قطر، په رسمي بڼه د قطر هېواد د لوېدیځې آسیا یو هېواد دی. دغه هېواد د عرب ټاپووزمې په شمال ختیځو سواحلو کې د قطر کوچنۍ ټاپووزمه نیولې او یوازې د خلیج د همکارۍ شورا او سعودي عربستان سره له سویل لوري ځمکنۍ پوله لري، چې نور پاتې قلمرو یې د فارس خلیج له خوا چاپېر شوی دی. فارس خلیج ته یې داخلېدونکې لار، د بحرین خلیج له لارې ده چې هغه یې له ګاونډي بحرین نه جلا کړی. پلازمېنه یې دوحه ښار دی چې د دغه هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کې مېشت دي.[۱][۲][۳][۴]

د ۲۰۱۷ ز کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د وګړو شمېر ۲.۶ میلیونه کسه و. ۳۱۳ زره یې قطري وګړي او ۲.۳ میلیونه یې کډوال(مهاجر) کارکوونکي دي. رسمي دین یې اسلام دی. د عاید له پلوه، دغه هېواد د پېرلو د توان له مخې په نړۍ کې څلورم لوړ سړي سر داخلي ناخالص تولیدات لري او د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو (اتلس مېتود) له مخې شپږم هېواد دی. د ملګرو ملتونو له خوا قطر د انساني ودې د پراختیا لوړ شاخص لرونکی هېواد بلل شوی چې په عربي نړۍ کې د انساني پراختیا درېیم لوړ شاخص لري. قطر لوړعاید لرونکی اقتصاد لري چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو او نفتو د زېرمو له مخې درېیم ځایګی لري. دغه هېواد په نړۍ کې د مایع طبیعي ګاز لوی صادرونکی او د سړي سر ګلخانه یي ګازونو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

قطر له هغه مهال وروسته چې محمد بن ثاني په ۱۸۶۸ ز کال کې له بریتانیا سره هوکړه لاسلیک کړه او هغه یې په رسمیت وپېژند، د آل ثاني کورنۍ له خوا اداره کېږي. له عثماني سترواکۍ وروسته، د شلمې پېړۍ له لومړیو نه تر هغه مهاله چې په ۱۹۷۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، قطر د بریتانویانو تر ملاتړ لاندې و. د قطر میراثي امیر چې د یوه دیکتاتور(اتوکرات) (اوس مهال تمیم بن حماد الثاني) په توګه واکمني کوي، ټول اجرائیويي او مقننه ځواک په خپل واک کې لري او قضایي سیستم یې هم تر ولکې لاندې دی. هغه لومړی وزیر او کابینه ټاکي.[۱۳]

په یووېشتمه پېړۍ کې، قطر په عربي نړۍ کې د خپلو بډایه سرچینو او په نړیواله کچه د خپل رسنیز ګروپ، الجزیرې رسنیزې شبکې له امله د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شو چې د عربي پسرلي پر مهال یې له ګڼ شمېر یاغي ډلو ملاتړ وکړ. قطر د خپلې اندازې له مخې په نړۍ کې نامتناسب نفوذ لري او د یوه منځني ځواک په توګه پېژندل کېږي. د ۲۰۲۲ ز کال فیفا نړیوال کپ سیالۍ هم په قطر کې ترسره کېږي، چې لومړنی مسلمان او عربي هېواد به وي چې د دغه سیالیو کوربه وي. د ۲۰۳۰ ز کال آسیایي لوبې هم په قطر کې ترسره کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سیاست

