منځنی ختیځ (په عربي کې: الشرق الاوسط، ISO 233: ash-Sharq al-Awsat) جیوپولیټیکي اصطلاح ده چې په عام ډول هغې سیمې ته چې شام، عرب ټاپووزمه، اناتولیا (معاصره ترکیه او قبرس په کې شاملېږي)، مصر، ایران او عراق په کې راځي، اړوندېږي. دغه اصطلاح د نږدې ختیځ (د لرې ختیځ په مقابل کې) د اصطلاح پر ځای د شلمې پېړۍ په پیل کې دود شوه. د «منځني ختیځ» اصطلاح د هغو د ګڼ شمېر تعریفونو له مخې د ګډوډېدو لامل شوې چې د ځینو پر باور، تر ډېره له تبعیض ډکه او اروپا محوره ده. په دغه اصطلاح کې شاملې سیمې تر ډېره هغه سیمې دي چې د لویدیځې آسیا له تعریف سره نږدې اړیکې لري، چې یوازې قفقاز او ټول مصر او یا هم سینا ټاپووزمه نه په کې شاملېږي.[۱][۲][۳]

منځني ختيځ او لويه منځني ختيځ

د منځني ختیځ ډېرۍ هېوادونه (له ۱۸ نه ۱۳) یې، د عربي نړۍ برخه دي. په دغه سیمه کې تر ټولو ډېر وګړي لرونکي هېوادونه یې مصر، ایران او ترکیه دي، په داسې حال کې چې سعودي عربستان د مساحت له مخې د منځني ختیځ تر ټولو لوی هېواد دی دی. د منځني ختیځ تاریخ لرغونو دورو ته اړوندېږي، چې جیوپولټیک اهمیت یې له زرګونو کلونو راهیسې په رسمیت پېژندل شوی دی. د ګڼ شمېر دینونو بنسټ په منځني ختیځ کې اېښودل شوی چې یهودیت، عیسویت او اسلام په کې شاملېږي. عرب د دغې سیمې اصلي ټولنیزې ډلې جوړوي چې ورپسې ترکان، کوردان، آزریان، قبطیان، یهودان، آشوریان، عراقيان، ترکمنان او یوناني قبرسي وګړي دي.[۴][۵][۶][۷]

منځنی ختیځ تر ډېره توده او وچه اوبه او هوا لري، په ځانګړي ډول په عرب ټاپووزمه او د مصر په سیمو کې. له کرنې نه د ملاتړ په موخه په ځینو محدودو سیمو کې لوی سیندونه، لکه: په مصر کې د نیل سیند، په بین النهرین (عراق، کویټ او سوریې ختیځو برخو کې) د دجلې او فرات د اوبو حوضې چې تر ډېره د حاصلخېزې سپوږمۍ په نوم یادېږي، شتون لري. برعکس د شام سواحل او د ترکیې ډېره برخه معتدل، سمندریز او مرطوب اقلیم لري. له فارس خلیج سره په پوله هېوادونه یې تر ډېره د نفتو لویې زیرمې لري، چې په ځانګړي ډول د عرب ټاپووزمې پاچهۍ د نفتو له صادراتو لویه اقتصادي ګټه ترلاسه کوي. د وچ اقلیم لرلو او د فسیلي سون توکو صنعت ته د سختې اړوندتیا له امله د اقلیمي بدلونونو په برخه کې هم منځنی ختیځ او هم هغه سیمې چې تمه کېږي، په شدت سره به یې تر منفي اغېز لاندې راشي، د پام وړ ونډه لري.

دغې سیمې ته اړوند نور مفاهیم هم شته، له دې ډلې منځنی ختیځ او شمالي افریقا (MENA)، چې د مغرب او سوډان هېوادونه په کې شاملېږي او «لوی منځنی ختیځ» چې له هغو سربېره په کې ختیځه افریقا، افغانستان، پاکستان او ځینې مهال سویلي قفقاز او مرکزي آسیا هم په کې شاملېږي.

