انګولا

د سوېلي افريقا په لوېديځ ساحل کې يو هېواد
(له آنګولا نه مخ گرځېدلی)

انګولا (آنګولا) , په رسمي توگه د آنگولا جمهوريتRepública de Angola), په سوېل-منځنۍ افريقا کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د نامیبیا، او کانګو دمکراتیک جمهوریت، په ختيځ کې د زمبیا هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله اطلس سمندر ته ورغځېدلې. د کابیندا ولايت چې د دې هېواد يو دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري.

بيرغ نښان
د آنګولا
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
لوآندا
۸°۵۰′ سویل ۱۳°۲۰′ ختیځ / 8.833°سويل 13.333°ختيځ / -8.833; 13.333
حکومت څو ګوندیزه دیمکراسي
د وګړو شمېر
 -   estimate ۱۰,۹۷۸,۵۵۲ (71st)
 -   census unavailable 
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۳ اټکل
 -  ټولټال ۳۱,۳۶۴1 (۸۳)
 -  پر کس ۲,۳۱۹ (۱۲۰)
بشري پرمختيا (۲۰۰۳) ۰.۴۴۵ (low) (۱۶۰ ټنه)
د وخت سيمه (UTC+1)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC+1)
د انټرنټ مخکښ شپول .ao
پيل ګڼ ۲۴۴

انګولا (  /ænˈɡoʊlə/اورېدل  )؛ په پرتګالي ژبه: [ɐ̃ˈɡɔlɐ]  په رسمي ډول د انګولا جمهوریت ( په پرتګالي ژبه: República de Angola د سویلي افریقا په لویدیځ ساحل کې پروت هېواد دی. دا تر برازیل وروسته د مساحت او نفوس له مخې د لوزوفون (پرتګالي ژبو) دویم لوی هېواد او د افریقا اووم لوی هېواد دی. له سویل څخه له نامېبیا، له شمال  څخه د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، له ختیځ څخه له زامبیا سره او له لویدیځ څخه له اطلس سمندر سره پوله لري. انګولا د کابېندا په نوم یو جلا ولایت لري چې د کانګو له جمهوریت او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت سره پوله لري. تر ټولو لوی ښار او پلازمېنه یې لواندا ده.

انګولا د ډبرمهال راهیسې د اوسېدو وړ وه. د یو ملت - هېواد په توګه یې رامنځته  کېدل د پرتګالیانو د استعمار دور ته ورګرځي. چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶مه پېړۍ کې له سوداګریزو پوستونو او ساحلي مېشت ځایونو سره رامنځته شوې. اروپایانو په ۱۹ پېړۍ کې په ورو ورو په داخل کې ځان تاسیسول پیل کړل. د پرتګال مستعمره چې په انګولا بدله شوه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې یې د لرغونو ډلو لکه کواماتو، کوامانیا او امبوندا د مقاومت له امله خپلې اوسنۍ پولې نه لرلې.

انګولا د استعمار ضد تر یوې اوږدمهاله مبارزې وروسته په ۱۹۷۵ ز کال کې د یو واحد مارکسیست - لینینست ګوند په توګه خپلواکي ترلاسه کړه. دا هېواد په هم هغه کال یوې ورانوونکې کورنۍ جګړې ته دننه شو. د جګړې ښکېلې غاړې د شوروي اتحاد او کیوبا په ملاتړ د انګولا د خپلواکۍ لپاره حاکم ولسي غورځنګMPLA) ) او د متحده ایالاتو او سویلي افریقا په ملاتړ د انګولا د بشپړې خپلواکۍ لپاره د کمونیست ضد ملي اتحادیې یاغیان UNITA)) او د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ د انګولا   د آزادۍ ملي جبهېFNLA) ) د اورپکو سازمان وو. دا هېواد په ۱۹۷۵ز کال کې د خپلې خپلواکۍ راهیسې د MPLA له خوا اداره کېږي. انګولا د جګړې تر پای وروسته په ۲۰۰۰ ز کال کې د یو څه باثباته او واحد جمهوریت په توګه له اساسي قانون سره را څرګند شو.

