استانبول چې پخوانی نوم يې قسطنطنیه یا Constantinople و، د ترکیې تر ټولو ستر ښار او اقتصادي، کلتوري او تاریخي مرکز دی. دا ښار د بسفر تنګي پر دواړو غاړو هم په آسیا او هم په اروپا کې پروت دی؛ له ۱۵ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، او د ترکيې د ټول نفوس ٪۱۹ جوړوي. استانبول د اروپا تر ټولو ګڼمېشتی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځلسم ښار دی. [۵][۶]

استنبول
isˈtɑnbuɫ
استنبول
See caption
See caption
د استنبول انځور

استنبول
استنبول
استنبول

Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۴۱°۰۰′۴۹″ شمال ۲۸°۵۷′۱۸″ ختیځ / 41.01361°شمال 28.95500°ختيځ / 41.01361; 28.95500
په توګه جوړه ډیر پخوا
قسطنطنیه 330 CE
اداري وېش
هیواد تورکيه
جغرافيا مرمرې جغرافيا
ولایت استنبول
پلازمینه د:
عثماني سترواکي (۱۴۵۳–۱۹۲۲)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ولسوالي 39
حکومت
 • والۍ کدیر توبپاس (کينډۍ:Polparty)
پراخوالی
 • غټ ښار 5343 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
 • ښاري سیمې ۱٬۵۳۹ کلوميټر٢ (۵۹۴ میله  مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۵٬۳۴۳ کلوميټر٢ (۲٬۰۶۳ میله  مربع)
لوړوالی ۳۹ ميټره (۱۲۸ فوټ)
نفوس شمېرنه (31 December 2015)[۱][۲][۳]
 • غټ ښار ۱۴,۰۲۵,۶۴۶
 • ترتيب 1st
 • ښاري سیمه ۱۴,۱۰۰,۰۰۰
 • ستره ښاري سيمه ۱۴,۶۵۷,۴۳۴
 • Metro density ۲٬۶۹۱/کلوميټر٢ (۶٬۹۷۰/ميله مربع)
د گڼه گوڼې نوم Istanbulite (modern)
(کينډۍ:Lang-tr)
Stambouliote
Constantinopolitan
وروستي مالومات
وخت زون FET (ه.ن.و+3)
پسټ کوډ 34000–34990  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 0212 (اروپا اړخ)
0216 (آسیا اړخ)
جيو کوډ 745044

745042  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موټر پلېټ 34
خورلڼې ښارونه
نمایشي GDP 2012
 - سراسر $301 میلیارده[۴]
 -پر نفر $22,765[۴]
جنرال جغرافيايي د لوړ پوړو شپولونو .ist, .istanbul
رسمي وېبپاڼه www.ibb.gov.tr
www.istanbul.gov.tr
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د دې ښار بنسټ په اوومه قبل المیلاد پېړۍ کې د مګاري ښکېلاګرو لخوا د بیزانتیون په توګه کېښودل شو خو وروسته ستر قنسطنطین په ۳۳۰م کال کې د نوي رومي پایتخت په ډول لومړی "نوی روم" ونوماوه او بیا يې وروسته ډېر ژر نوم کونستانتینوپول پرې کېښود. د دې ښار اغېز او اندازه ډېرېده او په تاریخ کې د ورېښمو لارې د لارښود او یو له مهمو ښارونو بدل شو. دا ښار نږدې د شپاړلسو پېړیو لپاره د امپراطوریو پلازمېنه وه؛ د روم/بیزانتین پر مهال (۳۳۰-۱۲۰۴)، لاتین (۱۲۰۴-۱۲۶۱)، بیزانتین (۱۲۶۱-۱۴۵۳) او عثماني (۱۴۵۳-۱۹۲۲) امپراطوري ګانې. دې ښار د رومي او بیزانتیني امپراطوریو پر مهال د مسیحیت په لوړاوي کې ستر نقش درلود او د کلیساګانو د اوو جهاني شوراګانو څخه (چې ټولې په ننۍ ترکیه کې وې) د څلورو مرکزونه يې په همدې ښار کې وو (لکه په اسیايي برخه چالسېدون (Kadıköy)، خو وروسته په کال ۱۴۵۳م کې د کونستانتینوپول په سقوط سره دا ښار په اسلامي پایګاه واړول شو، په ځانګړې  توګه چې کله په ۱۵۱۷م کال کې د عثماني خلافت پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۳م کال کې، د ترکیې د خپلواکۍ له جګړې څخه وروسته، انقره د ترکيې د نوي جوړ شوي جمهوریت پلازمېنه شوه. به ۱۹۳۰م کال کې، د دې ښار نوم په رسمي توګه استانبول ته واړول شو، ځکه آن د یوولسمې پېړۍ څخه راپدېخوا د یونانیانو لخوا یاد ښار ته همدا نوم کارول کېده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۲۰۱۸م کال کې، له ۱۳,۴ میلونو څخه ډېرو بهرنیو وګړو له استانبول څخه لیدنه وکړه. اته کاله وروسته له هغه چې استانبول د اروپا کلتوري پلازمېنه ونومول شوه، دا ښار د نړي تر ټولو ډېر لیدل شوی اتم ښار شو. په استانبول کې د یونیسکو د نړیوال میراث ګڼ ځایونه شتون لري او پدې ښار کې زیاد شمېر ترکي شرکتونه مرکزونه لري چې د هېواد د اقتصاد له ٪۳۰ څخه ډېره فیصدي یواځې همدا ښار جوړوي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د قنسطنطین کالم[۱۵]

