ختيځ تيمور

ختيځ تيمور چې د تيمور-ليستي په نوم هم پېژندل کېږي، رسمي نوم يې د تيمور-ليستي ديموکراتيک جمهوريت دی، دا په سويل ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد د تيمور د ختيځ نيمايي ټاپو،  اټاورو او جاکو نژدې ټاپوګانو او اوکيس څخه جوړ دی، د ټاپو شمال لويديځ اړخ د اندونيزيايی لويديځ تيمور سره نښتی او په بشپړ ډول ورڅخه هغه سيمې چاپېرې دي. د دې هېواد سويلي ګاونډی استراليا ده چې د تيمور د سمندر په مټ سره بېل شوي دي. د هېواد ټولټال ځمکه ۱۵۰۰۷ کيلو متر مربع (۵۷۴۹ ميل مربع) ده، ډيلي يې پلازمېنه ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ختيځ تيمور
Timor-Leste (پرتګالي )
Timor-Leste (تېتومي)
République démocratique du Timor oriental (فرانسوي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
Tatamailau (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۲۴۳٬۲۳۵[۲] — ۴۹۹٬۶۸۱[۳] — ۵۰۸٬۵۰۴[۳] — ۵۱۷٬۷۰۴[۳] — ۵۲۷٬۲۹۱[۳] — ۵۳۷٬۲۸۵[۳] — ۵۴۷٬۶۸۸[۳] — ۵۵۸٬۱۱۷[۳] — ۵۶۸٬۴۴۷[۳] — ۵۷۹٬۱۹۲[۳] — ۵۹۱٬۰۷۷[۳] — ۶۰۴٬۳۹۲[۳] — ۶۲۰٬۱۳۸[۳] — ۶۳۷٬۶۰۳[۳] — ۶۵۳٬۳۶۷[۳] — ۶۶۲٬۸۰۳[۳] — ۶۶۲٬۹۸۱[۳] — ۶۵۲٬۱۱۴[۳] — ۶۳۲٬۲۲۷[۳] — ۶۰۸٬۸۷۸[۳] — ۵۸۹٬۸۶۲[۳] — ۵۸۰٬۷۳۰[۳] — ۵۸۳٬۵۶۷[۳] — ۵۹۶٬۵۷۲[۳] — ۶۱۶٬۶۵۰[۳] — ۶۳۸٬۹۳۸[۳] — ۶۵۹٬۸۷۶[۳] — ۶۷۸٬۲۷۷[۳] — ۶۹۵٬۱۷۵[۳] — ۷۱۱٬۷۹۴[۳] — ۷۳۰٬۱۵۸[۳] — ۷۵۱٬۴۸۸[۳] — ۷۷۶٬۷۷۲[۳] — ۸۰۴٬۸۰۳[۳] — ۸۳۲٬۰۵۳[۳] — ۸۵۳٬۷۱۶[۳] — ۸۶۶٬۷۰۰[۳] — ۸۶۹٬۰۲۴[۳] — ۸۶۲٬۶۲۲[۳] — ۸۵۳٬۰۶۹[۳] — ۸۴۸٬۲۳۰[۳] — ۸۵۳٬۵۸۵[۳] — ۸۷۱٬۳۵۳[۳] — ۸۹۹٬۳۶۷[۳] — ۹۳۳٬۳۶۹[۳] — ۹۶۶٬۹۸۷[۳] — ۹۸۲٬۸۸۹[۳] — ۹۹۹٬۰۵۳[۳] — ۱٬۰۱۵٬۴۸۲[۳] — ۱٬۰۳۲٬۱۸۲[۳] — ۱٬۰۴۹٬۱۵۶[۳] — ۱٬۰۶۶٬۴۰۹[۳] — ۱٬۱۲۰٬۳۹۲[۳] — ۱٬۱۴۸٬۹۵۸[۳] — ۱٬۱۸۰٬۰۶۹[۳] — ۱٬۱۸۴٬۸۳۰[۳] — ۱٬۲۰۵٬۸۱۳[۳] — ۱٬۳۴۱٬۲۹۶[۳] — ۱٬۳۲۰٬۹۴۲[۳] — ۱٬۲۹۹٬۹۹۵[۳] — ۱٬۲۸۰٬۴۳۸[۳] — ۱٬۲۶۱٬۸۴۵[۳] — ۱٬۲۲۴٬۵۶۲[۳] — ۱٬۳۶۰٬۵۹۶[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
پرتګالي ژبهMakalero (en) ژباړلHabun (en) ژباړلBidau Creole Portuguese (en) ژباړلNauete (en) ژباړلAdabe (en) ژباړلBunak (en) ژباړلWaimoa (en) ژباړلGaloli (en) ژباړلFataluku (en) ژباړلKemak (en) ژباړلMakuv'a (en) ژباړلMakasae (en) ژباړلMambai (en) ژباړلTocodede (en) ژباړلتتوم ژبهBaikeno (en) ژباړلTetun Dili (en) ژباړلLakalei (en) ژباړلIdaté (en) ژباړلKairui-Midiki (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
وګړنوم
East Timoresekelet-timoriøsttimorerتيموريتيموريةتيموريونতিমুরিest-timoreseest-timoresitimoréstimoresaOrient-TimoranoOsttimoreseTimorais[۱]Timoraise[۱]מזרח-טימורימזרח-טימוריתOsttimoranerOsttimoranerinest-timorezoest-timoreziest-timorezaest-timorezeتيموريتيموريةتيموريينتيمورياتtimorense[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
هېواد
دین
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۴٬۹۱۸٫۷۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۸°۵۸′۰۰″سویل ۱۲۵°۴۵′۰۰″ختیځ / 8.96667°سويل 125.75°ختيځ / -8.96667; 125.75 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