د قطر دولت یو مشروطه شاهي یا مطلق شاهي دی چې د الثاني کورنۍ په کې واکمنه ده. د الثاني لړۍ له ۱۸۲۵ ز کال راهیسې هغه مهال چې د الثاني کورنۍ تاسیس شوه، په دغه هېواد واک چلوي. په ۲۰۰۳ ز کال کې قطر اساسي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د مقننې شورا له ۴۵ نه ۳۰ د مستقیمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. یاد اساسي قانون د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې په ۹۸٪ سلنه اکثریت موافقو رایو تصویب شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د قطر اتم امیر تمیم بن حماد الثاني دی چې پلار یې هماد بن خلیفه الثاني د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۲۵ مه ورته واک پرېښود. امیر د لومړي وزیر او کابینې د غړو، چې په ټولیز ډول د وزیرانو شورا جوړوي او په هېواد کې عالي اجرائیوي واک لري، په ټاکلو او ګوښه کولو کې بشپړ واک لري. د وزیرانو شورا قانونونه جوړي، هغه قوانین او احکام چې د وزیرانو شورا له خوا وړاندیز کېږي، د بحث لپاره مشورتي شورا (مجلس الشورا) ته ځي او له هغې وروسته د تصویب په موخه امیر ته وړاندې کېږي. مشورتي شورا، د قانون جوړونې او د هغو د تصویب په برخه کې ډېر محدود واکونه لري، خو د هرڅه په اړه وروستۍ خبره امیر کوي. د قطر قوانین د سیاسي ګوندونو او کارګري اتحادیو د جوړولو اجازه نه ورکوي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

بهرنۍ اړیکې

د قطر نړیوال شخصیت او په نړیوالو چارو کې د دغه هېواد فعاله ونډه لرل د دې لامل شوې، څو یو شمېر تحلیل کوونکي دغه هېواد د منځني ځواک لرونکي هېواد په توګه معرفي کړي. قطر د اوپک (OPEC) یو له لومړنیو غړو او د خلیج د همکاریو شورا (GCC) له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی. د عرب لیګ یا عربي ټولنې غړیتوب هم لري.[۳۷]

په خلیج کې د یوه کوچني هېواد په توګه «د پرانستو دروازو» بهرنی سیاست مخته وړي، چې له مخې یې قطر په سیمه کې له ټولو سیمه ییزو ګوندونو او سیاسي لوبغاړو سره چې د طالبانو او حماس ډلې په کې شاملېږي اړیکه لري.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

قطر له چین، ایران، ترکیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره ځانګړې پیاوړې اړیکې او په منځني ختیځ کې له یو شمېر اسلام پاله خوځښتونو، لکه:  اخوان المسلمین سره هم اړیکې لري. د ۲۰۱۷ ز کال په جون میاشت کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او یمن له قطر سره له دې امله چې له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي، دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. دغه کړکېچ له اخوان المسلمین نه د ملاتړ له امله، چې یو شمېر عربي هېوادونه یې ترهګریزه ډله بولي، لا پیاوړی شو. دغه دیپلماتیک کړکېچ د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ال اولا (AlUla) هوکړې په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

پوځ

قطري وسله وال ځواکونه، د دغه هېواد پوځ جوړوي. دغه هېواد په منځنۍ کچه وسله وال پوځ لري چې شمېر یې ۱۱ زره ۸۰۰ کسانو ته رسېږي، (۸۵۰۰) کسه یې ځمکنی ځواک، (۱۸۰۰) کسه یې سمندریز او (۱۵۰۰) تنه یې هوايي ځواک دی. په ۱۹۹۳ ز کال کې یې د ملي ناخالصو تولیداتو نږدې ۴.۲ سلنه په دفاعي برخه لګولي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه کچه د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱.۵ سلنه وه، چې دا د SIPRI احصایوي معلوماتو په ډیتابیس کې یې وروستي معلومات دي. قطر په وروستیو کې د امریکا له متحده ایالاتو، بریتانیا او له فرانسې سره د ۱۹۹۴ ز کال په لومړیو کې دفاعي هوکړې لاسلیک کړې دي. قطر د خلیج د همکاریو شورا د ټولیزې دفاع په برخه کې فعاله ونډه لري؛ پاتې نور غړي یې سعودي عربستان، کویټ، بحرین، عربي متحده امارات او عمان دي. د العدید لویه هوايي اډه چې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د څو هېوادونو له خوا اداره کېږي، د قطر د دفاع او ملي امنیت تضمین شوې سرچینه جوړوي.  په ۲۰۰۸ ز کال کې قطر ۲.۳ میلیارده ډالر په نظامي لګښتونو لګولي، چې د دغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۲.۳٪ کېږي. قطري ځانګړي ځواکونه د فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا روزل شوي او باور پر دې دی، چې پام وړ وړتیاوې لري. هغوی په ۲۰۱۱ ز کال کې په طرابلس جګړه کې د لیبیايي یاغیانو سره مرسته وکړه.[۵۳][۵۴][۵۵]

