د یونان په منځنیو پېړیو کې قسطنطنیه د روم سترواکۍ پلازمینه وه او وروسته د ختیځ روم سترواکۍ (د بیزانسي سترواکۍ په نوم هم پېژندل کیږي)، لاتیني سترواکۍ (۱۲۰۴ او ۱۲۶۱ز کلونو تر منځ) او عثماني سترواکۍ (۱۴۵۳ او ۱۹۲۲ز کلونو تر منځ) پلازمینه هم شوه، چې د ترکیې له خپلواکۍ جګړې نه وروسته انقرې ته ولېږدول شوه او په رسمي ډول په ۱۹۳۰ز کال کې د استانبول په نوم ونومول شوه. دا ښار نن ورځ د ترکیې جمهوریت ترټولو لوی ښار او مالي مرکز دی. دغه راز په اروپا کې هم ترټولو لوی ښار ګڼل کېږي.[۱]

په ۳۲۴ز کال کې د بیزانسي لرغونۍ ښار«نوی روم» په نوم بدل شو او د لوی سترواک قسطنطین له خوا د روم سترواکۍ نوې پلازمینه په توګه اعلان شوه، چې په ۳۳۰ز کال د مې په ۱۱مه د هغه په ​​​​نوم ونومول شوه. قسطنطنیه په عموم ډول د «ارتودوکس عیسوي تمدن مرکز» ګڼل کېږي. دغه راز د پنځمې پیړۍ له نیمایي نه د تېرې پېړۍ تر پیل پورې قسطنطنیه په اروپا کې تر ټولو لوی او بډایه ښار و. دا ښار د خپل معماري شاهکاري لکه ایا صوفیا ، د ختیځ ارتودوکس کلیسا، مقدسه سترواکې ماڼۍ چیرې چې سترواکانو ژوند کاوه، هیپوډروم، د ځمکې دیوالونو کې طلایی دروازه او مجلله شاهي ماڼۍ لپاره مشهور شو. د قسطنطنیه پوهنتون په پنځمه پیړۍ کې تاسیس شو او په ۱۲۰۴ز کال او ۱۴۵۳ز کال کې مخکې له لوټولو نه یې هنري او ادبي خزانې درلودې، په شمول د هغه لوی امپراطوري کتابتون چې د اسکندریه د کتابتون پاتې شوني یې لرلې، چې ۱۰۰،۰۰۰جلده کتابونه یې  درلوده. دا ښار د قسطنطنیه د کلیسا د سرپرست کور او د عیسوي نړۍ ترټولو سپیڅلي اثارو لکه د کانګو تاج او ریښتیني صلیب ساتونکی و.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

قسطنطنیه د خپلو لویو او پیچلو کلاګانو لپاره نامتو وه، کوم چې د لرغوني وختونو ترټولو پیچلي دفاعي معماري نه ګڼل کېده. د طلایی ښاخ او د مرمره سمندر تر منځ د قسطنطنیه رامنځته کېدل د ځمکې د کمښت لامل شو، کوم چې دفاعي دیوالونو ته یې اړتیا درلوده. دا ښار په قصدي ډول له روم سره د سیالي کولو لپاره جوړ شوی و، او د دېوالونو دننه لوړوالی د روم له اووه غونډیو سره سمون درلوده. د نه منلو وړ دفاعي عالي ماڼۍ، ګنبدونه او برجونه، د قسطنطنیه د سوکالۍ پایله وه، چې د دوه براعظمونو (اروپا او اسیا) او دوه سمندرنو (د مدیترانې او تور سمندر) تر منځ د دروازې په توګه یې ترلاسه کړی و. که څه هم ډېری وختونو د بېلابېلو لښکرو له خوا محاصره شوي، خو د قسطنطنیه دفاع د نږدې نهه سوه کلونو لپاره د نه منلو وړ وه.[۸][۹]

بر سېره پر دې په ۱۲۰۴ز کال کې د څلورمې صلیبي جګړې لښکرو دا ښار ونیو او ویجاړ یې کړ او د لسیزو راهیسې یې اوسیدونکو د لاتیني اشغال تر لاندې په یوه ویجاړ شوي ښار کې ژوند کاوه. په ۱۲۶۱ز کال کې د بیزانس سترواک اتم پالیولوګوس مایکل ښار ازاد کړ او ښار د پالیولوګوس سلطنت لاندې د نسبي بیا رغونې نه برخمن شو. په ۱۲۹۹ز کال کې د عثماني سترواکۍ له راڅرګندېدو سره، بیزانسي سترواکۍ د سیمو او ښار د نفوسو له لاسه ورکولو باندې پیل وکړ. دغه راز د ۱۵مې پېړۍ په لومړیو کې د بیزانس سترواکۍ یوازې قسطنطنیه او د هغې شاوخوا سیمې واک کې درلودې، چې په پای کې د ۵۳ ورځو محاصرې وروسته ښار د دویم سلطان محمد په مشرۍ د ۱۴۵۳ز کال د مې په ۲۹مه د عثمانیانو لاس ته ولوېد او بیا یې د عثماني سترواکۍ د نوي پلازمینې په توګه ایډرین (اډریانوپل) وټاکه.

قسطنطنیه د عثماني خلافت پر مهال سمول

قسطنطنیه د ارتودوکس عیسویت ښار اوس د عثماني واکمنۍ لاندې و. کله چې دویم محمد قسطنطنیه ته د چارسیوس دروازې له لارې (نن د ایډرینیکاپي یا اډریانوپل دروازې په نوم یادیږي) ننوت. هغه سمدلاسه خپل آس د ایا صوفیا په لور روان کړ، چیرته چې د دروازو له منځه وړلو وروسته په پټنځایونو کې پټ په زرګونو اتباعو باندې جنسي تیري کېده او غلامان کول یې. برسېره پردې هغه په هر ځای کې د عیسویت سمبولونه ویجاړ کړه، په شمول د ایا صوفیا صلیب چې د سلطان  کمپونو کې نمایش ته کیښودل شوی و. بیا یې خپلو پوځیانو ته امر وکړ چې د ښار د قیمتي مرمرو له منځه وړلو نه ډډه وکړي او په غنیمتونو راضي شي. ټولې ودانۍ د هغه ملکیت شوې. هغه یو امام ته امر وکړ چې آیا صوفیا کې هغه سره وویني ترڅو هلته د لمانځه لپاره اذان وکړي او په دې توګه د ارتودوکس کلیسا د مسلمانانو په جومات بدله کړه او په دې ډول یې په قسطنطنیه کې اسلامي حاکمیت ټینګ کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د قسطنطنیه په اړه د محمد اصلي اندېښنه په ښار باندې د خپل کنټرول پیاوړي کول او د ښار د دفاع بیارغونه وه. له ښار نه د ۴۵۰۰۰ اسیرانو له وتلو او همدارنګه له فتحې سمدستي وروسته د ودانولو پروژې پیل شوې، په شمول د دیوالونو ترمیم، د کلا جوړول او د یوې نوې ماڼۍ جوړول. محمد د خپلې سترواکۍ په اوږدو کې امر وکړ چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان دې ښار کې بیا میشت شي او له عیسویانو او یهودانو نه یې د جزیه او مسلمانانو نه یې د زکات ورکولو غوښتنه وکړه. هغه د سپتمبر تر میاشتې پورې قسطنطنیه ته د پنځو زرو کورنیو د انتقال غوښتنه وکړه. [۱۵][۱۶]

وروستیو سمول

قسطنطنیه د ختیځ روم سترواکۍ په وروستیو کې د ختیځې مدیترانې سمندر ترټولو لوی او بډایه ښاري مرکز و، چې زیاتره یې د سټراټیژیک موقعیت له امله و ځکه د ایجین  سمندر او تور سمندر ترمنځ سوداګریزې لارې یې تنظیمولې. دغه راز په منځنیو پېړیو کې دا د اروپا ترټولو بډایه او لوی ښار و، چې یو پیاوړی کلتوري کشش او د مدیترانې په اقتصادي ژوند کې یې تسلط درلود. سیلانیان او سوداګر د ښار ښکلي خانقاهونو او کلیساګانو نه په ځانګړي توګه د ایا صوفیا یا د مقدسې کلیسا نه حیران و. د ۱۴ پېړۍ روسی لیدونکې سټیفن نووګورډ په وینا: « د ایا صوفیا په اړه د انسان ذهن نشي کولی څه ووایي او یا یې تشریح کړي».

قسطنطنیه په ځانګړي توګه د یوناني او لاتیني لیکوالانو د لیکل شوو نسخو د ساتل خورا مهم ځای و، ځکه په لوېدیځه اروپا او شمالي افریقا کې بې ثباتۍ او ګډوډي د زیاتو ویجاړیو لامل شوې وې. د ښار د سقوط په وخت کې د دوی په زرهاو کډوال ایټالیا ته راوړل شول، چې دا د رینسانس په هڅولو او عصري نړۍ ته د لېږد په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د ټیکنالوژۍ، هنر او کلتور له مخې، قسطنطنیه په اروپا کې د زرګونو کلونو لپاره بې ساري وه. په قسطنطنیه کې ډېرې ژبې ویل کېدې. په ۱۶ پېړۍ کې یوې چینایي جغرافیې رسالې په ځانګړې توګه ثبت کړي، چې ښار کې یو شمېر زیات ژباړونکو ژوند کوو او دا په ګوته کوي چې دا یو څو ژبني او څو کلتوري نړیواله سیمه ده.[۱۷]

