دولت د خلکو یوه ډله یا نظام دی چې په یوه منظمه ټولنه، یا په عام ډول په یوه هېواد حکومتولي کوي.

Detail from Elihu Vedder, Government (1896). Library of Congress Thomas Jefferson Building, Washington, D.C.

دولت د پراخ ټولیز تعریف له مخې، په معمول ډول له قضایه، اجرائیه او مقننه قوو نه جوړ دی. دولت د سازماني پالیسیو اجرا کوونکې وسیله ده چې د پالیسیو جوړولو میکانیزم هم لري. هر دولت خپل ځانګړی اساسي قانون لري چې د حکومتولۍ اصول او فلسفه یې بیانوي.

په داسې حال کې چې ټول بنسټونه یو ډول واک لرونکي دي، خو د دولت اصطلاح تر ډېره په ځانګړې ډول نږدې ۲۰۰ خپلواکو ملي دولتونو او د هغو فرعي سازمانونو ته اړوندېږي.

له تاریخي پلوه، د دولت په ډولونو کې، پاچایي، ارستوکراسي، تیموکراسي، الیګارشي، دیموکراسي، تیوکراسي او زورواکي شاملېږي. د هرې حکومتي فلسفې ځانګړنه له دې مخې وي چې، په څه ډول ځواک ترلاسه شوی، چې دوه اصلي ډوله یې ټاکنیزې سیالۍ او میراثي ځای ناستوب دی.

پېژند او رېښه

دولت په یوه هېواد یا ټولنې باندې د واک چلولو نظام اوسیستم ته ویل کېږي.

د دولت (government) کیلمه له یوناني κυβερνάω [kubernáo] فعل نه اخیستل شوې (چې معنا یې gubernaculum یا د خط السیر وسیله، هغه استعاري معنا چې اپلاتون په خپل کتاب (جمهوريت) کې د دولت د بېړۍ په بحث کې کارولې ده).

د کولمبیا پوهنغونډ دولت داسې تعریفوي: « د ټولنیز کنترول هغه نظام دی، چې له مخې یې په ټولنې کې یوې ځانګړې ډلې ته د قوانینو جوړولو او د هغو د پلي کولو حق ورکوي».[۱]

په داسې حال کې چې هر ډول سازمان د واک چلولو سیستم لري، خو د دولت کلیمه تر ډېره په ځانګړې ډول د ځمکې ۲۰۰ خپلواکو ملي دولتونو او د هغو فرعي سازمانونو ته اړوندېږي.[۲]

په پایله کې ځینې وختونه، د دولت (government) کیلمه له انګلیسي( governance ) یا حکومت سره مترادفه کارول کېږي.

تاریخچه

هغه مهال او مکان چې د انساني حکومتولۍ ښکارنده په کې رامنځته شوې نامعلوم دی؛ په داسې حال کې چې تاریخ د لومړنیو دولتونو جوړېدل ثبت کړي دي. نږدې ۵ زره کاله وړاندې لومړنی کوچنی ښاري دولت څرګند شو. له میلاد نه په مخکنۍ دویمه یا درېیمه زریزه کې یو شمېر دغه کوچنۍ حکومتولۍ په پراخو حکومتي سیمو بدلې شوې، لکه: سومر، لرغونی مصر، د سیند درې تمدن او د ژېړ سمندرګي تمدن.[۳][۴]

د کرنې او اوبو د کنترول پروژو د دولتونو د پراختیا د اسانوونکي یا کتلست په توګه رول ولوباوه. د یوې قبیلې مشر د مختلفو تشریفاتو او یا هم د واک لپاره سیالیو له مخې په خپله قبیله د واک چلولو په موخه ټاکل کېده، ځینې وختونه هم د مشرانو یوه ډله یا شورا ټاکل کېدله. د کره اړیکو ساتلو په موخه انساني وړتیاوو او د هغوی له خوا ترلاسه کړو معلوماتو انسانانو ته اجازه ورکړه چې د کرنې په برخه کې لا هم اغېزمن واوسي او له مخې یې د وګړو شمېر زیات کړي. [۵][۴][۶]

د اولسمې پېړۍ په وروستیو کې په جمهوري ډول د دولتونو زیاتوالی پیل شو. په انګلستان کې عالي انقلاب، د امریکا انقلاب او د فرانسې انقلاب د استازولۍ حکومتونو له ودې سره مرسته وکړه. شوروي اتحاد لومړنی لوی هېواد و چې کمونیست دولت یې درلود. د برلین د دېوال له ړنګېدو وروسته، لیبرال دموکراسي د دولتونو رایج ډول وګرځېد.[۲][۷]

