لندن د انګلستان او متحده سلطنت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ښار د انګلستان په سويل ختيځ کې د تيمز سيند پر غاړه، د سیند شمال لور ته د سمندر په داخلي خوله کې پنځوس ميله (۸۰ کيلومتره) دننه موقعيت لري، لندن له دوه زريزو راهيسې يو ستر مېشت ځای دی. د لندن ښار، د ښار لرغونی بنسټ او اقتصادي مرکز د «Londinium» په نوم د روميانو له خوا جوړ شوی و او تر اوسه يې نږدې د منځنيو پېړيو پولې په خپل ځای پاتې دي. له نولسمې پېړۍ راهيسې، لندن ته د دې مرکزيت په شا او خوا کې د ستر ښار په سترګه کتل کېږي، له تاريخي اړخه دا ښار د ميلسيکس، ايسيکس، سوري، کينټ او هرټفورډشاير ولسواليو تر منځ وېشل شوی دی چې ستر لندن له همدې ولسواليو څخه جوړېږي او د ستر لندن د حکومت له خوا اداره کېږي. د لندن لويديځ لور ته پروت د ويست منيسټر ښار له پېړيو راهيسې ملي حکومت او پارلمان لري.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

(برطانوی انگریزی: London د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لندن انځور
د لندن انځور
د لندن انځور

د تاسيس نيټه ۰۰۴۷[۱]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن
لندن

هيواد د روم ټولواکمني (۰۰۴۷–۰۴۱۰)
د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۳۱ ډيسمبر ۱۸۰۰)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱ جنوري ۱۸۰۱–۶ ډيسمبر ۱۹۲۲)
برېتانيا (۶ ډيسمبر ۱۹۲۲–)[۲][۳]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۴]
پلازمینه د
Map
کورډېناټونه: ۵۱°۳۰′۲۶″شمال ۰°۰۷′۳۹″لويديځ / 51.507222222222°شمال 0.1275°لويديځ / 51.507222222222; -0.1275  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۶]
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 1572 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي 15 متر
11 متر
36 فوټ  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 8799728 (سرشمېرنه) (۲۰۲۱)[۷]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
خورلڼې ښارونه
اوقات يو ټي سي ٠١:٠٠+ (د اوړي وخت)  د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمی ژبه انگليسي  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوسټ کوډ
E
EC
N
NW
SE
SW
W
WC
BR
CM
CR
DA
EN
HA
IG
KT
RM
SM
TN
TW
UB
WD  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټليفون کوډ 20
1322
1689
1708
1737
1895
1923
1959
1992  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آیزو 3166-2 GB-LND  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ویب پاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 2643743[۱۰]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د يو نړيوال ښار په توګه لندن پر هنر، سوداګرۍ، زده کړې، سات تېرۍ، سينګارډول، مالياتو، روغتيايي پاملرنې، رسنيو، ګرځندويۍ او اړيکو باندې د پام وړ اغېز لري. ناخالص کورني توليد (په ۲۰۱۷ز کال کې اته سوه او يو اعشاريه شپږ شپېته ميليارده يورو) دا ښار په اروپا کې يو له سترو ښاري اقتصادونو او د نړۍ په کچه يو له سترو مالي مرکزونو څخه ګرځولی. په ۲۰۱۹ز کال کې له پاريس وروسته لندن د اروپا په کچه د سړي سر فوق العاده خالص ارزښت تر ټولو لوړه شمېره لرله او له مسکو وروسته د اروپا له بل هر ښار څخه په دې ښار کې ميليونران تر ټولو زيات وو. لندن په اروپا کې پر تعليمي ادارو تر ټولو لوړ تمرکز لري، په طبيعي او تطبيقي علومو کې د لندن امپيريال کالج، د اقتصادياتو او ټولنيزو علومو لندن ښوونځی او د لندن پراخه کالج پوهنتون په دې ښار کې دي. د نړۍ په کچه په دې ښار کې پنځه ستوريز هوټلونه تر ټولو زيات دي. لندن لومړی هغه ښار دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې د دوبي المپيک درې لوبو کوربه و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په وروستيو لسيزو کې د مخ پر وده کډوالۍ له امله، لندن په نړيواله کچه هغه ښار دی چې تر ټولو زياته توکميزه تنوع لري، په دې ښار کې اوسمهال له درې سوو څخه په زياتو ژبو خبرې کېږي. د ۲۰۱۸ز کال په منځ کې د ستر لندن د وګړو شمېر نږدې نهه ميليونه و، په دې ډول لندن د اروپا درېیم ستر ګڼ ميشتی ښار و. د انګلستان د ټول نفوس ديارلس اعشاريه څلور سلنه په دې ښار کې ژوند کوي. د ستر لندن جوړه شوې سيمه، له استانبول، مسکو او پاريس څخه وروسته د دوه زره يوولسم کال د شمېرنې پر اساس د ۹،۷۸۷،۴۲۶ اوسېدونکو په لرلو سره په اروپا کې څلورم پرنفوسه سيمه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې د ۱۴،۰۴۰،۱۶۳ استوګنو په لرلو سره د لندن ښاري سيمه له استانبول او ماسکو څخه وروسته  د اروپا تر ټولو پر نفوسه سيمه وه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

