دوحه د قطر مهم ښار او پلازمېنه ده. دا ښار د فارس د خليج ختيځ ته پروت دى. د دوحې درې پر پینځه برخې وگړي په ښار کې ميشت دي. دوحه يو مهم سوداگرېز بندر دى، چې له ١٩٧٠ څخه وروسته يې ډېر ستر نوم وگاټه.

دوحه
الدوحة
Doha
له پاسه لاندی، چپ نه ښوی ته: دوحه له ورځی له خواه، په لویدیځ بندر کې لوړپوړی ودانۍ، د قطر امیری محکمه د قطر د امیر د کار سیمه ، هټل او استراحت ځای شرایتون، واقف بازار، حمد سرک.
له پاسه لاندی، چپ نه ښوی ته: دوحه له ورځی له خواه، په لویدیځ بندر کې لوړپوړی ودانۍ، د قطر امیری محکمه د قطر د امیر د کار سیمه ، هټل او استراحت ځای شرایتون، واقف بازار، حمد سرک.

دوحه
دوحه

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۲۵°۱۷′ شمال ۵۱°۳۱′ ختیځ / 25.283°شمال 51.517°ختيځ / 25.283; 51.517
بنسټګر ۱۸۵۰
ادارې وېش
هیواد {{ {{{1}}}
alias = قطر flag alias = Flag of Qatar.svg size = name = altlink =

}}

ښاروالی دوحه
پلازمینه د:
سیمه
 • سیمه ۱۳۲ کلوميټر٢ (۵۱ میله  مربع)
لوړوالی 0 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (۲۰۱۵)
 • ټولټال ۹۵۶٬۴۶۰
 • د نفوسو کثافت ۷٬۲۰۰/کلوميټر٢ (۱۹٬۰۰۰/ميله مربع)
آخر معلومات
وخت زون AST (ه.ن.و۳+)
سيمييز د زنګ کوډ ۱ (۹۶۶)+
جيو کوډ 290030[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أيزو 3166 QA-DA
خورلڼې ښارونه
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د دوها ښار

په ١٨٦٧ کې دوحه کوچنۍ قصبه وه. د بحرين او قطر تر منځ د جگړې پر مهال يې ډېر زيان وليد. له دې يو کال وروسته انگلستان په دې ښار کې خپل والي محمد ابن ثاني وټاکه. په ١٩١٦ کې انگلستان خپل سياسي دفتر په دې ځاى کې جوړ او پرانيست. په ١٩٧١ کې دوحه د قطر پلازمېنه وټاکل شوه. دا يو کوچنى ښار و، چې خلکو د ماهي نيونې لپاره غوره کړى و. وروسته ددې ځاى خلکو بېړۍ جوړونه پېل کړه، چې اوس يې د ښار اقتصاد په همدې کار روان دى. د دوحه د خلکو شمېر يي 796,947 دي. دا د قطر له ټولو لويې ښار دی او د ټول قطر 60% وگړي دوحه کې مېشت دي۔

دوحه (په عربي کې: الدوحه) د قطر پلازمینه ده چې د پاتې قطر په پرتله زیات شمېر خلک په کې ژوند کوي او په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د وګړو ټولټال شمېر ۲۳۸۲۰۰۰ ته رسېده. دغه ښار د فارس خلیج په غاړه د دې هېواد په ختیځ کې پروت دی، شمال ته یې الوکره او سویل ته یې الخور پراته دي. دا د قطر هېواد تر ټولو چټک وده کوونکی ښار دی، چې د دې هېواد ۸۰ سلنه وګړي په دوحه او شاوخوا کلیو کې ژوند کوي. دوحه د قطر هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز دی.[۲][۳][۴]

دوحه په ۱۸۲۰ ز لسیزه کې د البیدا د یوې څانګې په توګه جوړه شوه. په ۱۹۷۱ ز کال کې، کله چې قطر د بریتانیا له تحت الحمایې څخه خپلواکې تر لاسه کړه، نو په رسمي ډول د قطر د پلازمینې په توګه اعلام شو. دوحه د قطر هېواد د پلازمینې او په منځني ختیځ کې د یوه نوې رادبره کېدونکې مالي مرکز په توګه د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنیزې شبکې له خوا د بیټا په کچه د یوه نړیوال ښار په توګه په پام کې نیول شوې ده. همداشان د زده کړې ښار، څېړنې او زده کړې ته ځانګړې سیمه او د حمد طبي ښار چې طبي خدمات په کې وړاندې کېږي، لري. دې ته ورته د دوحې ورزشي ښار یا د اسپایر سیمه هم لري، چې یو نړیوال ورزشي ځای دی چېرې چې په کې د خلیفه نړیوال سټوډیوم، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سټوډیوم، د حماد اکواټیک مرکز او اسپایر ډوم پکې دي.

