ملګري ملتونه (َ UN)، د حکومتونو ترمنځ یو سازمان دی، چې موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو د چارو همغږي کول دي. دا د نړۍ تر ټولو لوی او نامتو نړیوال سازمان دی. د ملګرو ملتونو عمومي دفتر په نیویارک ښار کې د نړیوال مالکیت په قلمرو(international territory) کې دی، په جینوا، نایروبي، ویانا او هاګ کې نور اصلي دفترونه لري.[۲][۳]

بيرغ نښان
نقشه کې د ملگري ملتونو غړي هېوادونه[lower-alpha ۱]
نخشه
مرکزنيويارک (ښار) (نړيواله سيمه)
Type نړيوال تنظيم
حکومت
 -  سيکټري جنرل بان کي مون
 -  نايب سکرټري جنرل جان الياسن
 -  د جنرل اسمبلۍ مشر Mogens Lykketoft
 -  قتصادي او ټولنيز کونسل مشر اوه جون
 -  د سلامتۍ کونسل مشر راملان ابراهيم
جوړښت
 -  په چارټر لاسليک ۲۶ جون ۱۹۴۵ (۱۹۴۵-06-۲۶) 
 -  په چارټر عمل وکړی شو ۲۴ اکتوبر ۱۹۴۵ (۱۹۴۵-10-۲۴) 

ملګري ملتونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د راتلونکو جګړو له پېښېدو څخه د مخنیوي په موخه د ملتونو د نااغېزمنې ټولنې (League of Nations) پرځای جوړ شو. د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په ۲۵ مه، ۵۰ هېوادونه په سانفرانسېسکو کې د یوې ناستې په ترڅ کې راغونډ شول او د ملګرو ملتونو لپاره د منشورد مسودې په جوړولو یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ ز کال د جون په ۲۵ مه تصویب او له مخې یې د همدغه کال د اکتوبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو سازمان په کار پیل وکړ. د منشور له مخې د دغه سازمان په موخو کې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشردوستانه مرستې کول، [۴][۵][۶]

د تلپاتې پراختیا ترویج او له نړیوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي. په پیل کې ملګرو ملتونو ۵۱ غړي هېوادونه لرل، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د سویلي سوډان په ورګډېدو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد، چې د نړۍ نږدې ټولو خپلواکو هېوادونو استازولي کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو، شوروي اتحاد او نورو متحدینو ترمنځ د سړې جګړې پر مهال په لومړیو لسیزو کې د نړیوالې سولې ساتلو په موخه د دغه سازمان ماموریت له یو لړ ګواښونو سره مخامخ و، چې هغه مهال یې ماموریت د غیر وسله والو پوځي څارونکو او د ابتدایي څار په موخه په سپکو وسلو سمبال ځواکونو لېږل، راپور ورکول او د باور فضا رامنځته کول و. په ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې د استعمار له شیندل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو په پراخه کچه زیاتوالی وموند. وروسته له هغې تر نیواک لاندې د ۱۱ ټرسټ قلمرونو (trust territories) په ګډون تر نیواک لاندې ۸۰ مستعمرو چې د سرپرستې د شورا له خوا (Trusteeship Council) څارل کېدلې ، خپلواکي ترلاسه کړه . په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه د سولې ساتلو له برخې زیاته شوه. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ،ملګرو ملتونو د ساحوي عملیاتو پر ځای د یو لړ پراخو ټولیزو دندو مسئولیت پر غاړه واخیست. [۷][۸][۹]

ملګري ملتونه شپږ اصلي برخې (ارګانونه یا ادارې) لري: عمومي مجمع (General Assembly)، د امنیت شورا (Security Council)، اقتصادي او ټولنیزه شورا (ECOSOC)، د قیمومیت شورا (Trusteeship Council)، د عدالت نړیواله محکمه (International Court of Justice) او د ملګرو ملتونو سکرتریت. ملګري ملتونه یو شمېر ټولیزې ځانګړې ادارې، صندوقونه او پروژې لري، لکه: د نړیوال بانک ګروپ (World Bank Group)، د نړیوالې روغتیا سازمان (World Health Organization)، نړیوال خوراکي سازمان (World Food Programme)، یونسکو (UNESCO) او یونسېف (UNICEF). نا دولتي سازمانونه له (ECOSOC) او نورو ادارو سره له خبرو اترو او اجازې وروسته کولای شي، د ملګرو ملتونو په چارو کې ونډه واخلي.

