د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري اداره (UNSCO) د ملګرو ملتونو يوه ځانګړې اداره ده چې د زده کړې، هنر، ساينس او کلتور په برخو کې د نړيوالې همکارۍ له لارې نړيوالې سولې او امنيت ته وده ورکوي. دغه اداره ۱۹۳ غړي هيوادونه او ۱۱ شريک غړي لري او همدا رنګه له غير دولتي، بين الدولتي او شخصي برخو شريکان لري. مرکزي دفتر يې د فرانسې په پاريس ښار کې د نړيوال ميراث په مرکز کې دی په نړيواله کچه د يونسکو د ماموريتونو لپاره د اسانتيا برابرولو لپاره دغه اداره دري پینځوس سيمه یيز دفترونه او يو سل او نهه نوي ملي کمېسيونونه لري چې خپل نړیوال ماموریتونه اسانه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

يونسکو په ۱۹۴۵ ز کال کې د ملتونو د تړون د نړيوالې همکارۍ د فکري کميټې د ځای ناستي په توګه جوړه شوې وه. د يونسکو اساسنامه کې د دې ادارې موخې، اداري جوړښت او د کار چوکاټ بيان شوی. د يونسکو ماموريت چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته جوړ شو چې د سولې پرمختګ، تلپاتې پراختيا او بشري حقونه دي. دغه ماموريت د هيوادونو تر منځ همکارۍ او مذاکراتو کې مرسته کولو له لارې ترسره کوي. خپلې موخې د پینځو سترو اصلي حوزو له لارې څاري: زده کړه، طبيعي علوم، ټولنيز/انساني علوم، کلتور او اړيکې/ معلومات. يونسکو هغه پروژې تمويلوي چې تعليم ته وده ورکوي، تخنيکي روزنې او زده کړې وړاندې کوي، زده کړه پر مخ وړي، د ازادو رسنيو او مطبوعاتو ساتنه کوي، سيمه یيز تاريخ او کلتور خوندي کوي او کلتوري تنوع ترویجوي. [۸][۹]

د نړيوال کلتور اوعلم لپاره د مرکزي نقطې په توګه، د کلونو په اوږدو کې د يونسکو فعاليتونه پراخ شوي؛ يونسکو د نړيوالو ادبياتو په ژباړه او خپرولو کې مرسته کوي او همدا راز د نړيوالو لرغونو ځايونو د ساتلو او رامنځ ته کولو کې مرسته کوي کوم چې طبيعي اهميت لري، د نړيوالې ډيجيټلي تشې د ډکولو په برخه کې کار کوي. د معلوماتو او اړيکو له لارې  ټولشموله پوهنېزې ټولنې رامنځ ته کوي. يونسکو ګڼ نوښتونه او نړيوال خوځښتونه رامنځ ته کړي لکه زده کړه د ټولو لپاره څو خپلې اساسي موخې نورې هم مخ ته یوسي.[۱۰]

يونسکو د غړو هيوادونو او شريکو غړو هېوادونو له خواد عمومي کنفرانس له خوا اداره کيږي. چې په هرو دوو کلونو کې د بوديجې او پروګرامونو د ټاکلو لپاره يو ځل غونډه کوي. همدا راز د اجرائيه پلاوي غړي ټاکي، چې د يونسکو کارونه اداره کوي، د هرو څلورو کلونو لپاره عمومي مدير ټاکي، څوک چې د يونسکو د مشر مدير په توګه کار کوي. يونسکو د ملګرو ملتونو د همېشنۍ پراختيايي ډلې غړی دی،  چې د ملګرو ملتونو د ادارو او سازمانونو ايتلاف دی او موخه يې د تلپاتې پرمختګ موخو لاس ته راوړل دي.[۱۱]

