پاچاهۍ د حکومت هغه بڼه ده چې په هغه کې یو کس یعنې پاچا د ژوند تر پایه یا تر استعفا پورې د دولت مشر وي، چې د پاچا مشروعیت او سیاسي واک کېدای شي محدود، تر ډېره سمبولیکه یا نمایشي (مشروطه پاچاهۍ) او یا په بشپړ ډول استبدادي (مطلقه پاچاهۍ) وي او ان کېدای شي اجرایوي ، مقننه او قضایی څانګو ته هم وغزول شي. د پاچاهانو ځایناستي زیاتره وخت په میراثي توګه ټاکل کېږي، چې ډېری وختونه د کورنۍ سلسلې رامنځته کوي. دغه راز انتخابي او ځان اعلان شوي پاچاهۍ هم پیښ شوي. همدارنګه پاچاهان کولی شي بېلابېل لقبونه لکه؛ امپراتور، پاچا، ملکه، راجا، خان، زار، سلطان، پاچا یا فرعون ولري.

تر ۲۰مې پېړۍ پورې پاچاهۍ د حکومت ترټولو عام بڼه وه، خو وروسته جمهوریتي حکومتونو د پاچاهۍ پر ځای غوره شوی چې اوس مهال په نړۍ کې د ۱۵ همګټو هېوادونو په شمول ۴۳ خپلواکه هېوادونه یو پاچا لري، چې درېیم پاچا چارلس یې مشري په غاړه لري. د دې سربیره یو لړ فرعي شاهي ادارې هم شتون لري، چې اوسنۍ ډېری عصري پاچاهۍ مشروطه بڼه لري، ځکه دې ډول پاچاهۍ کې د قانون پر بنسټ د پاچا لپاره ځانګړي قانوني او رسمي رولونه غوره شوي او یا په پارلماني جمهوریتونو کې د دولت د مشرانو په څېر محدود یا هېڅ سیاسي واک نه کاروي.

ځانګړتیاوې او ونډې

سمول

پاچاهۍ د میراثي سلطنتونه سره تړاو لري، چې پاچاهان په کې د ژوند تر پایه واکمني کوي او له مړینې وروسته د دوی مسؤلیتونه او واکونه د دوی اولادونو یا د کورنۍ بل غړي ته لېږدول کېږي، چې په تاریخي او عصري وختونو کې پاچاهان په شاهي کورنۍ کې زیږېدلي او ستر‍‍‍‍‍‍‍‍ شوي. دغه راز په یوې شاهي کورنۍ  (د شاهي کورنۍ په نوم ځکه یادېږي ځکه دا په څو نسلونو کې دوام کوي) کې راتلونکۍ غوره شوۍ پاچا د خپل اینده مسولیتونو لپاره روزل کېږي

د وراثتي ځایناستۍ بېلابېل ډولونه لکه د وینې نږدېوالی ، د لومړۍ ماشوم د پاچاهۍ د لومړیتوب حق او اګناټیک سنیسنس یا د سالک قانون (هغه اصل دي چې پر بنسټ یې کوچنی ورور د زامنو په پرتله د پاچاهۍ لپاره غوره کېږي ) لري. پداسې حال کې چې په تاریخ کې ډیری پاچاهان نارینه وو، خو ډېری ښځینه پاچاهانو هم حکومت کړی دی. [۱]

ځینې ​​پاچاهۍ بیا میراثي نه دي لکه انتخابي پاچاهۍ، چې پاچاهان په کې د یوې ادارې (انتخاباتي کالج) له خوا د ژوند تر پایه یا د یوې ټاکلې مودې لپاره ټاکل کیږي، چې اوسمهال څلور انتخابي پاچاهۍ شتون لري لکه کمبوډیا، مالیزیا او متحده عربي امارات چې د ۲۰مې پېړۍ له نوښتونو نه دي، پداسې حال کې چې یو (پوپ) لرغونی دی.[۲]

یو ځان اعلان شوی پاچاهي هغه وخت رامنځته کیږي کله چې یو څوک له پخوانۍ شاهي کورنۍ سره د هېڅ تاریخي تړاو پرته د پاچا ادعا وکړي. دغه راز یو شمېر جمهوري غوښتونکي مشران چې ځانونه یې په خپله پاچا اعلان کړي دا دي: د فرانسې لومړی ناپلیون ځان د فرانسې سترواک اعلان کړ او په دې توګه یې د فرانسې په لومړۍ سترواکۍ واکمني وکړه. د مرکزي افریقا ولسمشر ژان بادل بوکاسا په ۱۹۷۶ز کال کې ځان د مرکزي افریقا سترواک اعلان کړ. همدارنګه د چين جمهوريت له جوړېدو څو کاله وروسته د چين لومړی رسمي ولسمشر يوان شيکای ځان د «چين سترواکۍ » لنډ مهاله سترواک اعلان کړ.[۳][۴]