د ملګرو ملتونو د لوړپوړی اداري مدیر د همدغه سازمان عمومي منشي یا Secretary-General دی، اوسمهال پرتګالي سیاستوال او دیپلومات انتونیو ګوتریش (António Guterres) د دغه سازمان عمومی منشي دی، چې خپله پنځه کلنه لومړۍ کاري دوره یې د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په لومړۍ  نېټه پیل کړه او د ۲۰۲۱ ز کال د جون په اتمه د یوې بلې کاري دورې لپاره وټاکل شو. د دغه سازمان بودیجه د غړو هېوادونو له خوا د ارزول شوو او داوطلبانه مرستو له مخې برابرېږي.

ملګرو ملتونو، د دغه سازمان کارکوونکو او ادارو، د سولې د نوبل ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې دي، سره له دې چې، د دغه سازمان د اغېزو په اړه نظر پوښتنې بېلابېل لیدلوري لري. یو شمېر مفسرین یې د سولې او انساني پراختیا په برخه کې مهم سازمان بولي، خو یو شمېر نور یې ناکاره، مغرضانه او فاسد بولي.

جوړښت

د ملګرو ملتونو سازمان، د ملګرو ملتونو د سیستم برخه ده چې د ګڼ شمېر بنسټونو او ادارو له شبکې جوړېږي. مرکزي سازمان یې پنځه مدیریتي ادارې لري، چې د دغه سازمان د منشور له مخې، عمومي اسمبلۍ، امنیت شورا، اقتصادي او ټولنیزه شورا،  د نړیوال عدالت محکمه او د ملګرو ملتونو سکرتریت په کې شاملېږي. د دغه سازمان شپږمه مدیریتي اداره د قیمومیت شورا (Trusteeship Council) ده، چې د ۱۹۹۴ ز کال د نومبر په لومړۍ یې، وروسته له هغه چارې وځنډېدې، چې د دغې شورا ترسرپرستي لاندې د پاولو (Palau) قلمرو خپله آزادي واخیسته.[۱۰][۱۱]

له دغو پنځو مدیریتي ادارو څخه څلور یې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي دفتر کې دي، په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه په هاګ کې ده. نورې مشهورې ادارې یې په جینوا، ویانا او نایروبي کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دي. د ملګرو ملتونو نور اضافي بنسټونه، په ګڼ شمېر هېوادونو کې موقعیت لري. ملګري ملتونه شپږ رسمي ژبې لري، چې د دولتونو ترمنځ ناستو اوسندونو کې کارول کېږي، دغه ژبې عربي، چینايي، انګلیسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي دي. د ملګرو ملتونو د خوندیتوب او امتیازاتو د کنوانسیون (Convention on the Privileges and Immunities of the United Nations) له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان او د هغو اړوند بنسټونه، د هغو هېوادونو له قوانینو چې په کې فعالیت کوي، آزاد دي او په کوربه او غړو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له بې طرفي ساتنه کوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت د خونديتوب مسئولیت پر غاړه لري. په داسې حال کې چې د دغه سازمان نورې ادارې، یوازې غړو هېوادونو ته "سلا مشورې" ورکوي. امنیت شورا دا ځواک لري چې د غړو هېوادونو په هوکړه الزامي پریکړې وکړي او غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور د ۲۵ مې مادې پر بنسټ، باید هغه پلې کړي. د دغې شورا پریکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو (United Nations Security Council resolutions) په نوم یادېږي.[۱۷][۱۸]

امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه لري، چې پنځه یې دایمي دي – چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات – لس پاتې نور غړي هېوادونه د دوه کلنې دورې لپاره د عمومي اسمبلۍ له خوا ټاکل کېږي: استونیا (دوره یې په ۲۰۲۱ کې خلاصېږي)، هند ( ۲۰۲۲ ز کال)، اندونیزیا (۲۰۲۲ ز کال)، نایجریا (۲۰۲۱ ز کال)، مکسیکو (۲۰۲۲ ز کال)، ناروې (۲۰۲۲ ز کال)، سنت وېنسنت او ګرېنادینز (۲۰۲۱ ز کال)، تونیسیا (۲۰۲۱ ز کال) او ویتنام (۲۰۲۱ ز کال). پنځه دایمي غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو د پریکړو د ویټو کولو حق لري، چې کولای شي له دلیل وړاندې کولو پرته د پریکړه لیکونو د تصویب مخه ونیسي. پاتې لس لنډ مهالې چوکۍ، د دوه کلنو دورو لپاره ټاکل کېږي، چې هر کال پنځه چوکیو ته په سیمه ییز بنسټ (regional basis) رایه ورکول کېږي. د امنیت شورا مشر، هره میاشت له غړو هېوادونو څخه د الفبا پر بنسټ ټاکل کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]

د عدالت نړیواله محکمه

د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) چې د نړیوالې محکمې په نوم هم پېژندل کېږي، د ملګرو ملتونو اصلي قضایي ارګان دی، چې د ملتونو د ټولنې د عدالت د دایمي نړیوالې محکمې پر ځای د هالنډ په هاګ کې د سولې په ماڼۍ کې یې د یادې محکمې پخوانی ځای نیولی. د( ICJ) اصلي دنده د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل کول دي. د جنګي جرمونو، د هېوادونو له ملي واکمنۍ، د سرغړونو، قومي جنجالونو او نورو مواردو اړوند قضیې هم څېړي. د ملګرو ملتونو نورې ادارې کولای شي، د نړیوالو قوانینو اړوند موضوعاتو په اړه سلا مشورې وغواړي. د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور پر بنسټ د ( ICJ)د اساسنامې غړیتوب لري، هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري، هم کولای شي د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړي. د (ICJ) د پریکړو پلي کول الزامي دي او نظریات او پریکړې یې د نړیوالو قوانینو د سرچینې په توګه کارول کېږي. دغه محکمه ۱۵ قاضیان لري، چې د عمومي اسمبلۍ له خوا، د ۹ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. هر قاضي باید له بېلابېلو هېوادونو څخه وي.[۲۲][۲۳][۲۲][۲۴][۲۵][۲۶]

مقصد

د ملگري ملتونو په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی:

  • په شريکه نړۍ کې د امن ساتل
  • د قومونو ترمينځه ملگرتيا او ښې اړيکي پېدا کول
  • په نړيواله کچه د ښه اقتصاد،ثقافت او ښه انساني معاشرې پېدا کولو لپاره د هېوادونو ترمينځه ښه اړيکي ساتل
  • په داسې ځای چې په کوم کې قومونه خپل مشترکه مقصدونه ترلاسه کولای شي

د ملگري ملتونو د 2 شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان مهمتيا لري


غړيتوب

هر هغه امن خوښی هېواد کوم چې د ملگري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او هغه هېواد د ملگري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کولای شي هغه د ملگري ملتونو غړی جوړېدی شي. کله چې دا تنظيم جوړ شو په هغه وخت کې ددې غړي 51 هېوادونه و بيا ورو ورو زياتېدل نن تقريبا د نړۍ 193 هېوادونه ددې غړي دي. که يو هېواد د ملگري ملتونو د چارټر خلاف کار کوي نو هغه هېواد لري کېدای شي، د ملگري ملتونو د ټولو غړي هېوادونو لړليک دې ليکنه کې ولولئ:د ملگري ملتونو غړي هېوادونه

برخې

ملگري ملتونه تنظيم دې برخو کې ويشل شوی دی:

  • جنرل اسمبلي
  • سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل
  • اقتصادي او ټولنيز کونسل
  • ټرسټي شپ کونسل
  • نړيوال عدالت
  • سيکريټيريټ

جنرل اسمبلي

 
د ملگري ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې ځای

په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو غړي موجود وي هر هېواد خپل استازيان د پنځ کالو لپاره ټاکل شي، هر هېواد خپل غړي پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په عامه توگه د جنرل اسمبلۍ غونده په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل وغواړي يا غړي هېوادونو کې زيات هېوادونه غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي.

