ملپتالنه یو اند يا هغه خوځښت دی چې باور لري ملت بايد له دولت سره همغاړی وي. ملتپالنه د يو خوځښت په توګه هڅه کوي چې د يو ټاکلي ملت ګټو ته وده ورکړي (د خلکو د يوې ډلې په ډول)، په ځانګړي ډول د يو دولت د رامنځ ته کولو په موخه په خپله خاوره د يو ملت د حاکميت د تر لاسه کولو او ساتلو لپاره (خپلواکی حکومت). د ملتپالنې اند  دا دی چې يو  ملت بايد له بهرنۍ لاسوهنې پرته خپله خپل ځان اداره کړي (خپلواکې پرېکړې)، دا چې قوم د سياست يو بېلګه ييز او طبيعي بنسټ دی او دا چې ملت د سياسي ځواک يواځينۍ او قانوني سرچینه ده. د ملتپالنې بله موخه دا ده چې د کلتور، توکم، جغرافيايي موقعيت، ژبې، سياست (يا حکومت)، دين، دودونو او په يو واحد تاريخ کې د ګډې عقيدې پر بنسټ د يو واحد ملت پېژندګلو وساتي، همدا راز د ملتپالنې موخه ملي وحدت او يووالي ته وده ورکول دي. په همدې بنسټ ملتپالنه د يو ملت دوديز د کلتور ساتلو او ودې ورکولو کوښښ کوي. «ملت» جلا جلا تعريفونه لري چې په پايله کې يې ډول ډول ملتپالنه منځ ته راځي. دوه مختلف ډولړه يې توکميزه ملتپالنه او مدني ملتپالنه دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

پوهاند په دې خوله دي چې ملتونه له ټولنيز پلوه جوړيږي او له تاریخي اړخه سره يو ځای پاتې کېږي. د تاریخ په اوږدو کې  خلک د خپلو خپلوانو له ډلو او دودونو، د دوی د اړوندو سيمو د واکمنانو او د له خپلې سيمې سره تړلي پاتې شوي، خو د اتلسمې پېړۍ تر پايه ملتپالنه د يوې واکمنې نظريې په توګه منځ ته نه وه راغلې. د ملتپالنې په اړه درې پياوړي تصورات شته. ازل پالنه (تلپاتې باور)، کوم چې د ملتپالنې مشهور مفاهيم وړاندې کوي، خو د علماوو له پامه غورځېدلې ده، دا تصور وړانديز کوي چې د تل لپاره ملتونه وو او ملتپالنه يوه طبيعي ښکارنده ده. توکميزه ملتپالنه بيا وايي ملتپالنه يوه خوځنده او وده موندونکې ښکارنده ده چې د ملتونو او ملتپالنې په وده کې په نښو، افسانو او دودونو ټينګار کوي. د نويتابه اند، هغه دی چې د ملتپالنې د مسلطې تشريح په توګه يې په تلپاتې اند غلبه پيدا کړې، يو جوړونکی اند يې خپل کړی او وړانديز کوي چې ملتپالنه د نويتابه د بهېر زېږنده ده، لکه صنعتي کېدل، ښاري کېدل او ډله ييزه زده کړه، کومو چې ملي بيداري ممکنه کړه. د وروستي اند پلويان ملتونه د «انځور شويو ټولنو په توګه تعريف کړي» او ملتپالنه یې د «پنځول شويو دودونو په توګه» په کوم کې چې ګډ احساسات د ټولنيزې پېژندنې يوه بڼه وړاندې کوي او افراد د سياسي يووالي سره تړي. شونې ده چې د  يو ملت بنسټيزه «کيسه»  د توکميزو ځانګړتياوو، ارزښتونو او اصولو په شا اوخوا کې منځ ته راغلې وي او شونې ده چې له يو بل سره د نژدې تړاو له روايت سره اړيکه ولري.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ملتپالنې اخلاقي ارزښت، د ملتپالنې او هېوادپالنې تر منځ اړيکه او د ملتپالنې او نړۍ وطن ګڼل موافقت دا ټول د فلسفي بحثونو موضوعات دي. ملپتالنه د مختلفو سياسي موخو او اندونو سره يو ځای کېدای شي لکه محافظه کاري (ملي محافظه کاري او ښي اړخي ولسپالنه) يا ټولنپالنه (چپ اړخي ملپتالنه) شونې ده چې په عمل کې ملتپالنه منفي يا مثبته وي چې دا اړخ يې تر پايلو او اندونو پورې تړلی دی. ملتپالنه د ازادۍ او عدالت د خوځښتونو يوه ځانګړتيا ده، د کلتوري بيا راژوندي کولو پورې تړلې ده، د وياړ او ملي لاسته راوړنو ستاينه کوي. دا ښکارنده د دې لپاره هم کارول کېږي چې توکميزو او مذهبي اختلافاتو، د لږکيو ځورولو يا پرې بريد کولو ته مشروعيت ورکړي او انساني حقوق يا ديموکراتيک دودونه کمزوري کړي. له توکميزې کرکې سره نښتې سخت دريځه ملتپالنه د الماني نازيانو له خوا تر سره شوي هالوکاسټ يو مهم عنصر و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اصطلاحات (ويي پېژندنه)سمول

