امسټرډام
امسټرډام د هالنډ پلازمېنه او لوی ښار دی. دا ښار په (شمالي هالنډ) او د هالند (نېډېرلند) پر لوېدیځ کې د امستل د رود له غاړې پروت دی. په دیارلسمې پېړۍ کې د دغه رود په غاړو بندونه (په هالنډۍ - Dam) جوړ شول چې دې څخه د دغه ساحې نوم امسټرډام شو.
امسټرډام | |
---|---|
Amsterdam | |
(ولندیزی: Amsterdam) | |
دآمستردام شار عکس
| |
Mokum, Venice of the North | |
شعار: Heldhaftig, Vastberaden, Barmhartig | |
آمستردام شار په هالند نخشه کی
| |
![]() |
|
کورډېناټونه: ۵۲°۲۲′۲۲″شمال ۴°۵۳′۳۷″ختیځ / 52.372777777778°شمال 4.8936111111111°ختيځ [۱] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۳۰۰ |
هېواد | هالنډ (۸ مې ۱۹۴۵–)[۲] هالنډ (–۱۹ مې ۱۹۴۰)[۲] فرانسه (۹ جولای ۱۸۱۰–۱۹ نومبر ۱۸۱۳)[۳] |
سیمه | |
• سیمه | 219 کیلومتره مربع |
لوړوالی | -2 متر |
نفوس شمېرنه | 921468 (۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۲)[۴] |
آخر معلومات | |
وخت زون | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (معياري وخت) مرکزي اروپا وخت زون (معياري وخت) یوټیسی ۲:۰۰+ (د اوړي وخت) |
الرمز البريدي | 1000–1098 1100–1109 (۱۰ جنوري ۲۰۱۴–) |
سيمييز د زنګ کوډ | 20 |
جيو کوډ | 2759794[۵] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (نېدرلنډي) |
![]() |
|
سمول ![]() |
د امسټرډام نامتو د لیدوړ ځایونه Anne Frank Huis ،Van Gogh Museum ،Stedelijk Museum ،Hermitage Amsterdam ،Anne Frank House ،Amsterdam Museum ،Rijks Museum، سره څراغونه او د نشې (چرسو او ماریوانا) د څکولو کافیانې دي. چې دغه دوو د هالنډ دود د څه نړیوالو په سترگو کې راکښته کړی خو هالنډیان دې ته په نورموله سترگه گوري او بله برخه یې پر ویاړي. بر سېره پر دې امسټرډام دوه نړیوال پوهنتونه او ډېر شمېر خپلواکه انستیتوتنه چې غټ یې د امسټرډام د لوړو زده کړو ښوونځی دی؛ لري.
پېښلیک
دا پلندۍ (ولاړ اوبو او واښو) سیمه په ۱۰۰۰ زېږېدیز کې د امستلې (چې د امستل د سیند څخه اخیستل شوی ټکی دی) په نامه یادېده. له اوترېخته (دامسټرډام سهیل ته پروت ښار) بزگرو د امستلې په خوا د ځمکې څخه د کار اخیستل پیل کړل. چې تر اوبو لاندې پرته ځمکه هم وچه او کار ترنه واخیستل شي، دوی ابو ته بندونه جوړ کړل. دې سیمې وده وکړه تر څو چې په دیارلسمې پېړۍ کې د (ای) د رود او د (زاودر زې) چې د ودن سمندرگي یوه برخه وه په غاړه بندونه جوړ شول. وروسته امستېل رود څه سمبال او څه نور پسې وکندل شو چې د سوداگرۍ لوی بنسټ وگرځېد. د ښار لومړنی بندر چې (دمرک) د غټې لارې تر څنگ وو، جوړ شو. په کابو ۱۳۰۰ زېږېدیز کې امسټرډام په رسمي توگه لکه یو اروپايي او په پینځلسمه پېړۍ کې لکه یو د سوداگرۍ نړیوالو ښار وپېژندل شو. په ۱۵۷۰ زېږېدیز کې د امسټرډام وگړو شمېر تر ۳۰۰۰۰ لږ ول. په ۱۶۲۲ زېږېدیز کې دا شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ او د اولسمې پېړۍ په پای کې تر ۲۰۰۰۰۰ واوښت. چې د هغه وخت د اروپا له غټو ښارونو سره لکه لندن او پاریس پرتله کېدای شوای. د دغه وگړیزه لویوالي سره ښار هم له پلان سره لوېده. د ویالو (کانالونو) پر غاړو کورونه، د سوداگرې ودانۍ او گدامونه جوړ شول چې د ښار په پرمختگ کې یې لوې ښیگڼې درلودې.
وگړشمېرنه
په ۱ د جنوري د ۲۰۱۲ کې امسټرډام ۷۹۰.۰۰۰ تنه وگړي درلودل. دا ښار یو گڼ ولسه ښار دی چې ۵۰،۵ پر سلو کې وگړي بهرني دي. دغه بهرني د ۱۷۷ ټبرو (ملیتونو) څخه راټول شوي دي.
ځمکپوهنه
امسټرډام په شمالي هالنډ کې پروت دی. دا ښار ۹۰ ټاپوگانې او ۱۵۳۹ پلونه لري. د دغه سیمې وچه ۲ متره د اوبو تر کچ لوړه ده او ۲۱۹،۳۳ کیلو متره مربع یې پراخوالی دی چې په یو متر مربع کې یې ۴۷۵۱ تنه ژوند کوي.
اقليم
امسټرډام سمندرۍ اوبو هوا لري چې شمالي سمندر سترې اغېزې پر کوي. د ژمي ساړه یې تر صفر درجې نه ټیټېږي او اوړی یې برابر تود او لنډ دی. په هوا کې یې لندبل گډ دی په دې وجه ډېر وخت ورېځ او اورښت لري. کله هم دا اورښت توند او تکړه شي نو بیا د ښار په چاپېریال کې د پمپونو په مرسته اوبه سمندر ته لېږدول کېږي.
- ↑ "د امسټرډام اړوند په اوپنسټرېټمېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسينېټه ۳ جون ۲۰۲۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|تاريخ الوصول=
(مساعدة) - ↑ archINFORM location ID: https://www.archinform.net/ort/1292.htm — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۸
- ↑ "د امسټرډام اړوند په ميوزك برينز کي". MusicBrainz area ID. د لاسرسينېټه ۳ جون ۲۰۲۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|تاريخ الوصول=
(مساعدة) - ↑ Bevolkingsontwikkeling; regio per maand — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳ — خپرونکی: Statistics Netherlands
- ↑ پیوستون : 2759794 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported