د انګلستان دویم جېمز

د انګلستان دویم جېمز
(انګلیسي: James II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دویم جېمز
د انګلستان دویم جېمز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ اکتوبر ۱۶۳۳[۱][۲]
لندن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 5 سپټمبر 1701 (68 کاله)[۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه ماري موډنا (۲۱ نومبر ۱۶۷۳–)[۵][۶]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د لویې بریتانیا ملکه، آن[۵]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د انګلستان لومړی چارلز[۵]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده سياستوال
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسلیک
د انګلستان دویم جېمز
د انګلستان دویم جېمز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم او اوم جېمز ( د ۱۶۳۳ ز کال د  اکتوبر له ۱۴ څخه د ۱۷۰۱ ز کال د سپټمبر تر ۱۶ پورې)  د ۱۸۸۵ ز کال د فبروري په ۶ د خپل مشر ورور چارلز له مړینې وروسته د دویم جېمز په توګه د انګلستان او د ایرلنډ پاچا او د اوم جېمز په توګه د سکاتلنډ پاچا شو. نوموړی د ۱۶۸۸ ز کال په پرتمین انقلاب کې له دندې ګوښه شو. هغه د انګلستان، سکاتلنډ او ایرلنډ وروستی کاتولیک پاچا و. د نوموړي واکمني اوس مهال د مذهبي زغم په اړه د مبارزې له اړخه ستایل کېږي، خو په دې لړ کې نوموړي د ټولواکۍ او د پاچاهانو د الهي حق لپاره هم هلې ځلې وکړې د نوموړي ګوښه کېدو دیوې پېړۍ سیاسي او مدني کړکېچ پای ته ورساوه چې په تخت باندې د پارلمان برلاسي په ګوته کوي.  [۷][۸]

جېمز د انګلستان، ایرلنډ او سکاتلنډ شاهي تختونه د خپل ورور څخه په  دریواړو هېوادونو په پراخ ملاتړ په میراث یوړل، ځکه چې  د الهي حق او زیږون پر بنسټ د وړتیا اصول په پراخه کچه خلکو ته د منلو وړ وو. د نوموړي شخصي کاتولیکیزم ته زغم په عمومي ډول د کاتولیکیزم په وړاندې زغم ته پراخ نه شو او انګلیسي او سکاټلنډي پارلمانونو د هغه دا ګامونه تصویب نه کړل. کله چې جېمز د فرمان له لارې د هغوی د پلي کولو هڅه وکړه، له غبرګون سره مخ شو. په دې توګه د مذهبي لیدلوري پر ځای سیاسي لیدلوری د نوموړي د ګوښه کېدو لامل شو.  [۹]کينډۍ:Sfnp

د ۱۶۶۸ ز کال د جون په میاشت کې، دوه پیښو، اختلاف په ناوړین بدل کړ. لومړی، د جون په ۱۹ نېټه، د جېمز فرانسیس اډوارډ په نوم د جېمز زوی او وارث نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې د رومي کاتولیک د کورنۍ پیل و او د هغه انګلیسي کاتولیکه لور ماري او پروتستانت مېړه، د اورنج درېیم وېلیم یې محرومیت سره مخ کړل. دویمه پېښه د خیایت په شک د اوو د بېشوپ روحانیونو محاکمه وه، چې  دا د انګلستان په کلیسا باندې برید وګڼل شو او د جون په ۳۰ ڼېټه د هغوی برائت په انګلستان کې د نوموړي سیاسي دریځ ونړاوه. په انګلستان او سکاتلنډ کې د کاتولیک ضد لاریونونو داسې انګېرنه را منځ ته کړه چې یوازې د تخت څخه د نوموړي ګوښه کېدل کولای شي د کورنۍ جګړې مخه ونیسي. کينډۍ:Sfnp

