نیویارک، چې زیاتره ورته د نیویارک ښار وايي تر څو د نیویارک له ایالت څخه بېل وپیژندل شي یا هم په لنډ ډول ورته د NYC اختصار کاروي، په متحده ایالاتو کې تر ټولو ګڼ وګړنیز ښار دی. د ۲۰۲۰ ز کال د یوې تر سره شوې سروې له مخې په ۷۷۸.۲ کیلومتر مربع ځمکه کې ۸۸۰۴۱۹۰ وګړي ژوند کوي، چې له همدې امله په متحده ایالاتو کې یو له تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار هم ګڼل کېږي. د نیویارک ایالت په سویلي برخه کې پروت د نیویارک ښار، د نیویارک د میروپولیتن د سیمې مرکز او په نړۍ کې د ښاري سیمې له اړخه تر ټولو ستره میتروپولیتن سیمه ګڼل کېږي. د دې ښار په متروپولیتن سیمه کې د ۲۰ میلیونه اوسیدونکو او په ټول نیویارک کې د ۲۳ میلیونه اوسیدونکو په درلودلو سره د نړۍ یو له ډېرو نفوس لرونکو سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي. نیویارک د نړۍ د کلتوري، مالي او رسنیز مرکز په توګه پیژندل کېږي، چې په تیره بیا پر سوداګرۍ، تفریح، څېړنو، تکنالوژۍ، زده کړې، سیاست، ګرځندوی، خوراکي توکو، هنر، فیشن او ورزش کې خورا ستر اغېز لري او همداشان د نړۍ یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې زیات شمېر انځورونه پکې اخیستل کېږي. دا چې د ملګرو ملتونو سازمان هم دلته مرکزي دفتر لري نو د نړیوالې دپلوماسۍ یو مهم مرکز هم دی او کله نا کله د نړۍ د پلازمېنې په نوم هم یادیږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نیویورک سیټي
City of New York

غټه مڼه، ګاتهام سیټي، د نړۍ مرکز ،[۱] د نړۍ پلازمینه[۲][۳][۴][۵]
Map
موقعیت په نیویورک آیالات کې

Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Location map/data/' not found.
کورډېناټونه: ۴۰°۴۳′ شمال ۷۴°۰۰′ لویدیځ / 40.717°شمال 74.000°لويديځ / 40.717; -74.000
نیو آمستردام ۱۶۲۴
نومول شوی په د انګلستان دویم جېمز (۱۶۶۴–)
امسټرډام (۱۶۲۴–۱۶۶۴)  د (P138) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد د امریکا متحده آیالاتونه
آیالات نیویورک
ولایت برانکس
بروکلین
منهتن
کویینز
استیتن آیلند
پلازمینه د:
د امریکا متحده ایالات (۱۱ جنوري ۱۷۸۵–۵ ډيسمبر ۱۷۹۰)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
حکومت
 • ډول د ښار شورا
 • هيئة د نیویورک ښار شورا
 • ښاروال بیل ده بلزیو (I)[۶]
پراخوالی
 • ښار [[۱ E+اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱"._m²|۴۶۸٫۹ میله  مربع]] (۱۲۱۴٫۴ کلوميټر٢)
 • ځمکه ۳۰۴٫۸ میله  مربع (۷۸۹٫۴ کلوميټر٢)
 • المياه ۱۶۵٫۶ میله  مربع (۴۲۸٫۸ کلوميټر٢)
 • ښاري سیمې ۳۳۵۲٫۶ میله  مربع (۸۶۸۳٫۲ کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه ۶۷۲۰ میله  مربع (۱۷۴۰۵ کلوميټر٢)
لوړوالی ۳۳ فوټ (۱۰ ميټره)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰)
 • ښار ۸۳۳۶۶۹۷
 • د نفوسو کثافت ۲۷۵۳۲/ميله مربع (۱۰۶۳۰/کلوميټر٢)
 • ښاري سیمه ۱۸۲۲۳۵۶۷
ښاري کثافت ۵٬۴۰۰/ميله مربع (۲٬۱۰۰/کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه ۱۸۸۹۷۱۰۹
 • Metro density ۲٬۸۰۰/ميله مربع (۱٬۱۰۰/کلوميټر٢)
د گڼه گوڼې نوم New Yorker
وروستي مالومات
وخت زون EST (ه.ن.و-۵)
 • د اوړي وخت EDT (ت.ع.م -۴)
رسمي ژبه انگليسي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زیپ‌کدها 100xx–104xx, 11004–05, 111xx–114xx, 116xx
سيمه ييز د زنګ کوډ 212, 718, 917, 646, 347, ۹۲۹
جيو کوډ 5128581[۷]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ
NY  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
بوډاپسټ (۱۹۹۲–)
بيت المقدس (۱۹۹۳–)
ژوهانسبورگ (۲۰۰۳–)
قاهره (۱۹۸۲–)
لندن (۲۰۰۱–)
مادريد (۱۹۸۲–)
بېجنګ (۲۵ فبروري ۱۹۸۰–)[۸]
توکيو (۲۹ فبروري ۱۹۶۰–)
اوسلو
الجزيره
جکارتا
تل آویو (۱۹۹۶–)
شانګهای (۲۰۱۳–)
سيول
دوبۍ
مکسیکو ښار  د (P190) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کد FIPS ۳۶–۵۱۰۰۰
