جاپان په ختيځه اسيا کې يو ټاپو هېواد دی چې په شمال لويديځ ارام سمندر کې پروت دی. لويديځ ته يې د جاپان سمندر، په شمال کې د اوخوټسک له سمندر نه د ختيځ چين سمندر پر لور او په سويل کې د تايوان پر لور غځېدلی دی.  د اور د کړۍ (د اورغورځوونکو سيمه) د يوې برخې په توګه، جاپان د ۶۸۵۲ ټاپوګانو مجمع الجزاير دی چې ټوله سيمه يې ۳۷۷۹۷۵ کيلو متره (۱۴۵۹۳۷ ميل مربع ده) ده، پنځه اصلي ټاپوګان يې دا دي: هوکايدو، هونشو (اصلي ځمکه)، شيکوکو، کيوشو او اکيناوا. پلازمېنه او ستر ښار يې توکيو دی. نور ستر ښارونه يې دا دي: یوکوهاما، اوساکا، ناګويا، یاپورو، فوکيوکو، کوبه او کيوټو.

جاپان
جاپان
جاپان
بیرغ
جاپان
جاپان
نښان

جاپان
جاپان

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۳۵°شمال ۱۳۶°ختیځ / 35°شمال 136°ختيځ / 35; 136   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 377972.28 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه توکیو
رسمي ژبې جاپاني ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۳ مې ۱۹۴۷[۲]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن [۳][۴]،  18 کلن [۳]  د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 4 سلنه (۲۰۱۴)[۵]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوسط عاید
34822 امريکايي ډالر 557655 yen (۳۱ جنوري ۲۰۲۳)[۶]  د (P3529) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
ترافيکي لوری کيڼ [۷]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ JP  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +81  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

د وګړو د شمېر له اړخه په نړۍ کې يوولسم هېوا د ی، ګڼ مېشته او زيات ښارونه لري. د هېواد درې په څلورمه برخه غره ييزه ده، ۱۲۵.۳۶ ميليونه وګړي يې په نريو ساحلي دښتو کې مېشت دي. جاپان په اووه څلوېښتو اداري برخو او اتو دوديزو سيمو وېشل شوی دی. د ټوکو ستره سيمه، د اووه دېرش اعشاريه څلور میلیونه نفوس په لرلو سره د نړۍ په کچه هغه سيمه ده چې زيات وګړي لري.

په جاپان کې له لوړ ډبرين پير نه انسانانو ژوند کړی دی (له زېږد مخکې ۳۰۰۰۰ )، خو د دې مجمع الجزاير په اړه لومړۍ ليکل شوې يادونه، د چين په تاريخي ليکنه (د هان کتاب) کې شوې، چې له زېږد وروسته په دويمه پېړۍ کې پای ته ورسېد. د څلورمې او نهمې پېړۍ تر منځ، د جاپان پاچهي د يوه سترواک او يو دربار تر واک لاندې متحده شوه، چې مرکز يې په «هيان کيو» کې و. د نولسمې پېړۍ په پيل سره، په دې هېواد کې سياسي واک يو لړ پوځي مطلق العنان واکمنو (شوګون) او ملوک الطوايفيو (ډايميو) په لاس کې واخيست او دا واکمنۍ د جنياليو اشرافو د يوې طبقې (سامورايي) له خوا پر مخ وړل کېده. د يوې پېړۍ اوږدې کورنۍ جګړې نه وروسته، دا هېواد د شوګان توکوګاوا تر مشرۍ لاندې بيا سره متحد شو، چا چې د ګوښه کېدو بهرنۍ تګلاره خپله کړه. په ۱۸۵۴ز کال کې، د متحده ايالاتو سمندري ځواکونو يو ټولي جاپان اړ کړ چې په لويديځ کې د سوداګرۍ لاره پرانيزي، له همدې کبله د شوګن پړاو پای ته ورسېد او په ۱۸۶۸ز کال کې يو ځل بيا سترواکي نظام رامنځ ته شو. په ميجي پير کې، د جاپان ستر واک د لويديځ په ډول اساسي قانون تصويب کړ او د صنعت او نوي کولو پروګرام یې پيل کړ. په ۱۹۳۷ز کال، جاپان پر چين بريد وکړ، په ۱۹۴۱ز کال کې، جاپان په دويمه نړيواله جګړه کې د يوه محوري ځواک په توګه داخل شو. په ۱۹۴۵ز کال کې جاپان تسليم شو او د اووه کلونو لپاره د متحدينو تر اشغال لاندې راغی، په دې موده کې، دې هېواد نوی اساسي قانون تصويب کړ. د ۱۹۴۷ز کال د اساسي قانون له مخې، په جاپان کې د قانون اساسي سلطنتي پارلماني متحده حکومت و، چې د ملي حکومت په نوم د دوه مجلسونو مقننه قوه يې درلوده.