تاريخ

سمول

د يونسکو او د نړيوالې همکارۍ لپاره د دې ادارې ماموريت تاريخ د ملتونو د تړون پرېکړه ليک ته ورګرځي چې د ۱۹۲۱ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دې لپاره صادر شوی و، څو په خپلواک ډول د ملتونو د کلتور، زده کړې او لاسته راوړنو د شریکولو د شونتيا د مطالعې لپاره يو کمېسيون وټاکي. دغه نوی جوړښت يعنې د فکري همکارۍ لپاره نړيواله کمېټه (ICIC) په ۱۹۲۲ ز کال کې رامنځ ته شوه چې مهم غړي يې د هنري برګسن، البرټ انشټاين، ماری کوری، رابرټ ای. ميليکان او ګونزاګ دی رینولد په څېر شخصيتونه يادېدلی شي (د ملتونو د تړون د یو کوچني کمېسيون په توګه يې په لومړي سر کې تمرکز په لويديځه اروپا وو). له دې وروسته د ۱۹۲۴ ز کال د سپټمبر په مياشت کې د فکري همکارۍ لپاره نړيوال انستيتيوت (IIIC) په پاريس کې جوړ شو څو د ICIC د اجرائيه ادارې په توګه کار وکړي. په هر حال، د دویمې نړيوالې جګړې پيل د دې مخکينيو ادارو کارونه تر ډېره پرې کړل. له ۱۹۲۵ ز کال د ډيسمبر مياشتې راهيسې د پوهنې نړيوالې ادارې (IBE) د يوې غير دولتي ادارې په توګه د ملکي نوښتونو په اړوند د نړيوالې پوهنيزې پرمختيا په موخه کار پيل کړ، په ۱۹۵۲ ز کال کې يونسکو او ای بي اي يو ګډ کمېسيون جوړ کړ او په ۲۰۲۱ کې دغه سازمان له يونسکو سره يو ځای شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تاسيس

سمول

د اتلانتيک منشور او د ملګرو ملتونو د اعلاميې له لاسليک وروسته، د ايتلاف د پوهنې وزيرانو (CAME) کنفرانس په لندن کې غونډې پيل کړې چې د ۱۹۴۲ ز کال د نوامبر له شپاړسمې د ډيسمبر تر پینځمې نېټې روانې وې. د ۱۹۴۳ ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د ماسکو په اعلاميه کې د يو نړيوال سازمان د اړتيا څرګندونه شوې وه، چې چين، برتانيې، متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ورسره موافقه ښودلې وه. له دې وروسته د ۱۹۴۴ ز کال د اکتوبر په نهمه نېټه د ډامبرټن اوکس کنفرانس Dumbarton Oaks Conference وړاندېزونه وشول. د CAME له وړانديز وروسته او د نړيوال سازمان په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس (UNCIO) له سپارښتنو سره سم کوم چې په سن فرانسيسکو کې د ۱۹۴۵ ز کال د اپريل او جون په مياشتو کې شوی وو- د پوهنيز او کلتوري سازمان لپاره د ملګرو ملتونو کنفرانس د څلور څلوېښت دولتي استازو په ګډون د ۱۹۴۵ ز کال د لومړۍ تر شپاړسمې نېټې پورې په لندن کې  جوړ شو. د انګلستان د پوهنې وزير راب باټلر Rab Butler له خوا د يونسکو نظريې ته په پراخه کچه وده ورکړل شوې وه او دې وزير د يونسکو په پرمختګ کې پراخه اغېز درلود. په ECO/CONF کې د يونسکو اساسنامه وړاندې شوه او اووه دېرشو هيوادونو لاسليک کړه او مقدماتي کمیسيون يې جوړ کړ. مقدماتي کمېسيون د ۱۹۴۵ ز کال د نوامبر مياشتې له شپاړسمې نېټې د ۱۹۴۶ ز کال د نوا مبر څلورمې نېټې فعاليت وکړ، هغه نېټه چې د يونسکو اساسنامه د يو غړي هيواد له خوا د شلمې تصويب نامې په منلو سره د عمل وړ وګرځېده.[۱۹][۲۰][۲۱]

لومړی عمومي کنفرانس د ۱۹۴۶ ز کال د نوامبر له نولسمې د ډيسمبر تر لسمې نېټې پورې تر سره شو. جوليان هاکسلي يې د عمومي مدير په توګه وټاکل شو. د ۱۹۵۴ ز کال دنوامبر په مياشت کې يې اساسنامه تعديل شوه کله چې عمومي کنفرانس پرېکړه وکړه چې د اجرائيه پلاوي غړي به د هغو هيوادونو د حکومتونو استازي وي چې دوی يې اتباع دي او دوی به د تېر په څېر په شخصي دنده کار نه کوي. دې اداري بدلون يونسکو له خپل مخکيني سازمان ICIC څخه په دې برخه کې بدل کړ چې غړي هيوادونه به د خپلې وړتيا په برخه کې څه ډول ګډ کار کوي. په داسې حال کې چې غړو هيوادونو د وخت په اوږدو کې د يونسکو ماموريت د تر سره کولو لپاره له يو بل سره همکارۍ وکړې، سياسي او تاريخي لاملونو د دې سازمان د کارونو ډول ته بڼه ورکړه، په ځانګړې توګه د سړې جګړې پر مهال، د مستعمرو د ختمولو په پروسه کې او د شوروي اتحاد د منحل کېدو پر مهال. [۲۲][۲۳]