کمېټيانې

د جنرل اسمبلۍ کارونه ترسره کولو لپاره شپږ کمېټيانې جوړې شوي دي او په دې کمېټيناو کې هر هېواد نمايندگي وي

  • لومړنۍ کميټي د سيکيورټي او سياسي ستونزو په اړه ده، د وسلې پټولو په اړه زمه واري هم ددې کمېټۍ کار دی
  • دوېمه کمېټي د اقتصاد او مالياتي معاملاتو په اړه ده
  • درېمه کميټي د ټولنيزو او کلتوري چارو لپاره ده
  • څلورمه کميټي د داسې سيمو د چارو لپاره ده کومې چې خپلواکه نه وي
  • پنځمه کميټي د اداري چارو او د بجټ په اړه ده
  • شپږمه کميټي د قانون په اړه ده

ددې شپږو کميټيانو څخه علاوه نورې هم کميټيانې شته او که ضرورت شي نو ملگري ملتونه نورې کميټياني هم جوړوي

اختيارات او زمه واريانې

د جنرل اسمنلۍ اختيارات او زمه وارياني گڼ شمېر دي لکه مثال په توگه:

  • د سولې (امن) لپاره په نړيوالو اصولو غور کول او ددې لپاره وړانديزونه
  • د نړيوال سياست پراختيا
  • د نړيوال قانون ترقي او سمول
  • ټولو انسانو ته بنيادي حقونه ورکول او خپلواکه ورکول
  • د اقتصاد،کلتور،تعليم او صحت لپاره په شريکه کار کول
  • د ملگري ملتونو په نورو برخو غور کول
  • د هېوادونو ترمينځه يوې جگړې په وخت خپل وړانديزونه رامخې ته کول
  • د سلامتۍ کونسل 10 غيرمستقل غړي ټاکل
  • د ملگرو ملتونو بجټ تيارول
  • د ضرورت مند غړي هېوادونو لپاره چانده کول

سلامتي کونسل يا سيکيورټي کونسل

اقتصادي او ټولنيز کونسل

ټرسټي شپ کونسل

نړيوال عدالت

سيکريټيريټ

سرچينې

  1. "The World Today" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۰۹. The designations employed and the presentation of material on this map do not imply the expression of any opinion whatsoever on the part of the Secretariat of the United Nations concerning the legal status of any country الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Charter of UN Chapter I". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 17 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "International Organization". National Geographic Society (په انګلیسي ژبه کي). 23 December 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Nat Geo UN". www.nationalgeographic.org. 23 December 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "UN Objectives". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "UN welcomes South Sudan as 193rd Member State". United Nations. 28 June 2006. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "UN Early years of the Cold War". peacekeeping.un.org. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "UN Decolonization". www.un.org. 10 February 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Post Cold War UN". peacekeeping.un.org. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fasulo 2004، ص. 8.
  11. Fasulo 2004، صص. 3–4.
  12. "United Nations Visitors Centre". United Nations. 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "General Assembly of the United Nations – Rules of Procedure". UN Department for General Assembly. مؤرشف من الأصل في ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Welcome to the United Nations Office at Vienna!". United Nations Office at Vienna. مؤرشف من الأصل في ۰۵ نومبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Welcome to the United Nations Office at Nairobi". United Nations Office at Nairobi. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Jerusalem Court: No Immunity for UN Employee for Private Acts—Diplomatic/Consular Law and Sovereign Immunity in Israel". Diplomaticlaw.com. 23 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "United Nations Charter: Chapter V". United Nations. 17 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۳ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Fasulo 2004، صص. 39–43.
  19. "Security Council Presidency in 2017". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Current Members | United Nations Security Council". www.un.org. مؤرشف من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Fasulo 2004، صص. 40–41.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Fomerand 2009، ص. 183.
  23. "International Court of Justice | Definition, Cases, Purpose, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Court". International Court of Justice. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "International Court of Justice | Definition, Cases, Purpose, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Fasulo 2004، صص. 100–101.