سعودي عربستان چې په رسمي ډول د سعودي عربستان د پاچهي (Kingdom of Saudi Arabia) په نوم پېژندل کېږي، په لویدیځه آسیا کې هېواد دی. دغه هېواد د عربو ټاپو وزمې نږدې ټوله برخه جوړوي، چې مساحت یې نږدې ۲ میلیونه ۱۵۰ زره کیلومتر مربع (۸۳۰ زره مایل مربع) دی. په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی او په عربي نړۍ کې دویم لوی هېواد دی. په شمال کې له اردن او عراق، په شمال ختیځ کې له کویټ، په ختیځ کې له قطر، بهرین او عربي متحده اماراتو او په سویل ختیځ کې له عمان او یمن سره پوله لري، د عقبه خلیج په واسطه په شمال لویدیځ کې له مصر نه جلا کېږي. سعودي عربستان یوازنی هېواد دی چې له دواړو سره سمندرګي او فارس خلیج سره ساحلي کرښې لري، چې ډېری ځمکې یې له وچې صحرا، دښتو، بې ونو ځمکو او غرونو نه جوړه ده. پلازمېنه یې ریاض تر ټولو لوی ښار دی، په دغه هېواد کې د اسلام دوه سپېڅلي ښارونه مکه معظمه او مدینه منوره هم موقعیت لري.

سعودی عربستان
المملكة العربية السعودية
al-Mamlaka al-ʻArabiyya as-Suʻūdiyya
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
الرياض
۲۴°۳۹′ شمال ۴۶°۴۶′ ختیځ / 24.650°شمال 46.767°ختيځ / 24.650; 46.767
حکومت
 -  پادشاه عبدالله بن عبدالعزیز
 -  تاج سلطان بن عبدالعزیز
 -  د لومړی مرستیال مرستیال نایف بن عبدالعزیز
 -  Second Saudi State established 1824 
 -  Third Saudi State declared جنوری 8, 1926 
 -  Recognized May 20, 1927 
 -  Kingdom Unified سپتمبر 23, 1932 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲٬۱۴۹٬۶۹۰ کيلومتر2 (14th)
۸۳۰,۰۰۰ sq mi 
 -  اوبه (%) negligible
د وگړو شمېر
 -  2010 estimate 27,136,977[۱] (41st)
 -  گڼه گونه 12/km2 (205th)
۳۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2010 اټکل
 -  ټولټال $618.744 میلیارده[۲] 
 -  پر کس $23,701.260[۲] 
GDP (nominal) 2010 اټکل
 -  ټولټال $438.009 میلیارده[۲] 
 -  پر کس $16,778.112[۲] 
بشري پرمختيا (2007) 0.843[۳] (high) (59th)
د وخت سيمه (UTC+3)
 -  اوړی (DST) (not observed) (UTC+3)
د موټر چلولو سمت Right
د انټرنټ مخکښ شپول .sa, السعودية.
پيل گڼ 00966

د  اسلام له سپېڅلي دین وړاندې عربستان، هغه سیمه چې معاصر سعودي عربستان په کې پروت دی، د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو او تمدنونو ځای و، د عربستان له تاریخ وړاندې مهال په نړۍ کې د انساني چارو لومړني آثار ښيي. د نړۍ تر ټولو لوی دویم دین اسلام، په سعودي عربستان کې ظهور کړی. د ۷ مې پېړۍ په لومړیو کې، د اسلام پیغمبر محمد(ص) د عربستان وګړي متحد کړل او یو واحد اسلامي نظام یې جوړ کړ. په ۶۳۲ ز کال کې د هغه له وفات وروسته، پیروانو یې په چټکۍ سره د عربستان تر حاکمیت لاندې قلمرو پراخ کړ، په بې مخینې ډول یې په لویه کچه قلمرو (په لویدیځ کې له ایبري ټاپووزمې نه په ختیځ کې تر معاصر پاکستان پورې) د څو لسیزو په ترڅ کې فتح کړ. د معاصر سعودي عربستان نه بنسټ اخیستونکو سلسلو د راشدینو (۶۳۲-۶۶۱ ز کال)، امویانو (۶۶۱-۷۵۰ ز کال)، عباسیانو (۷۵۰-۷۵۱ ز کال) او فاطمي (۹۰۹- ۱۱۷۱ ز کال) خلافتونه وکړل، همدارنګه یې په آسیا، افریقا او اروپا کې ګڼ شمېر واکمنۍ رامنځته کړې.[۴][۵][۶]

