ليبنان

(له لبنان نه مخ گرځېدلی)

لبنان، چې په رسمي ډول د لبنان جمهوریت په توګه پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی. د دغه هېواد شمال او ختیځ لوري ته سوریه او سویل ته یې اسرائیل موقعیت لري، په داسې حال کې چې قبرس یې په مدیترانې سمندرګي کې لویدیځ لوري ته پروت دی، د مدیترانې د حوضې او عربستان د داخلي نقاطو په تقاطع کې د دغه هېواد موقعیت د هغه له بډایه تاریخ سره مرسته کړې او د بېلابېلو مذهبونو نه جوړ کلتوري هویت یې وربخښلی. لبنان د نږدې شپږ میلیونه وګړو کور دی چې۰۰۰ ۱۰ ۴۵۲ کیلومتر مربع (۴ زره ۳۶ مایل مربع) مساحت لري او د نړۍ یو له کوچنیو هېوادونو نه دی. د دولت رسمي ژبه یې عربي ده، په داسې حال کې چې فرانسوي هم په کې په رسمیت پېژندل شوې ده. لبناني عربي لهجه د معاصرې معیاري عربي په خوا کې په ټول هېواد کې کارول کېږي.[۱]

په لبنان کې د تمدن ثبت شوي شواهد له ثبت شوي تاریخ نه ۷۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. د نن ورځې لبنان د فینکیانو کور و، سمندریز کلتور په کې ۳۰۰۰ کاله وړاندې (نږدې ۳۲۰۰ – ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې) وغوړېد. له میلاد ۶۴ کاله وړاندې د رومیانو سترواکي دغه سیمه ونیوله، چې په پایله کې د دغې سترواکۍ د عیسویت په مخکښ مرکز واوښت. د لبنان د غرونو لړۍ د یو رهباني کلتور د ظهور شاهدې وې چې د ماروني کلیسا په نوم یادېږي. د لومړنیو عرب مسلمانانو له خوا د دغې سیمې له فتح کولو وروسته، مارونیان په خپل هویت او مذهب کلک پاتې شول. په ورته مهال نوې مذهبي ډله چې د دروزي په نوم پېژندل کېده، د لبنان په غرونو کې یې ځای ونیو چې تر څو پېړیو پورې یې مذهبي واټن رامنځته کړ. د صلیبي جګړو پر مهال، مارونیانو یو ځل بیا له رومن کاتولیک کلیسا سره اړیکه ټینګه کړه او له روم سره یې خپله اړیکه څرګنده کړه.[۲][۳]

په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ لبنان ونیو او تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو لپاره یې په دغه سیمه واکمني وکړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې سترواکۍ له شیندل کېدو سره هغه پنځه عثماني ولایتونه چې د معاصر لبنان بنسټ جوړوي، د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي سرپرستي تر ولکې لاندې راغلل، چې د فرانسې تر واکمنۍ لاندې د لوی لبنان دولت رامنځته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له خوا د فرانسې په درېيم جمهوریت له برید او اشغال وروسته په سیمه باندې د فرانسې واکمني کمزورې شوه، په ۱۹۴۳ ز کال کې له آزادې فرانسې نه په خپلواکۍ اخیستو سره لبنان یو ځانګړی مذهبي سیاسي ډول دولت جوړ کړ، چې له مخې یې د دولت مذهبي ډلو ځانګړی سیاسي ځواک درلود. لبنان له پیل نه یو څه با ثباته هېواد و، خو دغه ثبات لنډ مهالی و چې د یو شمېر سیاسي او ګوندي ډلو ترمنځ د لبناني کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۵-۱۹۹۰ ز کال) له منځه ولاړ.  په دغه دوره کې لبنان همدارنګه ۱۹۷۶-۲۰۰۵ ز کال پورې د سوریې او له ۱۹۸۵-۲۰۰۰ ز کال پورې د اسرائیلو د نظامي اشغال شاهد و. له جګړې وروسته د دغه هېواد د اقتصاد او ملي بنسټونو د بیارغولو په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي.[۴][۵]