رسمي وېبپاڼه www.nyc.gov
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دا ښار د نړۍ په تر ټولو سترو طبیعي بندرونو کې واقع دی او له پنځو ناحیو څخه جوړ شوی دی چې هره یوه یې د نیویارک ایالت له اړوند کاونټي سره تړلې ده. دا پنځه ناحیې دا دي: بروکلین (د کینګس کاونټي)، کوینس (د کوینس کاونټي)، منهاتن (د نیویارک کاونټي)، بورنکس (د بورنکس کاونټي) او د سټاټین ټاپو (د ریچمونډ کاونټي) – چې دا ټولې پنځه سره ناحیې هغه مهال رامنځته شوې کله چې یې سیمه ایز حکومتونه په ۱۸۹۸ ز کال کې په یوه واحده ښاروالۍ کې سره را ټولې شوې. دغه ښار او د دې ښار ټوله میتروپولیټن سیمه متحده ایالاتو ته د قانوني کډواله کېدو لومړنۍ دروازه ګڼل کېږي. په نیویارک ښار کې خلک په څه باندې ۸۰۰ ژبو خبرې کوي، چې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې په دومره شمېر سره ژبې پکې ویل کېږي. نیویارک د څه باندې ۳.۲ میلیونه هغو خلکو کوربه دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر نړۍ ته راغلي دي، چې له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې د دومره ستر شمېر بهر کې زېږول شویو خلکو کوربه دی. تر ۲۰۱۹ ز کال پورې، داسې اټکل کېږي چې د نیویارک میتروپولیتن سیمې د ۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت ناخالص میتروپولیتن محصول (GMP) تولید کړی وي. که چیرته د نیویارک میتروپولیتن سیمه یو خپلواک دولت وای، نو د نړۍ په کچه به اتم لوی اقتصادي هېواد ګڼل کېده. نیویارک په ټوله نړۍ کې تر بل هر یوه ښار څخه د زیات شمېر میلیاردرانو کور دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د نیویارک ښار مخینه په ۱۶۲۴ ز کال کې د هالنډي ښکېلاک ګر له خوا د منهاتن د ټاپو په سویلي څنډې کې سوداګریزې جوړې شوې پوستې ته ورګرځي. دا ښار په ۱۶۲۶ ز کال کې د نوي امستردام په نوم ونومول شو او بیا د یوه ښار په توګه اجاره شو. کله چې په ۱۶۶۴ ز کال کې دغه ښار د انګریزانو لاس ته ولوید نو د انګلستان دویم چارلیز هغه خپل ورور، د یارک ډوک ته ورکړ او نوم یې نیویارک وټاکل شو. د ۱۶۷۳ ز کال د جولای په میاشت کې دا ښار بیرته هالنډیانو ونیو او نوم یې له نیویارک څخه د یوه کال او درېو میاشتو لپاره نیو اورنج ته بدل شو؛ خو د ۱۶۷۴ ز کال د نوامبر له میاشتې راهیسې بیا د نیویارک په نوم یاد شو.  نیویارک ښار له ۱۷۸۵ تر ۱۷۹۰ کال پورې د متحده ایالاتو پلازمېنه هم پاته شوی او له ۱۷۹۰ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ښار پاته شوی دی. د ازادۍ مجسمه د هغو میلیونونو وګړو له خوا لیدل شوې چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او  د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د کښتیو په مټ امریکا ته راتلل. دا مجسمه د امریکا او د دې هېواد د ازادۍ او سولې نښه ګرځیدلې ده. په ۲۱مه پېړۍ کې، نیویارک د نړۍ په کچه د نوښت، تشبث او چاپیریالي تلپاتوالې او همداشان د ازادۍ او کلتوري تنوع د مرکز په توګه پاته شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې، د هغې سروې له مخې چې د نړۍ د ۴۸ ښارونو له څه باندې ۳۰۰۰۰ وګړو څخه واخیستل شوه، نیویارک د کلتوري تنوع لرونکي ښار په توګه وپېژندل شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نیویارک په ښار کې زیاتره ولسوالۍ او تاریخي ودانۍ له هغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ له لسو غوره زیات لیدل شویو ګرځندوی سیمو دری یې تاریخي او مهمې نښې ګڼل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې له نیویارک ښار څخه د ۶۶.