رېښه

د منځني ختیځ اصطلاح کېدای شي، په ۱۸۵۰ مه ز لسیزه کې د بریتانوي هند له دفتر نه سرچینه اخیستې وي. په داسې حال کې چې دغه اصطلاح، وروسته له هغه چې د امریکا د سمندریزو ځواکونو ستراتیژي جوړوونکي الفرد تایر ماهان په ۱۹۰۲ ز کال کې د «عربستان او هند ترمنځ سیمې» لپاره وکاروله، ډېره مشهوره شوه. دغه مهال بریتانوي او روسي سترواکیو په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ زیاتولو په موخه سیالي کوله، هغه سیالي چې د لویې لوبې په نوم پېژندل کېدله. ماهان نه یوازې د دغې سیمې، بلکې د هغه د مرکز فارس خلیج ستراتیژیک موقعیت یې هم درک کړی و. هغه د فارس خلیج چاپېره سیمه، د منځني ختیځ په نوم ونوموله او زیاته یې کړه چې، د مصر د سوئز کانال وروسته، دغه تر ټولو مهم کانال دی چې بریتانویان یې باید هند ته د روسانو د مخکې تګ نه د مخنیوي په موخه تر خپل کنترول لاندې ولري. ماهان د لومړي ځل لپاره دغه اصطلاح «د فارس خلیج او نړیوالو اړیکو» تر عنوان لاندې په خپله مقاله کې، چې د ۱۹۰۲ ز کال په سپتمبر میاشت کې په بریتانوي مجله نیشنل ریویو(National Review) کې خپره شوه، وکاروله.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، دود دا و چې د ترکیې نږدې او مدیترانې د ختیځو سواحلو ترمنځ سیمو ته «نږدې ختیځ» ویل کېده، په داسې حال کې چې «لرې ختیځ» په چین کې مرکزیت درلود او منځنی ختیځ د بین النهرین او برما ترمنځ سیمو ته چې د نږدې ختیځ او لرې ختیځ ترمنځ یې موقعیت درلود، کارول کېده. د ۱۹۳۰ مې ز لسیزې په وروستیو کې بریتانویانو په سیمه کې د خپلو ځواکونو لپاره په قاهره کې د منځني ختیځ قومنداني جوړه کړه. له دغه مهاله وروسته د «منځني ختیځ» اصطلاح، په اروپا او متحده ایالاتو کې په پراخ ډول وکارېده، چې د نورو کارېدنو ترمنځ د منځني ختیځ انستیتیوت په ۱۹۴۶ ز کال کې په واشنګټن ډي سي کې جوړ شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

د منځني ختیځ په اصطلاح نیوکې او له هغو ګټنه

په تعریفونو کې د بدلونونو له امله، د منځني ستاینوم کله هم د ګډوډۍ لامل شوی. له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې، د «نږدې ختیځ» اصطلاح، په انګلیسي کې بالکان او عثماني سترواکي ته کارول کېده، په داسې حال کې چې «منځنی ختیځ» قفقاز، فارس او عربي ځمکې ته اړوندو او ځینې مهال افغانستان، هند او نور هم په کې شاملېدل. برعکس، «لرې ختیځ» د ختیځې آسیا هېوادونو ته، لکه: (چین، جاپان، کوریا او نور) اړوند کېده.[۱۷][۱۸]

په ۱۹۱۸ ز کال کې د عثماني سترواکي له پاشل کېدو وروسته د «نږدې ختیځ» اصطلاح، انګلیسي عامه ګټنه هم له منځه لاړه، په داسې حال کې چې «منځني ختیځ» د اسلامي نړۍ نوو رامنځته شوو هېوادونو ته وکارول شو. په ورته مهال د «نږدې ختیځ» اصطلاح په علمي بحثونو. لکه: د لرغون پوهنې او لرغوني تاریخ په بحثونو کې خپل ځای وساته، چې د منځني ختیځ د سیمې ورته سیمه تشرېح کوي.[۱۹][۲۰]