جاپان يو پياوړی ځواک او د ګڼو نړيوالو سازمانونو غړی دی، ملګري ملتونه (له ۱۹۵۶ ز راهيسې)، OECD او د اووه ډله په کې شامل دي. که څه هم دې هېواد له هر ډول جګړې نه خپل حق بهراعلان کړی، بيا هم د خپل ځان د دفاع لپاره ځواک لري چې د نړۍ له پياوړو پوځونو نه شمېرل کېږي. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، جاپان د يوې معجزې په ډول په اقتصاد کې بې ساری پرمختګ وکړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د نړۍ دويم ستر اقتصاد شو. په ۲۰۲۱ز کال کې، د کورني ناخاص اسمي اقتصاد له اړخه د نړۍ درېيم ستر هېواد او د PPP له پلوه د نړۍ څلورم ستر اقتصاد لري. جاپان د بشري ودې د اندازې (شاخص) له اړخه «تر ټولو لوړه» درجه کې دی، که څه هم نفوس يې مخ په کمېدو دی، بيا هم د دې هېواد وګړي د ژوند لپاره تر ټولو لوړه هيله مندي لري. جاپان چې د موټرو او برېښنايي توکو د صنعت په برخه کې د نړۍ مخکښ دی، د ساينس او ټيکنالوژۍ په برخه کې د جاپان ونډه خورا لوړه او مهمه ده. د جاپان کلتور په ټوله نړۍ کې مشهور دی، د دې هېواد د هنر، پخلي، موسيقۍ او عام کلتور چې په هغې کې طنز، انيميشن (ژوندي توکي) او ويډيويي لوبې صنعتونه شامل دي.

رېښه

جاپان د جاپاني ژبې نوم دی، په ليکلو کې يې کينجي ژبه کارول کېږي او تلفظ يې نيپون يا نيهون کېږي. مخکې تر دې چې په اتمه پېړۍ کې په کينجي ژبه دا نوم تصويب شي، په چينايي ژبه کې دې هېواد ته د (وا) او په جاپاني کې ورته د (Yamato) نوم اخستل کېده. نيپون چې د اصلي چينايي-جاپاني ټکو تلفظ دی، د رسمي کارولو لپاره غوره شوی دی، په دودپيسه او د پوسته خانې په ټاپو همدا نوم کارول کېږي. نيهون په ورځنيو خبرو کې کارول کېږي چې د ايډو د پير په اوږدو کې د جاپاني لغت پېژندنې په برخه کې د بدلونونو ښودنه کوي. په جاپاني ژبه کې د (日本) معنا ده، «د لمر منشأ»، کوم چې د لويديځ ستاينې « د لمرخاته سيمه» مشهوره سرچينه ده.[۸][۹][۱۰]

