تیوکراسي د حکومت‌ولۍ یو ډول دی چې په هغه کې د بت پرستو یو یا څو خدایان د واکمنو عالي خدایانو په نوم په نوم پېژندل کېږي او هغو انساني واسطو ته چې د حکومت ورځنۍ چارې اداره کوي الهي لارښوونې کوي.[۱][۲]

Augusto come giove, 00-50 dc circa.JPG

ایتمولوژي/د کلیمې ريښه پېژندنهسمول

د تيوکراسۍ کلیمه د θεοκρατία (تیوکارتیا) له یوناني کلیمې څخه اخيستل شوې چې د «خدای د واکمنۍ په معنا ده.» دا په‌خپله له دوو کلیمو θεός  (تیوس) د خدای او κρατέω (کراتیو) د واکمنۍ په معنا اخیستل شوې ده. په دې ټوګه په یوناني ژبه د دې کلیمې معنا د خدای (خدایانو) واکمني یا له خدای (خدایانو) څخه د انسانانو تجسم و.

دا اصطلاح په لومړیو کې له میلاد څخه وروسته په لومړۍ پېړۍ کې د یو داسې حکومت د ستاینې لپاره د فلاویوس یوسفوس له‌خوا وکارول شوه چې د یهودیانو ځانګړنه و. ژوزفوس استدلال کاوه چې بشر په هر حال کې د حکومت‌ولۍ بېلابېلو ډولونو ته پراختیا ورکړې چې ډېری يې په دغو درېیو ډولونو کې شاملېږي: سلطنتۍ، اولیګارشي او دیموکراسي. په هر حال د یوسفوس په وینا د یهودیانو حکومت بې جوړې و. یوسفوس د دې حکومت نومولو لپاره د تیوکراسۍ کلیمه وکاروله چې حاکم يې خدای او وینا یې قانون و.[۳]

د یوسفوس تعریف د روښانګرۍ تر عصر پورې په پراخ ډول منل شوی و، کله چې دې اصطلاح منفي مفاهم خپل کړل او په سختۍ سره د هېګل د تفسیر په واسطه وژغورل شوه. په انګلیسي ژبه کې يې د لومړنۍ کارونې ریکارډ په ۱۶۲۲ کال کې «د خدای له لارښوونې سره مل سپېڅلې واکمني» په معنا و، (لکه د شاهي نظام تر راڅرګندېدو مخکې د سپڅلي کتاب لرونکي اسرائلو کې)؛ په ۱۸۲۵ کال کې د سیاسي او لومړني قدرت لرونکې روحاني مذهبي کلیمې په معنا ثبت شوه.[۴]

تعریفسمول

د تيو کراسۍ اصطلاح د θεοκρατία (تیوکارتیا) له یوناني کلیمې څخه اخيستل شوې چې د «خدای د واکمنۍ په معنا ده.»، چې یوسفوس د اسرائلو او یهودو د پاچاهيو لپاره کاروله، چې د دې باور منعکسوونکې وه چې «خدای په‌خپله د دولت د رییس په توګه پېژندل کېږي». لکه څنګه چې پورته په تعریف کې یادونه وشوه د دې اصطلاح په عمومي او متداول ډول کارونه چې د کلیسا د حکومت یا مذهبي مشرتوب یوه اصطلاح ده، په کره ډول کلیساواکي ده.[۵][۶][۷]

په يوه خالصه تیوکراسۍ کې باور دا دی، لکه څنګه پر لومړنیو مسلمانانو د محمد (ص) واکمني/مشري وه چې د الله (ج) له لوري يې ځنیې وړاندوینې کولې، مدني مشر د هغه تمدن د مذهب یا باور له خدای (خدایانو) سره شخصي اړيکه لري. په یوه کلیسا کې مذهبي مشران په دولت کې د مشرتابه دنده پر غاړه اخلي، خو داسې ادعا نه کوي چې دوی د الهي وحيې وسایل دي.   