لندن د تاریخي ميراث څلور نړيوالې سيمې لري چې دا دي: د لندن څلی، کيو باغ، د ويست مينيسټر د کليا تر څنګ د ويسټ منيسټر ماڼۍ او د سنټ مارګريټ کليسا؛ همدا راز په ګرينويچ کې تاريخي استوګنځای، چېرته چې شاهي څارنه ده، ګرينويچ د  اصلي نصف النهار (۰ درجه جغرافيايي طول) او د ګرينويچ منځنی مهال ښيي. په نورو د لېدو وړو سيمو کې يې د بوکينګهام ماڼۍ، د لندن سترګه، د پکاډيلي سيرکس، سينټ پاول کليسا، د څلي برج او ترافالګار څلور لارې شامل دي. دا ښار ډېر ميوزيمونه، د هنري اثارو خونې، کتابتونونه او د لوبو ځايونه لري، د برتانيې موزيوم، د هنري اثارو ملي خونه، ملي تاريخي موزيوم، تيت مودرن، برتانوي کتابتون او ويسټ اينډ تياترونه پکې شامل دي. د لندن تر ځمکې لاندې لارې (ميټرو) د نړۍ تر ټولو چټک لرغونی د حمل و نقل نظام دی.

د سیمو نومونه سمول

لندن يو لرغونی نوم دی، له زېږد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې شتون تاييد دی، هغه مهال معمولاً په لاتيني شوې بڼه « Londinium» يادېدو، د بېلګې په ډول، په لاس لېکل شوې رومي دړې چې په دې ښار کې موندل شوي او تاريخ يې له زېږد وروسته ۶۵/۷۰ څخه تر ۸۰ پورې رسېږي د Londinio ټکی (په لندن کې) پکې شته. [۳۳][۳۴]

د کلونو په تېرېدو سره، دې نوم ډيری افسانوي څرګندونې راجلب کړي دي. په لومړي ځل د مونوموت د جفري په « Historia Regum Britanniae» کتاب کې راڅرګند شوی چې په شا اوخوا ۱۱۳۶ کې ليکل شوی.[۳۵]

عصري علمي څېړنې بايد په لومړيو سرچينو کې د دې نوم بېلا بېلې بڼې په نظر کې ونيسي: لاتيني (چې عموماً يې د Londinium په نوم يادوي)، زړه انګليسي (چې عموماً يې د Lunden په بڼه يادوي) او ويلزي (چې عموماً يې په Llundein بڼه ليکي)، همدا راز د وخت په اوږدو کې په دې ژبو کې د غږونو پېژندل شوي پرمختګونه هم بايد په پام کې ونيول شي. دا ټولمنلې موضوع ده چې دا نوم دې ژبو ته د شريکې برايتوني ژبې څخه راغلی؛ وروستۍ څېړنې خوښه ګڼي چې د دې نوم ورکه شوې سليتيکي بڼه چې Londonjon يا دې ته ورته څه وه بيا جوړه کړي. دا نوم په لاتيني ژبه کې د Londinium په بڼه غوره شوی او بيا زړې انګليسي پور کړی و. [۳۶]

د شريکې برايتوني ژبې د نوم پېژندنې بڼې په هکله بحثونه شوي. د ريچارډ کوتس د ۱۹۹۸ز کال استدلال تر ټولو پياوړی دی، نوموړی په دې باور دی چې دا نوم له سلتيکي ژبې څخه مخکې له لرغونې اروپايي (p)lowonida څخه اخستل شوی دی او معنا يې ده «هغه سيند چې د ګودر لپاره ډېر پراخه وي». کوتس وايي دا هغه نوم و چې د تيمز سيند يوې برخې ته ورکړل شوی و، کومه برخه چې له لندن څخه بهېږي او دې ښار له همدې څخه د سلتيکي نوم بڼه خپله کړه چې هغه Lowonidonjon و. خو ډېرو اثارو د دې نوم ساده سلتيکي اصليت منلی دی. وروستيو څېړنو دا تشريح غوره کڼلې چې دا نوم د پورټو-اندو اروپايي رېښو lendh څخه سلتيکي اشتقاق دی، (د lendh معنا ده ډوبېدل، د ډوبېدو لامل)، سلتيکي وروستاړی injo يا onjo ورسره يو ځای کړای شوی دی (چې عموماً دا وروستاړي د ځايونو د نومونو د جوړولو لپاره تړل کېدو). پيټر شريور په ځانګړي ډول وړانديز کړی چې په اصل کې د دې نوم معنا ده «هغه ځای چېرته چې بيا بيا يا په جذر او مد سره سيلاوونه راځي».[۳۷][۳۸][۳۹]

