مکسیکو ښار

مکسیکو ښار: مکسیکوښار د مکسیکو پلازمینه او دمکسیکو له خورا ستروښارونو او د شمالي امریکا له خوراګڼ نفوسه ښارونو څخه دی. دا هیواد د۳۲ فدرالي بنسټونو څخه یو بنسټ بلل کیږي. دمکسیکو ښار دنړۍ له خورا مهمو فرهنګي اومالي مرکزونو څخه شمیرل کیږي. دمکسیکو ښارد مکسیکو ددرې د پلاتیو په لوړو کې  له بحر څخه د ۲۲۴۰ متره ( ۷۳۵۰ فوټو) په ارتفاع کې موقعیت لري. دا ښار په ۱۶ ښاري قصبو ویشل شوی دي چې وروسته هره قصبه په حوزو باندې ویشل کیږي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

په کال ۲۰۲۰ کې د دې ښار نفوس ۹۲۰۹۹۴۴ او مساحت یې ۱۴۹۵ کیلومتره مربع ( ۵۷۷ مایل مربع) آڼکل شوي دی. د فدرالي اومرکزي حکومتونو د څرګندونو له مخې، دلوی مکسیکو ښار نفوس ۲۱۸۰۴۵۱۵ دی چې په نړۍ کې شيږمه لوړه درجه ګڼ میشته پلازمینه، د ساوپاولو  برازیل وروسته په شمالي نیمه کره کې دوهمه درجه ‌ډیره ښاري سیمه درلودونکی ښار اوپه نړۍ کې ترټولو ښارونو لوی ښار دي چې د هسپانوي ژبې ‌ډیر ویونکي لري. دمکسیکو ښار دمکسیکو هیواد ۱۵.۸ سلنه  داخلي ناخالص عواید  او د هیواد د ښاري سیمو د ناخالصو عوایدو ۲۲ سلنه برابروي . که مکسیکو ښار یو خپلواک هیواد وای، نو لاتینه امریکا کې به پنځم ستر اقتصادي هیواد بلل شوای وه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

دمکسیکو پلازمینه په امریکا کې له  خورا پخوانۍو پلازمېنو ده او یو له دوو هغو پلازمینو څخه ده چې دبومې خلکو له خوا یې بنسټ ايښول شوی دی. دا ښار په پیل کې د تیکسکوکو د خلیج دیوي ډلې جزیرو په سر د مکسیکا ازتیکا له خوا په کال ۱۳۲۵ زیږدیز کې جوړشو. دا ښار په ۱۵۲۱ زیږدیز کال کې د تینوچتیتلان د محاصرې په مهال تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شو او په پایله کې دهسپانوي ښارجوړولو ستندردونو په بنسټ یو ځل بیا دیزاین او جوړ شو. په ۱۵۲۴ زیږدیز کال کې د مکسیکو ښاروالۍ تاسیس شوه  اود مسکیکو تینوچتیتلان په نامه ونومول شوه چې وروسته په ۱۵۸۵ ز په رسمي توګه کې د سیوداد مکسیکو یا مکسیکو ښار په نامه نومول شو. دمکسیکو ښار د هسپانوي امپراطورۍ  د ډیرې برخې سیاسي، اداري او مرکزوه خو له هسيانیې څخه تر خپلواکۍ اخیستووروسته دا فدرالي حوزه په ۱۸۲۴ زیږدیز کال کې تاسیس شوه. [۱۱][۱۲]

سرچينې سمول

  1. "México" in Diccionario panhispánico de dudas by Royal Spanish Academy and Association of Academies of the Spanish Language, Madrid: Santillana. 2005. ISBN 978-8-429-40623-8.
  2. In isolation, de is pronounced کينډۍ:IPA-es.
  3. "Artículo 44" (PDF). Constitución Política de los Estados Unidos Mexicanos. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 29 January 2016 باندې). Mexico City officially changes its name to – Mexico City.
  5. "The 2008 Global Cities Index". Foreign Policy. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Blouet, Brian W.; Blouet, Olwyn M. (2009). OECD Reviews of Regional Innovation OECD Reviews of Regional Innovation: 15 Mexican States 2009. OECD Publishing. د کتاب پاڼي 418, 299. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-06012-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Parish Flannery, Nathaniel. "Mexico City Is Focusing on Tech Sector Development". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Mexico City GDP as compared with national GDP". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Global MetroMonitor | Brookings Institution Archived 5 June 2013 at the Wayback Machine.. Brookings.edu. Retrieved on 12 April 2014.
  10. United Nations (2019). "World Urbanization Prospects 2018" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. United Nations. "Mexico City, Mexico" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Government of the Federal District. "History of Mexico City" (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)