یوه اړونده مهالنۍ پديده دا ده کله چې سيکولار حکومتونه له یو دولتي مذهب سره هم‌غاړي وي او یا په مذهبي ټولنو کې د مدني قانون د ځینې جنبو استازولي وکړي. د مثال په ډول په اسرئلو کې واده په رسمیت پېژندل شویو مذهبي بنسټونو له‌خوا اداره کېږي، هر یو خپلو محترمو پلویانو ته د واده خدمتونه وړاندې کوی، خو هېڅ مدني واده (له مذهب څخه ازاد) نه‌شته دی او د لږکیو مذهبونو په واسطه چې په رسمیت نه دي پېژدل شوي هم هېڅ واده نه‌شته.

اوسنۍ تیوکراسۍسمول

عیسوي دین‌واکيسمول

سپېڅلی سمندر (د واتیکان ښار)سمول

په ۱۸۷۰ کال کې د روم تر ولکې وروسته د روم او واتیکان په ګډون پاپ هېوادونه د ايټالیا له پاچاهۍ سره یوځای شول. په ۱۹۲۹ کال کې د لاټران تړون له لارې چې د ايټالیا له حکومت سره لاسلیک شو د واتیکان نوی ښار (چې نفوس یې ۸۴۲ کسان و)- له هېڅ پخواني پاپي هېواد سره له اړیکې پرته – په رسمي ډول رامنځته او د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو. د واتیکان د دولت رییس پاپ دی، چې د کاردینال کالج په واسطه يې د لوړپوړو روحانیانو اسامبلۍ وټاکله. پاپ د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي چې یا مړ کېږي يا ښايي استعفا ورکړي.کاردينالان د پاپانو له‌خوا ټاکل کېږي او په‌دې توګه خپل منتخب ځای ناستي ټاکي.[۸][۹][۱۰]

اوس‌مهال رایه ورکونه یوازې له ۸۰ څخه کم عمر لرونکو کاردینالانو پورې محدوديږي. له هېوادونو سره داړیکو لپاره یو وزیر چې په مستقیم ډول د نړیوالو اړیکو مسؤل وي د پاپ له‌خوا منصوبېږي. د واتیکان حقوقي سیستم په شرعي قوانینو کې جرړې لري او په پای کې پرېکړه د پاپ په واک کې وي؛ د روم راهب د ستر پاپ په توګه «د ټولو مقننه، اجرایه او قصايي قوو واک په لاس کې لري.» له دې سره چې د واتیکان ښار قوانین د ايټالیا له سیکولار قوانینو څخه سرچينه اخلي، د قانوني سرچینو قانون د درېیمې مادې پر بنسټ د ايټالیا د پاچاهۍ په واسطه د اعلان شویو قوانینو د بشپړوونکي غوښتنلیک لپاره مقررات په پام کې نیول شوي.[۱۱][۱۲]

مونټ اتوس /د اتوس غرسمول

مونت اتوس په یونان کې یوه غرنۍ ټاپووزمه ده چې د ختيځ ارټوډوکس یوه خپلواکه سیمه بلل کېږي دا سیمه د قسطنطنیې د مشر تر مستقیم واک لاندې له ۲۰ صومعو/ رهبانګاوو څخه جوړه ده. عیسویانو په مونت اتوس کې نږدې ۱۸۰۰ کاله ژوند کړی او د صومعو اوږد تاريخ لري چې لږ تر لږه له ميلاد څخه مخکې ۸۰۰ کال ته ورګرځي. په مونت اتوس کې د خپل سري نظام سرچينه هغه سلطنتي فرمان ته ورګرځي چې په ۹۷۲ کال کې د بیزانس امپراتور جان تزیمیسس په واسطه صادر او په ۱۰۹۵ کال کې د امپراتور الکسیوس کومننوس لومړي له خوا تائید شو. یونان په ۱۹۱۲ کال کې د بالکان په لومړۍ جګړه کې د دې سیمې کنترول له عثماني امپراتورۍ څخه واخیست. په هر حال د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې د روسيې امپراتورۍ تر له‌منځه تللو وروسته په رسمي ډول د یونان د یوې برخې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. مونت اتوس په اروپايي ټولنه کې د یونان د غړیتوب له امله په ځانګړي ډول په اروپا کې د اړتیا وړ توکو او افرادو د ازاد تګ راتګ لپاره معاف دی او دننه کېدل یوازې د راهب له څرګندې اجازې سره مجاز دی. د مونت اتوس د ورځنیو سیلانیانو شمېر محدود دی او ټولو سیلانیانو ته لازمي ده چې دننه کېدو اجازه‌پاڼه ولري. یوازې نارينه له دې ځای څخه د لېدنې اجازه لري او ختیځ ارټوډوکس عیسویان د اجازه‌لیک په ورکولو کې لومړیتوب لري. د مونت اتوس اوسېدونکي باید ۱۸ کلن نارینه وي او تر هغه پورته عمرلرونکي هغه کسان واوسي چې د ختيځې ارټوډوکس کلیسا غړي، راهبان او یاهم کاریګران وي.[۱۳][۱۴][۱۵]

