پرتګالي ژبه

په نړۍ کې د پرتګالي ژبه شتون.

پرتګالي د پرتګال هیواد رسمي ژبه ده، همدارنګه یاده ژبه په برازیل، آنګولا، کیپ ورډ، ختیځ تیمور، ګینه بیسایو ، سایوتومه او پرنسیپ، ماکاو او موزمبیق کې رسمي ده. پرتګالي د رومي ژبه له کورنۍ څخه ده چې له ګالیسایي پرتګالي ژبه څخه سرچینه اخلي او اوسمهال په نړۍ کې کابو ۲۴۰ میلیونه خلک پری خبرې کوي. همدارنګه یاده ژبه د وګړو له اړخه په نړۍ کې شپږمه ګڼ ویونکې ژبه ده.