د «منځني ختیځ» اصطلاح، لومړۍ رسمي کارونه د امریکا متحده ایالاتو د دولت له خوا په ۱۹۵۷ ز کال کې د ایزونهار په دوکتورینو کې وه، چې د سوئز کړکېچ ته اړونده وه. د بهرنیو چارو وزیر جان پوسټر دالس منځنی ختیځ داسې تعریف کړ:«هغه سیمه چې له لویدیځ نه د لیبیا او له ختیځ نه د پاکستان ترمنځ، په شمال کې یې سوریه او عراق او په سویل کې یې عرب ټاپووزمه موقعیت لري او مصر او ایتوپیا هم په کې شاملېږي». په ۱۹۵۸ ز کال کې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې: د «نږدې ختیځ» او «منځني ختیځ» اصطلاحات، له یو بل سره د بدل وړ دی او په دغه سیمه کې یې مصر، سوریه، اسرائیل، لبنان، اردن، عراق، سعودي عربستان، کویټ، بهرین او قطر شامل وبلل.[۲۱]

دین

منځنی ختیځ د دینونو له مخې ډېر متنوع دی، ځکه په دغه سیمه کې د ډېرو دینونو بنسټ اېښودل شوی. اسلام د منځني ختیځ تر ټولو لوی دین دی، خو نورو هغو دینونو چې له دغه ځایه سرچینه اخیستې، لکه یهودیت او عیسویت په ښه توګه دلته څرګند دي. د لبنان ۴۰.۵٪ وګړي عیسویان دي، چېرې چې د دغه هېواد ولسمشر، نیمه کابینه او د پارلمان نیمايي غړي، د لبنان له عیسوي آدابو پیروي کوي. دلته مهم دیني اقلیتونه، لکه: بهايي، یارسنیزم، ایزدیانیزم، زردشتیانیزم، ماندئیزم، درزي او شبکیزم شتون لري، په لرغوني مهال کې دغه سیمه د بین النهرین د ادیانو، کنعاني ادیانو، مانوي، میترائیزم او بېلابېلو توحیدي ګنوسي ډلو کور و.

هېوادونه او سيمې

د هېواد بېرغ او نوم رقبه
(في مربع کلوميټر)
آبادي کثافت آبادي
(في مربع کلوميټر)
پلازمېنه جي ډې پي (ارب ډالر) في کس جي ډې پي (ډالر) سکه (پېسې) د حکومت ډول سرکاري ژبې امتياز نښان
  مصر 1,001,449 82,982,364 74 قاهره 305.253 4,317 مصري پاؤنډ نيم ولسمشریزجمهوريه عربي  
  ايران 1,648,195 70,049,262 42 تهران 610.4 8,900 ايراني ريال اسلامي جمهوريه فارسي  
  عراق 437,072 24,001,816 54.9 بغداد 89.8 3,600 عراقي دينار پارليماني جمهوريه (زير تکميل) عربي, کردي  
  کويت 17,820 2,111,561 118.5 کويت شهر 88,7 29,566 کويتي دينار آييني شهنشاييت عربي دوتنه:KUW-coat-of-arms-logo.gif
د عربستان ټاپووزمه:
  بحرين 665 656,397 987.1 منامه 14.08 20,500 بحريني دينار آييني شهنشاييت عربي  
  عمان 212,460 2,713,462 12.8 مسقط 40.923 ريال ملوکيت عربي  
  قطر 11,437 793,341 69.4 دوحه 37.85 ريال ملوکيت عربي  
  سعودي عربستان 1,960,582 23,513,330 12.0 رياض 576.4 ريال ملوکيت عربي  
  متحده عرب امارات 82,880 2,445,989 29.5 ابوظهبي 162.3 درهم وفاقي آييني شهنشاهيت عربي
  يمن 527,970 18,701,257 35.4 صنعا 19.480 يمني ريال جمهوريه عربي
ليونټ:
  اسرائيل 20,770 7,029,529 290.3 بيت المقدس 177.3 26,200 نيا اسراييلي شقل پارليماني جمهوريه عبراني, عربي  
  اردن 92,300 5,307,470 57.5 عمان 27.96 4,825 اردني دينار آييني شهنشاييت عربي دوتنه:Jordan coa.png
  لبنان 10,400 3,677,780 353.6 بيروت 24.42 لبناني ليرا جمهوريه عربي  
  سوريه 185,180 17,155,814 92.6 دمشق 71.74 شامي پاؤنډ ولسمشریزجمهوريه عربي  
خپلواکه سیمې:
کردستان 80,000 5,500,000 40 اربيل عراقي دينار پارليماني جمهوريه کردي,عربي  
غزه 360 1,376,289 3,823 غزه نيا اسراييلي شقل فلسطيني قومي اتھارټي عربي  