انګولا د تېلو او معدني موادو عظیمې زېرمې لري او اقتصاد یې په ځانګړي ډول د داخلي جګړې تر پای وروسته د نړۍ په کچه د چټکې ودې په حال کې دی. پر دې سربېره اقتصادي وده په سخت ډول نابرابره ده. داسې چې د هېواد د شتمنۍ ډېره برخه د نفوس په یوه کوچنۍ برخه او په شدید ډول په چین او متحده ایالاتو متمرکزه ده. د ډېری انګولیانو د ژوند سټندردونه ټيټ پاتې شوي؛ د نړۍ په کچه ژوند ته هیله‌مندي تر ټولو لږ ده، حال دا چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په کې تر ټولو لوړه ده. د ژوائو لورنسو دولت له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې له فساد سره مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای پر ځای کړه. داسې چې د پخواني دولت ډېری افراد  یا په بند کې دي یا د محاکمې انتظار کوي. ځینې زندانیان دا کړنې له سیاسي انګېزې سره مل بولي، حال دا چې بهرنیو دیپلوماتانو دا هڅې مشروع یادې کړې.[۱][۲][۳][۴]

انګولا د ملګرو ملتونو، د افریقا اتحادیې، د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان OPEC))، د پرتګالي ژبو هېوادونو د ټولنې او د سویلي افریقا د پرمختګ ټولنې غړې ده. په ۲۰۲۱ ز کال کې د انګولا د وګړو شمېر(نفوس) ۳۲۸۷ میلیونه اټکل شوی. انګولا یو څو فرهنګي او څو قومي هېواد دی. د انګولا کلتور د پرتګالیانو د کلونو نفوذ منعکسوونکي دی یعنې د پرتګالي ژبې او کاتولیک کلیسا غلبه د سیمه ییزو ادابو او دودونو له بېلابېلو ډولونو سره ګډه شوې ده.

رېښه

د انګولا نوم له پرتګالي استعماري نوم رينو ډي انګولا (د انګولا پاچهۍ) له نوم څخه اخیستل شوی، چې په ۱۵۷۱ ز کال کې د پایولو ډیاس دنووایس د منشور په لومړیو کې راڅرګند شو. پرتګالیانو دا نوم د نګولا له لقب څخه اخیستی چې د ندونګو او متامبا د پاچایانو له خوا کارول کېده. ندونګو د کوانزا او لوکالا د سیندونو تر منځ پرته یوه لوړه سیمه ده چې تش په نوم د کانګو د پاچهۍ اړونده سیمه وه، خو په ۱۶ پېړۍ کې د لا ډېرې خپلواکۍ په لټه کې وه. [۵][۶]

تاریخچه

لومړني مهاجرتونه او سیاسي واحدونه

مډرنه انګولا د بانټویانو تر لومړي مهاجرت مخکې تر ډېره د خوی او سان د خلکو مېشت ځای و. د خوی او سان خلک نه مالداران وو نه هم کروندګر، بلکې ښکاریان وو. هغوی د بانټو د خلکو په واسطه چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزه کې له شمال څخه راغلي وو چې ډېری یې اصالتاً د نایجیریا له شمال لویدیځ او سویل څخه و، بې کوره شول. د بانټو ویناوالانو د کېلې او تارو (یو ډول نشایسته لرونکی بوټی) کښت او همدارنګه یې د انګولا په مرکزي ارتفاعاتو او د لواندا په بېدیا کې یې د غواګانو لویې رمې معرفي کړې. [۷][۸]

یو شمېر سیاسي بنسټونه رامنځته شول. تر ټولو مشهوره یې په انګولا کې مېشته د کانګو پاچهي وه چې د شمال لور ته د کانګو تر دیموکراتیک جمهوریت، د کانګو جمهوریت او اوسني ګابن پورې غځېدلې وه. دې هېواد د سویل لویدیځو سمندرغاړو ښکته او پورته او د افریقا له لویدیځ او ان د لویې زېمبابوې او موتاپا امپراتورۍ له ګڼو ښارونو دولتونو او تمدنونو سره ټاکلې سوداګریزې لارې جوړې کړې. که څه هم د سمندرونو تر منځ سوداګري يې لږه یا اصلاً نه تر سره کوله. په سویل کې يې د ندونګو پاچهي پرته وه، چې د پرتګال بله استعماري سیمه وه او ځینې وختونه د دونګو په نوم یادیده او هغې ته څېرمه د ماتامبا پاچهي موجوده وه.  [۹]