معاصر سعودي عربستان په ټولیز ډول له څلورو لرغونو سیمو: حجاز، نجد، د ختیځ عربستان له یوې برخې (الاحسا) او د سویلي عربستان له (عسیر) سیمو جوړ شوی. د سعودي عربستان د پاچهۍ بنسټ په ۱۹۳۲ ز کال کې د پاچا عبدالعزیز (په لویدیځ کې په بن سعود پېژندل کېږي) له خوا کېښودل شو. هغه په ۱۹۰۲ ز کال کې د مبارزاتو په پیل کولو سره د خپلو نیکونو یعنې سعود کورنۍ د کور، ریاض، په نیولو سره څلور سیمې د یوه واحد هېواد په توګه یو موټی کړې. له هغه مهاله وروسته د سعودي عربستان سیاسي نظام شاهي مطلقه دی، چې په واقعیت کې میراثي دیکتاتوري ده چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ یې اداره کوي. په سني مسلمانانو کې تر ټولو ډېر محافظه کاره وهابي مذهبی خوځښت«د سعودي کلتور د غالبې ځانګړنې» په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ مه ز لسیزه کې د مذهبي جوړښتونو واک په پام وړ کچه کمښت موندلی دی. د دغه هېواد په اساسي قانون کې سعودي عربستان د یوه اسلامي خپلواک عربي دولت په توګه چې اسلام یې رسمي دین دی، عربي یې رسمي ژبه او پلازمېنه یې ریاض دی ،تعریف شوی دی. ځینې وختونه سعودي عربستان د اسلام د دوږ سپېڅلو ځایونو مسجد الحرام (په مکه کې) او مسجد النبوي (په مدینه کې) له امله د «دووسپېڅلو جوماتونو د ځمکې یا حرمین الشریفین» په نوم یادېږي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په دغه هېواد کې د ۱۹۳۸ ز کال د مارچ په درېیمه نېټه تیل کشف شول، چې ورپسې په ختیځ ولایت کې څو ځایه نور هم کشف شول. له هغه مهال نه سعودي عربستان د نړی د نفتو دویم لوی تولیدونکی (د امریکا له متحده ایالاتو وروسته) او د نړۍ د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، چې د نړۍ په کچه د تیلو دویمې لویې او د ګازو پنځمې لویې زېرمې لري. دغه پاچهي د لوړ انساني شاخص په لرلوسره د نړیوال بانک د لوړ عاید لرونکي اقتصاد په توګه طبقه بندي کېږي او یوازنی عربي هېواد دی، چې د لوړو اقتصاد لرونکو G20 هېوادونو غړیتوب لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دغه پاچهي د خپلو داخلي ناخالصو تولیداتو ۸٪ په پوځ لګوي ( په نړۍ کې له عمان وروسته تر ټولو لوړ) چې د امریکا له متحده ایالاتو او چین وروسته د پوځي لګښت له مخې درېیم هېواد دی، له ۲۰۱۵ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د وسلو ترټولو لوی واردونکی هېواد دی چې منځني ختیځ ته د امریکا د وسلو د ټولو صادراتو نیمايي ترلاسه کوي. په بن کې د جګړو د مطالعې د نړیوال مرکز (BICC) د راپور له مخې: سعودي عربستان د نړۍ ۲۸ پوځ لري او په سیمه کې د نظامي وسایلو د کیفیت له مخې له اسرائیلو نه دویم دی. د ۲۰۱۰ مې ز لسیزې وروسته په سعودي عربستان باندې د وسلو د پلورلو د بندولو په موخه ګڼ شمېر غوښتنو شتون درلود، هغه هم په یمن کې د جنګي جرمنو او په ځانګړي ډول د جمال خاشاقچي د ترور له پېښې وروسته. د سعودي عربستان دولت د ګڼ شمېر لاملونو، له دې جملې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ونډې، د اسلامي تروریزم د مالي ملاتړ د ادعا او په دغه هېواد کې د اعدام د سزا نه د زیاتې ګټڼې له امله د بشري حقونو د ټیټې کچې، د انساني قاچاق نه په مخنیوي کې د کافي کړنو د نه اخیستو، د مذهبي لږه کیو(اقلیتونو) او ملحدینو سره د دولتي تبعیض، یهودیت ضد او د شریعت د قوانینو په سخت ډول تفسیر له امله تر نیوکو لاندې راغلی دی.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سعودي عربستان د سیمې په کچه ځواک او هم په نړۍ کې د منځنۍ کچې ځواک شمېرل کېږي. د سعودي اقتصاد په منځني ختیځ کې تر ټولو مخکښ او د نړۍ په کچه اتلسم اقتصاد دی. سعودي عربستان د نړۍ یو تر ټولو ځوان نفوس لري چې د ۳۴.۲ میلیونه وګړو نه نږدې ۵۰ سلنه یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري. په داسې حال کې چې د خلیج د همکاریو د شورا غړیتوب لري، د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، عربي اتحادیې، عربي هوايي لېږد د سازمان او اوپک یو له فعاله او بنسټ اېښودونکو غړو نه دی.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