تر ۱۸۸۹ز کال پورې، لندن نوم يوازې د لندن ښار ته کارېدو، خو له هغې وروسته دا نوم د لندن ولسوالۍ او ستر لندن ته هم کارول کېږې. [۴۰]

په ليکنو کې د لندن لنډيز په «LDN» کيږي. دا استعمال يې په لنډو پيغامونو کې غوره کړای شوی دی  او ډېر ځله د خواله رسنيو د کاروونکو په پېژنيال کې لېدل کيږي چې مستعار نوم يا اداره کوونکي وروستاړی پسې نښلول کېږي.[۴۱]

تاريخ سمول

له تاريخ مخکې پړاو سمول

په ۱۹۹۳ز کال کې، په سويلي لوړ ساحل کې له واکسهال پول څخه د ژړو د پړاو د يو پول پاتې شونې وموندل شول. دا پول يا له تيمز څخه تېرېدو او يا يو بل ټاپو ته رسېدو چې اوس نه شته. د دوه راډيو کاربن لرګينو تختو تاريخ يې له زېږد مخکې ۱۷۵۰-۱۲۸۵کال ته رسېږي.[۴۲]

په ۲۰۱۰ز کال کې د يوې سترې لرګينې ودانۍ بنسټ چې تاريخ يې له زېږد مخکې ۴۸۰۰-۴۵۰۰ ته رسېږي، د تيمز سيند سويلي ساحل د واکسهال پول په لاندې برخه کې وموندل شو. د منځني ډبرين وخت د دې ودانۍ موخه نه ده څرګنده. دواړه ودانۍ د تيمز په سويلي غاړه دي، چېرته چې تر ځمکې لاندې د افرا سيند تيمز ته بهېږي.  [۴۳][۴۴]

رومي لندن سمول

په دې سيمه کې د بريتونيايي خورو ورو استوګنځايونو د شواهدو له شتون سره سره، د روميانو له خوا لومړی ستر استوګنځای له زېږد وروسته د ۴۳ کال له بريد څلور کاله پس جوړ شوی و. دا له زېږد وروسته يواځې تر ۶۱ کال پورې وپايدو، کله چې د ملکې بوديکا په مشرۍ د ايسني قبيلې پرې بريد وکړ او له خاورو سره يې خاورې کړ. له دې وروسته د لندنيوم طرحه شوی جوړښت وغوړېد او په ۱۰۰ کال کې د کولچستر پر ځای رومي ايالت د بريتانيا ځای ناستی وګرځېد. په دويمه پېړۍ کې د خپل اوج پر مهال، رومي لندن نږدې ۶۰،۰۰۰ وګړي درلودل.[۴۵][۴۶][۴۷]

د انګلو ساکسون او واکينګ د پړاو لندن سمول

د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې د رومي واکمنۍ په ړنګېدو سره، لندن نور پلازمېنه نه وه او Londinium په ديوالونو کې ايسار و، که څه هم رومي تمدن بيا هم د فيلډز د سنت مارټين په شا او خوا کې تر ۴۵۰ پورې وپاېدو. له نږدې ۵۰۰ څخه د Lundenwic په نوم يو پېژندل شوی انګلو ساکسون استوګنځي د لرغوني رومي ښار په لويديځ کې پراختيا ومونده. د ۶۸۰ په شا او خوا کې دا ښار يو ځل بيا په اصلي بندر بدل شو، خو په لوه کچه د توليد ډېر کم شواهد شته. د ۸۲۰ کال په شا اوخوا کې د وايکينګيانو بريدونه کم شول. درې يې ثبت شوي دي: په ۸۵۱ او ۸۸۶ کې بريالي شول، خو وروستی يې په ۹۹۴ کې په وتمبول شو.[۴۸][۴۹][۵۰]