د «ملتونو»، «خپلواکۍ» او دې ته ورته نورو مفاهيمو اصطلاحي کارېدلو کې د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې د «هوګو ګروتيوس» له خوا د « De jure belli ac pacis» په نوم اثر په ليکلو سره د پام وړ سمون راغی. په داسې حال کې چې د اسپانيې او هالنډ تر منځ د اتيا کلونو اوږدې جګړې او د اروپايي ملتونو د کاتوليکانو او پروټسټان (چې کاتوليکه فرانسه په ډول د پروټسټان په ډله کې وه) تر منځ د دېرش کلنې اوږدې جګړې پر مهال د ژوند کولو له کبله دا د حيرانتيا وړ نه ده چې د مذهبي توپيرونو څخه د راپورته شويو مخالفتونو له انده ګروتيوس د ملتونو تر منځ د جګړو په څېر موضوعاتو په هکله ژورې اندېښنې درلودلې. له ۱۸۰۰ز کال مخکې هم په اروپا کې د ملت ټکی په ګټور ډول کارول شوی و، تر څو د یو هېواد اوسېدونکو او تر څنګ يې ډله ييزې پېژندګلو ته اشاره وکړي، کومو چې ګډ تاريخ، قانون، ژبه، سياسي حقوق، دين او دودونه درلودل، دا ټکی په داسې معنا کارول شوی و چې د نوي تصور سره ډېر نژدې دی.[۲۲]

ملتپالنه چې له داسې يو نوم څخه اخستل شوی چې «ملتونه» په ګوته کوي، يو نوی ټکی دی؛ په انګليسي ژبه کې د دې اصطلاح تاريخ ۱۷۸۹ز ته رسېږي. دې اصطلاح په لومړي ځل په نولسمه پېړۍ کې اهميت خپل کړ. له ۱۹۱۴ز کال وروسته په تېزۍ سره د دې اصطلاح معنا منفي لور ته ولاړه. ګلينډا سلوګا وايي چې «شلمه پېړۍ په داسې حال کې چې د ملتپالنې لپاره د ژورې ناهيلۍ وخت و، د نړيوال توب لپاره يو لوی پړاو هم و».[۲۳][۲۴][۲۵]

