بغداد (چې په انګليسي Baghdad /ˈbæɡdæd, bəɡˈdæd/، په عربي: بَغْدَاد[baɣˈdaːd]) د عراق پلازمېنه او په عربي نړۍ کې له قاهرې وروسته دویم تر ټولو لوی ښار دی. دا ښار د بابل لرغوني اکدی ښار کنډوالو ته او د فارس د ساسانیانو پلازمېنې تیسفون (المدائن)  ته څېرمه  د دجلې د سیند په اوږدو کې موقعیت لري. په ۷۶۲ز کال کې بغداد د عباسیانو د خلافت د پلازمېنې په توګه وټاکل شو، او د نوموړي خلافت د پام وړ لویه پراختیایي پروژه شوه. په یوه ډېره لنډه موده کې، یاد ښار د اسلامي نړۍ په یوه مهم کلتوري، سوداګریز، او علمي مرکز بدل شو. یاد ښار سربېره پر دې، د حکمت د کور (بیت الحکمه یا دارالحکمه) په ګډون یو شمېر علمي موسساتو، همدارنګه د بېلابېلو ملیتونو او بېلابېلو دینونو چاپېریال ته په ځای ورکولو سره، د زده کړې د مرکز په توګه خپل نړیوال شهرت حفظ کړی دی.

بغداد
بغداد (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۸٬۱۲۶٬۷۵۵[۲] — ۶٬۹۶۰٬۰۰۰[۳] — ۳٬۸۴۱٬۲۶۸ — ۱٬۵۲۳٬۳۰۲ — ۴۹۰٬۴۹۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وګړنوم
BaghdadiBagdadanoبغداديBagdadien[۴]Bagdadienne[۴]багдадецбагдадкабагдадцыbagadesi ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
Baghdad Governorate (en) ژباړل (۱۹۵۸ – )د عراق پاچاهي (۱۹۳۲ – ۱۹۵۸)Mandatory Iraq (en) ژباړل (۱۹۲۰ – ۱۹۳۲)Baghdad Vilayet (en) ژباړل (۱۸۶۴ – ۱۹۲۰)Baghdad Eyalet (en) ژباړل (۱۵۳۵ – ۱۸۶۴) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۶۷۳ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
پوسټ‌کوډ
10001–10090 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۳°۱۸′۵۵″شمال ۴۴°۲۱′۵۸″ختیځ / 33.3153°شمال 44.3661°ختيځ / 33.3153; 44.3661 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د پلازمینه بغداد

بغداد د اسلامي زرینې دورې په بهیر کې د عباسیانو د دورې په زیاتره برخه کې له یو میلیون څخه د ډېر نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کېده. یاد ښار په ۱۲۵۸ز کال کې د مغلو د سترواکۍ له لوري په لویه پیمانه ویجاړ شو، او پایله یې داسې یو زوال شوه چې د پرله پسې بدمرغیو او څو یو په بل پسې سترواکیو له خوا د لاس په لاس کېدو له کبله یې د پېړیو لپاره دوام درلود. په ۱۹۳۲ز کال کې په رسمي ډول د یو خپلواک هېواد په توګه د عراق له پېژندل کېدو سره (چې له هغې مخکې د بریتانیا د بین النهرین قیمومیت و) بغداد د عرب کلتور د یو مهم مرکز په توګه په تدریجي ډول د بېلابېلو اټکلونو له مخې د ۶ یا ۷ میلیونه څخه زیات نفوس سره خپل پخوانی شهرت بیا وموند. دا ښار د خپل زیات نفوس پرتله یو کوچینی مساحت لري چې یواځې ۶۷۳ کیلومتره مربع (۲۶۰میل مربع) دی.[۸]

دا ښار د عراق د جګړې له امله له یو شمېر بنیادي ویجاړيو سره مخ شوی دی، هغه جګړه چې په ۲۰۰۳ز کال کې د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې له حملې سره پیل شوه او تر ۲۰۱۱ز کال پورې یې دوام درلود، او ورپسې د پاڅونونو او له سره د جګړې د بیا پیل له امله چې په ۲۰۱۷ز کال کې پای ته ورسېده او پایله یې په لویه پیمانه د کلتوري میراث او تاریخي بناوو له منځه تلل وو. د دې دورې په بهیر کې بغداد د نړۍ په کچه د تروریستي حملو تر ټولو لوړ ګرافونه درلودل. په هر ترتیب، تروریستي حملې اوس لږ شوې او په ۲۰۱۷ز کال کې په عراق کې د اسلامي دولت د جنګیالۍ ډلې له ځمکنۍ ماتې وروسته د کمېدو خوا ته د راښکته کېدو په حال کې دي.[۹]