دغه ښار د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د خبرواترو لپاره د دوحې د پرمختیايي دور په کنفرانس کې د وزیرانو په کچه کوربه ښار و. همداشان دا ښار د یو شمېر ورزشي پیښو، له هغې ډلې د ۲۰۰۶ کال اسیايي لوبو، په ۲۰۱۱ کال کې د پان عرب لوبو او د AFC د اسیايي کپ د زیاترو لوبو لپاره د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی. د ۲۰۱۱ کال په ډیسمبر کې، د نړۍ د پترولیم شورا د نړۍ د پترولیم ۲۰م کنفرانس په دوحه کې ونیو. سربېره پر دې، دغه ښار د د ۲۰۱۲ کال د UNFCCC د اقلیمي خبرواترو کوربه و او تمه ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه هم واوسي. [۵][۶]

همداشان دغه ښار د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل کې د بین الپارلماني اتحادیې د ۱۴۰مې اسامبلۍ کوربه هم و. 

ایتمولوژي

د ښاروالیو او چاپېریال د وزارت د معلوماتو له مخې، د «دوحې» نوم د عربي له دوحت اصطلاح نه را اخیستل شوی دی، چې معنی یې ده «ګړدی»، کوم چې د ساحلي سیمې شاوخوا پرتو خلیجونو ته اشاره کوي. [۷]

تاریخچه

د البیده رامنځته کېدل

د دوحې ښار د البیده په نوم له یوه بل سیمه ییز ښار څخه په بېلیدو سره رامنځته شو. د البیده لومړنی مستند ذکر په ۱۶۸۱ ز کال کې د کارملیټ صومعې له خوا په یوه رپوټ کې ذکر شوی چې په قطر کې څو ځایونه شرحه کوي. په دې رپوټ کې، د البیده شاوخوا یوه حاکم او یوې کلا ته اشاره شوې ده. الماني کاشف، کارسټین نیبهور چا چې له عربې نیمه ټاپوزمې نه لیدنه کړې ده، چې په ۱۷۶۵ ز کال کې یې یوه له لومړنیو نقشو جوړه کړې چې په کې ځینې د اوسېدو کورونه یې انځور کړي و او نوم پرې “Guttur” اېښی و.[۸][۹][۱۰]

په مسقط کې بریتانوی سیاسي اوسېدونکی، دیويډ سیاټون په ۱۸۰۱ ز کال کې یې د البیده په اړه په انګریزې یو سند ولیکه. هغه په دې سند کې دې ښار ته «بیده» لیکلي و او د دې سیمې جغرافیه او دفاعي جوړښتونه یې تشرېح کړي و. هغه په دې سند کې ویلي چې په دې ښار کې په وروستیو کې سوډانی قوم (السویدي) ځای پر ځای شوي دي چې د ده په ګومان دریايي غله (پیراټیس) دي. سیاټون هڅه کړې وه چې دا ښار په جنګي کښتۍ سره بمبار کړي، خو بېرته ځکه مسقط ته وګرځېد چې هلته یې اوبه ډېر ژورې و نه موندې او نه یې شوای کولای چې کښتۍ په دومره واټن کې ودروي چې د هغو تر برید لاندې راشي.[۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۸۲۰ ز کال کې، بریتانوي سروې کوونکی، ار. اېچ. کولبروک، چا چې له البیده نه لیدنه کړې وه، د دې ښار د نفوسو د کمېدو په اړه یې داسې لیکلي:[۱۴][۱۵]

ګوتر – یا البودي (البیده)، یو وخت د پام وړ ښار و، کوم چې سمندر ته نږدې د دوو مکعبه ګوریس (کلاګانو) په مټ ساتل کېده؛ خو له خوږو اوبو پرته د دفاع کولو جوګه نه دي، مګر د بادیه نشینانو د ناڅاپي برید پر وړاندې، یوه بله کلا په وچه کې په دوو مایلو کې پرته ده او هلته خوږې اوبه هم شته. چې کېدای شي ۲۰۰ کسان پکې وي. په البودي کې شاوخوا ۲۵۰ نارینه شته، خو اصلي اوسېدونکې چې تمه کېږي له بحرین څخه ورته راشي، نو د ټولو وګړو شمېر به یې ۹۰۰ یا ۱۰۰۰ کسانو ته زیات شي او که چېرې د دوعصیر قبیله چې زیاتره غواصان دي او دلته تګ راتګ کوي هغه هم دلته ژوند کوي چې شمېر یې له ۶۰۰ تر ۸۰۰ کسانو پورې رسیږي.

