کينډۍ:Infobox ethnic groupارمنیان (ارمني خلک/ارمني وګړي) په ارمني հայեր) یوه ۱۱ یوولس میلیوني ټولنه ده چې ۳ میلیونه یې په ارمنستان او پاتی نور په نوره نړۍ کې میشت دي.

ارمینیان  یوه قومي ډله ده چې د لوېدیځې اسیا په ارمینیایی لوړو سیمو کې ژوند کوي. ارمینیان د ارمینیا او بالفعل خپلواک «ارتسخ» عمده نفوس جوړوي. د بشپړ یا جزوي ارمینيايي نسب لرونکي شاوخوا پنځه میلیونه کډوال، له اوسنۍ ارمینیا څخه بهر ژوند کوي. اوسمهال د ارمینیايانو تر ټولو لوی نفوس په روسیه، متحده ایالاتو، فرانسه، جورجیا، ایران، المان، اوکراین، لبنان، برازیل او سوریه کې شته. له ایران او پخواني شوروي دولتونو پرته، د اوسمهال ارمينيايي کډوالي په بنسټيز ډول د ارمينيايي نسل وژنې پايله ده. [۱][۲]

ارمینیایی یوه اندو-اروپایی ژبه ده. دا ژبه د متقابل فهم دوه ویل شوې او لیکل شوې بڼې لري: ختیځه ارمینیایي چې اوسمهال په عمده توګه په ارمینیا، ارتسخ، ایران او پخواني شوروي جمهوریت کې ويونکي لري او لوېدیځه ارمینیایی چې په تاریخي لوېدیځه ارمینیا او د ارمینیایي نسل وژنې وروسته په لومړي سر کې په ارمینیایي کډوالو ټولنو کې کارول کیږي. ارمینیایي بې سارې الفبا توری په ۴۰۵ز کال کې د «میسروپ ماشټوټس» له خوا اختراع شو. [۳]

ډیری ارمینیايان د ارمینیایي «اپوستولیک» کلیسا پیروي کوي چې یوه غیر-چلسیډونین عیسوي کلیسا ده، کومه چې د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ملي کلیسا هم ده. د عیسی له مړینې ډېر ژر وروسته د هغه د دوه عیسوي شاګردانو هر یو «سينټ تاډیس» او «سنټ بارتولومیو» د هڅو له امله په ارمینیا کې مسيحيت ډېر ژر خپور شو. د څلورمې پیړۍ په لومړیو کې، د ارمينيا سلطنت لومړنی دولت شو چې عیسویت یې د دولتي مذهب په توګه ومانه.  [۴][۵]

د نوم رېښې

سمول

ارمينيا ته د بهرنيانو له خوا د ورکړل شوي نوم لومړی اثبات په شا او خوا شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې شوی. د فارس ستر داریوس لومړي په خپل درې ژبې متن «بهیستون» کې چې تاريخ يې ۵۱۷ مخزېږديز کال ته رسېږي، «اوراشټو» (په بابليونين کې) ته د ارمینیا په توګه اشاره کړې. په یوناني کې «ارمینیوس» هم له شا اوخوا همدې وخت څخه ثابت شوی دی، شونې ده چې دا تر ټولو لرغونې حواله وي چې د «ميليټس» «هيکاټيس» (۴۷۶ مخزېږوديز) ته منسوبه يوه ټوټه ده. تر زېږد له مخه په شاوخوا ۴۰۱ز کال کې یوناني جنرال زینوفون چې په ځینو فارسي سفرونو کې یې دنده ترسره کوله، د ارمینیایی کلیوال ژوند او میلمه پالنې زیات اړخونه بیان کړي.  [۶]

