اردن (الأردن)، رسمي نوم يې د اردن هاشمي سلطنت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. د شام په سيمه د اردن د سمندر په ختيځه څنډه کې د اسيا، افريقا او اروپا په درې لارې کې پروت دی. اردن له سعودي عربستان، عراق، سوريې، اسرائيلو او فلسطين له لويديځې تړانګې سره پوله لري. مړ سيند يې په لويديځو پولو پروت دی، داهېواد په خپل لرې سويل لويديځ کې د سور سمندر سره شپږ ويشت کيلو متره (۱۶ ميله) ساحل لري. عمان يې پلازمېنه، ستر ښار او اقصادي، سياسي او کلتوري مرکز دی. [۱][۲][۳]

بيرغ نښان
د اردن
نخشه
موقعيت
پلازمېنهAmman1
۳۱°۵۷′ شمال ۳۵°۵۶′ ختیځ / 31.950°شمال 35.933°ختيځ / 31.950; 35.933
لوی ښار Amman
حکومت Constitutional Monarchy
د وګړو شمېر
 -   estimate 5,759,732 (107th)
نا خالص داخلي تولید (PPP) 2005 اټکل
 -  ټولټال $27.7 billion (100th)
 -  پر کس $ 4,800 (138th)
بشري پرمختيا (2003) 0.753 (medium) (90th)
د انټرنټ مخکښ شپول .jo

په اوسني اردن کې د لرغوني ډبرين پير انسانانو ژوند کړی. د ژېړو (برونزو) پړاو په پای کې په دې سيمه کې درې د اوږدې مودې پاچهۍ څرګندې شوې دي چې هغه دا دي: عمون، مواب او ادوم. په وروستيو واکمنيو کې يې د النبطية پاچهي، پارسي سترواکي، رومي سترواکي، راشده واکمني، امويان، عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ شاملې دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ز کال کې د عثمانيانو پر ضد له ستر عربي پاڅون نه وروسته، بریتانيې او فرانسې عثماني سترواکي سره ووېشله. د الهاشمي له خوا په ۱۹۲۱ز کال کې او بيا د امير لومړي عبدالله له خوا د ختيځ اردن امارت تاسيس شو او دا امارت د بریتانيې تر تحت الحمايت لاندې راغی. په ۱۹۴۶ز کال کې، اردن په يوه خپلواک هېواد واوښت چې په رسمي ډول د ختيځ اردن د  هاشمي پاچهۍ په توګه وپېژندل شو، خو کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې اردن په اسرائيلي جګړه کې لويديځه تړانګه ونيوله، په ۱۹۴۹ز کال کې د دې هېواد نوم د اردن هاشمي پاچهۍ ته واوښت، دا سيمه له اردن سره نښتې پاتې شوه، تر څو په ۱۹۶۷ز کال کې يې اسرائيلو ته وبايلله. اردن په ۱۹۸۸ز کال کې د دې سيمې د ملکيت له خپلې ادعا نه تېر شو او دويم عربي هېواد وګرځېد چې له اسرائيلو سره يې په ۱۹۹۴ز کال کې د سولې تړون لاسليک کړ. اردن د عرب اتحاديې او اسلامي همکاريو سازمان بنسټ اېښودونکی غړی دی. د دې خپلواک هېواد نظام مشروطه پاچهي ده، خو پاچا پراخه اجرائيوي او قانون جوړوونکي واکونه له ځانه سره لري.[۴]