په ورته کال کې، د ختیځ هندي کمپنۍ او د فارس خلیج د څو شیخانو (چې ځینې یې وروسته د ساحل د تروسال په نوم مشهور شول) تر منځ د سمندري عمومي تړون تر نوم لاندې یو تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې هغوی په فارس خلیج کې برتیانوی اقتدار ومانه او په دې هڅه کې شول تر څو سمندري غلاوو او د غلامانو سوداګري ته د پای ټکی کېږدي. بحرین هم د دې تړون یوه برخه شو او داسې انګېرل کېدل چې د بریتانویانو له خوا قطر هم د بحرین د یوه متکي ټاپو په توګه ګڼل کېده. که څه هم، له قطر څخه نه و غوښتل شوي چې د تروسال ټاکل شوی بیرغ ورپوي. د البیده د اوسېدونکو له خوا د سمدري غلا او د تړون د نقض د مجازاتو په خاطر، د ختیځ هند کمپنۍ یوې کښتۍ په ۱۸۲۱ ز کال کې البیده بمبار کړه. هغوی دا ښار له خاورو سره خاورې کړ او له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې اصلي اوسېدونکي یې تېښتې ته اړ کړل او د لنډ مهال لپاره د قطر او تروسال ساحلو تر منځ یې پناه واخیسته. [۱۶][۱۷][۱۸]

د دوحې جوړیدل

دوحه په ۱۸۲۰ ز کال کې د البیده تر څنګ جوړ شو. د ۱۸۲۳ ز کال په جنوري کې، سیاسي استازي، جان مک لیوډ له البیده نه لیدنه وکړه تر څو د دوحې له لومړني حاکم او بنسټ اېښودونکي، بحور بن جبرون چې د البوعینین قبیلې مشر هم و، لیده کاته وکړي. مک لیوډ لیکي چې البیده په دغه نیمه ټاپووزمه کې یوازینی د پام وړ بندر و. د دوحې له جوړیدو وروسته، په لیکلو اسنادو کې زیاتره البیده او دوحه د دوی د بې حده نږدیوالې له امله ګډه سره کارول کېدل. که څه هم دواړه د دوو بېلو واحدونو په توګه نقشه شوي و، خو په مکتوبي توضیحاتو کې په ټولیزه توګه د البیده په نوم سره یادیدل.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۸۲۸ ز کال کې، محمد بن خمیس د البوعین د قبیلې یوه نومیالی غړی او د البیده د مشر په توګه د بحور بن جبرون د ځایناستي په توګه، په یوه مناقشه کې راګېر شو. هغه د بحرین یوه اوسېدونکی وژلی و چې دا وژنه د دې لامل شوه تر څو شیخ آل خلیفه هغه بندي کړي. په ځواب کې یې د البوعینین قبیلې قیام وکړ او آل خلیفه یې وپارواوه تر څو د دغې قبیلې کلا ور ورانه کړي او هغوی فوریت او اررعیس ته وشړي. دغې پیښې آل خلیفه ته اجازه ورکړه چې پر ښار باندې لا زیات قضايي صلاحیت ولري. البیده او دوحه له کوم اغېزناک حاکم پرته د سمندري غلو او قانون ماتوونکو لپاره ښه پټنځای جوړ شو. [۲۳][۲۴][۲۵]