ځینې د ارمینیا نوم ته د ژړو د لومړي پړاو دولت ارماني (ارمانوم، ارمي) یا د ژړو وروستي پړاو دولت ارم (شوپریا) سره اړيکه ورکوي. ارمیني، ارتیان د "ارم اوسیدونکي" یا "ارمین هیواد" لپاره د «شوپریا» سیمې ته اشاره کوي چې «وان» جهيل ته نږدې لوېدیځ ته پروت دی. شونې ده چې د «اراتیایي» متنونو آرم قبیله «یورومو» وي، چا چې په دولسمه مخزېږديزه پیړۍ کې له شمال څخه له خپلو متحدینو «موشکي» او «کاسکیانو» سره یو ځای پر اشوریا د یرغل هڅه کړې وه. «اورومو» په څرګند ډول «ساسون» ته څیرمه مېشت شول چې د «ارم» سیمو او  «ارمي» ته نیږدې ځمکو او داخلي «ارومو» ته یې خپل نوم ورکړ. د ارماني د پخواني ځای موقیعت د بحث موضوع ده. ځینو معاصرو څیړونکو دې ته په هماغه عامه سیمه کې ځای ورکړی، لکه «ارامي» چې د نوي «سمسات» سره نږدې ده او وړاندیز یی کړی چې دې سیمه کې لږ تر لږه تر يو بريده لومړي په اندو-اروپايي ژبه غږېدونکي خلک مېشت شوي دي. د ارماني او وروستيو ارمي-شوپريا تر منځ که چېرې اړيکې وي، نه دي مشخصې شوي. سربېره پر دې، له ارمينيايانو سره د دوی اړيکې بې پايلې دي، ځکه نه ده معلومه چې په دې سیمه کې په کومو ژبو خبرې کېدې.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دا هم اټکل شوې چې د «ایرمینین» ځمکه (په مینني يا ورته نژدې موقعيت لری)، د کومې یادونه چې د مصري فرعون «درېیم تتموس» له خوا په ۱۴۴۶مخزېږديز کې شوې، شونې ده چې اشاره يې ارمينيا ته وي.

ارمینیایان خپل ځان په «هي» يادوي. دا نوم په دودیزه توګه له «هیک» څخه اخیستل شوی چې د ارمینیایانو افسانوي سرپرست او د نوح کودی (د لمسي لمسی) دی، چا چې د «موسیس خوریناټسي» (د خورینا موسی) په باور د بابیلون پاچا «بیل» ته په ۲۴۹۲ مخزېږديز کې ماتې ورکړې وه او د «ارارات» په سیمه کې یې خپل ملت جوړ کړی و. سربېره پر دې دا هم اټکل شوی چې «هي»  نوم د متحد شوي «هیټیټي» مريي شويو دولتونو هایاسا-آزي (۱۶۰۰-۱۲۰۰ مخزېږديز) سره اړیکه لري، یا دا نوم له همدې څخه اخيستل شوی دی. بالاخره، شونې ده چې «هي» ټکی له پروټو اندو-اروپايي ژبې له « póti » (چې معنا يې ده پالونکی يا مالک) ټکي څخه اخستل شوی وي، يا له «*h₂éyos/*áyos » (چې معنا يې ده فلز) څخه اخيستل شوی.. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

«خوریناټسي» لیکلي چې د «ارمینین» ټکی د «ارمیناک» یا «آرام» (د هایک د نسل) څخه سرچینه اخلي. «خوریناټسي» ارمینیا او ارمینیایانو ته د «هایک» په توګه اشاره کوي (د پورته ياد شوي سرپرست، هایک سره بايد ګډوډ نه کړای شي).

تاريخ

سمول

اصليت

سمول

په داسې حال کې چې ارمینیایي ژبه د ايندو-اروپايي ژبې په توګه ډلبندي شوې، د اندو-اروپايي ژبې په پراخه کورنۍ کې د هغې ځای پر ځای کول د بحث موضوع ده. تر دې وروستیو پورې، پوهانو باور درلود چې ارمینیایان د یونان او لرغونې مقدونیې سره نږدې تړاو لري. «ایریک پی. هیمپ» د ۲۰۱۲ز کال د اندو-اروپایي کورنۍ په شجره کې د اندو-اروپایی ژبو په فرعي ډله کې ارمینیایان په "پونټیک اندو-اروپایي" (چې ګریکو-ارمنیایي یا هیلینو-ارمنیایي هم بلل کېږی) کې ځای پر ځای کړي دي. د ارمنيايي او یوناني ژبو د ګډ اصل لپاره دوه احتمالي توضیحات شته چې ځانګړې دوه اړخيزه اړيکه نه لري.[۱۷]