د انګلیس د سیاسي طبقې مخکښو غړو اورنج ویلیم ته بلنه ورکړه چې د انګلیس د تخت چارې په غاړه واخلي. کله چې نوموړي د ۱۸۶۸ ز کال د نومبر په ۵ نېټه بریکسم ته راغی، پوځ جېمز پرېښود او نوموړی د دسمبر په  ۲۳ نېټه فرانسې ته جلاوطن شو. د ۱۶۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې، د پارلمان یو ځانګړي کنوانسیون پرېکړه وکړه چې پاچا د انګلیس تخت "پرېښی" او ویلیم او ماري یې د ګډ پاچا په توګه په تخت کېنول، په دې توګه داسې اصل رامنځ ته شو چې واک له پارلمان څخه اخیستل کېږي، نه د زیږون پر بنسټ. د ۱۶۸۹ کال د مارچ په ۱۴ نېټه، جېمز د خپل سلطنت د بېرته لاسته راوړلو په هڅه کې ایرلنډ ته راغی، خو په ورته وخت کې په سکاتلنډ کې د خوځښتونو سربېره، د اپریل په میاشت کې د سکاتلنډ کنوانسیون د انګلستان په څېر پرېکړه وکړه چې دواړه دې هوکړې ته ورسېدل چې جېمز تخت "له لاسه ورکړی" او هغه یې ولیم ماري ته وړاندې کړ. د ۱۶۹۰ ز کال د جولای په میاشت کې د بوین په جګړه کې له ماتې وروسته، جېمز بېرته فرانسې ته ستون شو، چې نوموړي په سینټ ګرمین کې د خپل پاتې ژوند شپې او ورځې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې، او د څوارلسم لویز (لویي) له خوا ساتل کېده. د نوموړي مخالفین هغه زیاتره د یو ټولواک ظالم په توګه انګېرې. خو د شلمې پېړۍ په پیل کې، ځینې تاریخپوهان برعکس، نوموړی د مذهبي زغم د ملاتړ له امله ستایي. نورې وروستي لیکنې د پورته نظرونو تر منځ د هغه په اړه قضاوت کوي.  

د ژوند لومړي کلونه سمول

زېږون سمول

جېمز، د پاچا لومړي چارلز او د هغه د مېرمنې، هینریتا ماریا دویم ژوندی پاتې شوی زوی و، چې ۱۶۳۳ کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه د فرانسې د سینټ جېمز په ماڼۍ کې زیږیدلی و. په همدې کال په ورستیو کې نوموړي د کانټربري د انګلیسي کلیسا د روحاني، ویلیم لاد له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ. هغه د خپل مشر ورور، راتلونکي پاچا دویم چارلز، او د بکنګهم د ډوک دوه زامنو، جورج او فرانسیس ویلیرز سره یو ځای د خصوصي ښوونکو تر روزنې لاندې ونیول شول. جېمز د دریو کلنو په عمر، د مشر لوی امیر البحر (سمندروال) مقام ترلاسه کړ؛ چې دا چوکۍ یوازې د ویاړ پر بنسټ وه، خو شاهي نظام د بیارغونې څخه وروسته نوموړې چوکۍ هغه وخت د یو مهم دفتر په بڼه را څرګنده شوه چې جېمز ځوانۍ ته ورسېد. کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

نوموړي د زیږون پر مهال د یارک د ډوک لقب ترلاسه کړ او په ۱۶۴۲ هغه ته د جورابو د نښان ویاړ ورکړل شو، او د ۱۶۴۴ کال په جنوري کې په رسمي توګه د یارک ډوک (شهزاده) شو.  [۱۰]کينډۍ:Sfnp[۱۱]کينډۍ:Sfnp

د دریو پاچاهیو جګړې سمول

د ۱۶۴۲ کال په اګست میاشت کې، د لومړي چارلز او د هغه د مخالفینو ترمنځ په پارلمان کې اوږدې سیاسي شخړې د انګلستان لومړۍ کورنۍ جګړې لامل شوې؛ د اکټوبر په میاشت کې د ایج هیل په جګړه کې جېمز او د هغه ورور چارلز موجود وو او د پارلماني سپرو سرتېرو له خوا د نیول کېدو د وېرې له امله په سختۍ و توانېدل چې په تېښته بریالي شي. نوموړي څلور راتلونکي کلونو د شاهي جګړې د دوړان په پلازمېنه، اکسفورډ کې تېر کړل چې په دې ځای کې د ۱۶۴۲ کال د نومبر په ۱ نېټه هغه ته د پوهنتون له خوا د ټولنیزو علومو ماسټري ورکړل شوه د رضاکار په توګه یې د پیاده ځواکونو په کنډک کې د ډګرمن په توګه دنده پیل کړه. د ۱۶۴۶ کال په جون میاشت کې له تسلیمېدو وروسته، جېمز لندن ته یووړل شو او د سینټ جېمز په ماڼۍ کې د خپلو کوچنیو وروڼو هنري، الیزابیت او هینریټا سره و ساتل شو.  کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

پارلمان چې د لومړي چارلز او د هغه د ورور سره چې په فرانسه کې له لاس رسي څخه لري و، و نه توانېد هوکړې ته ورسېږي، نو له دې امله یې د جېمز د پاچا کولو په اړه فکر وکړ. په پایله کې، نوموړي ته د خپل پلار له خوا د تیښتې امر وشو. نوموړي د ۱۶۴۸ کال د اپریل په میاشت کې د جوزف بامپفیلډ په مرسته، په بریالیتوب له خپلو ساتونکو څخه تښتېد او د شمالي سمندرګۍ څخه په تېرېدو هاګ ته لاړ. د ۱۶۴۸ کال په دویمه کورنۍ جګړه کې له بریا وروسته، پارلمان د ۱۶۴۹ کال په جنوري کې لومړی  چارلز اعدام کړ.  د سکاتلنډ کانوېنتر رژیم دویم چارلز پاچا اعلان کړ او له اوږدو خبرو اترو وروسته یې هوکړه وکړه چې د انګلیس تخت ته د نوموړي د بېرته راستنېدو لپاره سرتېري چمتو کړي. د ۱۶۵۱ کال په  سپتمبر کې یرغل په وورسټر کې په ماتې سره پای ته ورسېد. که څه هم چارلز په دې بریالی شو چې له نیول کېدو وتښتي او په پاریس کې جلاوطنه دربار ته ستون شي، شاهي پلوه ځوښت هم نا هیلی څرګند شو.  [۱۲]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