اقتصاد

د ۲۰۱۸ ز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې، سعودي عربستان په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی اقتصاد او د نړۍ په کچه اتلسم اقتصاد لري. سعودي عربستان د نړۍ په کچه د نفتو د ثابتو زېرمو لرونکی دویم لوی او د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی. د طبیعي ګازو د ثابتو زېرمو لرونکی پنځم لوی هېواد دی چې ارزښت یې په ۲۰۱۶ ز کال کې ۳۴.۴ تریلیونه امریکايي ډالر ښوول شوی دی. د سعودي عربستان دولتي اقتصاد د نفتو پر بنسټ دی، چې د بودیجې نږدې ۶۳٪ عواید او د صادراتو ۶۷٪ عواید یې جوړوي. دغه هېواد په کلکه سره په بهرنیو کارګرانو ولاړ دی چې په خصوصي سکتور کې ۸۰ سلنه کارکوونکي سعودیان نه دي. د سعودي عربستان د اقتصاد پر وړاندې ګواښونو کې د سړي سر عاید پر ځای درېدل یا راکمېدل، د زده کړو ښه کول، څو ځوانان کار ته چمتو کړي او د کاري شونتیاوو برابرول، د اقتصاد متنوع کول، د خصوصي سکتور او مسکن جوړولو پیاوړتیا او د فساد او نابرابرۍ له منځه وړل شاملېږي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د نفتو صنعت، د سعودي عربستان د اسمي داخلي ناخالصو تولیداتو ۴۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې ۴۰ سلنه یې خصوصي سکتور ته اړوندېږي. سعودي عربستان په رسمي ډول ۲۶۰ میلیارده بوشکې (4.1×1010 m3) د تیلو زېرمې لري، چې د نړۍ د نفتو د ثابتو شوو زېرمو له پنځو برخو یوه جوړوي.[۴۵]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

پېښلیک

په ۱۶ پیړۍ کی عربستان عثمنی حکمرانان لاس ته ور غلی. په ۱۸ کال کی یو عالم محمد ابن عبد الواهب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړ. دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپورکړ. دغه غقیده د الوهابیة په نوم یادیږی. الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی دی. په ۱۹ پیړی کی سعودی کورنۍ د مصر او عثمنی دولت په خلاف جگړه وکړل. په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیول. په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د بریطانیا پوځ لخوا نیول شو. مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شو. سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د بریطانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو.