  • د «هامپ» له نظره، د وړاندې شوی ګریکو-ارمینیایایی فرعي ډلې اصلي ټاټوبی د تور سمندر شمال ختیځ ساحل او د هغې د غاړې سیمې دي. نوموړی انګيري چې هغوی له هغه ځايه د قفقاز له لارې جنوب ختیځ ته کډوال شوي،  د ارمینیایانو د «بټومي» څخه وروسته پاتې کیدو سره په داسې حال کې چې مخکيني یونانیان د تور سمندر د سويلي ساحل په اوږدو کې لوېدیځ ته تللي.  [۱۷]
  • لرغوني یوناني تاریخپوه هیروډوټس (د ۴۴۰ مخزېږديز په شا او خوا کې يې ليکل کړي) وړاندیز کړی چې ارمينیايان له «فریګیا» کډوال شوي، هغه سیمه چې د اوسپنې عصر په اوږدو کې د لویدیځ او مرکزي اناتولیا ډیره برخه پکې شامله وه: «ارمينیايان د فریګیانو په څیر په هر څه سمبال وو، د فریګین نيواکګر وو» (۷.۷۳)(Ἀρμένιοι δὲ κατά περ Φρύγες ἐσεσάχατο, ἐόντες Φρυγῶν ἄποικοι.). دا جمله د وروستیو پوهانو له خوا داسې تشریح شوی چې ارمینیایانو یوه ژبه ویله، کومه چې د فریګین څخه اخیستل شوې او يوه اندو-اروپایي ژبه وه چې بشپړه نه ده تاييد شوې. په هرصورت، دا اند بې باوره ګرځول شوی. لرغوني یوناني لیکوالان په دې باور دي چې فریګیان په بالکان کې، د مقدونیې سره په یوه سیمه کې پیدا شوي، له کومه ځايه چې دوی د ژيړو د عصر د سقوط پر مهال اناتولیا ته کډوال شوي و. دې باور وروسته پوهانو ته دا نظریه ورکړه چې ارمینیایان هم په بالکان کې پیدا شوي دي. په هرحال، په بالکان کې د ارمینیا اصل، که څه هم یو ځل په پراخه کچه منل شوی و، په وروستیو کلونو کې په زماني جدول کې د ټکر او د جنیټیک او لرغون پېژندنې شواهدو نيشتوالي له امله د زیاتې پلټنې سره مخ شوی. د دې نظر تاييد د ارمینیا د لرغونو تاریخي حسابونو او افسانو له خوا کیږي چې ګوندې ارمینیایان د سويلي قفقاز اصلي اوسیدونکي دي، کوم چې د «ارارات» میدان د ارمني کلتور د زانګو په توګه بولي، تر څنګ يې اوسنۍ جینیتیکي څیړنې له دې نظريې ملاتړ کوي. په حقیقت کې، ځینو پوهانو وړاندیز کړی چې فریګیان او/یا په ښکاره ډول اړوند «مشکي» خلک په اصل کې د ارمینیا څخه و او لوېدیځ ته تللي و.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

  د ارمني وګړو وېش.