د سټاکهالم د نړیوالې سولې د څېړنو انستیتیوت (SIPRI) موندلې، چې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۴ ز کال پورې قطر په نړۍ کې د وسلو واردونکی ۴۶ لوی هېواد دی. SIPRI لیکي چې د وسله والو ځواکونو د بدلون او پام وړ پراختیا په برخه کې د قطر پلان چټکټیا موندلې. په ۲۰۱۳ ز کال کې یې جرمني ته د ۶۲ ټانګونو او ۲۴ خپله چلېدونکو وسلو فرمایش ورکړی او ورپسې یې په ۲۰۱۴ ز کال د پوځي وسایلو د پېرلو ګڼ شمېر هوکړې لاسلیک کړې، چې په کې ۲۴ جنګي چورلکې او ۳ مخکني خبر ورکوونکې او کنترول کوونکې الوتکې له متحده ایالاتو او ۲ ټانکر پوځي الوتکې له هسپانیې نه په کې شاملېږي. د SIPRI د راپور له مخې قطر، په ۲۰۱۵ ز کال کې د نړۍ ۱۶ ام  د وسلو لوی واردونکی هېواد و چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې یوولسم ځایګی نیولی دی.[۵۶][۵۷]

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

  1. Pronunciation adopted by Qatar Airways' advertisements, such as Qatar Airways: the Art of Flight Redefined
  2. "CMU Pronouncing Dictionary". CS. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Johnstone, T. M. (2008). "Encyclopaedia of Islam". Ķaṭar (Brill Online). http://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-2/katar-SIM_4018. Retrieved 22 January 2013.  کينډۍ:Subscription required
  4. (په 12 June 2014 باندې). How do you say 'Qatar'? Senate hearing has the answer.
  5. "Population of Qatar by nationality – 2017 report". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Constitution". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "GDP per capita, PPP (current international $) | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "GNI per capita, Atlas method (current US$) | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "2019 Human Development Index Ranking | Human Development Reports". hdr.undp.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Indices & Data | Human Development Reports". United Nations Development Programme. 14 March 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2021-10-24 باندې). Qatar calls for embrace of gas producers for energy transition. Financial Times.
  12. "Where in the world do people emit the most CO2?". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Qatar: Freedom in the World 2020 Country Report". Freedom House (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 17 October 2011 باندې). Tiny Kingdom's Huge Role in Libya Draws Concern. Online.wsj.com
  15. "Qatar: Rise of an Underdog". Politicsandpolicy.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Black, Ian (26 October 2011). "Qatar admits sending hundreds of troops to support Libya rebels". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cooper, Andrew F. "Middle Powers: Squeezed out or Adaptive?". Public Diplomacy Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر 17 مارچ 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 مارچ 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kamrava, Mehran. "Mediation and Qatari Foreign Policy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 15 July 2018 باندې). Amir: 2022 World Cup Qatar a tournament for all Arabs. Gulf Times.
  20. (په 2020-12-17 باندې). Doha to host 2030 Asian Games as Riyadh gets 2034 edition. sportspromedia.com.
  21. BBC News, How democratic is the Middle East?, 9 September 2005.
  22. United States Department of State Country Reports on Human Rights Practices for 2011: Qatar, 2011.
  23. . Qatar shows how to manage a modern monarchy.
  24. . Embassy of Canada to the State of Qatar. Government of Canada.
  25. . BBC NEWS – Middle East – How democratic is the Middle East?.
  26. "Documents" (PDF). www.state.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lambert, Jennifer (2011). "Political Reform in Qatar: Participation, Legitimacy and Security". Middle East Policy 19 (1). http://mepc.org/journal/middle-east-policy-archives/political-reform-qatar-participation-legitimacy-and-security?print. 
  30. (په 1 November 2011 باندې). Qatar to hold advisory council elections in 2013. Reuters (UK edition). Reuters
  31. "IFES Election Guide – Elections: Qatar Referendum Apr 29 2003". www.electionguide.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Qatar 2003". www.princeton.edu. د اصلي آرشيف څخه پر 10 اکتوبر 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 5 جون 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په 25 June 2013 باندې). Qatari emir Sheikh Hamad hands power to son Tamim.