نوم یې

د بغداد نوم له اسلام نه مخکې تاریخچه لري، او رېښه یې یوه د بحث وړ موضوع ده. هغه سیمه چېرې چې د بغداد ښار وده کړې ده، د زریزو لپاره پکې استوګنه کېده. په ۸مه زېږدیزه پېړۍ کې هلته د یو فارسي کلي په ګډون چې بغداد نومېده، څو کلیو پراختیا موندلې وه؛ بغداد هغه نوم و چې بیا وروسته د عباسیانو د لوی ښار په توګه کارول کېده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

عرب لیکوالانو د بغداد د اسلام څخه د مخه رېښو په نظر کې نیولو سره، په عمومي ډول دغه رېښې په منځنۍ فارسي ژبه (پهلوي) کې لټولې دي. دوی بېلابېلې معناګانې ورته وړاندیز کړې دي، چې له منځه یې تر ټولو مشهوره معنا "د خدای له لوري اعطا یا ورکړه" ده. معاصر پوهان هڅه کوي چې له دغې رېښې څخه ملاتړ وکړي کومه چې نوموړې کلیمه د یوې فارسي مرکبې کليمې بغ () یعنې "خدای" او داد () "اعطا یا ورکړې په توګه بولي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په زړه فارسي ژبه کې د یاد مرکب نوم لومړنی عنصر د بوغو چې په هندي ژبه کې د بهګ او په سلاوي ژبه کې د بوګ یعنې معبود یا خدای په معنا دی. په منځنۍ فارسي کې یوه بله مشابه اصطلاح مېترادات (چې په نوې فارسي کې مهرداد کېږي)، نوموړې په انګلیسي کې له خپلې مستعارې هلینسټي بڼې مېتريډېټس (Mithridates) سره چې معنا یې "د مېترا(د لمر خدای)  له خوا اعطا شوی" ده (دات د داد ډېره لرغونې بڼه ده، چې په سانسکرېت کې له دات، په لاتیني کې له دات (dat) او په انګلیسي کې له اعطا کوونکي (donor) کلیمو سره تړاو لري، کومې چې په نهایت کې د فارسي له مهرداد کلیمې څخه مستعارې شوې دي. په منځنۍ فارسۍ (پهلوي) کې له بغ سره یو شمېر نور موقعیتونه هم شته دي چې په افغانستان کې له بغلان او بګرام څخه او  پخپله په ایران (فارس ) کې له  باغشن (بغ-شن)  ،  او په ګرجستان کې له بغداتي څخه عبارت دي، کوم چې تر ډېره ایرانۍ ګډې اېتمولوژیکې رېښې لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

یو څو لیکوالانو د دغه نامه لپاره ډېرې لرغونې رېښې، په ځانګړې توګه د بګدادو یا هدادو رېښې، کومې چې په لرغونې بابلۍ ژبه کې موجودې وې (املا یې له داسې نښې سره کېده کومه چې له بغ او هو دواړو څخه استازیتوب کولی شي) وړاندیز کړې وې، او همداراز یې ورته د یو ځای انجیلي تلمودي نوم چې "بغداتا" نومېږي، وړاندیز کړی دی. ځینو پوهانو بیا یاد نامه ته د آرامي ژبې ځينې مشتقات وړاندیز کړي دي.[۲۲][۲۳]

کله چې عباسي خلیفه ابو جعفر عبد الله بن محمد المنصور د خپل خلافت د پلازمېنې لپاره یو په بشپړ ډول نوی ښار تاسیس کړ، یاد خلیفه د مدینة السلام یا د سولې د ښار نوم پرې کېښود. چې دا نوم په سکو، وزنونو او نورو رسمي تعاملاتو کې رسمي نوم و، که څه هم عامه خلکو یې پخوانی نوم کاراوه. [غیر موثقه سرچینه؟] په۱۱مه زېږدیزه پېړۍ کې بغداد تقریبا د نړۍ په کچه د مشهور ګڼ مېشته ښار ځانګړی نوم شو.[۲۴][۲۵]