۶ میلیونه ګرځندویانو لیدنه ریکارډ جوړ کړ. د ټایمز څلورلاره د براډوي تیاتر د سیمې یو له رڼاوو ډک مرکز او د نړۍ په کچه د پیاده تګ یو له ګڼې ګوڼې لرونکې څلورلاره او د نړۍ یو له اصلي تفریحي مرکزونو څخه ده. د دې ښار زیاتره تاریخي او د لیدلو وړ ځایونه او ودانۍ، اسمان څکلي ودانۍ او پارکونه په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د ایمپایر سټیټ ودانۍ د خپل لوړوالي او پراخوالې له کبله په نړیواله توګه شهرت لري. د منهاتن د املاکو بازار په نړۍ کې یو له لوړبیه بازارونو څخه دی. د نیویارک ښار سب وي (زیرزمیني) د اورګاډو د ۴۷۲ تمځایونو په لرلو او د شپې او ورځې له خوا د خدماتو په وړاندې کولو سره په ټوله نړۍ کې د لېږد رالېږد ستره شبکه لري چې په دې سره یې دې ښار ته هغه لقب هم ورکړی چې ورته د تل وېښ ښار اصطلاح کاروي. دغه ښار څه باندې ۱۲۰ کالجونه او پوهنتونونه لري، چې له هغې ډلې د کولمبیا پوهنتون، د نیویارک پوهنتون، د رک فیلر پوهنتون او د نیویارک د ښار پوهنتون هم شاملیږي چې په ټوله امریکا کې تر ټولو ستر ښاري دولتي پوهنتون دی. په نیویارک ښار کې د کوز منهاټن په سیمه کې وال سټریټ قرار لري، چې په نړۍ کې مخکښ مالي مرکز او همداشان له مالي اړخه تر ټولو ډېر ځواکمن مرکز ګڼل کېږی، چېرته چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د ونډو بازار، یعنې د نیویارک د ونډو بازار او NASDAQ هم موقعیت لري.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

  1. "Why is New York City known as "the Big Apple" and "Gotham?"". Dictionary.com, LLC. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Showcase Destinations New York City: Capital of the World". Mpiweb.org. September 22, 1924. د اصلي آرشيف څخه پر September 30, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "About New York City". The City of New York. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Eugene J. Sherman. "FORWARD New York – Capital of the Modern World". The Weissman Center for International Business Baruch College/CUNY 2011. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "New York City: The Capital of the World". 2011 Viacom International Inc. د اصلي آرشيف څخه پر January 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. the Mayor, New York City Office of (January 8, 2010). "Biography". New York, City of. د اصلي آرشيف څخه پر March 17, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 8, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. پیوستون : 5128581  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  8. Sister Cities — آرشيف اصل
  9. "World Urban Areas" (PDF). Demographia. April 2018. د لاسرسي‌نېټه April 27, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "10 Most Photographed Places in the World Will Surprise You". Travelzoo, Canadian Edition. May 24, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "NYC Mayor's Office for International Affairs". The City of New York. د اصلي آرشيف څخه پر June 16, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "DDC New York". Digital Diplomacy Coalition, New York. د اصلي آرشيف څخه پر July 27, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2018. Established in 2014, DDC New York has partnered with the United Nations, major tech and social media companies, multiple governments, and NGOs to bring unique programs to the area community. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sherman, Eugene J. "New York - Capital of the Modern World". Baruch College - Weissman Center for International Business. د اصلي آرشيف څخه پر April 17, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2017-09-14 باندې). When the World Called for a Capital (Published 2017). The New York Times.
  15. "A 5-Borough Centennial Preface for Katharine Bement Davis Mini-History". The New York City Department of Correction. 1997. د اصلي آرشيف څخه پر October 23, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lubin, Gus (February 15, 2017). "Queens has more languages than anywhere in the world—here's where they're found". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په December 19, 2013 باندې). More Foreign-Born Immigrants Live in NYC Than There Are People in Chicago. HuffPost.
  18. "Population of the United Kingdom by Country of Birth and Nationality". Office for National Statistics. د لاسرسي‌نېټه October 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hoffower, Hillary; Borden, Taylor. "The top 10 cities in the world for billionaires, ranked". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "History of New York City, New York". U-S-History.com. د لاسرسي‌نېټه September 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Dutch Colonies". National Park Service. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Fortenbaugh, Robert (1948). "The Nine Capitals of the United States". United States Senate. د لاسرسي‌نېټه September 7, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Statue of Liberty". World Heritage. UNESCO World Heritage Centre 1992–2011. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Venture Investment—Regional Aggregate Data". National Venture Capital Association and PricewaterhouseCoopers. د اصلي آرشيف څخه پر April 8, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په April 22, 2016 باندې). The Latest: US Says World Closer to Key Goal on Climate Deal. The New York Times.
  26. (په September 21, 2014 باندې). Taking a Call for Climate Change to the Streets. The New York Times.
  27. (په July 8, 2017 باندې). New York mayor on Germany trip: The world should know that Americans don't align with Trump. The Washington Post.
  28. Gleason, Will (March 11, 2019). "Citing its diversity and culture, NYC was voted best city in the world in new global survey". Time Out. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2019. After compiling the thoughts of over 30,000 people, both from our NYC readership and half-a-world away, New York was voted the greatest city on the planet for 2019. In a hint as to why this happened, and why now, it also lead کينډۍ:Sic the categories of most diverse metropolis and best culture. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Appleton, Kate; Beattie, Rich; Glover, Adrien; Matthews, Lyndsey; Orcutt, April; Pramis, Joshua; Shields, Ann (November 10, 2014). "The World's Most Visited Tourist Attractions—No. 3: Times Square, New York City—Annual Visitors: 50,000,000". Travel + Leisure. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2015. No. 3 Times Square, ... No. 4 (tie) Central Park, ... No. 10 Grand Central Terminal, New York City الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Times Square". Encyclopædia Britannica. 
  31. "The Most Jivin' Streetscapes in the World". Luigi Di Serio. 2010. د اصلي آرشيف څخه پر September 21, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 10, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "New York Architecture Images—Midtown Times Square". 2011 nyc-architecture. د اصلي آرشيف څخه پر January 25, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 10, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Chauvin, Kelsy (March 15, 2019). "15 Things NOT to Do in New York City". Fodor's. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2019. There are more than 8.6 million citizens of New York City, and they’re pretty much all in a hurry. They’re also shrewd, outspoken, and proudly able to survive in a metropolis that tends to punish the meek. The buzzing subway system alone is a symbol of how this city works: part ballet, part battlefield. Residents and visitors alike can see why New York is considered the greatest city in the world. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. . Adjusting To New York City.
  35. Miller, Stephen (2016). Walking New York: Reflections of American Writers from Walt Whitman to Teju Cole. د کتاب پاڼي 46, 50, 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8232-7425-3. د لاسرسي‌نېټه May 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:Cite dictionary
  37. "Singapore transport minister says Suez block may disrupt supplies to region". Reuters. March 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. A container ship, almost as long as the Empire State Building is high, is blocking transit in both directions through the Suez Canal, one of the world’s busiest shipping channels for oil and grain and other trade linking Asia and Europe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Lewis, Sophie (October 27, 2020). "Massive coral reef taller than the Empire State Building found off Australian coast". CBS News. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "World's Largest Cruise Ship Is Size of Empire State Building". iHeart Media. March 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Manhattan, New York—Some of the Most Expensive Real Estate in the World Overlooks Central Park". The Pinnacle List. د اصلي آرشيف څخه پر November 29, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 24, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Brennan, Morgan (March 22, 2013). "The World's Most Expensive Billionaire Cities". Forbes. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bird, Mike (September 22, 2015). "The 25 cities with the most economic power on earth". Insider. د لاسرسي‌نېټه May 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Florida, Richard (May 8, 2012). "What Is the World's Most Economically Powerful City?". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه May 15, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)