ځایناستي

سمول

میراثي سلطنتونه

سمول

په میراثي پاچاهۍ کې د پاچا موقف د ځایناستي کېدو قانوني او یا دودیز حکم له مخې په میراث پاتې کېږي، چې معمولا په شاهي کورنۍ کې د ځایناستي کېدو لپاره د وینې نږدوالۍ د اصل په توګه په ګوته کوي او دا په دې مانا ده چې د تخت وارث له پاچا کېدو نه دمخه ښه وپېژندل شي. دغه راز د میراثي پاچاهۍ تر ټولو عام ډول primogeniture دی، چې له مخې یې د پاچا مشر اولاد د تخت لومړی وارث ګڼل کېږي. [۵][۶]

د اروپا په قانون او دود له مخې په میراثي پاچاهۍ کې مخکې له دې نه چې د primogeniture ډول رامنخته شي، پاچاهانو به د خپل ژوند په اوږدو کې د خپل ځایناستي (معمولا خپل مشر زوی) ټاکه، دا په دې مانا چې په یو وخت کې به دوه پاچاهان (مشر پاچا او کوچنی پاچا) اوسېدل. [۷]

په ۱۹۸۰ز کال کې سویډن لومړی اروپایی پاچاهي شوه چې د برابر primogeniture اعلان یې وکړ دا په دې مانا و چې د پاچا تر ټولو مشر اولاد که څه نارینه وي که ښځینه د پاچاهۍ د وراثت حق لري او په دې ډول یو شمېر نورو سلتنطونو (لکه په ۱۹۸۳ز کال کې هالنډ، په ۱۹۹۰ز کال کې ناروې، په ۱۹۹۱ز کال کې بلجیم، په ۲۰۰۹ز کال کې ډنمارک او په ۲۰۱۱ز کال کې لوګزامبورګ) یاد اصل تعقیب کړ.  دغه راز انګلستان د ۲۰۱۳ز کال د اپریل په ۲۵مه د همګټو هېوادونو د مشرانو په ۲۲مه غونډه کې د همګټو ۱۶ هېوادونو د صدراعظمانو له موافقې وروسته برابر primogeniture (د موجوده وارثانو د ادعاوو په پام کې نیولو سره) تصویب کړ.[۸][۹][۱۰]

دغه راز د میراثي پاچاهۍ بل ډول tanistry دي، کوم چې نیمه انتخابي ده او په یو شمېر سلطنتونو کې لکه د سعودي عربستان، د پاچاهۍ لومړی حقدار ځایناستۍ د پاچا مشر ورور دي او وروسته د پاچا زامن یې حقدار ګڼل کېږي، خو د ۲۰۱۷ز کال د جون په ۲۱مه د سعودي عربستان پاچا سلمان د پاچاهۍ دا بڼه له پامه وغورځوله او خپل زوی یې د پاچاهۍ د ځایناستۍ په توګه وټاکه.[۱۱]

همګټه سیمو کې پاچاهي

سمول

درېیم پاچا چارلس په انفرادي ډول د پنځلس همګټو سیمو (انټيګوا او باربودا، اسټرالیا ، بهاماس، بیلیز، کاناډا، ګریناډا، جمیکا، نیوزیلینډ، د پاپوا نیو ګینا خپلواکه ایالت، د سینټ کریسټوفر او نیویس فدراسیون، سینټ لوشیا، سینټ وینسنټ او ګریناډینز، د سلیمان ټاپو، تووالو او د انګلستان لوی بریتانیا سیمه او شمالي ایرلنډ) پاچا دی. چې یادې سیمې د همګټو هېوادونو په چوکاټ کې د برتانوي سترواکۍ نه جلا په بشپړ ډول خپلواکه هېوادونه شول او یو پاچا د حکومت مشر په توګه مني. ټول پنځلس سلطنتونه مشروطه سلطنتونه او بشپړ ډیموکراسي دي په کوم کې چې پاچا محدود واکونه یا په پراخه کچه رسمي ونډه لري. پاچا د انګلستان د کلیسا مشر هم دی (د انګلستان تاسیس شوی کلیسا)، پداسې حال کې چې نور ۱۴ سیمې دولتي مذهب نه لري.