ښځینه په ادبیاتو کې سمول

قسطنطنیه د لوېدیځې ارمني لومړنۍ پېژندل شوې مجلې د رامنځته کېدو ځای و، چې د یوې ښځې (Elpis Kesaratsian) له خوا خپره او ایډیټ شوې وه. ښځینه لیکوالانې چې خپلې هیلې یې په ښکاره ډول څرګندولې، د بې حیایۍ په سترګه ورته کتل کېده، خو دا ورو ورو بدله شوه ځکه چې د «ښځو برخې» کې مجلو په خپرول پیل وکړ. ماتئوس ماموریان ، سرپوهی دوساپ ته بلنه ورکړه تر څو د زروهي ګلمکریان د ژوندلیک له مخې، په ۱۸۹۰ لسیزه کې د شعرونو د دوو ټوکونو له خپرولو وروسته، همدارنګه هغې ته وویل شو چې په کورنۍ او کور کې د ښځو د ځای په اړه هم لیکلنې وکړي. [۱۸]

معمارۍ سمول

د بیزانس سترواکۍ د خپل ځانګړي ډول معمارۍ رامنځته کولو لپاره رومن او یوناني معمارۍ ماډلونه او سټایلونه کارولي. د بیزانس معمارۍ او هنر اغېزې په ټوله اروپا کې د هغې په اخیستل شوو نقلونو کې لیدل کېدی شي. ځانګړي بېلګې یې په وینس کې د سینټ مارک کلیسا، د ریوینا کلیساګانې او همدارنګه په ختیځې سلاوکي کې ډېری کلیساګانې شاملې دي. دغه راز یوازې په اروپا کې د ۱۳مې پېړۍ ایټالوی فلورین تر وخته د سرو زرو سکو تولید ته دوام ورکړ. د دې ښاري زیربنا د منځنۍ پېړۍ په اوږدو کې له حیرانتیا نه ډکې وې، چې د روم سترواکۍ؛ هنر، مهارت او تخنیکي تخصص یې ژوندی ساتلی و. په عثماني دور کې اسلامي معمارۍ او سمبولیزم کارول کېده. [۱۹][۲۰]

تحصیلات سمول

په ۱۹۰۹ز کال کې په قسطنطنیه کې ۶۲۶ لومړني ښوونځي او ۱۲ منځني ښوونځي شتون درلود، چې د لومړنيو ښوونځيو له شمېر نه ۵۶۱ د ټيټې درجې ښوونځي او ۶۵ يې عالي لېسې وې. له دې جملې ته ۳۴ یې عامه او ۳۱ یې خصوصي وې. [۲۱]

سرچينې سمول

  1. Roach, Peter (2011). Cambridge English Pronouncing Dictionary (الطبعة 18th). Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-15253-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:ODB
  3. Parry, Ken (2009). Christianity: Religions of the Wold. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 139. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438106397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Parry, Ken (2010). The Blackwell Companion to Eastern Christianity. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 368. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781444333619. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pounds, Norman John Greville. An Historical Geography of Europe, 1500–1840, p. 124. CUP Archive, 1979. کينډۍ:ISBN.
  6. Janin (1964), passim
  7. "Preserving The Intellectual Heritage--Preface • CLIR". CLIR. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Treadgold, Warren (1997). A History of Byzantine State and Society. Stanford, CA: Stanford University Press. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. John Julius Norwich writes: "To identity them all needs a good deal more credulity and imagination than is required for their Roman counterparts." Byzantium: The Early Centuries (1989), Guildhall Publishing, p. 76n
  10. Ibrahim, Raymond. Sword and Scimitar. Da Capo Press, New York, کينډۍ:ISBN. p. 244.
  11. Ibrahim, Raymond. Sword and Scimitar. Da Capo Press, New York, کينډۍ:ISBN. p. 245.
  12. Mansel, Philip. Constantinople: City of the World's Desire. Penguin History Travel, کينډۍ:ISBN. p. 1.
  13. Lewis, Bernard. Istanbul and the Civilization of the Ottoman Empire. 1, University of Oklahoma Press, 1963. p. 6
  14. Calian, Florin George (2021-03-25). "The Hagia Sophia and Turkey's Neo-Ottomanism". The Armenian Weekly (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Inalcik, Halil. "The Policy of Mehmed II toward the Greek Population of Istanbul and the Byzantine Buildings of the City." Dumbarton Oaks Papers 23, (1969): 229–249. p. 236
  16. Müller-Wiener (1977), p. 28
  17. Chen, Yuan Julian (2021-10-11). "Between the Islamic and Chinese Universal Empires: The Ottoman Empire, Ming Dynasty, and Global Age of Explorations". Journal of Early Modern History. 25 (5): 422–456. doi:10.1163/15700658-bja10030. ISSN 1385-3783. S2CID 244587800 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rowe, Victoria (2003). A History of Armenian Women's Writing, 1880–1922. Cambridge Scholars Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-904303-23-7. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kazhdan, Alexander, المحرر (1991), Oxford Dictionary of Byzantium, Oxford University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-504652-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "San Marco Basilica | cathedral, Venice, Italy". Encyclopedia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۶ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Report of the Commissioner of Education for the Year Ended June 30, 1912." Whole Number 525. Volume 1. Washington Government Printing Office, 1913. In: Congressional Edition, Volume 6410. U.S. Government Printing Office, 1913. p. 570 Archived 2020-03-26 at the Wayback Machine..