پرمختګ

سمول

د يونسکو په سترو لاسته راوړنو کې د توکمپالنې پر ضد د دوی فعاليتونه دي، د بېلګې په ډول د توکم په اړه د اغېزناکو بيانيو په صادرولو سره چې په ۱۹۵۰ ز کال کې د انسان پېژندونکو (کلود لوی سټراوس Claude Lévi-Strauss هم  په دوی کې وو) او نورو ساينسپوهانو له خوا د اعلاميې په صادرولو سره پيل شوې وې، په ۱۹۷۸ ز کال کې د توکم او توکميز تعصب په اعلاميې سره پای ته رسېدلې وې. په ۱۹۵۶ ز کال کې د سویلي افريقا جمهوريت له يونسکو څخه ووت او ويې ويل چې د دې سازمان ځينې خپرونې د ياد هيواد په توکميزو ستونزو کې د لاسوهنې په معنی دي. د نيلسن منډيلا په مشرۍ سویلي افريقا په ۱۹۹۴ ز کال کې د دې سازمان سره يو ځل بيا يو ځای شوه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د پوهنې په برخه کې په لومړنيو کارونو کې د ماربيال په دره او هايتي کې د اساسي زده کړې ازمایښتي پروژه وه چې په ۱۹۴۷ ز کال کې پيل شوه. له دې پروژې وروسته نورو هيوادونو ته د ماهرينو ماموريتونه پيل شول، چې د بېلګې په توګه په هغې کې په ۱۹۴۹ ز کال کې افغانستان ته د ماموريت لېږل شامل دي. په ۱۹۴۸ ز کال کې يونسکو وړانديز وکړ چې غړي هيوادونه بايد لومړنۍ زده کړې وړيا، لازمي او نړيوالې کړي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د ټايلينډ په جوماټين کې د ټولو لپاره د زده کړې تر شعار لاندې نړیوال کنفرانس پر مهال يو نړيوال خوځښت پيل شو چې ټولو ماشومانو، ځوانانو او لویانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. لس کاله وروسته، په ۲۰۰۰ ز کال کې د زده کړې نړيواله جرګه د سنيګال په ډاکار کې جوړه شوه چې په یاد جرګه کې د يونسکو غړو هيوادونو ژمنتيا څرګنده کړه چې تر ۲۰۱۵ ز کال پورې به ټول بنسټيزو زده کړو ته لاسرسی ولري.  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. "UNESCO". UNESCO. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 September 2013. بياځلي په 25 September 2013.
  2. "Introducing UNESCO". UNESCO. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 August 2011. بياځلي په 8 August 2011.
  3. "UNESCO history". UNESCO. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 April 2010. بياځلي په 23 April 2010.
  4. "List of UNESCO members and associates". UNESCO. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-02-25. بياځلي په 11 March 2019.
  5. "Partnerships". UNESCO (in انګليسي). 25 June 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2020. بياځلي په 19 August 2020.
  6. "Field offices". UNESCO (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 17 August 2020. بياځلي په 19 August 2020.
  7. https://plus.google.com/+UNESCO (28 September 2012). "National Commissions". UNESCO (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 22 August 2020. بياځلي په 19 August 2020. {{cite web}}: |last= has generic name (help); External link in |last= (help)
  8. Grandjean, Martin (2018). Les réseaux de la coopération intellectuelle. La Société des Nations comme actrice des échanges scientifiques et culturels dans l'entre-deux-guerres [The Networks of Intellectual Cooperation. The League of Nations as an Actor of the Scientific and Cultural Exchanges in the Inter-War Period]. Lausanne: Université de Lausanne. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 September 2018. بياځلي په 5 April 2019. (English summary Archived 22 March 2019 at the Wayback Machine.).
  9. "UNESCO. General Conference, 39th, 2017 [892]". unesdoc.unesco.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 April 2020. بياځلي په 19 August 2020.
  10. "UNESCO • General Conference; 34th; Medium-term Strategy, 2008–2013; 2007" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 July 2011. بياځلي په 8 August 2011.
  11. "UNDG Members". United Nations Development Group. خوندي شوی له the original on 11 May 2011. بياځلي په 8 August 2010.
  12. Plenary Meetings, Records of the Second Assembly, Geneva: League of Nations, 5 September – 5 October 1921
  13. A Chronology of UNESCO: 1945–1987 (PDF), UNESDOC database, Paris, December 1987, LAD.85/WS/4 Rev, خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 February 2011, بياځلي په 13 December 2010, The International Committee on Intellectual Cooperation (ICIC) was created on 4 January 1922, as a consultative organ composed of individuals elected based on their personal qualifications.{{citation}}: CS1 maint: location missing publisher (link).
  14. Grandjean, Martin (2018). Les réseaux de la coopération intellectuelle. La Société des Nations comme actrice des échanges scientifiques et culturels dans l'entre-deux-guerres [The Networks of Intellectual Cooperation. The League of Nations as an Actor of the Scientific and Cultural Exchanges in the Inter-War Period (English summary)]. Lausanne: Université de Lausanne. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 September 2018. بياځلي په 5 April 2019. {{cite book}}: External link in |trans-title= (help)