تصویرونه

تاريخ

سوداګري

موسم

د دوحہ د موسم مالومات
مياشت جنوري فروري مارچ اپريل می جون جولای اگست ستمبر اکتوبر نومبر دسمبر کال
زيات ريکارډ شوی °C (°F) 31.2
(88.2)
36.0
(96.8)
39.0
(102.2)
46.0
(114.8)
47.7
(117.9)
49.0
(120.2)
48.2
(118.8)
48.0
(118.4)
45.5
(113.9)
43.4
(110.1)
38.0
(100.4)
32.2
(90)
49
(120.2)
د زياته تودوخه (منځالی) °C (°F) 21.7
(71.1)
23.0
(73.4)
26.8
(80.2)
31.9
(89.4)
38.2
(100.8)
41.2
(106.2)
41.5
(106.7)
40.7
(105.3)
38.6
(101.5)
35.2
(95.4)
29.5
(85.1)
24.1
(75.4)
32.7
(90.88)
هره ورځ تودوخه (منځالی) °C (°F) 17.0
(62.6)
17.9
(64.2)
21.2
(70.2)
25.7
(78.3)
31.0
(87.8)
33.9
(93)
34.7
(94.5)
34.3
(93.7)
32.2
(90)
28.9
(84)
24.2
(75.6)
19.2
(66.6)
26.68
(80.04)
کمه ريکارډ شوې تودوخه (منځالی) °C (°F) 12.8
(55)
13.7
(56.7)
16.7
(62.1)
20.6
(69.1)
25.0
(77)
27.7
(81.9)
29.1
(84.4)
28.9
(84)
26.5
(79.7)
23.4
(74.1)
19.5
(67.1)
15.0
(59)
21.58
(70.84)
کمه ريکارډ شوې تودوخه °C (°F) 3.8
(38.8)
5.0
(41)
8.2
(46.8)
10.5
(50.9)
15.2
(59.4)
21.0
(69.8)
23.5
(74.3)
22.4
(72.3)
20.3
(68.5)
16.6
(61.9)
11.8
(53.2)
6.4
(43.5)
3.8
(38.8)
Rainfall mm (inches) 13.2
(0.52)
17.1
(0.673)
16.1
(0.634)
8.7
(0.343)
3.6
(0.142)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
0
(0)
1.1
(0.043)
3.3
(0.13)
12.1
(0.476)
75.2
(2.961)
منځالی د بارانونو په ورځو کې (≥ 1.0 mm) 1.7 2.1 1.8 1.4 0.2 0.0 0.0 0.0 0.0 0.1 0.2 1.3 8.8
% لوندبل 71 70 63 52 44 41 49 55 62 63 66 71 58.9
مياشت کې د لمر ځلېدنې موده(منځالی) 244.9 224.0 241.8 273.0 325.5 342.0 325.5 328.6 306.0 303.8 276.0 241.8 ۳٬۴۳۲٫۹
Source: NOAA (1962-1992) [۲۶]

سرچيني

  1. پیوستون : 290030  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. (په 20 October 2015 باندې). Doha municipality accounts for 40% of Qatar population.
  3. The Report: Qatar 2016. Oxford Business Group. 2016. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781910068632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Visit Qatar". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Welcome to the 20th World Petroleum Congress". 20wpc.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Saraiva, Alexia (2 August 2018). "Get To Know The 8 2022 Qatar World Cup Stadiums". ArchDaily. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "District map". The Centre for Geographic Information Systems of Qatar. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 1. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Billecocq, Xavier Beguin (2003). Le Qatar et les Français: cinq siècles de récits de voyage et de textes d'érudition. Collection Relations Internationales & Culture. د کتاب نړيواله کره شمېره 9782915273007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rahman, Habibur (2006). The Emergence Of Qatar. Routledge. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0710312136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite document
  12. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Al-Qasimi, Sultan Mohammed (1995). The journals of David Seton in the Gulf 1800-1809. Exeter University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. H. Rahman (2006), p. 36.
  16. Toth, Anthony. "Qatar: Historical Background." A Country Study: Qatar (Helen Chapin Metz, editor). Library of Congress Federal Research Division (January 1993). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  17. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 3. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "'Gazetteer of the Persian Gulf. Vol I. Historical. Part IA & IB. J G Lorimer. 1915' [793] (948/1782)". qdl.qa. 30 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. H. Rahman (2006), p. 63.
  21. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼې 5. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Brucks, G. B. (1985). Memoir descriptive of the Navigation of the Gulf of Persia in R. H. Thomas (ed.) Selections from the records of the Bombay Government No XXIV (1829). New York: Oleander press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Zahlan, Rosemarie Said (1979). The creation of Qatar (الطبعة print). Barnes & Noble Books. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0064979658. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "'Gazetteer of the Persian Gulf. Vol I. Historical. Part IA & IB. J G Lorimer. 1915' [794] (949/1782)". qdl.qa. 30 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Historical references to Doha and Bidda before 1850" (PDF). The Origins of Doha Project. د کتاب پاڼي 5–6. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Doha International Airport Climate Normals 1962-1992". National Oceanic and Atmospheric Administration. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)