مشروطه پاچهي

مشروطه پاچاهي یا اساسي قانوني پاچاهي چي د محدودي پاچاهۍ، پارلماني پاچاهۍ یا دیموکراتیک سلطنت په نوم هم پیژندل کیږي، د پاچاهۍ یوه بڼه ده په کومه کي چې پاچا د اساسي قانون سره سم خپل واک کاروي او په یوازي توګه د پریکړو واک نلري. [۱] [۲] [۳] په یاده واکمني کي د اساسي قانون حاکمیتونه د مطلقه پاچاهانو څخه توپیر لري (په کومو کي چي پاچا یوازینی پریکړه کونکی کس دی)، ځکه په دې واکمنۍ کي د پاچا حکم د قانون له مخي تشرېح کیږي او عملي کول یې د ولس استازو ته راجع کیږي.

د اساسي قانون د سلطنتونو په لړۍ کي لیچټینسټین ، موناکو ، مراکش ، اردن ، کویټ ، بحرین او بوتان هیوادونه راځي، چیري چي د اساسي قانون حاکمیت ته د پام وړ اختیاري واکونه ورکړل سوي دي، او ځیني هیوادونه لکه انګلستان، نیدرلنډ ، اسپانیا ، بلجیم ډنمارک ، ناروې ، سویډن ، لیسوتو ، مالیزیا ، تایلینډ ، کمبوډیا او جاپان پاچا ته د خپل واک په کارولو کي د پام وړ لږ شخصي امتیاز په نظر کي ساتي.

د سویډن ، ناروې او ډنمارک د سکینډینیویایي سلطنتونو درې پاچاهان چي د 1917 په نومبر کي یې په اوسلو کي سره ولیدل.



سیاسي ساینس پوه ورنون بوګډانور د توماس ماکاولي په وینا د اساسي قانون پاچا داسي تعریف کړی چي "یو واکمن د حکومت مشر وي خو حکومت نه کوي". [۴]

د ملي یووالي د څرګند سمبول په توګه د عمل کولو سربیره یو اساسي قانوني پاچا کولای سي ترڅو رسمي واکونه ولري لکه د پارلمان لمنځه وړل یا قانون جوړولو ته شاهي رضایت ښودل.

  1. Blum، Cameron او Barnes 1970.
  2. . 2021. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); |doi-access= requires |doi= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. . 2014. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  4. Bogdanor 1996.