سرچینې سمول

  1. http://archaeologydataservice.ac.uk/archives/view/no1poultry_molas_2007
  2. http://www.citymayors.com/gratis/uk_topcities.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/4074335-4 — د نشر نېټه: ۷ جون ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4.     "د لندن اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  5. Getty Thesaurus of Geographic Names ID: https://vocab.getty.edu/page/tgn/7011781 — د نشر نېټه: ۱۸ جون ۲۰۱۸ — دوتنه: Getty Research Institute — سرليک: Getty Thesaurus of Geographic Names — خپرونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۱۲ جون ۲۰۱۸
  6.     "د لندن اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  7. https://www.nomisweb.co.uk/sources/census_2021/report?compare=E12000007
  8. http://www.chinese-embassy.org.uk/eng/zygx/dfjl/t693273.htm — د نشر نېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
  9. http://delhi.gov.in/wps/wcm/connect/doit_udd/Urban+Development/Our+Services/International+Affairs+Cell+%28IC%29/Sisters+City+Agreements/ — د نشر نېټه: ۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
  10. پیوستون : 2643743  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  11. "Roman London". Museum of London. n.d. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 5 July 2013 باندې). London Government Act: Essex, Kent, Surrey and Middlesex 50 years on. BBC News.
  13. Mills, AD (2010). Dictionary of London Place Names. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 152. Of course until relatively recent times the name London referred only to the City of London with even Westminster remaining a separate entity. But when the County of London was created in 1888, the name often came to be rather loosely used for this much larger area, which was also sometimes referred to as Greater London from about this date. However, in 1965 Greater London was newly defined as a much enlarged area. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2014-04-25 باندې). The baffling map of England's counties. BBC News.
  15. "London Government Act 1963". www.legislation.gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jones, Bill; Kavanagh, Dennis; Moran, Michael; Norton, Philip (2007). Politics UK. Harlow: Pearson Education. د کتاب پاڼې 868. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-2411-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Global Power City Index 2020". Institute for Urban Strategies – The Mori Memorial Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Adewunmi (په 10 March 2013 باندې). London: The Everything Capital of the World. The Guardian.; "What's The Capital of the World?". More Intelligent Life. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The World's Most Influential Cities 2014". Forbes. 14 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); (په 8 October 2014 باندې). London is 'the most desirable city in the world to work in', study finds. The Independent.
  19. "Leading European cities by gross domestic product in 2017/18". Statista. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The top 10 cities around the world with the most ultra-wealthy people, ranked". Wealth-X. 7 October 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . World's Richest Cities: The Top 10 Cities Billionaires Call Home. Forbes.
  22. "Number of international students in London continues to grow" (Press release). Greater London Authority. 20 August 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Times Higher Education World University Rankings". 19 September 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Top Universities: Imperial College London". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Top Universities: LSE". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The top 10 cities around the world with the most ultra-wealthy people, ranked". World Atlas. December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "IOC elects London as the Host City of the Games of the XXX Olympiad in 2012" (Press release). International Olympic Committee. 6 July 2005. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Languages spoken in the UK population". National Centre for Language. 16 June 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Estimates of the population for the UK, England and Wales, Scotland and Northern Ireland". ONS. 28 September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Largest EU City. Over 7 million residents in 2001". Office for National Statistics. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Focus on London – Population and Migration | London DataStore". Greater London Authority. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Demographia World Urban Areas, 15th Annual Edition" (PDF). Demographia. April 2019. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "2011 Census – Built-up areas". nomisweb.co.uk. ONS. 28 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "The London Plan (March 2015)". Greater London Authority. 15 October 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Mills, Anthony David (2001). A Dictionary of London Place Names. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 139. OCLC 45406491. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192801067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 1 June 2016 باندې). UK's oldest hand-written document 'at Roman London dig'. BBC News.
  35. {{Cite web |last=Brown |first=Matt |date=15 January 2014 |title=How London Got Its Name |url= https://londonist.com/2014/01/how-london-got-its-name |access-date=29 March 2021 |website=Londonist
  36. Bynon, Theodora (2016). "London's Name". Transactions of the Philological Society. 114 (3): 281–97. doi:10.1111/1467-968X.12064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Coates, Richard (1998). "A new explanation of the name of London". Transactions of the Philological Society. 96 (2): 203–229. doi:10.1111/1467-968X.00027. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Schrijver, Peter (2014). Language Contact and the Origins of the Germanic Languages. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781138245372. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Bynon, Theodora (2016). "London's Name". Transactions of the Philological Society. 114 (3): 281–97. doi:10.1111/1467-968X.12064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Mills, David (2001). A Dictionary of London Place Names. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 140. OCLC 45406491. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192801067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "LDN Flood Week 2017". 9 November 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Denison, Simon (July 1999). "First 'London Bridge' in River Thames at Vauxhall". British Archaeology (46). مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "London's Oldest Prehistoric Structure". BAJR. 3 April 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Milne, Gustav. "London's Oldest Foreshore Structure!". Frog Blog. Thames Discovery Programme. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Perring, Dominic (1991). Roman London. London: Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-23133-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "British History Timeline - Roman Britain". BBC. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Lancashire, Anne (2002). London Civic Theatre: City Drama and Pageantry from Roman Times to 1558. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-63278-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "The last days of Londinium". Museum of London. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "The early years of Lundenwic". The Museum of London. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Wheeler, Kip. "Viking Attacks". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)