د ځای د نوم پېژندنه

د دې ښار لومړی معروف نوم بیزانتین (یوناني: Βυζάντιον، Byzántion) و چې په ۶۵۷ قبل المیلاد کې د جوړولو پر مهال میګاري ښکېلاګرو همدا نوم پرې اېښی و. مېګاري ښکېلاګرو د ښار د بنسټګرانو سره د مستقیم ارتباط خبره وکړه؛ بیزاس، چې د خدای پوسېدون او ښاپېرۍ سېروئېسا زوی و. معاصرو کیندنو د دې شونتیا ډېره کړې چې د بیزانتین نوم د هغو ځایونو منعکس کوونکی دی چې تراکي ځايي خلک پکې وړاندې د دې ښار له بشپړو جوړېدلو اوسېدل. کونستانتینوپول د یوناني ژبې له کونستانتینوس څخه اخیستل شوی او په رومي امپراطور ستر کونستانتین پورې تړاو لري چې دا ښار يې په ۳۲۴ کې بېرته جوړ کړ. تر ۱۸۳۰مو کلونو پورې په لویدیځ کې د کونستانتینوپول نوم ډېر عام و، خو بیا وروسته ترکي چارواکو په بهرنیو ژبو کې د "استانبول" په کارولو ټینګار وکړ. قسطنطنیه، یا مقام قسطنطینیه محمیمه (د کونستانتینوپول خوندي ساتل موقعیت) او استانبول هغه نومونه دي چې عثمانیانو د خپل حاکمیت په زمانه کې کارول. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

استانبول تر ډېره د منځنیو پېړیو د یوناني تلفظ εἰς τὴν Πόλιν (استېمبولین) څخه اخیستل شوی دی چې مانا "ښار لوري ته" ده او ځايي یونانیانو به کونستانتینوپول په همدې نامه یاداوه. دې دا خبره هم روښانه کوله چې په ټوله شاوخوا سیمه کې یواځې همدغه ستر ښار و. په عثماني نړۍ کې د کونستانتینوپول ارزښت له دې معلومېږي چې په عثماني ترکي ژبه کې به یې دیرِ سعادت (د هوساینې دروازه) باله. یوه بل لیدلوری دا هم وايي چې د یاد ښار نوم مستقیماً د کونستانتینوپول له نامه څخه راغلی دی، یواځې لومړۍ او درېیمه هجاء يې لرې کړل شوې. د ۱۷مې پېړۍ ځینې عثماني سرچینې، لکه اولیاء چلبي، دا د هغه مهال عادي ترکي نوم بولي؛ د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۸پېړۍ د وروستیو تر منځ دا نوم هم په رسمي توګه کارول کېده. په سکو په لومړي ځل د اسلامبول نوم په ۱۷۳۰م کال د سلطان محمود لخوا ضرب شو. په عصري ترکي کې يې نوم استانبول لیکل کېږي او هغه کسان چې په استانبول کې اوسېږي ترکان یې استانبول لي İstanbullu (جمع استانبول ليلر İstanbullular) بولي او په انګلیسي کې Istanbulite لیکل کارول کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخ

دا ستره ډبره ښايي په کونستنتین ټولنه کې په طاقِ ظفر پورې تړاو ولري (نن ورځ يې چمبرلي تاش (Çemberlitaş) بولي).