د پرتګال استعمار

په ۱۴۸۴ ز کال کې پرتګالی کاشف دیوګو کایو دغې سیمې ته ورسېد. کال مخکې يې پرتګالیانو له کانګو سره اړیکې ټینګې کړې وې چې هغه مهال له مدرن ګابن څخه په سویل کې د کوانز سیند تر شمال پورې غځېدلې وه. پرتګالیانو خپل لومړنی سوداګریز پوست په سویو کې تأسیس کړ، چې اوس مهال د کابېندا سیمې پرته د انګولا تر ټولو شمالي ښار دی. پایولو دیاس ډنووا په ۱۵۷۵ ز کال کې له سل زره مهاجر کورنیو سره سایوپايولو دو لواندا (لواندا) رامنځته کړه. بنګوېلا په ۱۵۸۷ ز کال کې ورغېده او په ۱۶۱۷ ز کال کې په یو ښارګوټي بدله شوه.

پرتګالیانو د انګولا د ساحلونو په دوام څو نور سوداګریز پوستونه، ښارګوټي او کلاوې رامنځته کړې، چې عمدتاً يې د کروندو لپاره له انګولیايي غلامانو سره سوداګري کړه. د سیمه‌ییزو غلامانو خرڅوونکو به له اروپا څخه د تولید شویو مالونو په بدل کې د پرتګال د سترواکۍ لپاره ګڼ شمېر غلامان تیارول.[۱۰][۱۱][۱۲]

په ارام سمندر کې د غلامانو د سوداګرۍ دې برخې د برازیل تر خپلواکۍ وروسته تر ۱۸۲۰ز لسیزې پورې دوام وکړ. [۱۳]

سیاست

د کانګو هیواد اوسنی ولسمشر جووا لورنسو له ۲۶ د سپټمبر ۲۰۱۷م کال راهیسی د یاد هیواد ولسمشر دی. د یاد افریقایي هیواد لومړی وزیر بورنیتو دی سوزا دی.

تاریخ

جغرافیه

اقتصاد

د انګولاهیواد د پیسو واحد د آنګولا کوینز دی چې د یاد هیواد د مرکز بانک لخوا وړاندی کیږي.

آرپوهه

د آنگولا نوم د پرتگالي ژبې نه راوتلی چې د بنټو ويی ان گولا يا N’gola نه راوتلی او په ۱۶مه پېړۍ کې د پارتگال د مستعمرو په وختونو کې د کوېمبونډوس د سلطنت ملي حکمران د لقب په مانا دی.

سرچینې

  1. Transparency and Accountability in Angola. 13 April 2010. https://www.hrw.org/report/2010/04/13/transparency-and-accountability-angola. Retrieved 1 April 2016. 
  2. "Life expectancy at birth". World Fact Book. United States Central Intelligence Agency. 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 30 June 2021 باندې). Diplomat recognizes government's effort in fight against corruption. Agéncia Angola Press
  4. (په 10 January 2020 باندې). Is Angola's Anti-Corruption Drive Real or Cosmetic?.
  5. Heywood, Linda M.; Thornton, John K. (2007). Central Africans, Atlantic Creoles, and the Foundation of the Americas, 1585-1660. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521770651. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leander (18 May 2016). "Kingdom of Kongo 1390–1914". South African History Online. مؤرشف من الأصل في ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Henderson, Lawrence (1979). Angola: Five Centuries of Conflict. Ithaca: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 40–42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812216202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Miller, Josep h (1979). Kings and Kinsmen: Early Mbundu States in Angola. Ithaca: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 55–56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198227045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Story of Africa". BBC. مؤرشف من الأصل في ۲۴ مې ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Global Investment and Business Center (1 January 2006). Angola in the Eighteenth Century: Slave trading in the 1700s. Angola President Jose Eduardo Dos Santos Handbook. Int'l Business Publications. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 0739716069. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. World Bank. The History of Brazil–Africa Relations (PDF). Bridging the Atlantic. د کتاب پاڼې 27. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Fleisch, Axel (2004). "Angola: Slave Trade, Abolition of". Encyclopedia of African History 1. Routledge. 131–133. ISBN 1-57958-245-1. 
  13. Collelo, Thomas, المحرر (1991). Angola, a Country Study. (الطبعة Third). Washington, D.C.: Department of the Army, American University. د کتاب پاڼي 14–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0160308444. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)