یا anna د فعال لپاره).
  3. داخلي مبني علی المجهول جوړول.

د فصيحې عربي، نوې عربې د ډولونو، او همدا راز د صفايي او حسامي کتابي عربي ډولونو تر منځ ډېرې ځانګړتياوې ګډې دي، کومې چې په نورو مرکزي سامي ژبو، لکه د حجاز په شمال کې الداداني او التيماني په نورو ډلو کې نه موندل کېږي. دا ځانګړتياوې د دې ښودنه کوي چې دا ژبې يو ګډ فرضي اصل لري چې هغه Proto-Arabic دی. لاندې ځانګړتياوې په باور سره د Proto-Arabic لپاره بيا جوړېدای شي: [۲۲]

  1. منفي جوړښتونه m * /mā/; lʾn */lā-ʾan/ فصيحې عربي ژبې ته
  2. مفعول منفي صفت (نعت)
  3. حرف جر او ظروف f, ʿn, ʿnd, ḥt, ʿkdy
  4. شرطي په –a کې
  5. T-څرګندونکی
  6. د ښځينه د معروف پای برابرول
  7. ʾn بشپړوونکی او تابع
  8. د شکلي بندونو د څرګندونو لپاره د f کارول
  9. په (ʾ)y کې د مستقل مفعول به ضمير
  10. په تنوين کې اضافي

تاريخ

زړه عربي

په لرغونې زمانه کې عرب د سامي ژبو د پراخه بڼو لرونکې سيمه وه. په سويل لویديځ کې، ګڼې سامي ژبې ویل کېدې، هم هغه ژبې چې تر دې سيمې اړوند وې او هم هغه چې د لرغونې سويلي عربي کورنۍ څخه بهر وې (لکه سويلي ثمودي ژبه). دا باور هم شته چې د نویو سويلي عربي ژبو (غېر مرکزي سامي ژبې) په اصلي ژبه اوس هم د عربو په سويل کې خبرې کېږي. په شمال کې، د شمالي حجاز په څنډو کې، دادانيتي او تايماني ژبو د کتابي ژبو په توګه حيثيت درلود. په نجد او د عربو په ځينو لویدیځو برخو کې، پوهانو د ثمودي C ژبې په نوم يوه ژبه تايید کړې ده. په ختيځ عرب کې، داسې ډبرلیکونه شته چې له ASA څخه اخیستل شوي ژبې دي، کوم چې د داسې يوې ژبې د شتون شاهدي ورکوي چې د حسايي په نوم پېژندل کېږي. په پای کې، د عربو په شمال لویديځو پولو کې، پوهانو د ثمودي B، ثمودي D، صفايي او هسمايي په نوم ژبې پېژندلې دي. وروستۍ دوه ژبې د عربي د وروستيو بڼو سره مهمې مساوي شريکې اصطلاح ګانې لري او دا چاره پوهان دې اند ته رسوي چې صفايي او هيسمايي ژبې په اصل کې د عربي ژبې لومړۍ بڼې دي او بايد دا ژبې لرغونې عربي ژبه وبلل شي.[۲۳]

سرچینې

  1. Semitic languages: an international handbook / edited by Stefan Weninger; in collaboration with Geoffrey Khan, Michael P. Streck, Janet C. E.Watson; Walter de Gruyter GmbH & Co. KG, Berlin/Boston, 2011.
  2. . Al-Jallad. The earliest stages of Arabic and its linguistic classification (Routledge Handbook of Arabic Linguistics, forthcoming).
  3. Macdonald, Michael C. A. (in en). Arabians, Arabias, and the Greeks_Contact and Perceptions. pp. 16–17. https://www.academia.edu/4593009. 
  4. "Documentation for ISO 639 identifier: ara". مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kamusella, Tomasz (2017). "The Arabic Language: A Latin of Modernity?". Journal of Nationalism, Memory & Language Politics 11 (2): 117–145. doi:10.1515/jnmlp-2017-0006. https://research-repository.st-andrews.ac.uk/bitstream/handle/10023/12443/_Journal_of_Nationalism_Memory_Language_Politics_The_Arabic_Language_A_Latin_of_Modernity.pdf?sequence=1&isAllowed=y. Retrieved 28 June 2019. 
  6. World, I. H. "Arabic". IH World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Harvcoltxt
  8. "Arabic Language to Non-Arabic Speakers". طموحي (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Maltese language". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Versteegh, Kees; Versteegh, C. H. M. (1997). The Arabic Language (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780231111522. ... of the Qufdn; many Arabic loanwords in the indigenous languages, as in Urdu and Indonesian, were introduced mainly through the medium of Persian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bhabani Charan Ray (1981). "Appendix B Persian, Turkish, Arabic words generally used in Oriya". Orissa Under the Mughals: From Akbar to Alivardi : a Fascinating Study of the Socio-economic and Cultural History of Orissa. Calcutta: Punthi Pustak. د کتاب پاڼې 213. OCLC 461886299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "What are the official languages of the United Nations? - Ask DAG!". ask.un.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Christianity 2015: Religious Diversity and Personal Contact" (PDF). gordonconwell.edu. January 2015. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Executive Summary". Future of the Global Muslim Population. Pew Research Center. 2011-01-27. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Table: Muslim Population by Country". Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 2011-01-27. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "UN official languages". un.org. 2014-11-18. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "World Arabic Language Day". UNESCO. 18 December 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lane, James (2 June 2021). "The 10 Most Spoken Languages In The World". Babbel. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Internet: most common languages online 2020". Statista (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Top Ten Internet Languages in The World - Internet Statistics". www.internetworldstats.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Semitic languages: an international handbook / edited by Stefan Weninger; in collaboration with Geoffrey Khan, Michael P. Streck, Janet C. E.Watson; Walter de Gruyter GmbH & Co. KG, Berlin/Boston, 2011.
  22. Al-Jallad, Ahmad (2015). An Outline of the Grammar of the Safaitic Inscriptions (په انګلیسي ژبه کي). Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-28982-6. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Al-Jallad, Ahmad. Al-Jallad. The earliest stages of Arabic and its linguistic classification (Routledge Handbook of Arabic Linguistics, forthcoming). https://www.academia.edu/18470301. Retrieved 2016-07-15.