په نولسمه او شلمه پېړیو کې، په ملي کچه د دولتو په اندازه او مقیاس کې د پام وړ زیاتوالی راغی، چې په کې د شرکتونو تنظیم کېدل او هوسا دولتونو وده شامل کېده.[۸]

بڼې

د دولتونو د طبقه بندۍ یوه لاره داده چې، وګړي په څه ډول د واک چلولو ځواک لري. دا کېدای شي یو کس وي ( اتوکراسي، پاچهي)، د خلکو یوه ټاکل شوې ډله (لکه اریستو کراسي یا د اشرافو واک چلونه) او یا هم ټول وګړي (دموکراسي، لکه: جمهوریت).

توماس هابس د خپلې طبقه بندي په اړه داسې څرګندوي:[۹]

د ټول ګټو(مشترک المنافع)توپیر د هغو په واکمن کې د توپیر له مخې دی، چې یا د ټولو او یا هم هر یو وګړي استازولي کوي. له همدې امله واکمني یا د یوه کس او یا هم د یوې شورا چې له یوه کس نه زیاته ده، په واک کې ده، دغې شورا ته هم یا هر کس حق لري دننه شي او یا یې هم نه لري، بلکې یو شمېر له نورو ځانګړي وي، دا څرګنده ده چې باید درې ډوله مشترک المنافع شتون ولري، ځکه استازی باید یا یو کس وي او یا هم له یوه زیات او که چېرې له یو زیات وي، دا کېدای شي ،ټولو ته اړوند او یا یې هم یوې برخې ته اړوند وي. کله چې استازی یو کس وي، دغه مشترک المنافع بیا پاچهي ده، کله چې د ټولو یوه شورا راغونډېږي، دا بیا دموکراسي یا عامه مشترک المنافع دی؛ کله چې شورا یوې برخې ته اړونده وي؛ دې ته بیا ارستوکراسي یا اشراف واکي ویل کېږي. له دې پرته، د ټول ګټو نور ډولونه، نه شي کولای شتون ولري، ځکه یو، یا له یوه زیات او یا هم ټول (څه ډول چې ما ښودلي دي د وېش وړ نه دي)، بشپړ واک ولري.

اتوکراسي

اتوکراسي یا دیکتاتوري هغه دولتي نظام دی چې ټول عالي واک د یوه کس په لاس کې وي، چې پریکړې یې نه د بهرنیو قوانینو له محدودیت او نه هم د وګړو د منظم کنترول تابع وي (یوازې د کودتا او یا هم عمومي بغاوت له ګواښ پرته).[۱۰]

ارستوکراسي (اشراف واکي)

ارستوکراسي (له یوناني ἀριστοκρατία ارستوکراتا، چې له ἄριστος ارستوس معنا یې «عالي»، او κράτοςکراتوس معنا یې «ځواک» دی اخیستل شوې)، د دولت هغه ډول دی چې واک د یوې کوچنۍ حاکمې او مخکښې ډلې په لاس کې وي.[۱۱]

ګڼ شمېر پاچهۍ ارستوکراسۍ دي، په داسې حال کې چې په مشروطه شاهي دولتونو کې پاچا خپله لږ واک لري. د اشرافو اصطلاح، غیر بزګري، نه خدمت کوونکو او په فیوډالي سیستم کې غیر ښاري ډلو ته اړوندېږي.

دموکراسي

دموکراسي د دولت هغه ډول سیستم دی چې وګړې خپل واک د رایو ورکولو له لارې څرګندوي. په مستقیمه دموکراسي کې، وګړي په ټولیز ډول د ټول حاکمیت استازولي کوي او د هرې موضوع اړوند رایه ورکوي. په استازولۍ دموکراسي کې بیا وګړي له خپل منځه استازي ټاکي او دغه استازي بیا د واکمن پلاوي د جوړولو، لکه: د مقننې قوې د جوړولو په موخه راغونډېږي. د اساسي قانون پر بنسټ یوه دموکراسي کې د اکثریت وګړو واک، د استازولۍ دموکراسي په اډانه کې کارول کېږي، چې اساسي قانون اکثریت محدود کوي او له اقلیتونو ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د خاصو فردي حقونو د لرلو په برخه کې، لکه: د بیان آزادي، یا ټولنو آزادي.[۱۲][۱۳]