تاریخ

تاسیس

د امويانو له سقوط څخه وروسته چې لومړنۍ اسلامي واکمنه سلسله وه، فاتح عباسي واکمنان د خپل ځان لپاره د مستقلې پلازمېنې په لټه کې شول تر څو له هغه ځایه خپله واکمني وچلوي. دوی د ساسانیانو د پلازمېنې تیسفون شمال لوري ته یوه سیمه وټاکله، او د ۷۶۲ز کال په جولای کې خلیفه المنصور پخپله د دغه ځای د ودانیزو چارو له پرمختګ څخه څارنه وکړه. نوموړی ښار د برمکیانو تر لارښوونو لاندې جوړ شو. منصور باور درلود چې بغداد د عباسیانو په مشرۍ د اسلامي سترواکۍ لپاره د پلازمېنې په توګه تر ټولو وړ او له نیمګړتیاوو پرته ځای دی. مسلمان تاریخ پوه الطبري د عیسوي راهبانو څخه یوه پخوانۍ وړاندوینه روایت کړې ده چې د میلکاس په نامه یو حاکم به یوه ورځ د بغداد چاپېره یو ننداریز ښار جوړوي. کله چې منصور د دې کیسې په اړه واورېدل، نوموړی د یاد روایت د شتون له امله ډېر خوښ شو، ځکه هغه په ماشومتوب کې ميلکاس بلل کېده. دا سیمه د منصور زښته ډېره خوښه وه لکه چې له هغه څخه نقل قول شوی دی چې وایي: "دا په حقیقت کې هغه ښار دی چې زه به یې بنسټ ږدم، هلته به زه ژوند کوم او هلته به مې اولاده له ما نه وروسته حکمراني کوي".[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د یاد ښار له ودې سره د هغه غوره موقعیت د لږ تر لږه دوو عواملو پر بنا مرسته وکړه:

  • دې ښار د دجلې د سیند په اوږدو کې په ستراتېژیکو او سوداګريزو لارو باندې کنترول درلود
  • دې ښار همداراز په یوه وچ اقلیم کې پرېمانه اوبه درلودې

د دې ښار په دواړو شمالي او سوېلي څنډو کې اوبه موجودې دي چې ټولو اوسېدونکو ته یې د یادو اوبو د پرېمانه ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې ده، کومه چې په اوس وخت کې یوه ډېره غیر معمولي خبره ده. د بغداد ښار په ډېره چټکۍ سره دومره لوی شو چې په دریو اداري حوزو وېشل کېدو ته یې اړتیا وموندله، نوموړې حوزې له: مدینة المنصور (ګړدی ښار)، الشرقیه (الکرخ) او العسکر المهدي (په لوېدیځه غاړه پروت و) څخه عبارت وې.[۳۰]

بغداد د ساسانیانو پلازمېنه تیسفون چې په سویل ختیځ کې د ۳۰ کیلو مترو (۱۹مایلو) په واټن کې پروت و، تر خپل سیوري لاندې راوست. نن ورځ ټول هغه څه چې له تیسفون څخه په میراث پاتې دي، د روضې په بڼه جوړ شوی د سلمان پاک ښارګوټی دی، چې له لوی بغداد سره نږدې سوېل ته پروت دی. تیسفون پخپله د سِلوکیانو د سترواکۍ د پلازمېنې سلوکیا ځای ناستی شوی و، کومه چې په خپل وار سره پخوا د بابل ښار ځای ناستې ټاکل شوې وه.[۳۱]

د ابن بطوطه په حواله چې نوموړی یو سیلاني و، بغداد له خپلو هغو برخو پرته چې ویجاړی ور اوښتی و، یو له تر ټولو لویو ښارونو څخه ګڼل کېده. اوسېدونکي یې زیاتره حنبلیان دي. همدارنګه د امام ابو حنیفه قبر په بغداد کې واقع دی چې په سر یې یوه حجره او یو مسجد ودان شوي دي. د بغداد سلطان ابو سید بهادر خان هغه تاتار ټولواک و چې اسلام یې ومانه.[۳۲][۳۳][۳۴]

تاریخ

بغداد ( په فارسی ژبه د خدای سوغات معنی لری) د ساسانیانو پاچایی په وخت کی یو کوچنۍ کلی وو. په ۶۵۰ کال کی د عرب اردو ساسانی حکمران ماته وکړه. په ۷۶۲ کال کی د عباس خلیفه المنصور د دجله د سیند نژدی خپل مقر تاسیس کړ. خلیفه المنصور دغه ښارته د مدینة السلام نوم ورکړ. په دی وخت کی بغداد د عباسی دولت مهم مرکز وو. دغه ښار په ۹۴۶ کال کی د فارسی پوځ لخوا نیول شو. په ۱۲۵۸ کال کی د چینگزخان پوځ پر عراق برید وکړ او بغداد یی ونیول. په ۱۴۰۱ کال کی د بغداد ښار د تیمور لېنگ لاس ته درغله. په ۱۶۲۳ کال کی فارسی پوځ بغداد ونیول او پنځه کالونه وروسته دغه ښار د عثمان امپراطوری لاس ته درغله. د نړی تر جگړه وروسته په ۱۹۲۱ کال کی بغداد د عراق د پاچایی پایتخت شو. په اوس وخت کی بغداد د عراق د جمهوریت پایتخت دی.

