د عراق پاچاهي

د عراق هاشمي پاچاهي له ۱۹۳۲ زکال څخه تر ۱۹۵۸ زکال پورې په منځني ختیځ کې واقع دولت و.

د عراق پاچاهي
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۹۲۱
Religion or worldviewسني
د گڼه گوڼې نومIraqi، عراقي
Official languageعربي
لويه وچهآسيا
هېوادArab Federation
پلازمېنهبغداد
کوارډينېټي موقعيت۳۳°۲۰′۰″N ۴۴°۲۳′۰″E
Basic form of governmentconstitutional monarchy
د وگړو شمېر۶٬۴۸۸٬۰۰۰
CurrencyIraqi dinar
Followed byعراق
واک ورپاته کيدنه لهMandatory Iraq
Dissolved, abolished or demolished date۱۴ی جولای ۱۹۵۸
سيمه۴٬۳۷۰٬۷۲۲ کیلومتره مربع
Map

دغه پاچاهي د ۱۹۲۱ زکال د اګست په ۲۳ مه وروسته له هغې چې عثماني سترواکۍ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په بین النهرین کې ماته وخوړه رامنځته شوه. په داسې حال کې چې په ۱۹۲۰ زکال کې د ملتونو ټولنې له خوا یې قیمومیت بریتانیا ته وسپارل شو، خو د ۱۹۲۰ زکال عراقي پاڅون د دې لامل وګرځېد چې د قیمومیت دغه اصلي طرح د رسمي حاکمیت لرونکې پخوانۍ عراقي پاچاهۍ په ګټه لغو شي، خو له دې سره بیا هم دغه پاچاهي د بریتانیا تر اغېزمن مدیریت لاندې وه. دغه طرح په رسمي ډول د انګلیس – عراق د هوکړې پر بنسټ رامنځته شوه.

د عراق د پاچاهۍ په رسمي اداره کې د بریتانیا رول په ۱۹۳۲ زکال کې د انګلیس او عراق له هوکړې (۱۹۳۰ زکال) وروسته پای ته ورسېد. دغه مهال د عراق د هاشمي پاچاهۍ په نوم بشپړه خپلواکه پاچاهي رامنځته شوه چې د هاشمي حاکمانو د حاکمیت پر مهال یې د ستونزو یوه دوره تېره کړه. په عراق کې د سني مذهبو د واکمنۍ ټینګښت د اشوریانو، ایزدیانو او شیعه ګانو ناخوښي له ځانه سره لرله چې بیا په شدیده توګه وځپل شول. په ۱۹۳۶ زکال کې د لومړي ځل لپاره په هاشمي عراق کې کودتاه وشوه او بکر صدقي وتوانېد د لومړي وزارت څوکۍ خپله کړي. د سیاسي بې ثباتۍ دوره چې په ۱۹۴۱ زکال کې خپل اوج ته ورسېده د ګڼ شمېر کودتاه ګانو شاهده وه. [۱]

په ۱۹۴۱ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په عراق کې د شهزاده عبدالله حکومت د طلایي مربع په نامه فاشیست پلوه پوځي افسرانو ډلې له خوا چې رشید علي یې مشري کوله راوپرځول شو. لنډ مهالي نازي پلوه عراقي دولت د ۱۹۴۱ زکال په مۍ میاشت کې د انګلیس – عراق د جګړې پر مهال د متفقینو له خوا ماته وخوړه. له دې وروسته له عراق څخه د ویشي فرانسې تر کنټرول لاندې د سوریې په قیمومیت او همدارنګه په ایران باندې د انګلیس او شوروي له برید څخه د ملاتړ په برخه کې ګټنه وشوه. ورته مهال د کردانو رهبر مصطفی بارزاني د بغداد د مرکزي دولت پر وړاندې د پاڅون رهبري وکړه خو له ماتېدو وروسته بارزاني او ملګري یې شوروي اتحاد ته وتښتېدل.