تاریخ

سمول

انځورونه

سمول

سرچينې

  1. "Armenia: Ancient and premodern Armenia". Encyclopædia Britannica Online. Encyclopædia Britannica, Inc. Archived from the original on 26 April 2019. نه اخيستل شوی 17 July 2018. The Armenians, an Indo-European people, first appear in history shortly after the end of the 7th century BCE[, d]riving some of the ancient population to the east of Mount Ararat [...]
  2. Richard G. Hovannisian, The Armenian people from ancient to modern times: the fifteenth century to the twentieth century, Volume 2, p. 421, Palgrave Macmillan, 1997.
  3. "Armenian (people) | Description, Culture, History, & Facts". Archived from the original on 26 April 2019. نه اخيستل شوی 5 September 2018.
  4. see Hastings, Adrian (2000). A World History of Christianity. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 289. ISBN 978-0-8028-4875-8.
  5. "Armenia first nation to adopt Christianity as a state religion". Archived from the original on 6 January 2011. نه اخيستل شوی 2007-02-27.
  6. "Script error: The function "Lang" does not exist. (The Armenians border on the Chalybes to the south)". Chahin, Mark (2001). The Kingdom of Armenia. London: Routledge. pp. fr. 203. ISBN 978-0-7007-1452-0.
  7. Ibp Inc. (September 2013). Armenia Country Study Guide Volume 1 Strategic Information and Developments. p. 42. ISBN 9781438773827.
  8. Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. pp. 166–167. [۱]
  9. Armen Petrosyan. The Indo-European and Ancient Near Eastern Sources of the Armenian Epic. Journal of Indo-European Studies. Institute for the Study of Man. 2002. p. 184. [۲]
  10. Kroonen, Guus; Gojko Barjamovic; Michaël Peyrot (9 May 2018). "Linguistic supplement to Damgaard et al. 2018: Early Indo-European languages, Anatolian, Tocharian and Indo-Iranian": 3. doi:10.5281/zenodo.1240524. Archived from the original on 29 June 2019. نه اخيستل شوی 8 June 2019. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  11. Archi, Alfonso (2016). "Egypt or Iran in the Ebla Texts?". Orientalia. 85: 3. نه اخيستل شوی 8 June 2019.
  12. Razmik Panossian, The Armenians: From Kings And Priests to Merchants And Commissars, Columbia University Press (2006), ISBN 978-0-231-13926-7, p. 106.
  13. Rafael Ishkhanyan, "Illustrated History of Armenia," Yerevan, 1989
  14. Elisabeth Bauer. Armenia: Past and Present (1981), p. 49
  15. Petrosyan, Armen (2007). "Towards the Origins of the Armenian People: The Problem of Identification of the Proto-Armenians: A Critical Review (in English)". Journal for the Society of Armenian Studies. 16: 30. Archived from the original on 4 October 2020. نه اخيستل شوی 6 June 2019.
  16. Martirosyan, Hrach (2010). Etymological Dictionary of the Armenian Inherited Lexicon. Leiden: Brill. pp. 382–385.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Hamp, Eric P. (August 2013). "The Expansion of the Indo-European Languages: An Indo-Europeanist's Evolving View" (PDF). Sino-Platonic Papers. 239: 8, 10, 13. Archived (PDF) from the original on 2 August 2019. نه اخيستل شوی 8 February 2014.
  18. James P.T. Clackson (2008). "Classical Armenian."The Ancient Languages of Asia Minor. Cambridge University Press. p. 124
  19. Bartomeu Obrador-Cursach. "On the place of Phrygian among the Indo-European languages." Journal of Language Relationship. 2019. p. 240. https://www.jolr.ru/files/(271)jlr2019-17-3-4(233-245).pdf Archived 24 March 2021 at the Wayback Machine.
  20. Armen Petrosyan (January 1, 2007). The Problem Of Identification Of The Proto-Armenians: A Critical Review. Society For Armenian Studies. pp. 49–54. Archived from the original on 4 October 2020. نه اخيستل شوی 23 November 2018.
  21. Martirosyan, Hrach (2014). "Origins and Historical Development of the Armenian Language" (PDF). Leiden University. pp. 1–23. Archived (PDF) from the original on 4 August 2019. نه اخيستل شوی 5 August 2019.
  22. "The Mushki Problem Reconsidered". Archived from the original on 28 August 2020. نه اخيستل شوی 24 March 2021.