سرچينې

  1. Great Soviet Encyclopedia. Volume 4, 1926 (in روسي). {{cite journal}}: Missing or empty |title= (help)
  2. سرچينې تړی: https://cosit.gov.iq/documents/population/projection/projection2015-2018.pdf. Retrieved: ۱۸ نومبر ۲۰۲۳.
  3. سرچينې تړی: http://www.demographia.com/db-worldua.pdf.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  5. سرچينې تړی: https://en.unesco.org/creative-cities/baghdad. Retrieved: ۹ جون ۲۰۲۱.
  6. سرچينې تړی: https://www.lhc-s.org/member_cities/index.php. Retrieved: ۲۸ مې ۲۰۲۴. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528114922/https://www.lhc-s.org/member_cities/.
  7. ArchINFORM location ID: 841. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  8. "Largest Cities Through History". Geography.about.com. 6 April 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 May 2005. بياځلي په 19 June 2011.
  9. "Twin Suicide Bombings In Baghdad Market Kill At Least 32, Wound Over 100". NPR.org (in انګليسي). National Public Radio. بياځلي په 2021-05-23.
  10. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  11. "Baghdad, Foundation and early growth". Encyclopædia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 October 2015. بياځلي په 21 October 2015. [...] the site located between present-day Al-Kāẓimiyyah and Al-Karkh and occupied by a Persian village called Baghdad, was selected by al-Manṣūr, the second caliph of the Abbāsid dynasty, for his capital.
  12. Le Strange, G. (n.d.). [...] The Persian hamlet of Baghdad, on the Western bank of the Tigris, and just above where Sarat canal flowed in, was ultimately fixed upon [...]. In Baghdad during the Abbasid Caliphate (p. 9).
  13. E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam 1913-1936. 1987. ISBN 978-9004082656. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 February 2021. بياځلي په 4 October 2020.
  14. Mackenzie, D. (1971). A concise Pahlavi Dictionary (p. 23, 16).
  15. "BAGHDAD i. Before the Mongol Invasion – Encyclopædia Iranica". Iranicaonline.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 November 2017. بياځلي په 16 December 2013.
  16. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  17. Duri, A.A. (2012). "Bag̲h̲dād". Encyclopaedia of Islam (2nd). Ed. P. Bearman. Brill. DOI:10.1163/1573-3912_islam_COM_0084. 
  18. Guy Le Strange, "Baghdad During the Abbasid Caliphate from Contemporary Arabic and Persian", pg 10
  19. "Persimmons surviving winter in Bagdati, Georgia". Georgian Journal. 22 February 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 September 2016. بياځلي په 22 September 2016.
  20. "Kutaisi". خوندي شوی له the original on 23 September 2016. بياځلي په 22 September 2016.
  21. Joneidi, F. (2007). متن‌های پهلوی. In Pahlavi Script and Language (Arsacid and Sassanid) نامه پهلوانی: آموزش خط و زبان پهلوی اشکانی و ساسانی (second ed., p. 109). Tehran: Balkh (نشر بلخ).
  22. John B. Friedman, Kristen M. Figg Trade, Travel, and Exploration in the Middle Ages, (Taylor & Francis, 2013)
  23. Brinkmann J. A. A political history of post-Kassite Babylonia, 1158-722 B.C. (Gregorian Biblical BookShop, 1968)
  24. "ما معنى اسم مدينة بغداد ومن سماه ؟". Seenjeem.maktoob.com. خوندي شوی له the original on 13 July 2012. بياځلي په 27 April 2010.
  25. "ما معنى (بغداد)؟ العراق العالم العربي الجغرافيا". Google Ejabat (in عربي). خوندي شوی له the original on 29 December 2013. بياځلي په 27 April 2010.
  26. Corzine, Phyllis (2005). The Islamic Empire. Thomson Gale. pp. 68–69.
  27. Times History of the World. London: Times Books. 2000.
  28. Bobrick 2012, p. 14
  29. Wiet, Gastron (1971). Baghdad: Metropolis of the Abbasid Caliphate. University of Oklahoma Press. ISBN 9780806109220.
  30. Tillier, Mathieu (2009). Les cadis d'Iraq et l'État Abbasside (132/750-334/945). Presses de l'Ifpo. doi:10.4000/books.ifpo.673. ISBN 978-2-35159-028-7.
  31. Battuta, pg. 75کينډۍ:Full citation needed
  32. Corzine, Phyllis (2005). The Islamic Empire. Thomson Gale. p. 69.
  33. Wiet 1971، م. 13.
  34. Wiet 1971، م. 12.