په شپاړسمه پېړۍ کې ختيځ تيمور پراتګال نيولی و او د ۱۹۷۵ز کال د نومبر تر اته وېشتمې نېټې د پرتګالي تيمور په نوم پېژندل کېدو، تر هغه وخته چې د ختيځ تیمور د خپلواکۍ لپاره انقلابي محاذ (Fretilin) د دې سيمې خپلواکي اعلان کړه. نهه ورځې وروسته، اندونيزیايي پوځ په دې سيمه بريد وکړ او يې ونيوله، راتلونکی کال دا سيمه د اندونيزيا اوه وېشتم ولايت اعلان شو. د ختيځ تيمور اندونيزيايي نيواک د تاوتريخوالي، د خپلواکي غوښتونکو ډلو (په ځانګړي ډول فريټيلين) او اندونيزيايي پوځ تر منځ د څو لسيزو اوږدو جګړو په توګه پېژندل کېږي.

په ۱۹۹۹ز کال کې، د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن د خپلې پرېکړې قانون په تعقيب، اندونیزيا د دې سيمې واک خوشې کړ. د تيمور-لاستي په توګه د ۲۰۰۲ز کال د مۍ په شلمه نېټه دا د يووېشتمې پېړۍ لمړی خپلواک دولت شو او د ملګرو ملتونو او پرتګالي ژبې د هېوادونو د ټولنې غړی شو. د ۲۰۱۱ز کال کې، ختيځ تيمور د سويلي ختيځې اسيايي هيوادونو د سازمان (اسيان) د يوولسم غړي د جوړېدو لپاره د خپلې ارادې اعلان وکړ. ختيځ تيمور او فيليپين په سويلي ختيځه اسيا کې يواځيني دوه بنسټيز کاتوليک دولتونه دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

رېښه

سمول

«Timor» ټکی له «timur» څخه اخستل شوی چې په مالايي ژبه کې د «ختيځ» په معنا ده، په پرتګالي ژبه کې د «Timor » په توګه ثبت شوی دی، په دې بنسټ د ټوټولوجيکي نوم په توګه يې معنا «ختيځ ختي» دی؛ په اندونيزیايي ژبه کې په «Timor Timur» ويل کېږي. په پرتګالي ژبه کې، دې هېواد ته د «Timor-Leste» نوم اخلي (چې د ليستي ټکی د ختيځ لپاره کارو لکېږي)؛ په ټیوټوم کې د «Timór Lorosa'e» په بڼه دی (چې د Lorosa'e ټکی د ختيځ لپاره دی (ټکی په ټکی معنا يې ده «لمر راختل»).

د اساسي قانون تر مخې يې رسمي نومونه په انګليسي ژبه کې « Democratic Republic of Timor-Leste»، په پرتګالي ژبه کې « República Democrática de Timor-Leste» او په ټټوم ژبه کې « Repúblika Demokrátika Timór-Leste» دي. د معياريتوب لپاره نړیوال سازمان (ISO) انګريزي او په نورو ژبو کې رسمي لنډه بڼه يې د « Timor-Leste» (نکوډونه: TLS & TL) ليکل کېږي، کوم چې ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او د فرانسې ملي معيارونو سازمانونو (AFNOR)،  د ملګرو ملتونو (ANSI)، د انګلستان (BSI)، د المان (DIN) او د سويډين (SIS) هم خپل کړی، تر څنګ يې دې هېواد کې ټولو ديپلوماتيکو ماموريتونو او د سي آی ای نړيوال فيس بوک هم.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

تاريخچه

سمول

له تاریخ مخکې پړاو

سمول

د ختيځ تيمور په ختيځه لوړه پروت جيريملايي کې کلتوري پاتې شوني د ۴۲،۰۰۰ کلونو پخواني دي چې دا سيمه يې په سمندري سويل ختيځه اسيا کې د نوي انساني فعاليتونو تر ټولو پخوانيو سيمو ګرځولې ده. باور کېږي چې د کډوالۍ د لږ تر لږوه درې څپو زوزات اوس هم په ختيځ تيمور کې ژوند کوي. تر ټولو لومړي يې د انسان پېژندونکو پوهانو له خوا د ويډو-اسټريلوډ په بڼه تشريح کړي د. شا اوخوا ۳۰۰۰ مخزېږديز کې، دويمې کډوالۍ ميلانيزيايان راوستل. لومړي ويډو-اسټريلوډ خلک په دې وخت کې غريزو داخلي سيمو ته بېرته ولاړل. بالاخره، پروټو-مالايان د سويلي چين او شمالي انډوچين څخه راورسېدل. هاکا سوداګر د همدې وروستۍ ډلې په زوزات کې شامل دي.[۳۵][۳۶][۳۷]

د تيموريانو اصلي افسانې د هغوی د پلرونو او نيکونو په هکله ويناوې لري، څوک چې د تيمور له ختيځې وروستۍ برخې په شااو خوا کې له سفر کولو څخه وروسته په سويل کې دې سيمو ته ورسېدل. ځينې کيسې د تيموريانو د نيکونو يادونه کوي، کوم چې د مالايي ټاپوزمې يا د سمترا د منانګکاباو لوړو سيمو څخه يې سفر کړی. اسټرونيايان تيمور ته کډوال شوي او ګومان کېږي چې په دې ټاپو کې د کرنې له ودې سره اړه لري.[۳۸]

کلاسيکي پړاو

سمول

له اروپايي نېواک مخکې، تیمور په اندونيزيايي/ماليزيايي، چينايي او هندوستاني سوداګرۍ په شبکو کې ښکېل وو او په څوارلسمه پېړۍ کې د خوشبويه صندل لرګي، شاتو او مومو په صادراتو کې ښکېل وو. ل ه۱۵۰۰۰ز کلونو راهيسې، تيموري خلکو د اوسنۍ شمالي فيليپين له «Luções » سره پوځي اړيکې درلودې. دا په تيمور کې د صندل لرګي نسبي زياتوالی و، کوم څه چې د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې اروپايي کشافين دې ټاپو ته جلب کړل، چا چې خبر ورکړ چې دا ټاپو يو شمېر کوچنۍ مشرتابه يا واکمنۍ درلودلې.[۳۹][۴۰]

پرتګالي پړاو(۱۷۶۹ – ۱۹۷۵ز کلونه)

سمول

پرتګاليانو په تیمور او مالوکو کې مرکزونه جوړ کړل. د اوسني تيمور په يوه کوچنۍ برخه د عملي اروپايي نېواک پيل په ۱۷۶۹ز کال کې وشو، دا هغه مهال و چې د ډيلي ښار بنسټ کېښودل شو او تيمور د پرتګال د متسعمرې په توګه اعلان شو. د ټاپو د هالنډ تر نېواک لاندې لويديځه نيمه برخه او پراتګالي مستعمره ختيځې نيمې تر منځ يو پرېکنده پوله د ۱۹۱۴ز کال د منځګړيتوب په مټ د يوې دايمي محکمې له خوا جوړه شوه او دا په ترتيب سره د ځای ناستو دولتونو اندونيزيا او ختيځ تيمور تر منځ نړيوال سرحد ګرځېدلی دی.د پرتګاليانو لپاره، ختيځ تيمور د نولسمې پېړۍ تر پای پورې، د زېربنا، روغتيا او زده کړې په برخه کې لږ تر لږه پانګونې سره يو ګوښی شوی سوداګريز مرکز څخه يو څخه اهميت درلود. د نولسمې پېړۍ په منځ کې د کافي په صادراتو کې د اهميت تر څنګ د سندل خوشبويه لرګي مهم صادراتي فصل ګرځېدلی دی.[۴۱][۴۲]

د شلمې پېړۍ په پيل کې، يو لړزانده کورني اقتصاد پراتګليان له خپلو مستعمرو څخه د زياتې شتمنې را ايستلو ته وهڅول، کوم چې د ختيځ تيمور له مقاومت سره مخ شول. [۴۳]

پرتګالي تيمور د نولسمې پېړۍ په وورستيو کې له ښار څخه د تبعيد شويو سياسي او ټولنيزو مخالفينو لپاره د تبعيد ځای و. د ودی په منځ کې يو غوښن شمېر يې د انارشست او انارکو-سنډيکلسټ خوځښت غړي وو، کوم چې د دويمې نړیوالې جګړې پورې په پرتګال کې د چپ اړخو د خوځښتونو تر ټولو زيات اغېزناک وو. تيمور ته د تبعيد مهمې څپې په ۱۸۹۶، ۱۹۲۷ او ۱۹۳۱ز کلونو کې وې، ځينو فعالينو د تبعید پر مهال هم خپل مقاومت ته دوام ورکړ. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته، پاتې تبعيد شويو ته بښنه وشوه او اجازه ورکړه چې ستانه شي.[۴۴]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، لومړی متحدينو او ورپسې جاپانيانو ډيلي ونيو او په دې ډول د دې مستعمرې داخلي غره ييزې سيمې د چريکي جګړو منظر وګرځېد چې د تيمور د جګړې په نوم پېژندل کېږي. د ختيځ تيمور د رضاکارانو او اتحادي ځواکونو له خوا د جاپانيانو په وړاندې مبارزې پر لار واچول شوې، د دې مبارزو په پايله کې له ۴۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰،۰۰۰ پورې د ختيځ تيمور اوسېدونکي مړه شول. په پايله کې جاپانيانو د استراليانو او اتحادي ځواکونو وروستي وشړل. په هر حال، کله چې د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې جاپانيان تسليم شول، په ختيځ تيمور کې پراتګالي واکمني بيا پر ځای شوه.[۴۵]