اردن نيمه وچ او شاړ هېواد دی، ټوله سيمه يې ۸۹۳۴۲ کيلو متر مربع (۳۴،۴۹۵ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نهه ميلیونه دی، په عربي هېوادونو په يوولسم شمېره زيات نفوس لري. غوڅ اکثريت يا پنځه نوي سلنه وګړي يې سني مسلمانان دي، اصلي لږه کي مسيحيان هم لري. اردن په بيا بیا ناکراره منځني ختيځ کې «ارامه سيمه» بلل کېږي. اردن له عرب پسرلي وروسته چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې دا سیمه ونيوله، کوم زیان ونه لېده. له ۱۹۴۸ز کال راهيسې، اردن له ډېرو جګړه کې ښکېلو ګاونډيو هېوادونو نه کډوال منلي دي. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرنې تر مخې په اردن کې د اټکل تر مخې دوه اعشاریه یو ميليون فلسطينيان او يو اعشاريه څلور ميلیونه سوريايي کډوال مېشت دي. اردن د هغو زرګونو عراقي مسيحيانو پناه ځای دی، کوم چې د داعش له تعقيب تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې اردن کډوال مني، له سوريې نه د کډوالو وروستي بهير د دې هېواد په سرچينو او پر ملي زیربناوو د پام وړ فشار راوستی. [۵][۶][۷]

اردن د انساني ودې د شاخص له پلوه يو سل او دويم هېواد دی او د عايد له منځنۍ کچې پورته اقتصاد لري. د اردن اقتصاد په سيمه کې يو له کوچني اقتصاد نه دی چې د ماهر کار ځواک پر بنسټ د بهرنۍ پانګونې د لېوالتيا وړ دی. دا هېواد د سيلانيانو د لېوالتيا مرکز هم دی او د ښه پرمختللي روغتيايي برخې له امله د روغتیايي سيال بينۍ لپاره هم جذاب دی. سره له دې، د طبيعي سرچينو کمښت، د کډوالو زيات ورتګ او د سيمې نا ارامۍ د دې هېواد اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده. [۸][۹][۱۰]

رېښه سمول

اردن خپل نوم د اردن له سمندر نه اخیستی دی چې د دې هېواد شمال لويديځه پوله تر ډېره بريده همدا سمندر جوړوي. په داسې حال کې چې د دې سمندر د نوم د اصليت په اړه ګڼ نظرونه وړاندې شوي، دا ډېره منل شوې چې دا نوم د سامي ژبې له «ياراد» ټکي نه اخستل شوی نوم دی، چې معنا يې ده «ښکته کېدل»، دا ټکی د دې سمندر د مخ په ځوړ حالت څرګندونه کوي. ډېری هغې سيمې ته چې اوس ورنه اردن جوړ شوی، له تاريخي پلوه د «ترانس اردن» نوم کارول کېده يعنې «له اردن ورهاخوا»، په دې نوم سره د ياد سمندر ختيځ لور ته سيمو ته اشاره کېده. په عبري ژبه لیکل شوي بابل کې د دې سيمې يادونه په دې معنا شوې ده چې، «له اردن شاته». په لومړيو عربي تاريخي ليکونو کې دې سمندر ته د «الاردن) نوم يادونه شوې، همدا نوم د سامي ژبې له «ياردن» سره همغاړی دی. جند الأردن د اسلام په لومړي پير کې د دې سمندر پر غاړه د يوې پوځي ولسوالۍ نوم و. وروسته د دويمې زريزې په پيليدو سره او د صليبي جګړو پر مهال، په دې سيمه کې د «اولټرجورډين» په نوم خاني (خپلواکه مشري) تاسيس شوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاريخچه سمول

لرغونی پړاو سمول

په اردن کې د تر ټولو لرغوني انسان د اوسېدو د شواهدو تاريخ ۲۰۰،۰۰۰ کلونو پخوا وخت ته رسېږي. اردن په شام کې د خپل موقعيت  له امله د لوړ ډبرين عصر د پاتې شونو له اړخه شتمن دی (تر ۲۰۰۰۰۰ کلونو زوړ تاريخ)، په هغه شام کې چېرې چې له افريقا بهر د انسانانو پراختيا يو له بل سره نژدې شوه. پخوانيو ساحلي چاپيريالونو د انسانانو پام ځان ته راواړاوه او له دې پړاو نه د وسايلو ګڼ پاتې شوني موندل شوي دي. ساينسپوهانو د ډوډۍ جوړولو تر ټولو زاړه پېژندل شوي شواهد د اردن په شمال ختيځه صحرا د ناتوپان په سيمه کې موندلي چې لرغونتيا يې ۱۴۵۰۰ کاله ته رسېږي. د ښکاريانو د راټولېدو له کلتور نه د يوه ګڼ ميشته کرنيز کلي جوړولو ته لېږد په نوي ډبرين کې عصر کې تر سره شو (له زېږد مخکې ۱۰۰۰۰-۴۵۰۰). د «عين غزال» په نوم دغه شان يو کلی د اوسني عمان په يوه ختيځه سيمه کې پروت دی. د انسانانو مجسمې چې له ګچ نه جوړې شوې او تاريخي لرغونتيا يې له زېږد مخکې ۷۲۵۰ يا له دې هم مخکې وخت ته رسېږي، په اردن کې موندل شوې دي، دا مجسمې «د انسان د څېرې ښودلو په لومړۍ ستره درجه بندۍ کې» شاملې دي، کومې چې تر اوسه تر لاسه شوې دي. په اردن دره کې د «تولايلات غاسول» په څېر د مسو د عصر د عامو کلو په خلاف (له زېږد مخکې ۴۵۰۰-۲۶۰۰)، په ختيځه  بازالت صحرا کې د ګردو ډبرينو انګړونو؛ چې موخه يې معلومه نه ده، لرغون پېژندونکي حيران کړي دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په سويلي شام کې پیاوړي ښارونه او د ښارونو مرکزونه په لومړي ځل د ژېړو (برونز) په عصر کې (له زېږد مخکې ۳۶۰۰-۱۲۰۰) کې جوړ شول. وداي فاينان د مسو د را ايستلو مرکز وګرځېد – دا فلز د ژېړو د توليد لپاره په پراخه کچه وکارول شو. سوداګري او د خلکو تګ راتګ په منځني ختيځ کې خپل اوج ته ورسېد، تمدنونه يې پراخ او سم کړل. د «ټرانس جورډان» په هغو سيمو کې کلي په چټکتيا سره پراخ شول، چېرې چې د اوبو باوري سرچينې او کرنيزې ځمکې وې.لرغوني مصريان د شام پر لور وغځېدل او په پايله کې يې د اردن د سمندر دواړه غاړې په واک کې واخستې.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اوسپنې په پير کې (له زېږد مخکې ۱۲۰۰-۳۳۲) د مصريانو له وتلو وروسته، «ټرانسجورډان» د امون، ادوم او مواب پاچهۍ کور و. د دې پاچهو خلکو، د کنعاني ډلې په سامي ژبو خبرې کولې؛ د دوی سياستونه د قبيلوي پاچهیو په توګه پېژندل شوې دي، نه د يوه دولت. امون د عمان په لوړه برخه، مواب د مړ سمندر ختيځ ته په لوړو ځمکو او ادوم په سويل کې د وادي عربه په شا او خوا کې موقعيت درلود. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچینې سمول