  34. "Council of Ministers". Embassy of the State of Qatar in Washington DC. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 17 June 2016 باندې). Legislative elections in Qatar postponed until at least 2019. Doha News.
  36. "The People Want Reform… In Qatar, Too". Jadaliyya. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Qatar's Regional Relations and Foreign Policy After Al Ula". The Arab Gulf States Institute in Washington. 14 April 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 7 June 2017 باندې). Terrorist Attacks Pour Gas on Saudi- Iranian Rivalry and Gulf Tensions. Eurasia Diary.
  40. Boghardt, Lori Plotkin (6 October 2014). "Qatar Is a U.S. Ally. They Also Knowingly Abet Terrorism. What's Going On?". New Republic. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۴. Two overarching goals have driven Qatari policy. One has been to maximize Qatar's influence on the regional and international stage. This originally reflected the personal ambition of the former ruler and current emir's father, Shaykh Hamad bin Khalifa al Thani, and his foreign minister and eventual prime minister, Shaykh Hamad bin Jassim al Thani. The two men directed foreign policy until the father abdicated in favor of his son, Emir Tamim bin Hamad al Thani, in July 2013. The second objective has been to preserve the security of the ruling family and state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Qatar Opens Its Doors to All, to the Dismay of Some". The New York Times. 16 July 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. H Rahman (2005). The Emergence of Qatar. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7103-1213-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 11 July 2018 باندې). Qatar, China enjoy strong ties based on respect. Gulf-Times.
  44. "Qatar and Saudi Arabia sign defense agreement". Tehrantimes.com. 25 February 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "How Qatar and Turkey came together". The Economist. 21 January 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 24 September 2010 باندې). Qatar relies on US base amid Gulf tensions. FT.com
  47. (په 30 June 2013 باندې). Taking Outsize Role in Syria, Qatar Funnels Arms to Rebels.
  48. Boghardt, Lori Plotkin (6 October 2014). "Qatar Is a U.S. Ally. They Also Knowingly Abet Terrorism. What's Going On?". New Republic. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۴. Two overarching goals have driven Qatari policy. One has been to maximize Qatar's influence on the regional and international stage. This originally reflected the personal ambition of the former ruler and current emir's father, Shaykh Hamad bin Khalifa al Thani, and his foreign minister and eventual prime minister, Shaykh Hamad bin Jassim al Thani. The two men directed foreign policy until the father abdicated in favor of his son, Emir Tamim bin Hamad al Thani, in July 2013. The second objective has been to preserve the security of the ruling family and state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Jay Solomon (په 10 October 2014 باندې). [{{{url}}} U.S.-Qatar Alliance Strains Coalition Against Islamic State]. The Wall Street Journal.
  50. (په 5 June 2017 باندې). Six nations cut diplomatic ties to Qatar as Arab rift deepens. Hurriyet Daily News
  51. (په 5 June 2017 باندې). Saudi Arabia, UAE, Egypt and Bahrain break diplomatic ties with Qatar over 'terrorism'.
  52. "Qatar appoints first ambassador to Saudi Arabia Since Rift". Al Jazeera. August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "Military expenditure by country as percentage of gross domestic product, 2003–2016" (PDF). SIPRI. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "The SIPRI Military Expenditure Database". Stockholm International Peace Research Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. کينډۍ:Cite magazine
  56. "Trends in International Arms Transfer, 2014". www.sipri.org. Stockholm International Peace Research Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "TIV of arms imports to the top 50 largest importers, 2016-2016". SIPRI. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)