د نوسنګي عصر آثار د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د لرغون پوهانو لخوا کشف شوي دي ښيي چې د استانبول تاریخي تاپووزمه کې ان له شپږ زره کاله قبل المیلاد وړاندې خلک اوسېدل. په لومړي ځل چې هلته کوم خلک مېشت شول، دوی له نږدې ختیځ څخه اروپا ته د نوسنګي عصر انقلاب په وروړلو کې مهم رول درلود، خو دوی زر کاله پاتې شول او بیا دا سیمه اوبو لاندې کړه. په آسیايي برخه کې، په لومړي ځل انسانان د مسو په عصر کې په اوسنۍ فکرتپه (Fikirtepe) کې مېشت شول چې د دوی آثار ۵۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ قبل المیلاد ته رسېږي. په اروپايي برخه کې، د ټاپووزمې څوکې ته نږدې (سرای بورنو (Sarayburnu)) له میلاد څخه زر کاله مخکې تراکي وګړي مېشت شول. اوسني لیکوالان دا مسله د تراکي ځای نومونې لایګاس سره تړي چې د رومي لیکوال پلایني په اثارو کې د دې ځای پخوانی نوم بیزانتیوم ښودل شوی دی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د دې ښار تاریخ په شاوخوا ۶۶۰ قبل المیلاد کې هغه مهال پیلېږي چې د مېګارا یوناني اوسېدونکو د بسفر په اروپايي برخه کې بیزانتیوم جوړ کړ. اوسېدونکو د پخوانیو تراکي وګړو پر سیمه د طلايي ښکر (Golden Horn) سره جوخت اکروپولیس (د یونان د زمانې کلا) جوړه کړه او د دې نوي راجوړېدونکي ښار اقتصاد يې په خوځښت راووست. د پنځمې قبل المیلاد پېړۍ په وروستیو کې پدې ښار د لنډ مهال لپاره فارسي واکمنانو حاکمیت درلود خو یونانیانو د یونان-فارس جګړو پر مهال دا ښار بېرته ونیو. بیزانتیوم د آتن د اتحاد (Athenian League) او د هغه د ځایناستي، د آتن دویم اتحاد (Second Athenian League) یوه برخه وه خو په ۳۵۵ قبل المیلاد کې یې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. له رومیانو سره د اوږدمهال لپاره له متحد پاتې کېدو وروسته، بېزانتیوم په ۷۳م کال کې په رسمي توګه د رومي امپراطورۍ برخه شوه. د بیزانتیوم دا پرېکړه چې د امپراطور سېمپتیمیوس سېوېروس پر وړاندې له رومي غاصب پېسکېنیوس نیګېر څخه ملاتړ وکړي، ډېره درنه تمامه شوه، کله چې په ۱۹۵م کال کې بیزانتیوم تسلیمي ومنله، نو دوې کلنې محاصرې یاد ښار سخت ځپلی و. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

آبادي

اسنبول کې آبادي (د خلکو شمېر) ډير په تيزۍ سره دي۔د دې اندازه تاسې د دې لښتيال څخه لگولي شئ:

کال آبادی (خلکو شمېر)
330ء 40،000
440ء 400،000
530ء 550,000
545ء 350,000
715ء 300,000
950ء 400,000
1200ء 150,000
1453ء 36,000
1477ء 75,000
1566ء 600,000
1817ء 500,000
1860ء 715,000
1885ء 873,570
1890ء 874,000
1897ء 1,059,000
1901ء 942,900
1914ء 909,978
اکتوبر 1927ء 680,857
اکتوبر 1935ء 741,148
اکتوبر 1940ء 793,949
اکتوبر 1945ء 860,558
اکتوبر 1950ء 983,041
اکتوبر 1955ء 1,268,771
اکتوبر 1960ء 1,466,535
اکتوبر 1965ء 1,742,978
اکتوبر 1970ء 2,132,407
اکتوبر 1975ء 2,547,364
اکتوبر 1980ء 2,772,708
اکتوبر 1985ء 5,475,982
اکتوبر 1990ء 6,620,241
نومبر 1997ء 8,260,438
اکتوبر 2000ء 8,803,468
جنوری 2005ء 9,797,536
جنوری 2006ء 10,034,830