  1. Teller, Matthew (2002). Jordan. Rough Guides. د کتاب پاڼي 173, 408. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781858287409. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. McColl, R. W. (14 May 2014). Encyclopedia of World Geography. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 498. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816072293. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Al-Asad, Mohammad (22 April 2004). "The Domination of Amman Urban Crossroads". CSBE. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Khalil, Muhammad (1962). The Arab States and the Arab League: a Documentary Record. Beirut: Khayats. د کتاب پاڼي 53–54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 14 February 2015 باندې). Jordan: The safe haven for Christians fleeing ISIL. The National.
  6. "2015 UNHCR country operations profile – Jordan". UNHCR. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 5 October 2013 باندې). Jordan: The Last Arab Safe Haven. The Daily Beast.
  8. El-Said, Hamed; Becker, Kip (11 January 2013). Management and International Business Issues in Jordan. Routledge. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136396366. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 11 March 2016 باندې). Jordan second top Arab destination to German tourists. Petra
  10. "Jordan's Economy Surprises". Washington Institute. Washington Institute. 29 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The World Fact book – Jordan". CIA World Factbook. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mills, Watson E.; Bullard, Roger Aubrey (1990). Mercer Dictionary of the Bible. Mercer University Press. د کتاب پاڼي 466–467, 928. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780865543737. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Le Strange, Guy (1890). Palestine Under the Moslems: A Description of Syria and the Holy Land from A. D. 650 To 1500. Alexander P. Watt for the Committee of the Palestine Exploration Fund. د کتاب پاڼې 52. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Nicolle, David (1 November 2008). Crusader Warfare: Muslims, Mongols and the struggle against the Crusades. Hambledon Continuum. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847251466. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Patai, Raphael (8 December 2015). Kingdom of Jordan. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 23, 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400877997. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The First Traces of Man. The Palaeolithic Period (<1.5 million – ca 20,000 years ago)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l'Ifpo. د کتاب پاڼي 94–99. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Prehistoric bake-off: Scientists discover oldest evidence of bread". BBC. 17 July 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۶ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The Refining of Tools. The Epipalaeolithic Period (c 23,000 – 11,600 years ago)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l’Ifpo. د کتاب پاڼي 100–105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Betts, Alison (March 2014). "The Southern Levant (Transjordan) During the Neolithic Period". The Oxford Handbook of the Archaeology of the Levant. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780199212972.013.012. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199212972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Lime Plaster statues". British Museum. Trustees of the British Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. Dating to the end of the eighth millennium BC, they are among the earliest large-scale representations of the human form. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The Copper Age. The Chalcolithic period (4500–3600 BC)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l'Ifpo. د کتاب پاڼي 114–116. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. McCoy, Terrence (3 November 2014). "The giant stone circles in the Middle East no one can explain". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The First Cities in Early Bronze Age (3600–2000 BC)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l'Ifpo. د کتاب پاڼي 117–118. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Human activity in the ancient metal-smelting and farming complex in the Wadi Faynan, SW Jordan, at the desert margin in the Middle East". Queen's University Belfast. 2010. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۸. It was a key Middle Eastern industrial centre from the early 3rd millennium BC to the Byzantine period الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The Period of Small Cities. The Middle Bronze Age (ca 2000–1500 BC)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l'Ifpo. د کتاب پاڼي 122–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. al-Nahar, Maysoun (11 June 2014). "The Influence of Egypt. The Late Bronze Age (1500–1200 BC)". In Ababsa, Myriam (المحرر). Atlas of Jordan. Presses de l'Ifpo. د کتاب پاڼي 124–125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782351594384. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. کينډۍ:Cite conference
  28. Finkelstein, Israel; Lipschits, Oded; Koch, Ido (2012). "The Biblical Gilead: Observations on Identifications, Geographic Divisions and Territorial History.". Ugarit-Forschungen ; Band 43 (2011). [Erscheinungsort nicht ermittelbar]. د کتاب پاڼې 151. OCLC 1101929531. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-86835-086-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Harrison, Timothy P. (2009), "'The land of Medeba' and Early Iron Age Mādabā", in Bienkowski, Piotr (المحرر), Studies on Iron Age Moab and Neighbouring Areas: In Honour of Michèle Daviau (PDF), Leuven: Peeters, د کتاب پاڼي 27–45, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Rollston, Chris A. (2010). Writing and Literacy in the World of Ancient Israel: Epigraphic Evidence from the Iron Age. Society of Biblical Lit. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781589831070. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "The Mesha Stele". Department of Near Eastern Antiquities: Levant. Louvre Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۸. The stele of King Mesha constitutes one of the most important direct accounts of the history of the world that is related in the Bible. The inscription pays tribute to the sovereign, celebrating his great building works and victories over the kingdom of Israel during the reign of Ahab, son of Omri. The mention of 'Israel' is its earliest known written occurrence. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Na'aman, Nadav (1995). "Rezin of Damascus and the Land of Gilead". Zeitschrift des Deutschen Palästina-Vereins (1953-) 111 (2): 105–117. ISSN 0012-1169. https://www.jstor.org/stable/27931518. 
  33. In search for Aram and Israel : politics, culture, and identity. Omer Sergi, Manfred Oeming, Izaak J. de Hulster. Tübingen. 2016. OCLC 967957191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-16-153803-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)