په ۱۹۴۵ زکال کې د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو پړاونو کې عراق له ملګرو ملتونو سره یوځای شو او د عربي اتحادیې یو له بنسټګرو هېوادونو څخه شو. په ۱۹۴۸ زکال کې د الوثبه په نوم وګړیز پاڅون په ټول بغداد کې له بریتانیا سره د دولت د معاهدې پر ضد او له کمونیزم څخه په ملاتړ رامنځته شو. په پسرلي کې نورو اعتراضاتو هم دوام وموند خو په مۍ کې له دې امله ودرېدل کله چې د ۱۹۴۸ زکال د عربو او اسرائیلو په جګړه عراق ښکېل شو او پوځي حالت یې اعلان کړ.

د ۱۹۵۸ زکال په فبروري میاشت کې د اردن ملک حسین او شهزاده عبدالله د مصر او سوریې له اتحادیې سره د مقابلې په موخه چې په وروستیو کې رامنځته شوې وه د هاشمي پاچاهۍ د اتحادیې جوړولو وړاندیز وکړ. په پایله کې د عربو فدراسیون د ۱۹۵۸ زکال د فبروري په ۱۴ مه رامنځته شو خو ډېر لنډ عمر یې درلود. دغه فدراسیون په ۱۹۵۸ زکال کې د عبدالکریم قاسم له خوا د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د پاچاهۍ په رانسکورولو له منځه ولاړ.

تاریخچه سمول

خپلواکي سمول

د ۱۹۳۰ زکال د جون په ۳۰ مه په بغداد کې د انګلیس – عراق د هوکړې په لاسلیکولو او د موصل د مسئلې په حل کېدو سره عراقي سیاست نوی تحرک وموند. دغې هوکړې د ۱۹۳۲ زکال د اکتوبر په ۳ مه هغه مهال اجرایوي بڼه ومونده کله چې عراق په رسمي ډول د عراق د هاشمي پاچاهۍ په نامه په بشپړه توګه خپلواک شو. د سني او شیعه ځمکه لرونکو شیخانو طبقې د بډایه او مخکښو ښاري سني کورنیو د ځای نیونې په موخه د عثمانیانو له خوا د روزل شویو ځواکونو او بیروکراتانو سره سیالي کوله. له دې امله چې په عراق کې رامنځته شوي بنسټونه د بهرنیو قدرتونو زېږنده وه او همدارنګه د دیموکراتیک دولت مفهوم د عراق په تاریخ کې سابقه نه لرله، په بغداد کې سیاستوالو مشروعیت نه درلود او هېڅکله یې هم ریښه لرونکې ټاکنیزې حوزې رامنځته نه کړې. له همدې امله د اساسي قانون او ټاکنیزې اسمبلۍ د لرلو سربېره عراقي سیاست د دې پر ځای چې د لویدیځې معنی له مخې یوه دیموکراسي وي؛ د شخصیتونو او مهمو ډلو ترمنځ بدلېدونکی اتحاد و. د پراخو بنسټ لرونکو سیاسي جوړښتونو د نشتوالي له امله د عراق په متنوعه ټولنیز جوړښت کې د ژور اغېز په موخه د لومړنیو ملت پاله خوځښتونو وړتیاوې هم مهار شوې.

د انګلیس – عراق نوې هوکړه د ۱۹۳۰ زکال په جون میاشت کې لاسلیک شوه. دغې هوکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ «د نږدې اتحاد»، «د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د کاملو او صریحو مشورو ورکولو» او د جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې د متقابلې مرستې پخلی وکړ. عراق هم انګلیسانو ته بصرې او الحابنیه ته له څېرمه اډو څخه د ګټنې اجازه او په ټول هېواد کې یې د پوځونو د ځای پر ځای کولو حق ورکړ. دغه ۲۵ کلنه هوکړه چې په پام کې وه د ملتونو په ټولنه کې د عراق په شاملېدو عملي بڼه خپله کړي؛ د ۱۹۳۲ زکال د اکتوبر په دریمه یې اجرایوي بڼه ومونده. [۲][۳]