په فرانسه کې جلاوطني سمول

جېمز چې د خپل ورور په څېر په فرانسه کې د پناه په لټه کې و، د تورین په مشرۍ په فرانسوي پوځ کې د فرونډ په وړاندې، او وروسته یې د خپلو هسپانوي متحدینو په وړاندې خدمت وکړ. د فرانسې په پوځ کې جېمز د جګړې د لومړۍ کرښو ریښتینې تجربه درلوده چې د یو لیدونکي په وینا، نوموړي هلته " خپل ځان ته جرئت و رکولو او د هر کار په ترسره کولو کې یې زړورتیا ښودله." د تورین اعتماد د دې لامل شو چې جېمز ته د ۱۶۵۲ کال په دسمبر کې د نیول شوي ایرلنډي کنډک مشري ورکړي او په ۱۶۵۴ کال کې د تورن جنرال په توګه وټاکل شي.کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

چارلز په ورته وخت کې هڅه کوله چې خپل تخت بېرته ترلاسه کړي، خو فرانسه که څه هم د جلاوطنۍ کوربه و، د اولیور کروم ویل سره یې اتحاد کړی و. چارلز په ۱۶۵۶ کال د ملاتړ لپاره هسپانیا ته، چې د فرانسې دښمن هېواد و، ته مخ واړو او یو اتحاد یې را منځ ته کړ. په پایله کې، جېمز د تورین پوځ پرېښودو ته اړ او له فرانسې څخه وشړل شو. جېمز د خپل ورور سره د فرانسې په پرتله د هسپانیا د ډیپلوماتیکې ټاکنې په اړه شخړه وکړه. دوی چې جلاوطنه او بې وزله وو، د پراخو سیاسي حالاتو په اړه یې د پرېکړو لپاره لږ څه کولای شو، خو په پایله کې جېمز بروجېز ته لاړ او (د خپل کوچني ورور، هنري سره) په فلانډرز کې د کاندې د شهزاده تر مشرۍ لاندې د هسپانوي پوځ سره یوځای شو. نوموړي ته د تورن جنرال په توګه د برتانوي رضاکارانو د شپږو کنډکونو قومانده ورکړل شوه او د ډونس په جګړه کې یې د خپلو پخوانیو فرانسوي ملګرو پر وړاندې جګړه وکړه. کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

په هسپانوي پوځ کې د خدمت په اوږدو کې، جېمز د دوو د شاهي پلوه ایرلنډي کاتولیک وروڼو، پیټر او ریچارډ ټالبوټ سره ملګرتیا پیل کړه، او د خپل ورور د انګلیسي کلیسا له سلاکارانو څخه یو څه جلا شو. په ۱۶۵۹ کال کې، فرانسوي او هسپانوي سوله وکړه. جېمز چې د خپل ورور د تخت د بیا ترلاسه کولو په شونتیا شک درلود، په هسپانوي سمندري ځواکونو کې یې د امیر البحر په توګه یې د یو وړاندیز په اړه فکر کاوه. بلاخره نوموړی له دې موقف څخه په شا شو او په راتلونکي کال کې په انګلستان کې حالات بدل شول، او دویم چارلز پاچا اعلان شو.کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

سرچینې سمول

  1. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-II-king-of-Great-Britain — subject named as: James II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t72fnb — subject named as: James II of England — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034385.xml — subject named as: Jaume II d’Anglaterra — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  4. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/2813 — subject named as: Jakov II. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ سرليک: Kindred Britain
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10136.htm#i101351 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  7. Quinn, Stephen. "The Glorious Revolution". Economic History Association EH.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:London Gazette
  9. Harris, Tim; Taylor, Stephen, المحررون (2015). The Final Crisis of the Stuart Monarchy. Boydell & Brewer. د کتاب پاڼي 144–159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1783270446. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Weir, Alison (1996). 258. Britain's Royal Families: The Complete Genealogy. Revised Edition. Random House, London. کينډۍ:ISBN.
  11. Weir, Alison (1996). 258. Britain's Royal Families: The Complete Genealogy. Revised Edition. Random House, London. کينډۍ:ISBN.
  12. Miller 2000، ص. 15.