سرچينې

  1. "Turkey: Provinces and Major Cities". www.citytpopulation.de. Citypopulation. 31 December 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۵. The population of the Turkish cities and provinces according to census results and latest register-based tabulations الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. "All urban agglomerations of the world with a population of 1 million inhabitants or more". www.citypopulation.de. Citypopulation. 1 April 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. "The Results of Address Based Population Registration System, 2015". Turkish Statistical Institute. 31 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ https://www.brookings.edu/wp-content/uploads/2016/07/Istanbul-1.pdf
  5. Wells, John C. (2008). Longman Pronunciation Dictionary (چاپ 3rd). Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Upton, Clive; Kretzschmar, Jr., William A. (2017). The Routledge Dictionary of Pronunciation for Current English (چاپ 2nd). Routledge. د کتاب پاڼې 704. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-12566-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. کينډۍ:ODB
  9. Çelik 1993, p. xv
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Masters & Ágoston 2009, pp. 114–15
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Heper, Metin (2018). "Istanbul". Historical dictionary of Turkey (چاپ Fourth). Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0224-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. OECD Territorial Reviews: Istanbul, Turkey. Policy Briefs. The Organisation for Economic Co-operation and Development. March 2008. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-64-04383-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. "Forum of Constantine". www.byzantium1200.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Room 2006, p. 177
  18. Georgacas 1947, p. 352ff.
  19. Necipoğlu 2010, p. 262
  20. Necdet Sakaoğlu (1993/94a): "İstanbul'un adları" ["The names of Istanbul"]. In: Dünden bugüne İstanbul ansiklopedisi, ed. Türkiye Kültür Bakanlığı, Istanbul.
  21. Grosvenor, Edwin Augustus (1895). Constantinople. Vol. 1: Roberts Brothers. د کتاب پاڼې 69. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)CS1 maint: location (link)
  22. Finkel 2005, pp. 57, 383
  23. Göksel & Kerslake 2005, p. 27
  24. Keyder 1999, p. 95
  25. Rainsford, Sarah (2009-01-10). "Istanbul's ancient past unearthed". www.bbc.com. BBC. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. Algan, O.; Yalçın, M.N.K.; Özdoğan, M.; Yılmaz, Y.C.; Sarı, E.; Kırcı-Elmas, E.; Yılmaz, İ.; Bulkan, Ö.; Ongan, D.; Gazioğlu, C.; Nazik, A.; Polat, M.A.; Meriç, E. (2011). "Holocene coastal change in the ancient harbor of Yenikapı–İstanbul and its impact on cultural history". Quaternary Research. 76 (1): 30. Bibcode:2011QuRes..76...30A. doi:10.1016/j.yqres.2011.04.002. S2CID 129280217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  27. "Bu keşif tarihi değiştirir". hurriyet.com.tr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  28. "Marmaray kazılarında tarih gün ışığına çıktı". fotogaleri.hurriyet.com.tr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  29. "Cultural Details of Istanbul". Republic of Turkey, Minister of Culture and Tourism. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  30. Janin, Raymond (1964). Constantinople byzantine. Paris: Institut Français d'Études Byzantines. د کتاب پاڼي 10ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  31. "Pliny the Elder, book IV, chapter XI:
    "On leaving the Dardanelles we come to the Bay of Casthenes, ... and the promontory of the Golden Horn, on which is the town of Byzantium, a free state, formerly called Lygos; it is 711 miles from Durazzo, ...""
    . د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۵.
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  32. "Istanbul". britannica.com. Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  33. Bloom & Blair 2009, p. 1
  34. Çelik 1993, p. 11
  35. De Souza 2003, p. 88
  36. Freely 1996, p. 20
  37. Freely 1996, p. 22
  38. Grant 1996, pp. 8–10
  39. Limberis 1994, pp. 11–12