تاريخچهسمول

پوهان په دې اند دي چې د ملتپالنې پيل د اتلسمې پېړۍ په پای يا د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د امريکا د خپلواکۍ د اعلان يا د فرانسوي انقلاب پر مهال شوی. په دې خبره اتفاق شته چې ملتپالنه د يو تصور په توګه په نولسمه پېړۍ کې پیاوړې شوه. د ملتپالنې په تاریخ کې د فرانسې اوښتون (۱۷۸۹) ته د پيل د يوې مهمې نقطې په سترګه کتل کېږي، نه يوازې دا چې په فرانسوي ملتپالنې يې اغېز درلو؛ بلکې تر دې ورهاخوا يې په المانيانو او ايټالويانو او اروپايي روښانفکرو هم اغېز پرېښود. د ولس د حاکميت پر بنسټ د يو نوي دولت په شا اوخوا کې د ولس د افکارو په خوښت راوستلو د يوې طريقې په توګه د ملتپالنې د نمونې تاريخ ۱۷۸۹ز کال ته رسېږي: د روسو او ولتر په څېر فيلسوفان، د چا اندونو چې د فرانسې پر اوښتون اغېز درلود، دوی خپله له دوی څخه  د مخکې قانوني ازادۍ د خوځښتونو له بېلګو څخه اغېزمن شوي يا هڅول شوي وو، لکه د کروشيا جمهوريت (۱۷۵۵-۱۷۶۸) او امريکايي اوښتون (۱۷۷۵-۱۷۸۳).[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د صنعتي انقلاب له امله، يو واحد او تر يو ملت پورې تړلی اقتصاد او ملي ولسي دايره رامنځ ته شوه، کله چې برتانويان د خپلو ولايتونو، ښارونو يا کورنيو د کوچنيو ډلو پر ځای په لويه کې د يو هېواد په توګه پېژندل کېدل. لومړۍ هېواد پالنه ولسي ملتپالنه د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې راڅرګنده شوه، د انګلستان حکومت او د دوی ليکوالانو او روښانفکرانو په فعال ډول وده ورکړه. ملتپالانو په ډېر جديت سره ملي نښې، سرودونه، افسانې، بيرغونه او روايتونه جوړ کړل او په پراخه کچه ګټه ځينې واخستل شوه. يونين جيک په ۱۸۰۱ز کال کې د ملي په توګه ومنل شو. تاماس ارنی په ۱۷۴۰ز کال کې د هېوادنۍ مېنې سرود "Rule, Britannia!" وليکه او کارتون جوړونکي جان اربوتنوت په ۱۷۱۲ز کال کې د ملي انګليسي د روحيې د انځور کولو په موخه د جان بول کردار رامنځ ته کړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د امريکا او فرانسې د اوښتون پورې اړوند د اتلسمې پېړۍ وروستي تاوتريخوالي، په پراخه کچه پر هېوادپالنې ولاړې ملتپالنې غوښتنو  ته وده ورکړه. [۳۷][۳۸]

پروشيايي پوهاند جوهان ګوتفرايډ هرډر (۱۷۴۴-۱۸۰۳) د ۱۷۷۲ز کال په خپل اثر «د ژبې د پيل اړوند رساله» کې په داسې حال کې چې د يوې شريکې ژبې پر نقش يې ټيګار کاوه، دا اصطلاح منځ ته راوړه. هغه د مليت او هېوادپالنې د تصوراتو د فوق العاده اهميت منونکی و - «هغه څوک چې د هېوادپالنې روحيه يې بايللې وي خپل ځان او خپله ټوله نړۍ يې بايللې ده»، هغه د دې درس ورکاوه چې «په يوه ځآنګړې معنا کې د هر انسان غوره والی ملي دی».[۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينېسمول

  1. Hechter, Michael (2000). Containing Nationalism (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-829742-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gellner, Ernest (2008). Nations and Nationalism (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-7500-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Smith, Anthony. Nationalism: Theory, Ideology, History. Polity, 2010. pp. 9, 25–30; James, Paul (1996). Nation Formation: Towards a Theory of Abstract Community. London: Sage Publications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Finlayson, Alan (2014). "5. Nationalism". In Geoghegan, Vincent; Wilford, Rick (المحررون). Political Ideologies: An Introduction. Routledge. د کتاب پاڼي 100-102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-80433-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Yack, Bernard. Nationalism and the Moral Psychology of Community. University of Chicago Press, 2012. p. 142
  6. Triandafyllidou, Anna (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "National Identity and the Other"]. Ethnic and Racial Studies 21 (4): 593–612. doi:10.1080/014198798329784. 
  7. Smith, A.D. (1981). The Ethnic Revival in the Modern World. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Smith, Anthony. Nationalism: Theory, Ideology, History. Polity, 2010. pp. 6–7, 30–31, 37
  9. Mylonas, Harris; Tudor, Maya (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nationalism: What We Know and What We Still Need to Know"]. Annual Review of Political Science 24 (1): 109–132. doi:10.1146/annurev-polisci-041719-101841. 
  10. Kohn, Hans (2018). Nationalism. Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Coakley, John (April 2018). "'Primordialism' in nationalism studies: theory or ideology?: 'Primordialism' in nationalism studies". Nations and Nationalism 24 (2): 327–347. doi:10.1111/nana.12349. https://pure.qub.ac.uk/en/publications/primordialism-in-nationalism-studies-theory-or-ideology(28e99592-2d86-421f-9fd3-2c4517aa7278).html. 
  12. Woods, Eric Taylor; Schertzer, Robert; Kaufmann, Eric (April 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ethno-national conflict and its management"]. Commonwealth & Comparative Politics 49 (2): 154. doi:10.1080/14662043.2011.564469. 
  13. Smith, Deanna (2007). Nationalism (الطبعة 2nd). Cambridge: polity. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-5128-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Anderson, Benedict (1983). Imagined Communities: Reflections on the origins and spread of nationalism. London: Verso Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hobsbawm, E.; Ranger, T. (1983). The Invention of Tradition. Cambridge, UK: Cambridge Univ. Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bunce, Valerie (2000). "Comparative Democratization: Big and Bounded Generalizations" (in en). Comparative Political Studies 33 (6–7): 703–734. doi:10.1177/001041400003300602. ISSN 0010-4140. https://doi.org/10.1177/001041400003300602. 
  17. Kocher, Matthew Adam; Lawrence, Adria K.; Monteiro, Nuno P. (2018). "Nationalism, Collaboration, and Resistance: France under Nazi Occupation". International Security 43 (2): 117–150. doi:10.1162/isec_a_00329. ISSN 1531-4804. https://muse.jhu.edu/article/709436. 
  18. Nairn, Tom; James, Paul (2005). Global Matrix: Nationalism, Globalism and State-Terrorism. London and New York: Pluto Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pierre James (2001). The Murderous Paradise: German Nationalism and the Holocaust. Greenwood. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97242-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Mylonas, Harris; Tudor, Maya (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nationalism: What We Know and What We Still Need to Know"]. Annual Review of Political Science 24 (1): 109–132. doi:10.1146/annurev-polisci-041719-101841. 
  21. Smith, Anthony. Nationalism: Theory, Ideology, History. Polity, 2010. pp. 6–7, 30–31, 37
  22. Gat, Azar (2012). Nations: The Long History and Deep Roots of Political Ethnicity and Nationalism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-00785-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Nationalism". merriam-webster.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. See Norman Rich, The age of nationalism and reform, 1850–1890 (1970).
  25. Glenda Sluga, Internationalism in the Age of Nationalism (University of Pennsylvania Press, 2013) ch 1
  26. Roeder, Philip G. (2007). Where Nation-States Come From: Institutional Change in the Age of Nationalism. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 5–6. JSTOR j.ctt7t07k. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-13467-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kramer, Lloyd (2011). Nationalism in Europe and America: Politics, Cultures, and Identities since 1775. University of North Carolina Press. JSTOR 10.5149/9780807869055_kramer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8078-7200-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gregorio F. Zaide (1965). World History. . د کتاب پاڼې 274. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-971-23-1472-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Calhoun, Craig (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Nationalism and Ethnicity"]. Annual Review of Sociology 19: 211–39. doi:10.1146/annurev.soc.19.1.211. 
  30. Zimmer, O. (2003). Nationalism in Europe, 1890-1940. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-4388-0. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Raymond Pearson, ed., The Long-man companion to European nationalism 1789–1920 (2014) p. xi, with details on each country large and small.
  32. . Nationalism in Europe and America | Lloyd S. Kramer | University of North Carolina Press. University of North Carolina Press.
  33. Gerald Newman (1997). The Rise of English Nationalism: A Cultural History, 1740–1830. Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-17699-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Nick Groom, The Union Jack: The Story of the British Flag (2007).
  35. Scholes, Percy A (1970). The Oxford Companion to Music (الطبعة tenth). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 897. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Newman, Gerald G. (1987). The Rise of English Nationalism: A Cultural History, 1740–1830. New York: St. Martin's Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-68247-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Smith, Anthony D. (1998). Nationalism and Modernism: A Critical Survey of Recent Theories of Nations and Nationalism. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-06341-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Iain McLean, Alistair McMillan, Concise Oxford Dictionary of Politics, "French Revolution... It produced the modern doctrine of nationalism, and spread it directly throughout Western Europe ...", Oxford, 2009, کينډۍ:ISBN.
  39. Christopher Dandeker, المحرر (1998). Nationalism and Violence. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-2935-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Votruba, Martin. "Herder on Language" (PDF). Slovak Studies Program. University of Pittsburgh. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. T.C.W. Blanning (2003). The Culture of Power and the Power of Culture: Old Regime Europe 1660–1789. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 259–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-926561-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)