توکیو (په جاپانۍ ژبه: 東京)، چې رسمي نوم يې توکیو سرښار (په جاپانۍ ژبه: توکیو-تو 東京都) دی، د جاپان پلازمېنه او تر ټولو ګڼمېشتی ولایت دی. توکیو ښار د جاپان د اصلي جزیرې هونشو د مرکزي آرام سمندر ساحل د کانتو سیمې د توکیو ټاپو په بره برخه کې موقعیت لري. توکیو د هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز او د جاپان د امپراطور او د ملي حکومت پلازمېنه ده. په ۲۰۲۱ کې، دې سرښار ۱۴,۰۴ میلیونه نفوس درلود. د سترې توکیو سیمه په نړۍ کې تر ټولو ګڼمېشتې ښاري سیمه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې يې د اټکل له مخې ۳۷,۴۶۸ میلیونه نفوس درلود. [۴]

توکیو
東京都 · Tokyo Metropolis
له پاسه ښوی خوا:شینجوکو، د توکیو برج، رینبو بریج، شیبویا، ملي مجلس ودانۍ
له پاسه ښوی خوا:شینجوکو، د توکیو برج، رینبو بریج، شیبویا، ملي مجلس ودانۍ

توکیو سیمه د جاپان نقشی لپاسه
توکیو سیمه د جاپان نقشی لپاسه

د توکیو ښار نه ماهواره‌ای تصویر ناسا له خوا اخیستل شوی.
د توکیو ښار نه ماهواره‌ای تصویر ناسا له خوا اخیستل شوی.
کورډېناټونه: ۳۵°۴۲′۲″ شمال ۱۳۹°۴۲′۵۴″ ختیځ / 35.70056°شمال 139.71500°ختيځ / 35.70056; 139.71500
د رامنځته کېدو نېټه ۱ جولای ۱۹۴۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنياد ايښودونکی پلازمېنه
ختيځ  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ادارې وېش
هیواد کينډۍ:رده الگو

رده:الگو:داده‌های کشور

ناحیه کانتو
ټاپو هونشو
پلازمینه د:
ښارې ویش ۲۳ ځانګړی سیمه، ۲۶ ښار، ۵ ولسوالۍ او ۸ کلي
حکومت
 • ډول لوی ښار
سیمه
 • لوی ښار ۲٬۱۸۷٫۰۸ کلوميټر٢ (۸۴۴٫۴۴ میله  مربع)
لوړوالی 6 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د نفوس شميرنه (لومړنی)
 • لوی ښار ۱۳٬۷۳۵٬۵۸۲ (اګوست ۲۰۱۷)[۱]
 • د نفوسو کثافت ۶٬۰۲۰/کلوميټر٢ (۱۵٬۶۰۰/ميله مربع)
 • مدن كبرى ۳۵٬۶۷۶٬۰۰۰
 • د توکیو ځانګړې سیمې ۸٬۸۰۲٬۰۰۰
  ( فبروری اول ۲۰۱۱)
آخر معلومات
وخت زون ګرینویچ (ه.ن.و+۹)
محفی کوډ JP-13
جيو کوډ 1850144[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
أيزو 3166 JP-13  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
برلين (۱۹ مې ۱۹۹۴–)[۳]
نيويارک (۲۹ فبروري ۱۹۶۰–)
نیو ساوټ ولز (۹ مې ۱۹۸۴–)
جکارتا (۲۳ اکتوبر ۱۹۸۹–)
سيول (۳ سپټمبر ۱۹۸۸–)
بېجنګ (۱۴ مارچ ۱۹۷۹–)
روم (۵ جولای ۱۹۹۶–)
پاريس (۴ جولای ۱۹۸۲–)
مسکو (۱۶ جولای ۱۹۹۱–)
ساو پاولو (۱۳ جون ۱۹۹۰–)
لندن (۲۰۱۵–)
د مشق
آمان
ډېلي
نوي دهلي  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سمبل ګل ساکورای سومی-یوشینو
د سمبل ونه ژینکو
د سمبل آلوتونکی ګل سره
رسمي ويبپاڼه metro.tokyo.jp(انګریزي)
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دا ښار په لومړي سر کې د اېډو په نامه د کب نیوونکو یو کلی و چې بیا په ۱۶۰۳م کال کې د توکوګاوا شوګون سالارۍ پلازمېنه شوه. د ۱۸مې پېړۍ په نیمايي کې، ایډو د نړۍ یو ترټولو ګڼمېشتی ښار و چې له یو میلیون ډېر وګړي پکې اوسېدل. په ۱۸۶۸م کال کې د شوګون سالارۍ په پای ته رسېدو سره، په کیوتو کې د امپراطورۍ پلازمېنه ښار ته ولېږدول شوه چې د توکیو په نامه بیاونومول شو (ټکی په ټکی مانا يې "ختیځه پلازمېنه" ده). توکیو یو ځل د ۱۹۲۳م کال د کانتو په ستره زلزله کې او بیا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متحدینو د بمباریو له امله له خاورو سره خاورې شو. د ۱۹۵۰مې لسیزې په سر کې، دا ښار په چټک ډول بیاورغول شو او پراختیا ورکړل شوه چې د جاپان د جګړې وروسته اقتصاد په بیاځواکمنۍ کې يې مخکښ نقش درلود. له ۱۹۴۳م کال راهیسې، د توکیو ښاري حکومت ۲۳ سیمې (پخوانی توکیو ښار)، په لوېدیځه برخه کې بېلابېل ښارګوټي او اطراف او دوه لرې پرتې تړلې جزیرې اداره کړې دي.