اتوس په مشترک ډول د ۲۰لو صومعو ټولنې د غړو او یو مدني مدیر له‌خوا چې د یونان د بهرنیو چارو د وزارت له‌خوا منصوبېږي اداره کېږي. رهباني ټولنه د پروتوس‌یانو (د رهباني چارو د دفتر مسؤل، ژباړن) له‌خوا اداره کېږي.

اسلامي تيوکراسيسمول

اسلامي جمهوریت هغه نوم دی چې هغو څو ایالتونو ته ورکول کېږي چې په رسمي ډول له اسلامي قوانینو سره اداره کېږي لکه د ایران اسلامي جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت او مورېتانیا. پاکستان د ۱۹۵۶ کال د قانون پر بنسټ لومړی دا لقب تصویب کړ. مویتاني د ۱۹۵۸ کال په ۲۸مه ومانه. ایران د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته کله چې د پهلویانو لړۍ نسکوره شوه دا لقب تصویب کړ. افغانستان دا لقب په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته تصویب کړ. دا هېوادونه له ورته نومونو سره سره په‌خپلو دولتونو او قوانینو کې ډېر توپيرونه سره لري.

سرچينېسمول


[1] په رومن – کاتولیک کلیسا کې تر پاپ وروسته مقام/رتبه، ژباړن

  1. Webster's Encyclopedic Unabridged Dictionary of the English Language (1989 edition).
  2. "Theocracy, n." in Oxford English Dictionary (2015); Retrieved 28 June 2015
  3. Against Apion by Flavius Josephus, Book II, Chapter 17. gutenberg.org. October 2001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Moked, Oran (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Relationship between Religion and State in Hegel's Thought"] (in en). Hegel Bulletin 25 (1–2): 96–112. doi:10.1017/S0263523200002032. ISSN 2051-5367. 
  5. English form the 17th century (OED). The Greek term is explicitly coined by Josephus and isn't attested elsewhere in Ancient Greek; Josephus marks it as a nonce coinage by calling it a "strained expression". W. Whiston tr. Josephus, Against Apion ii. §17 (1814) IV. 340: "He [Moses] ordained our government to be what, by a strained expression, may be termed a Theocracy", translating ὡς δ'ἄν τίς εἴποι, βιασάμενος τὸν λόγον, θεοκρατίαν
  6. Catholic Encyclopedia "A form of civil government in which God himself is recognized as the head."
  7. Stephen Palmquist, Biblical Theocracy: A vision of the biblical foundations for a Christian political philosophy (Hong Kong: Philopsychy Press, 1993), introduced these more precise uses of the terms in arguing that theocracy (in this pure sense) is the only political system defended in the Bible. While Palmquist defends theocracy in this pure form as a viable (though "non-political") political system, he warns that what normally goes by this name is actually ecclesiocracy, the most dangerous of all political systems.
  8. "CIA World Factbook – Holy See". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "CIA World Factbook – Holy See". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Vitalone, Alessia (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Il Pontefice sovrano dello Stato della Città del Vaticano"]. Diritto e Religioni II (1): 313. 
  11. Fundamental Law of Vatican City State, Art. 1 §1
  12. Young, Stephen; Shea, Alison (November 2007). "Researching the Law of the Vatican City State". GlobaLex. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite magazine
  14. Joint Declaration No. 5 attached to the Final Act of the non-accession treaty.
  15. کينډۍ:Cite magazine