لبنان له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۹۲ ځای لري، چې د عربي نړۍ په منځ کې د فارس خلیج د نفتي اقتصادونو وروسته لوړ ځای یې خپل کړی دی. دغه هېواد د لوړ منځني عاید لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې لبناني مالي بحران او فساد د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د له منځه تلو، سیاسي بې ثباتي، قحطۍ، لوړې بیکارۍ او بې وزلۍ لامل شوي. د دغه هېواد په کوچنۍ اندازې سربېره لبناني کلتور هم په منځني ختیځ کې او هم په نړیواله کچه شهرت لري، چې تر ډېره دغه هېواد ته په لرغوني مهال کې د پراخ مهاجرت له امله رامنځته شوی. لبنان د ملګرو ملتونو بنسټ اېښودونکی غړی او د عرب ټولنې، ناپېیلي غورځنګ، اسلامي همکاریو سازمان او فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان غړیتوب لري.[۶][۷][۸][۹]

دولت او سیاستونه

لبنان د پارلماني دیموکراسي لرونکی هېواد دی چې کانفیسینلېزمي (مذهبي سیاسي) ډول لري، چې له مخې یې لوړې چوکۍ د ځانګړو مذهبي ډلو غړو ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه: ولسمشر باید ماروني عیسوي، لومړۍ وزیر باید سني مسلمان، د پارلمان رئیس باید شیعه مسلمان، د لومړي وزیر او د پارلمان مرستیالان باید ختیځ ارتودوکس وي. دغه ډول سیستم د پېژندل شوو ۱۸ مذهبي ډلو ترمنځ د واک د عادلانه وېش او فرقه یي شخړو د مخنیوي په موخه په پام کې نیول شوې دي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د آزادۍ کور بنسټ په منځني ختیځ او د شمالي افریقا په سیمه کې لبنان یو له هغو دوو هېوادونو (چې اسرائیل هم په کې دی) نه بللی، چې له سیاسي پلوه آزاد دي. د کورنۍ جګړې په پیل سره لبنان دغه حالت له لاسه ورکړ او له هغه مهاله یې تر اوسه دغه ځای ترلاسه نه کړ. په ۲۰۱۳ ز کال کې لبنان «تر یوه حده آزاد» وبلل شو. سره له دې چې دغه سازمان، لبنان په عربي نړۍ کې یو له ترټولو دموکراتیکو هېوادونو بولي.[۱۵]

د دغه هېواد پارلمان د یوې څلور کلنې دورې لپاره د عامه رایو پر بنسټ د نسبي فرقوي استازولۍ له مخې ټاکل کېږي. [۱۶][۱۷]

په اجرائیه قوه کې ولسمشر د دولت د مشر، لومړۍ وزیر د حکومت د مشر په توګه شاملېږي. پارلمان ولسمشر د یوې شپږ کلنې نه نوې کېدونې دورې لپاره د دوه پر درې اکثریت رایو له مخې ټاکي. ولسمشر له پارلمان سره له مشورې وروسته لومړی وزیر ټاکی. ولسمشر او لومړی وزیر کابینه د فرقوي وېش د اصل پر بنسټ جوړوي. [۱۸] [۱۹]

بهرنۍ اړیکې

لبنان د ۲۰۰۱ ز کال په وروستیو کې له اروپايي اتحادیې سره د هوکړې خبرې اترې پای ته ورسولې، چې دواړه لوري د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري میاشت کې لومړۍ هوکړې ته ورسېدل. دغه هوکړه، د اروپايي ټولنې د ګاونډیتوب په پالیسي کې ځای پر ځای شوې، چې موخه یې د اروپايي اتحادیې او د هغه د ګاونډیانو نږدې کول دي. لبنان له یو شمېر عرب هېوادونو سره دوه اړخیزې سوداګریزې هوکړې لري او هڅه کوي، څو د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب هم ترلاسه کړي.

لبنان له نږدې ټولو عربي هېوادونو سره ښې اړیکې لري (له لیبیا او سوریې سره د تاریخي ترینګلتیاو په لرلو سربېره) چې په وروستیو ۳۵ کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې د عربي ټولنې د مشرانو د ناستې کوربه توب وکړ. لبنان د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو غړیتوب لري، چې د ۲۰۰۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ناستې او په ۲۰۰۹ ز کال کې یې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوبو د سیالیو کوربه توب وکړ.