  15. Grandjean, Martin (2020). "A Representative Organization? Ibero-American Networks in the Committee on Intellectual Cooperation of the League of Nations (1922–1939)". Cultural Organizations, Networks and Mediators in Contemporary Ibero-America: 65–89. doi:10.4324/9780429299407-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 January 2021. بياځلي په 13 August 2020.
  16. International Institute of Intellectual Cooperation, United Nations library resources, 1930, خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2021, بياځلي په 27 March 2021
  17. Hamen, Susan E., author. (2014). The Great Depression and World War II : 1929–1945. ISBN 978-1-62403-178-6. OCLC 870724668. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2021. بياځلي په 17 September 2020. {{cite book}}: |last= has generic name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  18. UNESCO 1987.
  19. "United Nations Conference for the Establishment of an Educational and Cultural Organisation. Conference for the Establishment of an Educational and Cultural Organisation" (PDF). UNESDOC database. The Institute of Civil Engineers, London. 1–16 November 1945. ECO/Conf./29. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 15 March 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  20. "General Conference, First Session" (PDF). UNESDOC database. UNESCO House, Paris, from 20 November to 10 December 1946. UNESCO/C/30 [1 C/Resolutions] Item 14, p. 73: UNESCO. 1947. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 4 September 2012. بياځلي په 1 July 2012.{{cite web}}: CS1 maint: location (link)
  21. Unesco 1945.
  22. "Peacekeeping in the Cold War/Post-Cold War", UNITED NATIONS PEACEKEEPING IN THE POST-COLD WAR ERA, Abingdon, UK: Taylor & Francis, pp. 23–45, 2005, doi:10.4324/9780203307434_chapter_2, ISBN 978-0-203-30743-4, خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2021, بياځلي په 17 September 2020
  23. Schmidt, Christopher. (2010). Into the heart of darkness : cosmopolitanism vs. realism and the Democratic Republic of Congo. OCLC 650842164. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 March 2021. بياځلي په 17 September 2020.
  24. "UNESCO. (1950). Statement by experts on race problems. Paris, 20 July 1950. UNESCO/SS/1. UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 April 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  25. "UNESCO. General Conference, 20th Session. (1979). Records of the General Conference, Twentieth Session, Paris, 24 October to 28 November 1978. 20 C/Resolutions. (Paris.) Resolution 3/1.1/2, p. 61. UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 April 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  26. UNESCO. Executive Board, 42nd Session. (1955). Report of the Director-General on the Activities of the Organization (March–November 1955). Paris, 9 November 1955. 42 EX/43. Part I Relations with Member States, paragraph 3.
  27. Thompson, Leonard Monteath (January 2001). A history of South Africa (Third ed.). New Haven. ISBN 978-0-300-12806-2. OCLC 560542020.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  28. Nygren, Thomas (2016), "UNESCO Teaches History: Implementing International Understanding in Sweden", A History of UNESCO, London: Palgrave Macmillan UK, pp. 201–230, doi:10.1007/978-1-137-58120-4_11, ISBN 978-1-349-84528-6, بياځلي په 17 September 2020
  29. The Haiti pilot project: phase one, 1947–1949. (1951). Monographs on Fundamental Education IV. UNESCO: Paris.
  30. "Debiesse, J., Benjamin, H. and Abbot, W. (1952). Report of the mission to Afghanistan. Educational Missions IV. ED.51/VIII.A. (Paris.) UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 April 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  31. "UNESCO. General Conference, 2nd Session. (1948). Resolutions adopted by the General Conference during its second session, Mexico, November–December 1947. 2 C/Resolutions. (Paris.) Resolution 3.4.1, p. 17. UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 April 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  32. "UNDP, UNESCO, UNICEF, and The World Bank. (1990). Final Report. World Conference on Education for All: Meeting Basic Education Needs. 5–9 March 1990, Jomtien, Thailand. (WCEFA Inter-agency Commission: New York). UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 April 2012. بياځلي په 8 June 2012.
  33. "UNESCO. (2000). The Dakar Framework for Action. Education for All: meeting our collective commitments (including six regional frameworks for action). World Education Forum, Dakar, Senegal, 26–28 April 2000. ED.2000/WS/27. (Paris). UNESDOC database" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 7 June 2012. بياځلي په 8 June 2012.