سرچينې

  1. Alriyadh Newspaper
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ "Saudi Arabia". International Monetary Fund. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Human Development Report 2009: Saudi Arabia". The United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "88,000-Year-Old Finger Bone Pushes Back Human Migration Dates". National Geographic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Global Religious Landscape". Pew Forum. 18 December 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lindsay, James E. (2005). Daily Life in the Medieval Islamic World. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-32270-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Madawi Al-Rasheed (2013). A Most Masculine State: Gender, Politics and Religion in Saudi Arabia. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76104-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tripp, Culture Shock, 2003: p. 14
  9. Malbouisson, p. 23
  10. "The Authoritarian Resurgence: Saudi Arabia's Anxious Autocrats". Carnegie Endowment. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 3 August 2021 باندې). Saudi Crown Prince Mohammed seeks to reduce influential clerics' power. The New York Times.
  12. Caryl, Sue (20 February 2014). "1938: Oil Discovered in Saudi Arabia". National Geographic. National Geographic Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Learsy, Raymond (2011). Oil and Finance: The Epic Corruption. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "International – U.S. Energy Information Administration (EIA)". eia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Human Development Report 2014 (PDF). United Nations. 2013. د کتاب پاڼې 159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Wynbrandt, James (2004). A Brief History of Saudi Arabia. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0830-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 9 November 2011 باندې). Saudi Arabia to overtake Russia as top oil producer-IEA. Reuters.
  18. "Country Comparison :: Military expenditures — The World Factbook – Central Intelligence Agency". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Global defence spending: the United States widens the gap (IISS) – 14 February 2020
  20. "USA and France dramatically increase major arms exports; Saudi Arabia is largest arms importer, says SIPRI". SIPRI. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wezeman, Pieter D.; Kuimova, Alexandra (May 2019). "Military Spending and Arms Imports by Iran, Saudi Arabia, Qatar and the UAE". SIPRI Fact Sheet: 1. https://www.sipri.org/sites/default/files/2019-05/fs_1905_gulf_milex_and_arms_transfers.pdf. 
  22. "Global Militarisation Index 2019". BICC: 8 and 14. 2019. https://www.bicc.de/uploads/tx_bicctools/BICC_GMI_2019_EN.pdf. 
  23. "The UK Is Greenlighting Arms Sales to Saudi Arabia Again. That's a Travesty". Human Rights Watch. 15 July 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 25 October 2018 باندې). Austria calls for EU-wide halt in arms sales to Saudi Arabia. Reuters.
  25. "Germany extends ban on arms sales to Saudi Arabia". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The death penalty in Saudi Arabia: Facts and Figure". Amnesty International. 25 August 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Saudi Arabia: Official Hate Speech Targets Minorities". Human Rights Watch. 26 September 2017. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Saudi Arabia is worst country to be an atheist, report says". National Secular Society. 29 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Bjørgo, Tore (2004). Root Causes of Terrorism: Myths, Reality and Ways Forward. Routledge. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-26562-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Byman, Daniel L. (1 February 2005). "Confronting Passive Sponsors of Terrorism". Brookings Institution. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Buzan, Barry (2004). The United States and the Great Powers. Cambridge: Polity Press. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-3375-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "The erosion of Saudi Arabia's image among its neighbours". Middle East Monitor. 7 November 2013. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "United Nations Statistics Division - National Accounts". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Why Saudi Arabia". Invest Saudi. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Saudi Arabia". OPEC. 1 January 1995. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "OPEC Decides Not To Increase Oil Production", Jeff Brady. NPR. 8 June 2011. Retrieved 19 August 2011
  37. "Saudi Arabia's first step towards clean energy technologies". UNDP. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Balamir Coşkun, Bezen (Winter 2009). "Global Energy Geopolitics and Iran". Uluslararası İlişkiler 5 (20): 179–201. http://www.uidergisi.com/wp-content/uploads/2011/06/Global-Energy-Geopolitics-and-Iran.pdf. 
  39. Anthony, Craig (12 September 2016). "10 Countries With The Most Natural Resources". Investopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "OEC – Saudi Arabia (SAU) Exports, Imports, and Trade Partners". oec.world. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 19 December 2017 باندې). Saudi Arabia Sees Higher Oil Revenue as OPEC Cuts Boost Prices.
  42. Coy, Peter (16 July 2014). "Online Education Targets Saudi Arabia's Labor Problem, Starting With Women". Bloomberg Businessweek. http://www.businessweek.com/articles/2014-07-16/can-online-classes-fix-saudi-arabias-broken-labor-market. "Saudi citizens account for two-thirds of employment in the high-paying, comfortable public sector, but only one-fifth of employment in the more dynamic private sector, according to the International Monetary Fund (PDF).". 
  43. Economists "estimate only 30–40 percent of working-age Saudis hold jobs or actively seek work," the official employment rate of around 12 percent notwithstanding: (په 19 January 2014 باندې). Saudi Arabia doubles private sector jobs in 30-month period.
  44. Tripp, Culture Shock, 2009: p. 206
  45. Tripp, Culture Shock, 2009: p. 206