پوځ

د لبنان وسله وال ځواکونه ۷۲ زره تنه فعال پرسونل لري، چې ۱۱۰۰ تنه هوايي او ۱۰۰۰ تنه سمندریز ځواک په کې شاملېږي. لبنان د بهرنیو پوځي مرستو یو له سترو ترلاسه کوونکو نه دی، چې له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې یې ۴۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دی، دغه هېواد له اسرائیلو وروسته، په سړي سر د امریکايي نظامي مرستو دویم لوی ترلاسه کوونکی هېواد دی.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ساینس او تکنالوژي

په ۲۰۲۰ ز کال کې لبنان د نړیوالو نوښتونو په نوملړ کې ۸۷ ځای خپل کړی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې یې ۸۸ ځای درلود. د لبنان د پام وړ ساینس پوهان حسن کامل الصباح، رمال حسن رمال او ادګار چویري دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اقتصاد

تاریخ

جغرافیه

کلتور

سرچینې

  1. McGowen, Afaf Sabeh (1989). "Historical Setting". In Collelo, Thomas (المحرر). Lebanon: A Country Study. (الطبعة 3rd). Washington, D.C.: The Division. OCLC 18907889. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dumper, Michael; Stanley, Bruce E.; Abu-Lughod, Janet L. (2006). Cities of the Middle East and North Africa. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-919-5. Archaeological excavations at Byblos indicate that the site has been continually inhabited since at least 5000 B.C. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Shulimson, Jack (1966). Marines in Lebanon, 1958 (په انګلیسي ژبه کي). Historical Branch, G-3 Division Headquarters, U.S. Marine Corps. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Background Note: Lebanon". U.S. Department of State. 22 March 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Lebanon". Canadian International Development Agency. Government of Canada. 28 May 2009. د اصلي (Governmental) آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "World Economic Situation and Prospects (WESP) Statistical Annex: Country Classification" (PDF). un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Lebanon: Why the country is in crisis". bbc.com. British Broadcasting Corporation. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 24 August 2011 باندې). Lebanon country profile. BBC News.
  10. "Country Reports on Human Rights Practices – 2002: Lebanon". Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. 31 March 2003. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marie-Joëlle Zahar. "Chapter 9 Power sharing in Lebanon: Foreign protectors, domestic peace, and democratic failure". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lijphart, Arend (1969). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Consociational Democracy"]. World Politics 21 (2): 207–225. doi:10.2307/2009820. 
  14. Lijphart, Arend. Multiethnic democracy, in S. Lipset (ed.), "The Encyclopedia of Democracy". London, Routledge, 1995, Volume III, pp. 853–865 کينډۍ:ISBN.
  15. "Freedom in the World, Country Ratings by Region, 1972–2013". Freedom House. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 17 August 2010 باندې). Lebanon Gives Palestinians New Work Rights.
  17. "Lebanon Exiled and suffering: Palestinian refugees in Lebanon". Amnesty International. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Lebanon's Confessionalism: Problems and Prospects". United States Institute of Peace. 22 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Eager Lebanese race to polls to cast their ballots". AlArabbia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 10 February 2009 باندې). Lebanese Armed Forces, CSIS (Page 78).
  21. (په 1 August 2006 باندې). Lebanese forces may play bigger role in war. USA TODAY.
  22. Schenker, David (3 October 2008). "The Future of U.S. Military Aid to Lebanon". Washington Institute for Near East Policy. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 4 August 2009 باندې). US military aid at stake in Lebanon elections.
  24. "LAF Mission". Lebanese Armed Forces. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Release of the Global Innovation Index 2020: Who Will Finance Innovation?". www.wipo.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Global Innovation Index 2019". www.wipo.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "RTD - Item". ec.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Global Innovation Index". INSEAD Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). 2013-10-28. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. ago·, M. Srour·People·2 years (2019-03-15). "6 Lebanese Geniuses That Make Us Proud". The961 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Rammal Award attribution by the Euroscience Foundation". 2009-01-05. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Personnel | Electric Propulsion and Plasma Dynamics Laboratory". alfven.princeton.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2013-11-14 باندې). Lebanon's forgotten space programme. BBC News.
  33. "The Bizarre Tale of the Middle East's First Space Program". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)