سرچینې

بهرنۍ تړنې

کينډۍ:منځنی ختيځ

  1. Beaumont, Peter; Blake, Gerald H; Wagstaff, J. Malcolm. The Middle East: A Geographical Study. Second Edition. London: David Fulton. 1988.
  2. Khraish, Louay. "Don't Call Me Middle Eastern". Raseef 22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hanafi, Hassan. "The Middle East, in whose world? (Primary Reflections)". Nordic Society for Middle Eastern Studies (The fourth Nordic conference on Middle Eastern Studies: The Middle East in globalizing world Oslo, 13–16 August 1998). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ("unedited paper as given at the Oslo conference. An updated and edited version has been published in Utvik and Vikør, The Middle East in a Globalized World, Bergen/London 2000, 1–9. Please quote or refer only to the published article") "The expression Middle East is an old British label based on a British Western perception of the East divided into middle or near and far". see also Shohat, Ella. "Redrawing American Cartographies of Asia". City University of New York. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cairo, Michael F. The Gulf: The Bush Presidencies and the Middle East Archived 2015-12-22 at the Wayback Machine. University Press of Kentucky, 2012 کينډۍ:ISBN p xi.
  5. Government Printing Office. History of the Office of the Secretary of Defense: The formative years, 1947–1950 Archived 2015-12-22 at the Wayback Machine. کينډۍ:ISBN p 177
  6. Kahana, Ephraim. Suwaed, Muhammad. Historical Dictionary of Middle Eastern Intelligence Archived 2015-12-23 at the Wayback Machine. Scarecrow Press, 13 apr. 2009 کينډۍ:ISBN p. xxxi.
  7. Shoup, John A. (2011-10-31). Ethnic Groups of Africa and the Middle East: An Encyclopedia. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-362-0. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Beaumont، Blake او Wagstaff 1988، ص. 16.
  9. Koppes, CR (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Captain Mahan, General Gordon and the origin of the term "Middle East""]. Middle East Studies 12: 95–98. doi:10.1080/00263207608700307. 
  10. Fromkin, David (1989). A Peace to end all Peace. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-0857-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Melman, Billie (November 2002), Companion to Travel Writing, 6 The Middle East/Arabia, Cambridge, د اصلي آرشيف څخه پر July 25, 2011 باندې, د لاسرسي‌نېټه January 8, 2006 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  12. Palmer, Michael A. Guardians of the Persian Gulf: A History of America's Expanding Role in the Persian Gulf, 1833–1992. New York: The Free Press, 1992. کينډۍ:ISBN pp. 12–13.
  13. Laciner, Dr. Sedat. "Is There a Place Called 'the Middle East'? Archived 2007-02-20 at the Wayback Machine.", The Journal of Turkish Weekly, June 2, 2006. Retrieved January 10, 2007.
  14. Adelson 1995، صص. 22–23.
  15. Culcasi, Karen (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Constructing and naturalizing the Middle Easr"]. Geographical Review 100 (4): 583–597. doi:10.1111/j.1931-0846.2010.00059.x. 
  16. Held, Colbert C. (2000). Middle East Patterns: Places, Peoples, and Politics. Westview Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8133-8221-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . How the Middle East was invented - The Washington Post.
  18. "Where Is the Middle East? | Center for Middle East and Islamic Studies". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په August 14, 1958 باندې). 'Near East' is Mideast, Washington Explains.کينډۍ:Subscription required
  20. Davison, Roderic H. (1960). "Where is the Middle East?". Foreign Affairs 38 (4): 665–75. doi:10.2307/20029452. https://semanticscholar.org/paper/b0f99025d232494803f84f1a4578d7a11dcf1be2. 
  21. Goldstein, Norm. The Associated Press Stylebook and Briefing on Media Law. New York: Basic Books, 2004. کينډۍ:ISBN p. 156