جمهوريت

جمهوريت د حکومت کولو هغه ډول دی چې هېواد په کې یوه «عمومي موضوع» (لاتیني کې : res publica) ده، نه د واکمنانو خصوصي مالکیت یا اندېښنه، چې په کې په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول دولتي اداراتو ته وګړي ټاکل کېږي، نه د میراث له مخې. وګړي یا د وګړو د پام وړ برخه په دولت او دولتي ادارو کې چې د ټاکل شوو کسانو له خوا ټاکل کېږي، بشپړ واک لري. تر ټولو عام لنډ تعریف یې دادی چې، جمهوریت هغه دولت دی چې د دولت رئیس په کې پاچا نه وي. مونتیسکو دواړه ډوله دموکراسي چې په کې ټول وګړي په واک کې ونډه لري یا ارسطو کراسي او الګیارشي، چې یو شمېر کم وګړي په کې ونډه لري، د دولت په جمهوري ډول کې بولي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نور هغه اصطلاحات چې د جمهوریت بېلابېل ډولونه څرګندوي، هغه دا دي: دموکراتیک جمهوریت، پارلماني جمهوریت، نیمه ولسمشريزریاستي جمهوریت، ریاستي ولسمشریز جمهوریت، فدرال جمهوریت او اسلامي جمهوریت.

فدرالیزم

فدرالیزم هغه سیاسي مفهوم دی چې د غړو یوه ډله په ګډه سره د یوه واکمن استازي حاکم پر وړاندې په ژمنه کولو سره راغونډېږي. دغه اصطلاح، د هغه دولتي نظام د تشرېح لپاره کارول کېږي، چې حاکمیت د مرکزي حکومت او جوړوونکو سیاسي واحدونو ترمنځ چې ورته ایالتونه، ولایتونه او یا هم نور څه ویل کېږي، وېشل کېږي.

د حکومت ډول

په دې نړۍ کې ډېر حکومتونه دي ، ځني هېوادونو کې جمهوري حکومتونه دي په ځنو کې جمهوريت وي په ځنو کې پاچايي وي او په ځنو کې بل قسم حکومت وي، پخوا به پاچايي به د حکومت له ټولو عام ډول و، اوسني وخت کې زيات هېوادونو کې جمهوريت دي. جمهوريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د يو هېواد د ولس يا عوامو په خوښه جوړ شي بلخوا آمريت هغه حکومت ته ويلي کېږي کوم چې د ډنډې په زور کېږي

 
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د حکومت ډول د کال 2011 له مخې
     ولمشريز جمهوريت2      نيم-ولسمشريز جمهوريت2
     پارليماني جمهوريت2      يو گونديز دولت
     پارليماني آئيني پاچايي      بيخي پاچايي
     پوځيآمريت      پارلماني آيني پاچايي په کوم کې چې پاچا پخپله خپلې رښتې ټاکي
     هغه هېوادونه چې د ولسمشر رښتې زياتي وي خو ولسمشر د پارلمان مطابقت کوي      هغه کوم کې چې اوچت ورکړی شوي نظامونو څخه علاوه بل ډول حکومت وي

تړلې موضوعگانې

  1. Columbia Encyclopedia, 6th edition. Columbia University Press. 2000.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Smelser او Baltes 2001، م. ?.
  3. Christian 2004، م. 294.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Christian 2004، م. 245.
  5. The New Encyclopædia Britannica (15th edition)
  6. Christian 2004، مم. 146–147.
  7. Kuper او Kuper 2008، م. ?.
  8. Haider-Markel 2014، م. ?.
  9. کينډۍ:Cite wikisource
  10. Paul M. Johnson. "Autocracy: A Glossary of Political Economy Terms". Auburn.edu. نه اخيستل شوی 14 September 2012.
  11. "Aristocracy". Oxford English Dictionary. December 1989. Archived from the original on 29 June 2011. نه اخيستل شوی 22 December 2009.
  12. Oxford English Dictionary: "democracy".
  13. "Democracy". Encyclopædia Britannica (Expo '70 hardcover) 7. (1970). William Benton. 215–23. ISBN 978-0-85229-135-1. 
  14. Montesquieu, The Spirit of the Laws (1748), Bk. II, ch. 1.
  15. "Republic". Encyclopædia Britannica. 
  16. "republic". WordNet 3.0. نه اخيستل شوی 20 March 2009.
  17. "Republic". Merriam-Webster. 
  18. Montesquieu, Spirit of the Laws, Bk. II, ch. 2–3.