توکیو د ناخالص کورني تولید پر بنسټ د نړۍ تر ټولو ستر ښاري اقتصاد دی، او د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو د څېړنې شبکه (Globalization and World Cities Research Network) يې د الفا+ ()Alpha+ په کټګورۍ کې راولي. د صنعتي سیمې د یوې برخې په توګه چې یوکوهاما، کاواساکي او چیبا ښارونه هم پکې راځي، توکیو د جاپان د سوداګرۍ او مالي چارو مخکښ مرکز دی. په ۲۰۱۹م کال کې، یاد ښار د ۳۶ فورچون ګلوبل ۵۰۰ (Fortune Global 500) شرکتونو کوربه و. په ۲۰۲۰م کال کې، د نړیوالو مالي مرکزونو شاخص (Global Financial Centres Index) لخوا توکیو ته له نیویارک ښار، لندن او شانګهای څخه وروسته څلورم ځای ورکړل شو. توکیو د نړۍ تر ټولو اوږد برج لري، د توکیو آسمان-ونه (Skytree)، او دا ښار د نړۍ د ځمک لاندې اوبو د مسیر د تغییر تر ټولو ستر تاسیسات لری چې MAOUDC نومېږي. د توکیو میترو ګینزا کرښه په ختیځه آسیا کې تر ټولو پخوانۍ میټرو کرښه ده (۱۹۲۷).[۵][۶][۷][۸][۹]

دا ښار د ګڼو نړیوالو برنامو کوربه و، لکه د ۱۹۶۴م کال د اوړي المپیک او پارالمپیک، د ۲۰۲۰م کال ځنډول شوېې د اوړي المپیک او پارالمپیک او د جی۷ درې سرمشریزې (۱۹۷۹، ۱۹۸۶ او ۱۹۹۳). توکیو د څېړنې او پراختیا یو نړیوال مرکز دی او ګڼشمېر ستر پوهنتونونه لري، په تیره بیا د توکیو پوهنتون. د توکیو تمځای د جاپان د شینکاسین د چټکو رېل ګاډو د سیسټم مرکز دی او دا ښار د رېل او مېټروګانو د پراخې شبکې په موخه کارول کېږي. د توکیو د پام وړ ناحیې عبارت دي له چیودا (چېرته چې د امپراطورۍ ماڼۍ ده)، شینجوکو (د ښار اداري مرکز) او شیبویا (یو سوداګریز، کلتوري او تجارتي مرکز).

لیکنې

توکیو ته په اصل کې اېډو (江戸) ویل چې د کانجي د (江) په مانا د وړوکي خلیج او (戸) په مانا د مدخل، دروازې مرکب دی. دا نوم په "اوبه خور" هم ژباړلی شو ځکه د سومیدا سیند او توکیو ټاپو ته اشاره کوي. په ۱۸۶۸ کې د مېجي بیاترمیم پرمهال د ښار نوم توکیو ته واوړول شو او د امپراطورۍ نوې پلازمېنه شوه. د مېجي امپراطوري په وخت کې به یې ځېنې مهال توکۍ هم بلله چې په ځینو پاتې شویو انګلیسي سندونو کې هم دا نوم موندل شو، خو دا تلفظ اوس منسوخ شوی دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تاریخ

له ۱۸۶۹ څخه وړاندې (د اېډو دوره)