جاپان په اصل کې د چينايي ژبې پر تلفظ ولاړ نوم دی او د لومړيو سوداګريو له لارې اروپايي ژبو ته ننوتی دی. په ديارلسمه پېړۍ کې مارکوپولو د (日本國) ټکو لومړي مندرين يا چينايي «وو» تلفظ په «Cipangu» ډول تلفظ ثبت کړی دی. د جاپان لرغونی مالايي نوم، جپنګ يا جاپيون له سويلي ساحلي چينايي لهجې نه اخستل شوی، وروسته دا نوم په سويل ختيځه اسيا کې د پرتګالي سوداګرو له خوا چې د شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې يې دا نوم اروپا ته ورساوه، پور شوی دی. په انګليسي ژبه کې د دې نوم لومړۍ بڼه په یوه کتاب کې چې په ۱۵۷۷ز کال کې خپور شوی، لیدل شوې ده. په دې کتاب کې د ۱۵۶۵ز کال د يو پرتګالي ليک په ژباړه کې د دې سيمې نوم د (Giapan) په بڼه ليکل شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاريخچه

له تاريخ نه مخکې پير نه تر کلاسيک تاریخ پورې

له زېږده ۳۰۰۰۰ کاله مخکې، شا اوخوا د ډبرين پير کلتور د جاپان د ټاپوګانو لومړۍ اهستوګنه پېژندل شوې. له زېږد مخکې نږدې ۱۴۵۰۰ راهيسې،(د جومون پير پيل) نيمه هستوګن د ښکاريانو د راټولېدو کلتور په منځني ډبرين او نوي ډبرین عصر کې رامنځ ته شوی دی، په غارونو کې هستوګنه او لومړۍ کروندګري د دې پير ځانګړتياوې دي. خاورين لوښي، د هغه مهال د تر ټولو لرغونې کولالۍ بېلګې دي. له زېږد مخکې له نږدې ۱۰۰۰ نه راپدېخوا، له کيوشو نه يايويي خلکو دې مجمع الحزاير ته ننوتل پيل کړل او له جومونو سره خلط شول؛ د يايويي پړاو د لمدو ورېځو د کرلو، د کولالۍ نوي ډول، له چين او کوريا نه د فلزاتو د راايستلو علم په ګډون، د ځينې کارونو تر سره کول معرفي کړل. د روايتونو پر بنسټ، جيمو (د اماتراسو لمسي) سترواک، له زېږد مخکې په ۶۶۰ کال کې د جاپان په مرکز کې پاچهي جوړه کړه او د سترواکۍ يوه پر له پسې ليکه يې پيل کړه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ليکلي تاریخ کې جاپان په لومړي ځل، د هان په چينايي کتاب کې راڅرګند شوی، کوم چې له زېږد مخکې په ۱۱۱ کې بشپړ شوی و. جاپان ته بودايي دين په ۵۵۲ کې د باکجه (کوريايي پاچايي) له خوا معرفي شو، خو د جاپاني بودايي دين پراختيا تر ډېره بريده د چين تر اغېز لاندې وه. که څه هم په لومړي سر کې يې مخالفت وشو، د شهزاده شوتوکو په څېر شخصيتونو په ګډون واکمنې طبقې بودايي دين ته وده ورکړه، د اشوکا د پير (۵۹۲-۷۱۰ ز) د پيل راهيسې، دا دين په پراخه توګه منل شوی دی. [۲۳][۲۴]

په ۶۹۵ز کال کې د تايکا سمونونو د جاپان ټوله ځمکه ملي کړه، تر څو د کروندګرو تر منځ په مساوي ډول ووېشل شي او د کورنيو د ثبتولو د يو ه دفتر امر يې ورکړ چې د مالياتو د نوي نظام لپاره بنسټ وګرځي. د ۶۷۲ز کال د جين شين جګړه، چې د شهزاده «اوما» او د هغه د وراره شاهزاده «اوتومو» تر منځ يوه خونړۍ جګړه وه، د لا زياتو بنسټيزو اداري اصلاحاتو ستر لامر وګرځېد. دا سمونونه د «تاهيو» قانون په خپرېدو سره خپل اوج ته ورسېدل، دې قانون شته قوانين سره يو ځای کړل او د مرکزي او تابعو سيمه یيزو حکومتونو يو جوړښت يې رامنځ ته کړ. د دې حقوقي سمونونو په پايله کې، د « ritsuryō» دولت رامنځ ته شو، دا د چينايي بڼې مرکزي حکومتي نظام و، کوم چې د نيمې زريزې لپاره پاتې شو.[۲۵][۲۶]