په اسلامي نړۍ کې پاچاهي

سمول

د بحرین سلطنت، د برونای دارالسلام، د اردن هاشمی سلطنت، د کویټ دولت، مالیزیا، د مراکش سلطنت، د عمان سلطنت، د قطر دولت، د سعودی عربستان سلطنت د متحده عربي امارات سلطنت چې عموما له خپلو اروپایې یا همګټو همکارانو په پرتله زیات واک لري. دغه راز د بروني دارالسلام، عمان او سعودي عربستان لا هم مطلقه پاچاهۍ دي. بحرین، کویټ او متحده عربي امارات مختلطه پاچاهۍ لري. همدارنګه اردن، مالیزیا او مراکش مشروطه پاچاهۍ لري، خو د یاد هېوادونو پاچاهان لاهم د اروپایي هېوادونو په پرتله ډیر واک لري.

د ختیځې او سویل ختیځې اسیا مشروطه پاچاهۍ

سمول

بوتان، کمبوډیا، تایلینډ او د جاپان سلطنتونه مشروطه پاچاهۍ دي، چې د پاچاهۍ دې بڼه کې پاچا محدود یا خالص رسمي رول لري. دغه راز بوتان د پاچاهۍ یاده بڼه په ۲۰۰۸ز کال کې غوره کړه او کمبودیا د فرانسې له استعماري سترواکي نه د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته مشروطه پاچاهۍ درلوده، خو د سرو خمرو له واک ته د رسېدو وروسته ړنګه شوه چې له هغه وروسته د ۱۹۹۳ ز کال د سولې په تړون کې بېرته پرانستل شوه. ټایلینډ د ۲۰مې پېرۍ په ترڅ کې مشروطه پاچاهۍ غوره کړه. همدارنګه د افسانې له مخې جاپان د امپراتور جمو (۵۸۵-۶۶۰ مخکې له زېږونه نه) له وخت راهیسې سلطنت درلود، چې دا په نړۍ کې تر ټولو پخوانۍ موجوده پاچاهۍ وه، خو په دویمه نړیواله جګړه کې د یادې پاچاهۍ له ماتې وروسته جاپان د سترواکۍ د واک محدودولو لپاره لوی ګامونه پورته کړل.[۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. Beemer, Cristy (2011). "The Female Monarchy: A Rhetorical Strategy of Early Modern Rule". Rhetoric Review. 30 (3): 258–274. doi:10.1080/07350198.2011.581937. ISSN 0735-0198. JSTOR 23064026. S2CID 144455583.
  2. "The Definition of an Elective Monarchy". The Classroom | Empowering Students in Their College Journey (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-30.
  3. Marlowe, Lara. "The Central African Republic, where Emperor Bokassa ruled with violence and greed". The Irish Times (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2019-02-05.
  4. Spence, Jonathan D. (1999) The Search for Modern China, W.W. Norton and Company. p. 274. ISBN 0-393-97351-4.
  5. Kurrild-Klitgaard, Peter (2000). "The constitutional economics of autocratic succession". Public Choice. 103 (1/2): 63–84. doi:10.1023/A:1005078532251. ISSN 0048-5829. S2CID 154097838.
  6. Kurrild-Klitgaard, Peter (2004). "Autocratic succession". Encyclopedia of Public Choice. 103: 358–362. doi:10.1007/978-0-306-47828-4_39. ISBN 978-0-306-47828-4.
  7. Murphy, Michael Dean (2001). "A Kinship Glossary: Symbols, Terms, and Concepts". Anthropology.UA.edu. Archived from the original on October 5, 2006. نه اخيستل شوی October 5, 2006.
  8. SOU 1977:5 Kvinnlig tronföljd, p. 16.
  9. "Overturning Centuries of Royal Rules" (2011-10-28). BBC.com. Retrieved 2018-11-02.
  10. "New rules on royal succession come into effect". BBC News. March 26, 2015. نه اخيستل شوی 1 August 2019.
  11. Chara, Jihan (2018-10-01). "Saudi Arabia: A prince's revolution". European View (په انګليسي). 17 (2): 227–234. doi:10.1177/1781685818803525. ISSN 1781-6858.
  12. "Emperor of Japan". World History Encyclopedia (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-16.
  13. Xavier, Constantino (2020-07-08). "Bhutan's democratic transition and ties to India". Brookings (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-16.