سیاسي بې ثباتي او پوځي کودتاوې، ۱۹۳۳-۱۹۴۱ زکال سمول

د ۱۹۳۳ زکال په سپټمبر میاشت کې د فیصل له مړینې وروسته پاچا غازي له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې د یوې مخکښې څېرې په توګه تر هغه مهاله واکمني وکړه کله چې د موټرو د حادثې په یوه پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ. د عرب ملت پالو او عراقي ملت پالو فشار د دې غوښتنه کوله چې انګلیسان له عراق څخه ووزي خو انګلیسانو د هغوی غوښتونو ته پام نه کاوه.

د ۱۹۳۲ زکال په اکتوبر میاشت کې رسمي خپلواکۍ ته له لاسرسي وروسته د هاشمي عراق په نوې پاچاهۍ کې د بریتانیا د شتون پر سر سیاسي کړکېچونه رامنځته شول او دولت او عراقي سیاستوال د انګلیس د شتون په ملاتړو سیاستوالو لکه نوري السعید سره چې د انګلیس له شتون سره یې مخالفت نه درلود او د بریتانويانو په مخالفو سیاستوالو لکه رشید علی الګیلاني چې په هېواد کې یې د بریتانوي نفوذ د پای ته رسېدو غوښتنه لرله؛ وویشل شول. [۴]

په دغه دوره کې بېلابېلو قومي او مذهبي اړخونو هڅه وکړه خپلو سیاسي موخې ته ورسېږي چې تر ډېره د تاوتریخوالو څخه د ډکو بغاوتو لامل ګرځېدل او د بکرصدقي تر مشرۍ لاندې د عراق د پوځ له خوا په وحشیانه توګه ځپل کېدل. په ۱۹۳۳ زکال کې زرګونه اشوریان په سمیل عام وژنه کې ووژل شول، په ۱۹۳۵-۱۹۳۶ زکال کې د عراق د منځني فرات په سیمه کې د شیعه ګانو پاڅونونه په وحشیانه ډول وځپل شو او ورسره په موازي ډول په شمال کې د اجباري خدمت پر ضد کردي پاڅونونه او همدارنګه په جبل السنجر کې ایزدي پاڅون هم په ۱۹۳۵ زکال کې وځپل شول. بکر صدیقي خپله په ۱۹۳۶ زکال کې په لومړي وزیر یاسین الهاشمي باندې د کودتاه له امله واک ته ورسېد خو وروسته په ۱۹۳۷ زکال کې موصل ته د سفر پر مهال ترور شو او ورپسې په ۱۹۳۹ زکال کې ملک غازي د موټر د ټکر په یوه پېښه کې چې ادعا وشوه بریتانویانو طرحه کړې وه ووژل شو چې لامل وګرځېد د شهزاده عبدالله د نایب السلطنتۍ پر مهال څلور کلن دویم فیصل د عراق پاچا شي چې بیا تر ۱۹۳۵ زکال پورې په واک کې پاتې شو. [۵]

له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۴۶ زکال پورې د عراقي پوځ د مخکښو افسرانو له خوا پنځه کودتاوې وشوې څو په عراقي دولت فشار راوړي د پوځ غوښتنو ته غاړه کېږدي. [۶]

سرچينې سمول

  1. Hunt, C. 2005
  2. Ghareeb, Edmund A.; Dougherty, Beth K. Historical Dictionary of Iraq. Lanham, Maryland and Oxford: The Scarecrow Press, Ltd., 2004. p. lvii.
  3. Duiker, William J.; Spielvogel, Jackson J. World History: From 1500. 5th edition. Belmont, California: Thomson Wadsworth, 2007. p. 839.
  4. Ghareeb; Dougherty. p. lvii
  5. Gareth Stansfield; Anderson, Liam D. (2004). The Future of Iraq: Dictatorship, Democracy or Division?. Basingstoke: Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-4039-6354-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ghareeb; Dougherty. p. lvii