د ۱۹۷۴ز کال د پرتګتالي اوښتون څخه وروسته، پرتګال په عملي ډول په ختيځ تيمور کې خپل نېواک پای ته ورساوه او په ۱۹۷۵ز کال کې د ختيځو تيموري سياسي ګوندونو تر منځ کورنۍ جګړه پيل شوه. [۴۶]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  2. "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۸ اپرېل ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  3. ۳٫۰۰ ۳٫۰۱ ۳٫۰۲ ۳٫۰۳ ۳٫۰۴ ۳٫۰۵ ۳٫۰۶ ۳٫۰۷ ۳٫۰۸ ۳٫۰۹ ۳٫۱۰ ۳٫۱۱ ۳٫۱۲ ۳٫۱۳ ۳٫۱۴ ۳٫۱۵ ۳٫۱۶ ۳٫۱۷ ۳٫۱۸ ۳٫۱۹ ۳٫۲۰ ۳٫۲۱ ۳٫۲۲ ۳٫۲۳ ۳٫۲۴ ۳٫۲۵ ۳٫۲۶ ۳٫۲۷ ۳٫۲۸ ۳٫۲۹ ۳٫۳۰ ۳٫۳۱ ۳٫۳۲ ۳٫۳۳ ۳٫۳۴ ۳٫۳۵ ۳٫۳۶ ۳٫۳۷ ۳٫۳۸ ۳٫۳۹ ۳٫۴۰ ۳٫۴۱ ۳٫۴۲ ۳٫۴۳ ۳٫۴۴ ۳٫۴۵ ۳٫۴۶ ۳٫۴۷ ۳٫۴۸ ۳٫۴۹ ۳٫۵۰ ۳٫۵۱ ۳٫۵۲ ۳٫۵۳ ۳٫۵۴ ۳٫۵۵ ۳٫۵۶ ۳٫۵۷ ۳٫۵۸ ۳٫۵۹ ۳٫۶۰ ۳٫۶۱ ۳٫۶۲ ذکر کېدنه: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
  4. سرچينې تړی: https://www.hatutan.com/2022/04/01/domingos-soares-simu-posse-nuudar-administrador-munisipiu-atauro/.
  5. سرچينې تړی: https://academia.gal/dicionario/-/termo/timorense.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ سرچينې تړی: https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/fields/2107.html.
  7. سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  8. سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/TIMOR-LESTE. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  9. سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  10. سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/timor-leste. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  11. سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  12. سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  13. سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/timor-leste. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
  14. سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  15. سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=299. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  16. سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 10. Supports qualifier: پيل نېټه.
  17. سرچينې تړی: https://www.wto.org/english/thewto_e/acc_e/a1_timor_leste_e.htm.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ سرچينې تړی: http://timor-leste.gov.tl/?p=547&lang=en.
  19. سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/place/timor-leste. Retrieved: ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴.
  20. "tetun.org". tetun.org.
  21. "UNGEGN list of country names" (PDF). United Nations Group of Experts on Geographical Names. 2–6 May 2011. بياځلي په 14 August 2016.
  22. "Constituição da República Democrática de Timor" (PDF). Government of Timor-Leste. بياځلي په 2 September 2016.
  23. "Konstituisaun Repúblika Demokrátika Timór-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. بياځلي په 2 September 2016.
  24. CIA (29 November 2012). "East and Southeast Asia:Timor-Leste". The World Factbook. Washington, DC:Central Intelligence Agency. بياځلي په 16 December 2012.
  25. United Nations General Assembly. "Unanumous Assembly Decision Makes Timor-Leste 191st United Nations Member State". United Nations Meetings Coverage and Press Releases. United Nations. بياځلي په 21 June 2020.
  26. Taylor-Leech, Kerry (2009). "The language situation in Timor-Leste". Current Issues in Language Planning. 10 (1): 1–68. doi:10.1080/14664200802339840. S2CID 146270920.
  27. Tansubhapol, Thanida (30 January 2011). "East Timor Bid to Join ASEAN Wins 'Strong Support'". Bangkok Post – via PressReader.
  28. Cavanaugh, Ray (24 April 2019). "Timor-Leste: A young nation with strong faith and heavy burdens". The Catholic World Report.
  29. "Constitution of the Democratic Republic of Timor-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. بياځلي په 2 September 2016.
  30. "Konstituisaun Repúblika Demokrátika Timór-Leste" (PDF). Government of Timor-Leste. بياځلي په 2 September 2016.
  31. "United Nations Member States". United Nations. خوندي شوی له the original on 24 October 2007.
  32. "European Union deploys Election Observation Mission to Timor Leste". Europa (web portal). بياځلي په 28 March 2010.
  33. "US Department of State: Timor-Leste". State.gov. 20 January 2009. بياځلي په 28 March 2010.
  34. "CIA World Factbook". US Govt. 1 July 2014.
  35. Marwick, Ben; Clarkson, Chris; O'Connor, Sue; Collins, Sophie (2016). "Early Modern Human Lithic Technology from Jerimalai, East Timor". Journal of Human Evolution (Submitted manuscript). 101: 45–64. doi:10.1016/j.jhevol.2016.09.004. PMID 27886810.
  36. "Lesson 1 (First Part): Population Settlements in East Timor and Indonesia". University of Coimbra. خوندي شوی له the original on 2 February 1999.
  37. "About Timor-Leste > Brief History of Timor-Leste: A History". Timor-Leste.gov.tl. خوندي شوی له the original on 29 October 2008.
  38. Taylor, Jean Gelman (2003). Indonesia: Peoples and Histories. New Haven and London: Yale University Press. pp. 378. ISBN 978-0-300-10518-6.
  39. Lundahl, Mats; Sjöholm, Fredrik (17 July 2019). The Creation of the East Timorese Economy: Volume 1: History of a Colony. Springer. ISBN 9783030194666.
  40. Leibo, Steven (2012), East and Southeast Asia 2012 (45 ed.), Lanham, MD: Stryker Post, pp. 161–165, ISBN 978-1-6104-8885-3
  41. Deeley, Neil (2001). The International Boundaries of East Timor. p. 8.
  42. "The Portuguese Colonization and the Problem of East Timorese Nationalism". خوندي شوی له the original on 23 November 2006.
  43. Schwarz, A. (1994). A Nation in Waiting: Indonesia in the 1990s. Westview Press. p. 198. ISBN 978-1-86373-635-0.
  44. Damier, Vadim; Limanov, Kirill (2019). "Portuguese Anarchist in the 'Tropical Siberia'". Latin-American Historical Almanac. 22 (1): 78–106. doi:10.32608/2305-8773-2019-22-1-78-106. S2CID 200077700.
  45. "Department of Defence (Australia), 2002, "A Short History of East Timor"". خوندي شوی له the original on 3 January 2006. بياځلي په 3 January 2007. Retrieved 3 January 2007.
  46. Ricklefs, M. C. (1991). A History of Modern Indonesia since c.1300, Second Edition. MacMillan. p. 301. ISBN 978-0-333-57689-2.