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

سرچینې

  1.     تشه سرچينه (لارښود)
  2. د ټولټال کار کتنه په: https://www.cia.gov/the-world-factbook/، https://www.gutenberg.org/ebooks/search/?query=world+factbook+&submit_search=Go%21، http://purl.access.gpo.gov/GPO/LPS35389 او https://catalog.hathitrust.org/Record/000532922 — دوتنه: Central Intelligence Agency — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist. — خپرونکی: Central Intelligence Agency او United States Government Publishing Office
  3. د ټولټال کار کتنه په: https://elaws.e-gov.go.jp/document?lawid=129AC0000000089 — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.، Script error: The function "lang" does not exist.، Script error: The function "lang" does not exist. او Script error: The function "lang" does not exist.
  4. Script error: The function "lang" does not exist. — موضوع: 第七百三十一條 او 附則 第一條
  5. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  6. https://www.stat.go.jp/english/data/kakei/156.html
  7. http://www.2pass.co.uk/japan.htm
  8. Carr, Michael (March 1992). "Wa Wa Lexicography". International Journal of Lexicography. 5 (1): 1–31. doi:10.1093/ijl/5.1.1 – په وسيله Oxford Academic. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Piggott, Joan R. (1997). [[[:کينډۍ:Google books]] The Emergence of Japanese Kingship] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Stanford University Press. مخونه 143–144. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-2832-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Schreiber, Mark (November 26, 2019). "You say 'Nihon,' I say 'Nippon,' or let's call the whole thing 'Japan'?". The Japan Times. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په July 27, 2008 باندې). Cipangu's landlocked isles.
  12. Lach, Donald (2010). Asia in the Making of Europe. I. University of Chicago Press. مخونه 157. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Mancall, Peter C. (2006). "Of the Ilande of Giapan, 1565". Travel Narratives from the Age of Discovery: an anthology. Oxford University Press. مخونه 156–157. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Batchelor, Robert K. (2014). [[[:کينډۍ:Google books]] London: The Selden Map and the Making of a Global City, 1549–1689] تحقق من قيمة |url= (لارښود). University of Chicago Press. مخونه 76, 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-08079-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Ono, Akira; Sato, Hiroyuki; Tsutsumi, Takashi; Kudo, Yuichiro (2002). "Radiocarbon Dates and Archaeology of the Late Pleistocene in the Japanese Islands". Radiocarbon. 44 (2): 477–494. doi:10.1017/S0033822200031854. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Habu, Junko (2004). Ancient Jomon of Japan. Cambridge University Press. مخونه 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-77670-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Jōmon Culture (ca. 10,500–ca. 300 B.C.)". Metropolitan Museum of Art. لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Oh, ChungHae Amana (2011). Cosmogonical Worldview of Jomon Pottery. Sankeisha. مخونه 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-4-88361-924-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Road of rice plant". National Science Museum of Japan. د اصلي آرشيف څخه پر April 30, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه January 15, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Kofun Period (ca. 300–710)". Metropolitan Museum of Art. لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Yayoi Culture (ca. 300 B.C.–300 A.D.)". Metropolitan Museum of Art. لاسرسي‌نېټه August 28, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Hendry, Joy (2012). Understanding Japanese Society. Routledge. مخونه 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-27918-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Brown, Delmer M.; Hall, John Whitney; Jansen, Marius B.; Shively, Donald H.; Twitchett, Denis (1988). The Cambridge History of Japan. 1. Cambridge University Press. مخونه 140–149, 275. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-22352-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Beasley, William Gerald (1999). [[[:کينډۍ:Google books]] The Japanese Experience: A Short History of Japan] تحقق من قيمة |url= (لارښود). University of California Press. مخونه 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-22560-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Sansom, George (1961). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of Japan: 1334–1615] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Stanford University Press. مخونه 57, 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-0525-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Totman, Conrad (2002). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of Japan] تحقق من قيمة |url= (لارښود). Blackwell. مخونه 107–108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-2359-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)