توکیو په اصل کې د اېډو په نامه د کب نیوونکو د یوه کوچني کلي نوم و چې پخوا د زاړه موساشي ولایت برخه وه. اېډو په لومړي ځل د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې د اېډو قبیلې لخوا سنګربندي شو او کلاګانې پکې جوړې شوې. په ۱۴۵۷م کال کې، اوتا دوکان د اېډو کلا جوړه کړه. په ۱۹۵۰م کال کې، توکوګاوا ای یاسو له خپل ټاټوبی میکاوا ولایت څخه کانتو سیمې ته کډه شو. کله چې دی په ۱۶۰۳م کال کې شوګان (shōgun) شو، اېډو د هغه د حاکمیت مرکز شو. د اېډو د دورې پرمهال، اېډو د نړۍ یو ترټولو ګڼمېشتی ښار شو او په ۱۸مه پېړۍ کې له یو میلیون ډېر خلک پکې اوسېدل. خو ایډو لاهم د توکوګاوا شوګون سالارۍ وطن و نه د جاپان پلازمېنه (ځکه له ۷۹۴ څخه ۱۸۶۸ پورې امپراطور پخپله په کیوتو کې اوسېده). د اېډو دورې پر مهال، په ښار کې د اوږدې مودې لپاره سوله وه چې پاکس توکوګاوا يې بلله، او د داسې سولې په شتون کې، ايډو د انزوا ټینګ سیاست غوره کړ تر څو د ښار پر وړاندې د هر ډول جدي پوځي ګواښ مخه ډب کړي. د جګړې د امکاناتو د نشتون له کبله، ایډو خپلې ډېری سرچینې د اور، زلزلې او نورو طبیعي آفتونو او ناروغیو له امله د د ویجاړۍ سره سم د ښار د دوامدارې بیارغونې لپاره ولګولې. خو دغه د انزوا اوږدمهالې دوره هغه مهال پای ته ورسېده چې په ۱۸۵۳م کال کې د ماتیو سي پېري په نامه د امریکا د سمندري ځواک یو قومندان هلته وروسېد، قومندان پېري د شیمودا او هاکودېت د بندرونو د پرانیستې لپاره زور راوړ، چې دا بیا د نویو بهرنیو توکو د تقاضا د لوړېدو او ورپسې د شدید انفلاسیون د زیاتېدو لامل شوه. د دغو لوړو بیو له امله ټولنیزه نارامي رامنځته شوه او پراخې بلواووې او لاریونونه پیل شول، په ځانګړې توګه د وریژو تاسیسات په تخریب کېدل. په ورته مهال د مېجي امپراطور ملاتړو له دغو پراخو بلواګرو لاریونونو څخه دا ګټه واخیسته چې ټول واک سره راغونډ کړي او په ۱۸۶۷م کال کې د یوشینوبو په نامه وروستی توکوګاوا شوګون له تخته راوغورځوي. ۲۶۵ کاله وروسته، پاکس توکوګاوا ته د پای ټکی کېښودل شو. [۱۴] [۱۵] [۱۶] [۱۷] [۱۸] [۱۹]

کیدای شوران (熈代勝覧)، ۱۸۰۵. دا د اېدو دورې څخه هغه صحنه انځوروي چې په توکیو کې د نیهونباشي په اوږدو کې ترسره کېده.

جغرافیه

تاریخ

کلتور او سیلانې

  1. کينډۍ:د وبسایټ یادونه
  2. پیوستون : 1850144  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. https://web.archive.org/web/20130525102413/http://www.metro.tokyo.jp/ENGLISH/PROFILE/IMG/2012_en_56-76.pdf — آرشيف اصل په ۲۵ مې ۲۰۱۳
  4. Ōshima, Tadamori (February 23, 2018). "衆議院議員逢坂誠二君提出日本の首都に関する質問に対する答弁書". The House of Representatives, Japan. د لاسرسي‌نېټه August 21, 2020. There is no law or regulation that expressly defines Tokyo as the capital. However, we are of the opinion that Tokyo is generally accepted in society to be the capital of Japan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Global 500". Fortune (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه July 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Global Financial Centres Index 28" (PDF). Long Finance. September 2020. د لاسرسي‌نېټه October 4, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Tokyo – GoJapanGo". Tokyo Attractions – Japanese Lifestyle. Mi Marketing Pty Ltd. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Metropolitan Area Outer Underground Discharge Channel". د اصلي آرشيف څخه پر September 14, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په December 16, 2017 باندې). Heart of gold: The Ginza Line celebrates its 90th birthday. Japan Times.
  10. Room, Adrian. Placenames of the World. McFarland & Company (1996), p. 360 Archived January 1, 2016, at the Wayback Machine.. کينډۍ:ISBN.
  11. 明治東京異聞~トウケイかトウキョウか~東京の読み方 (په جاپانی ژبه کي). Tokyo Metropolitan Archives. 2004. مؤرشف من الأصل في October 6, 2008. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Fiévé, Nicolas; Paul Waley (2003). Japanese Capitals in Historical Perspective: Place, Power and Memory in Kyoto, Edo and Tokyo. د کتاب پاڼې 253. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. US Department of State. (1906). A digest of international law as in diplomatic discussions, treaties and other international agreements (John Bassett Moore, ed.), Volume 5, p. 759 Archived January 1, 2016, at the Wayback Machine.; excerpt, "The Mikado, on assuming the exercise of power at Yedo, changed the name of the city to Tokio".
  14. McClain, James, James; et al. (1994). Edo and Paris: Urban Life and the State in the Early Modern Era. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Naitō, Akira (2003). Edo, the City That Became Tokyo: An Illustrated History. د کتاب پاڼي 33, 55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sorensen, Andre (2004). The Making of Urban Japan: Cities and Planning from Edo to the Twenty-First Century. د کتاب پاڼې 16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Naitō, Akira (2003). Edo, the City That Became Tokyo: An Illustrated History. د کتاب پاڼي 182–183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Naitō, Akira (2003). Edo, the City That Became Tokyo: An Illustrated History. د کتاب پاڼې 186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Naitō, Akira (2003). Edo, the City That Became Tokyo: An Illustrated History. د کتاب پاڼې 188. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)